کريکټ : افغان لوبډله باربډوز ته په نوې هيله ورسيده

افغان لوبغاړي

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د يکشنبه په ورځ ( د مۍ ٢ ) په داسې حال کې باربډوز ته د خپلې دويمې لوبې لپاره ورسيده چې د هغې لوبې سيال يې ماتې وخوړه .

افغان لوبډله له سنټ لوشيا څخه باربډوز ته په الوتکه کې روانه وه چې هند د دوى سيال سويلي افريقا مات کړ .

د سويلي افريقا ماتې افغان لوبډلې ته نوې هيله ورکړې ده .

که چيرې افغان لوبډله سويلي افريقا ته ماتې ورکړي نو دويم پړاو ته لار موندلى شي .

خو د سويلي افريقا پياوړې لوبډلې ته په پام سره دا کار اسانه نه دى .

د باربډوز د لوبې ميدان عمومآ د تيزو بالرانو لپاره ښه بلل کيږي .

په دې حساب د سويلي افريقا تيز او په ونه جگ بالران شايد له دې ځايه لا ډير مرسته ترلاسه کړي .

د تيزو بالرانو په برخه کې افغانستان هم بد نه دى .

له هند سره تر لوبې وروسته دلته په ويسټ انډيز کې ډير کريکټ مينه وال او کريکټ پوهان د شاپور ځدراڼ او حميد حسن ستاينې کوي .

شاپور ځدراڼ په ځانگړې توگه د تيزو بالونو او په پرله پسې توگه د هندي منډه جوړونکو په ، په عذابولو ستايل شوى دى .

له سنټ لوشيا څخه برباډوز ته د الوتنې پر مهال له افغان لوبډلې سره د بنگله ديش لوبډله هم په يوه الوتکه کې وه .

د بنگله ديش د ملي لوبډلې اداري مسوول هم د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت د افغان تيز بالرانو ستاينه وکړه .

خو افغان روزونکى کبير خان په دې باور دى چې که منډه جوړونکي وځليږي نو افغانستان سويلي افريقا هېښولى شي .

د افغانستان په منډه جوړونکو کې له هند سره يوازې نور علي ځدراڼ او اصغر ستانکزى وځليدل .

د نور علي ځدراڼ په باب په ويسټ انډيز کې ډيرو کريکټ پوهانو او مينه والو ويل چې له تخنيکي پلوه د افغانستان تر ټولو مستعد منډه جوړونکى ښکاريږي .

ورته مطالب