کريکټ : افغان لوبډله کې بدلونونه ممکن دي

ټيم
Image caption دولت احمدزى ( منځ کې ) يو له هغو لوبغاړو دى چې شايد ترې ميرويس اشرف ځاى ونيسي

نن د ( چارشنبه د مۍ پنځمه ) افغانستان او سويلي افريقا ترمنځ لوبه به د سي گروپ برخليک جوت کړي .

که دا لوبه له هيلو سره سم سويلي افريقا وگټله نو افغان لوبغاړي به خپل هيواد ته ستنيږي او سيالان به يې دويم پړاو ته لار مومي .

د سويلي افريقا لوبډله له هند څخه تر ماتې خوړلو وروسته لا هوډمنه ده چې دويم پړاو ته ارو مرو لار ومومي .

افغان لوبغاړي په دې پوهيږي چې سويلي افريقا به له هند څخه تر ماتې وروسته لا ډيره هڅه کوي .

خو د افغانستان لوبغاړي او د لوبډلې مسوولين په دې باور دي چې دي چې اوس به پر سويلي افريقا لا ډير فشار وي او شايد همدا فشار افغان لوبډلې ته ښه خبر وي .

لوبډله

له هند سره د افغانستان تر لوبې وړاندې اټکلونه دا و چې دولت احمدزى او ميرويس اشرف شايد هغه لوبغاړي وي چې ځاى يې سل په سلو کې معلوم نه دى .

اوس هم بحث همدا دى چې په دغو دوو تيزو بالرانو کې به څوک په لومړيو يولسو لوبغاړو کې ځاى ومومي .

دولت احمدزي لومړۍ لوبه وکړه او ډير امکان شته چې له سويلي افريقا سره په لوبه کې ميرويس اشرف چانس ومومي .

د ميرويس اشرف لوبې په تير يوۀ کال کې نه يوازې د افغانستان پر لوبغاړيو او مسوولينو اغيز کړى بلکې دباندې هم د دغې لوبې کارپوهان د دغه زلمي ال راونډر يا هر اخيز لوبغاړي ستاينه کوي .

د دولت او ميرويس ترمنځ له مخامخ سيالۍ پرته بله د بحث موضوع شايد دا وي چې ريس احمدزى به په کوم نمبر منډو ته راوځي .

ريس احمدزي ويلي چې روانې شل اوريزې نړيوالې اتلولۍ به يې د لوبيز ژوند وروستۍ سيالۍ وي .

که افغانستان له سويلي افريقا لوبه وبايلله نو دا به د دۀ وروستۍ لوبه وي چې د افغانستان له خوا يې کوي .

ريس احمدزى تر اوسه په اووم نمبر لوبيدلى دى چې حتى د روزونکي کبير خان په وينا له ريس سره دا ظلم دى چې دومره وروسته لوبې ته بلل کيده.

دغو ويناو او د ريس د ممکنه وروستۍ لوبې خبرې ته په پام سره دا امکان شته چې په دې لوبه کې ريس احمدزى تر ځينو نورو لوبغاړو وړاندې راشي .

دا لوبه د افغانسان په وخت د سهار په يوه بجه راو ديرش دقيقې ، د لندن له ساعت سره سم د ماخوستن په لس بجې او دلته د بارباډوز له ځايي وخت سره سم د مازديگر په پنځه بجې پيليږي چې بي بي سي پښتو وېبپاڼه به څو ساعته وړاندې لا د لوبغاړي او لوبغاړو له جزيياتو او ستاسو له برېښناليکونو سره مخامخ له لوبغالي حال درکوي .

ورته مطالب