لوبغاړي:'کريکټ بورډ بايد د توپ اچونې ماشينونه راوغواړي'

افغان کريکټ لوبغاړي
Image caption دا لومړى ځل و چې افغان لوبغاړو په داسې حال کې له دوو سترو هېوادونو هند او سويلي افريقا سره لوبه کوله چې په نړۍ کې د تلويزون پر پردو هم ښکارېدل.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله په ويسټ انډيز کې د کريکټ په روانو٢٠ اوريزو نړيوالو سيالو کې له گډون وروسته هېواد ته راستنه شوه .

سره له دې چې افغانستان خپلې دواړه لوبې له هند اوجنوبي افريقا نه وبايلله ،خولوبغاړو په نړيوال جام کې خپل تش گډون لويه لاس ته راوړنه بلله .

افغان لوبغاړو وويل که دوى ته په کور د ننه ميدانونه جوړ شي او پرمختللي وسايل په واک کې ورکړل شي،په خبره يې په راتلونکي کې پياوړې لوبډلې هم ماتولې شي.

افغانستان شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په دوبۍ کې د اتو هېوادونو له منځه نړيوال جام ته لاره وموندله.

افغان کريکټ ملي لوبغاړو په ويسټ انډيز کې په روانو ٢٠ اوريزو نړيوالو سياليو کې له گډون وروسته په داسې حال کې هېواد ته راستانه شول چې،د ولسي جرگې د ځېنوغړو په گډون د لوبې لسگونه مينوال د کابل په هوايي ډگر کې د دوى هرکلي ته ورغلي ول .

د افغانستان د سپورټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره افغانانو د کريکټ په داسې يوه نړيواله سيالۍ کې گډون کړى و.

سره له دې چې افغان کريکټ ملي لوبډلې خپلې دواړه پرلپسې لوبې دهند او جنوبي افريقا په وړاندې وبايللې،خو د لوبغاړو حوصله لوړه ښکارېدله.

د لوبډلې مشر نوروز منگل وويل په دغو سياليو کې د دوى لپاره د کومې لوبې گټل يا بايلل مهم نه ول مهمه دا وه چې د ده په خبره افغانانو په داسې يوه نړيوال جام کې گډون وکړ:

''دغو هلکانو چې په ويست انډيز کې وکړ د ستاينې وړ ده، موږ دا تصور هم نه کاوه چې له دغو لوبډلو سره مخامخېږو. يو وخت موږ له هغوى نه د تلويزون له لارې لوبه زده کوله، خو د خداى په فضل او د افغان مظلوم ملت د دعاوو له برکته موږ له هغوى سره په ميدان کې مخامخ شو.

کله چې زموږ د هېواد ملي سرود وغږيدزما په گډون ټول لوبغاړي دومره احساساتي شول چې اوښکې مو وبهيدې. ''

ښاغلي منگل چې په کابل کې خبريالانو ته غږيده ټينگار وکړ چې که افغان حکومت ورته په نړيوالو معيارونو برابر ميدانونه جوړ کړي او دغه راز پرمختللي وسايل په واک کې وکړي ښايي په راتلونکي کې د نړۍ پياوړي ټيمونه هم مات کړي.

Image caption افغانانو کريکټ په ۸۰ مو او ۹۰ مو لسيزو کې په پاکستان کې د مهاجرت په کمپونو کې زده کړى او اوس دغه لوبه د پلازمېنې په گډون د هېواد په سرحدي ولايتونو کې دود ده.

د لوبډلې يو بل غړى کريم صادق هم له افغان حکومت او چارواکو نه ورته غوښتنه لري:

'' کريکټ بورډ بايد د توپ اچونې ماشينونه را وغواړي او لوبغاړو ته داسې يوه زمينه برابره کړه چې، ټوله توجه يې لوبې ته شي او د کورنيو ستونزو له اړخه بي غمه وي. دغه راز بايد زموږ تنخواگانې لوړې کړي، دوه ژمنه کړې وه چې په نوي کال کې زموږ تنخواگانې لوړوي ،خو تراوسه يې نه راته زياتې کړي او شاوخوا شپږ مياشتې کېږي چې نه يې دي راکړي .''

افغانستان شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په دوبۍ کې د کريکټ ٢٠ اوريزو سياليو ته د لار موندنې په لوبو کې د اتو هېوادونو له منځه لومړى مقام وگاټه اودغه جام ته يې لاره وموندله.

دا لومړى ځل و چې افغان لوبغاړو په داسې حال کې له دوو سترو هېوادونو هند او سويلي افريقا سره لوبه کوله چې په نړۍ کې د تلويزون پر پردو هم ښکارېدل.

که څه هم افغان لوبډله په دغو سياليو کې کومه لاس ته راوړنې لري، خو د کريکټ د چارو نړيوال شنونکي افغانان له دې اړخه ستايي چې، د لوبو له پرمختلليو وسايلو او ميدانونو له نشتوالي سره سره ځانونه تر دې ځايه را ورسول.

افغانانو کريکټ په ۸۰ مو او ۹۰ مو لسيزو کې په پاکستان کې د مهاجرت په کمپونو کې زده کړى او اوس دغه لوبه د پلازمېنې په گډون د هېواد په سرحدي ولايتونو کې دود ده.

ورته مطالب