ريس احمدزى : افغانان تر چا کم نه دي

رېس احمدزى
Image caption ريس احمدزى غواړي وايي افغانستان کې د دې لوبې راتلونکى ډير مهم دى او بايد پام ورته وشي

د کريکټ له لوبې تر استعفى وروسته د ملي لوبډلې پخواني کپتان ريس احمدزي له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې د لوبې پر راتلونکي، پر خپلو هيلو او ارمانونو خبرې کړي دي .

دا مرکه په بارباډوز کې تر هغه څو شېبې وړاندې ترسره شوه چې افغان لوبډله بيرته افغانستان ته ستنېدونکې وه .

پوښتنه : وروستۍ لوبه دې وکړه ، اوس څه احساساوې ؟

ريس احمدزى : ياره فخر کوم چې تر اوسه مې د افغانستان استازيتوب وکړ ، په کريکټ کې چې مې څومره وخت تير کړ ښه وخت مې تير کړ ، د کريکټ په ميدان کې مې ارمان پاتې نه شو ، کپتاني مې وکړه ، د افغانستان لومړنى لوبغاړى وم چې د لوبې غوره لوبغاړى شوم ( له هانگ مانگ سره په ٢٠٠٤ ) ايم سي سي سره مې لوبه وکړه ، انگلستان ته مې د سفر په ترڅ کې د ملي لوبډلې کپتاني وکړه ، ورلډ کپ مې وکړ ، هند او سويلي افريقا سره مې لوبه وکړه .

پوښتنه :د لوبې د پرېښودو پريکړه اسانه وه ؟

ريس احمدزى : والله مشکله وه ، ځکه چې د مهاجرت په وخت کې کچه گړۍ کې ، په يو کليوال ټيم کې به چې هم سړى له لوبډلې پاتې شو يا به ډراپ شو ډير به خپه شو ، زۀ به خپله دير خپه کيدم او نه مې غوښتل چې ډراب شم ، خو په اوسنۍ پريکړه مې له ډيره وخته فکر کاوه او گومان کوم ډير مناسب وخت و ځکه چې اوس مې هم يو يا يو نيم کال نوره لوبه کولى شواى ، د ټيم لوبغاړي پرې خپه شو ويل يې چې اړتيا درته لرو خو ما ويل دا کال يو نيم کال کې نوى ځوان بايد راشي هغوى به وروزل شي موږ بايد اوږدمهالى فکر وکړو او د راتلونکي فکر وکړو ، دا مقام ( د افغان لوبډلې ) بايد پسې وساتو ، د کينيا او ايرلنډ غوندې نه شو چې ژر هر څه له لاسه ورکړو او نوي لوبغاړي ونه لرو چې تجربه ولري ، نژدې دوستانو هم مشوره راکړې وه ، نو مشکله پريکړه خو زما په گومان مناسبه پريکړه وه.

پوښتنه : فکر کوې ځينې نور لوبغاړي هم شايد ستا په څير قدم واخلي او لوبه پريږدي ؟

ريس احمدزى : د نورو لوبغاړو په باب څه نه شم ويلى ، هر څوک خپل واک اختيار لري ، کريکټ لوبغاړي باندې دا ډيره بده لگيږي چې ورڅخه وپوښتې چې کله لوبه پريږدې ، خو گومان کوم چې ډيرو دا غوتښتل چې يو ځاى ته ورسيږو ، په ټي وي وليدل شو ، د کورنۍ والو راته وويل په ټي وي يې وليدو افغانانو وليدو ، دا مې غوښتل چې د افغانستان نوم د نړۍ په گوټ گوټ کې خلک واوري ، او بيرغ مو ورپيږي ، دا اوس ملي سرود او بيرغ په ميليونونو خلکو واوريد او ويې ليد او گومان کوم په دې کې به زما ونډه هم وه ، نړيوالو به ويل چې موږ يوازې د جنگ خلک يو خو د کريکټ په ميدان کې مو ورته ثابته کړه چې که موږ څوک ارام پريږدي نو په هيڅ ډگر کې تر هيچا کم نه يو .

پوښتنه : په کريکټ کې دې نه هيريدونکې خاطره کومه يوه ده ؟

ريس احمدزى : خاطرې خو په دې اتو کالو کې ډيرې ښې او بدې شته ، تر ټولو ښه خاطره مې هغه وه چې د افغانستان د خدمت پاسپورټ ما ترلاسه کړ (د ٢٠٠٢ کال په پاى کې ) او په لومړي ځل چې د يوۀ افغان استازي په توگه له تورخم څخه واوښتم دا زما لپاره نه هيريدونکې خاطره وه ، په لومړي ځل مې احساس وکړ چې د وطن نمايند گي څومره خوند لري او وطن انسان ته څومره عزت ورکوي .

پوښتنه : که اوس بيرته زلمى شوى واى او لوبې ته راتلې ،څه بدلون به دې په خپله لوبه او چلند کې راوست؟

ريس احمدزى : ما به دومره خواري کړې وه چې ډير وخت به مې په کريکټ تيراوه ، ما وليدل چې د هند او سويلي افريقا لوبغاړي څومره خواري کوي دا مې هم وليدل چې نړيواله لوبه څومره سخته ده ، زموږ خواري کافي نه وه ، که بيرته بيا لوبه پيل کړم که ١٥ يا ١٦ کلن يم نو دومره به خواري وکړم چې هند او سويلي افريقا ته ورسيږم ، نورو ځوانانو ته مې هم همدا مشوره ده چې ډيره خواري وگالي لوبه اسانه نه ده .

پوښتنه : خواري يعنې څه ؟

ريس احمدزى : مطلب مې دا دى چې کريکټ ته وخت ورکړي ، داسې هم نه چې تعليم ورته پريږدي خو له تعليم سره لوبې ته او کريکټ ته ډير محنت پکار دى .

پوښتنه : څو ساعته لوبه پکار ده ؟

ريس احمدزى : بايد کم له کمه يو ساعت مکمل لوبې او تمريناتو ته ورکړي چې له فزيکي پلوه ځان تيار کړي او وروسته جال کې بايدکه بيټينگ کوي نو کم له کمه يو ساعت بيټينگ وکړي ، او دا ساعت هم په هر شارټ جلا جلا تقسيم کړي ، په بيلا بيلو شارټونو باندې بايد خواري وکړي ، ځکه چې په همدې ډول تخنيک پخيږي ، او بالر بايد د ورځې پنځه سوه توپه په يوۀ ځاى کې واچوي چې خپله نخښه او هدف پوخ کړي او فيلډينگ هم دغسې ، نو له لويه سره بايد کريکټ لوبغاړى د ورځې څلور ساعته خواري وکړي .

پوښتنه : اوس به څه کوې ، که کريکټ بورډ درنه وغواړي چې کار ورسره وکړه کوې يې ؟

ريس احمدزى : بالکل ، که له ما وغواړي او پوه شم چې هغه کار زه کولى شم حتمآ به يې وکړم .

پوښتنه : د افغانستان له لوبډلې څوک تر اوسه تقاعد شوي نه دي ، تاسو اول وئ ، ولې داسې نور لوبغاړي تر پاى وړاندې خپله لوبه نه پريږدي ؟

ريس احمدزى : لکه وړاندې چې ما وويل زه د ټيم له ملگرو ،د افغانستان له خلکو او له خپلو مينه والو مننه کوم چې په دعا گانو کې يې ياد کړو ، دا اته کاله يې زۀ په کريکټ کې وزغملم ، د نورو په برخه څه ووايم شايد هغوى به هيله لري چې بيا به راشي او يا به يې نور ارمانونه پاتې وي ، خو زۀ خپله فکر کوم چې اينده په دې لوبه کې نه لرم ، څوک چې دغه ډول فکر نه کوي د هغوى شخصي پريکړه ده .

پوښتنه : په ټيم کې عمومآ خوابدي وي،جنگ وي ، غصه وي ، ستا په دې اتو کالو کې داسې څه و ؟

ريس احمدزى : د ماتې له خوړولو وروسته مشکلات پيدا کيږي حالات بدل شي ، هغسې نه وي لکه خلکو ته چې ښکاريږي کله چې موږ پووېيلين (په لوبغالي کې د لوبغاړو د ناستې خونه ) ته ننوځو نو په غلطيو خبرې کوو کله نا کله ډير غصه شو خو دا غصه شخصي نه وي د افغانستان د نوم لپاره وي ، د افغانانو لپاره وي ، بد و رد مو يوازې د افغانستان د نوم ساتلو لپاره وي خو په اصل کې خپلو کې سره لکه د وروڼو غوندې يو ، زموږ ټيم داسې دى لکه د وروڼو لوبډله .

پوښتنه : د افغانستان په لوبډله کې تر اوسه ډير د جنوبي ولايتونو اوسيدونکي دي ، ولې دا لوبه ټول هيواد ته ونه غځيده .؟

ريس احمدزى : داسې هم نه ده چې نه ده غځيدلې ، زۀ له دې خبرې سره جوړ نه يم ، نصرت ، او هشمت د بدخشان او پنجشير و ، خالق داد له بغلان او ميرويس اشرف له کندز نه دى ، خو په لوبه کې استعداد مهم دى ځاى مهم نه دى موږ د افغانستان لپاره لوبه کوو د ولايتونو لپاره لوبه نه کوو ، خداى دې وکړي چې په اينده کې د يوۀ ولايت هلکان راشي خو چې استعداد ولري خداى دې يې راولي . په ١٩ کلونو کې او ١٧ کلنو کې ډير لوبغاړي د شمالي او مرکزي ولايتونو دي ، زموږ ترکمن وروڼه په ١٥ کلنو کې ډير تکړه دي ، دوه وروڼه پکې و ، زموږ د ټيم ټاکنه ژبې ، ولايت او قوم ته په پام سره نه وه او نه بايد وي بلکې استعداد پکار دى او گومان کوم د دې تيرو څو کلونو لوبو او لاسته راوړنو دا خبره ثابته کړې ده .

پوښتنه : د افغانستان د کريکټ د راتلونکي لپاره څه بايد وشي ؟

ريس احمدزى : د راتلونکي لپاره زما په فکر افغانستان د کريکټ په ډگر کې په څلورو زونونو بايد وويشل شي او زونونه بايد پرله پسې ټورنامنټونه سره وکړي او بريالى ټيمونه يې کابل ته راوغوښتل شي او بيا له هغو ټولو ځوانانو اې ټيم جوړ شي چې د ملي ټيم لپاره لوبغاړي جوړ کړي ، بايد ښوونځيو ته پام وشي ، هر ولايت بايد د سمنټو پر ځاى د خاورو پچونه جوړ کړي نو که دې څو شيانو ته پام وشي نو راتلونکى ډير ښه وينم ، نوى استعداد به ووينو .

پوښتنه : دا اوس داسې زلمي ته وينې چې موږ نه دي ليدلي او فکر کوې چې ښه راتلونکى لري ؟

ريس احمدزى : بالکل ، اکثره وخت چې له لوبغاړيو امتحان اخيستل کيږي هغوى شايد ډير ښه وي خو په هغه ورځ ممکن ونه ځليږي نو مناسبه خبره دا ده چې دوى بايد په زونونو کې لوبې وکړي او ممکل ريکارد يې وليدل شي چې په نورو لوبو کې يې څه کړي دي او د لوبو ريکارډ ته په پام سره يې بايد ملي ټيم ته غوره کړو . نو ځينې ښه لوبغاړي شته چې په ټرايلونو يا امتحانونو کې د بيلا بيلو دلايلو له امله نه دې ځليدلي .

ورته مطالب