د شل اوريزو اتلوليو د پايلوبو لوبډلې څرگندې شوې

استراليا
Image caption د استراليا لوبډله ډيره پياوړې ښکاري

په ويسټ انډيز کې د کريکټ د روانو شل اوريزو اتلوليو د نيمه پايلوبو څلور لوبډلې او د لوبو مهال وېش يې جوت شو .

دغه پړاو ته د تيرو اتلوليو اتل پاکستان ، د تيرو اتلوليو د پايلوبې بايلونکې سرېلنکا لار موندلې ده .

په پاتې دوو لوبډلو کې استراليا او انگلستان دي .

استراليا په روانو سياليو کې خپلې ټولې پنځه سره لوبې گټلي دي او ډيره پياوړې لوبډله ښکاري .

انگلستان که څه هم خپله لومړنۍ لوبه د باران له امله کوربه هيواد ويسټ انډيز ته وبايلله او دويمه يې د ورښت له کبله بې نتيجې پاتې شوه خو د دويم پړاو درې سره لوبې يې په بري پاى ته ورسېدې .

په نيمه پايلوبو کې به سرېلنکا له انگلستان سره د پنجشنبه په ورځ ( د مۍ ١٣ مه ) او استراليا له پاکستان سره د جمعې په ورځ ( د مۍ ١٤ مه ) لوبه کوي .

پايلوبه به د مۍ په شپاړسمه نېټه ترسره کيږي .

استراليا واردمخه په لومړي پړاو کې پاکستان ته لويه ماتې ورکړې وه .

نيمه پايلوبو ته د رسيدا لپاره انگلستان او استراليا ستونزه نه لرله ځکه چې د دويم پړاو درې سره لوبې يې گټلې وې.

پاکستان بيا يوازې يوه لوبه په دويم پړاو کې وگټله خو هغه وخت يې بخت بيداره شو چې په گروپ کې يې سويلي افريقا او نيوزيلنډ هم يوازې يوه لوبه وگټلى شوه او د دوى د منډو اوسط لوړ پاتې شو .

ورته مطالب