برازيل نړيوالو اتلوليو ته رونالدينيو نه بيايي

برازيل
Image caption برازيل تر اوسه پنځه واره د فوتبال نړيوالې اتلولۍ گټلي دي

په نړۍ کې د فوتبال دوه وارې د کال غوره لوبغاړى رونالدينيو ونه کړاى شواى چې د برازيل په ملي لوبډله کې ځاى ومومي .

د برازيل د ملي لوبډلې روزونکي دونگا د خپلې لوبډلې تر اعلان وړاندې د خپرو کړيو ديرشو نومونو په ليست کې د رونالدينيو نوم نه دى اخيستى .

له رونالدينيو سره يو بل لوبغاړى چې د پام وړ و ادريانو دى چې هغه هم له ديرش کسيز ليست څخه ايستل شوى دى .

اوس نو که رونالدينيو يا ادريانو په ملي لوبډله کې د لوبې هيله لري نو دا به په دې پورې وي چې په نورو لوبغاړو کې څوک ټپي کيږي که نه چې دوى ته وار ورشي .

رونالدينيو په وروستي ځل د ٢٠٠٩ کال د اپريل په مياشت کې د برازيل د ملي لوبډلې له خوا لوبه کړې وه .

تر هغه وروسته دى په ملي لوبډله کې نه دى ځاى شوى .

رونالدينيو سږ کال په ايټاليا کې فوتبال کاوۀ او د اې سي ميلان له خوا يې لوبه د پام وړ وه

برازيل په ايچ گروپ کې دى چې ورسره د عاج ساحل ، پرتگال او شمالي کوريا سيالۍ ته ولاړ دي .

برازيل د نړۍ تر ټولو بريالى ټيم دى چې تر اوسه يې پنځه واره نړيوالې اتلولۍ گټلي دي .

په وروستي ځل برازيل په ٢٠٠٢ کال کې نړيوال جام پورته کړ ، هغه لوبې د اسيا په لويه وچه کې شوې وې .

دا ځل اتلولۍ په سويلي افريقا کې کيږي او د ډيرو په گومان شايد برازيل پکې ډير وځليږي .

ورته مطالب