افغانستان: دګلف د ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سيالۍ

په قرغه کې ګلف لوبه
Image caption د ګلف د ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سيالۍ د جمعې پر ورځ پيل شوې.

په افغانستان کې د لوبو د نورو برخو له پراختيا سره دچارواکو په خبره د گلف لوبه هم د غوړېدا په حال کې ده او د جمعې پر ورځ د کابل ښار په لوېديځه څنډه د قرغې په مشهور تفريح ځاى کې ددغې لوبې پايلوبه پيل شوه .

له څلوېښتو لوبغاړوڅخه ١٦ تنو په پايلوبه کې برخه لرله چې د گلف د فدراسيون د مشر او د ماليې د مرستيال وزيرمصطفى مستور په وينا له وتلو لوبغاړو به يې ملي لوبډله غوره شي : (( لس تنه به ملي لوبډلې ته ترې غوره کړو او هغوی ته به روزنه پيل کړو او نن دغه چاره تر سره کېږي .))

ښاغلى مستور وايي د ملي لوبډلې له غوراوي سره سم به دوى ته په کور دننه او بهر د عصري او پرمختللې روزنې لپاره هڅې وکړي .

د گلف لوبه له تېرو ٤٠ کلونو راپدېخوا په افغانستان کې کېږي خو له تېرو لسو مياشتو راپدېخوا دغه لوبه د اولمپيک په چوکاټ کې رسمي شوې او د ښاغلى مستور په وينا د افغانستان د گلف لوبډلې تراوسه په څلورو اسيايي لوبو کې برخه اخيستې ده : (( د بنگلدېش په لوبو کې افغانستان درېيم مقام وگاټه او له هرې لوبې څخه زموږ لوبغاړي نوې تجربې تر لاسه کوي.))

تراوسه په دغې برخه کې ښځينه لوبغاړې نشته خو تمه کېږي چې په راتلونکي کې نجونې او مېرنې هم دغې لوبې ته مخه کړي.

دا مهال په ټول افغانستان کې يوازې د کابل په قرغه کې د گلف يو لوبغالى شته چې هغه هم په پراخه کچه بيا رغاونې ته اړتيا لري .

ښاغلى مستور وايي ډېر ژر به ددې ستر لوبغالي د جوړېدو چارې پيل کړي: (( په ٢ دريو اونيو کې به د قرغې د گلف د لوبغالي د زرغونولو او رغاولو چاره پيل شي . بودجه يې د المپيک لخوا منظوره شوې ، فکر کوم تر ٥ لکه ډالرو به پرې ولگېږي چې يوه برخه به يې د خصوصي سکتور لخوا ورته برابره کړو. دا لوبه د پراختيا په حال کې ده. ))

د گلف فدراسيون وايي په راتلونکو څو ورځو کې به خپل څو تنه لوبغاړي ماليزيا ته د گلف په اسيايي سيا ليو کې د گډون لپاره واستوي او تمه لري چې ښې پاېلې تر لاسه کړي .