د کريکټ د ښځو په ۲۰ اوريزو نړيوالو سياليو کې اسټراليا اتله شوه

Image caption د نيوزلينډ ښځېنه لوبډلې د اسټراليا له هغې نه ډېرې منډې ونکړاى شوى او د شلو اورونو په پاى ته رسيدو يې يوازې ١٠٣ منډې وکړي او پايلوبه يې په دريومنډو اسټرالياته وبايلله.

په ويسټ انډيز کې د نړيوال جام د گټلو لپاره د ښځينو لوبډلو د سياليو پايلوبه د اسټراليا په اتلولۍ او نيوزلينډ په ماتې پاى ته ورسېدې.

لومړۍ اسټراليايي ښځېنې لوبډلې پچه وگټله او منډو جوړولو ته يې ملا وتړله چې په شلو اورونو کې يې نيوزليند ته د ١٠٦ منډو هدف وټاکه.

خو د نيوزلينډ ښځېنه لوبډلې د اسټراليا له هغې نه ډېرې منډې ونکړاى شوى او د شلو اورونو په پاى ته رسيدو يې يوازې ١٠٣ منډې وکړي او پايلوبه يې په دريومنډو اسټرالياته وبايلله.

په وروستي اوور کې نيوزليند ته ١٤ مندې په کار وې خو د اسټرليا د تېزې بالرې يا توپ اچونکې پېري د ښه بالينگ له امله نيوزلينډ يوازې لس منډې جوړې کړاى شوى.

همدغې توپ اچونکې د مخالف لوې درې لوبغاړې وسوځولې .

تر دې وړاندې په همدغه لوبغالي کې د اسټرليا د سړيو لوبډله د انگلينډ په وړاندې د کريکټ ٢٠ اويزو لوبو د سياليو په پايلوبه کې ماته شوه .

ورته مطالب