کبير خان : په ملي لوبډله کې بدلون پکار دى

کبير خان
Image caption کبير خان په دې باور دى چې که اوس بدلون رانه شي وروسته به ستونزې ډيرې وي

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې روزونکى کبير خان وايي د ملي لوبډلې په اوسنيو لوبغاړو کې که ځينې له لوبډلې ونه ايستل شي او پر ځاى يې زلمي رانه شي د راتلونکو لوبو او سياليو پايلې به مثبتې نه وي .

کبير خان چې دم گړۍ په سکاتلند کې په درملنه بوخت دى بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې د ملي لوبډلې لوبغاړو په تيرو څو کلونو کې بې سارې لاسته راوړنې درلودې خو اوس بايد د راتلونکي په باب فکر وشي .

افغان روزونکي ومنله چې د لوبغاړو بدلول به گران کار وي او په پيل کې به يې لوبډله له ماتو سره مخامخ هم شي خو د اوږده واټن لپاره بايد دغه قرباني افغان کريکټ مينه وال وزغمي .

کبير خان دا نه ويل چې کوم لوبغاړي بايد له لوبډلې ليرې شي .

د دۀ ځواب دا و چې دا پريکړه بايد د کريکټ ملي بورډ او يا د هغوى له خوا د ټيم د غوراوي ټاکل شوي مسوولين وکړي .

کبير خان په دې باور دى چې که سر له اوسه په ملي لوبډله کې بدلون رانه شي نو په ٢٠١٣ کال کې چې د بل ځل نړيوالو يو ورځنيو اتلوليو د غوراوي پړاو ترسره کيږي افغانستان به په اوسني قوت پکې لوبه ونه کړاى شي .

دۀ د برمودا بېلگه ورکړه چې تر څلورو کلونو په لومړني ډويژن کې و او د يو ورځنيو رسمي لوبو حق يې درلود خو د لوبغاړو د نه بدلولو له امله يې په ٢٠٠٩ کال کې دغه حق له لاسه ورکړ او پر ځاى يې افغانستان دغه وياړ ترلاسه کړ .

٢٠١٣ کال

کبير خان ويره وښووله چې تر ٢٠١٣ کال پورې به د اوسنۍ افغان ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي د تقاعد په درشل کې وي او يا به يې د لوبې قوت هغومره نه وي چې پکار دى .

د روزونکي په وينا که هغه وخت زلمي لوبډله کې ځاى مومي نو بې تجربې به وي او ارو مرو به له ناکامۍ سره لوبډله مخامخوي .

د کبير خان استدلال دا دى چې سر له اوسه که ځينې زلمي په لوبډله کې ځاى ومومي نو تر ٢٠١٣ کال پورې به د تجربې خاوندان وي او په هغه مهم پړاو کې به افغانستان او د کريکټ مينه وال مايوسه نه کړي .

د افغانستان د کريکټ بورډ هم ځوانانو ته د موقعې ورکولو له نظر سره مخالفت نه ښي خو دا لا څرگنده نه ده چې د ملي لوبډلې راتلونکي انتخابوونکي مسوولين به څوک وي .

د افغانستان ملي لوبډله د جون په مياشت کې هالنډ ته سفر کوي چې د لومړي ډويژن له پنځو نورو هيوادونو ، ايرلنډ ، کانادا ، کينا ، هالنډ او سکاټلنډ سره يو ورځنۍ رسمي لوبې وکړي .

ورته مطالب