د برتانيا تکړه فوټبالر ډېوېډ بيکام افغانستان ته تللی

Image caption 34 کلن بيکام د خپل هېواد په ګټه په 115 نړيوالو سياليو کې لوبېدلی، دی او دوه نور لوبغاړي بابي موور او پيتر شيلتن په ټول انګلستان کې ډېر مشهور لوبغاړي دي چې د مونديال په نړيوالو اتلوليو کې درې ځلې ښه ځلېدلي دي .

د برتانيا د فوټبال وتلي ستوري ډېوېډ بيکام افغانستان ته تللی او هلته يې له برتانوي پوځيانو سره ليدلي دي.

دی تر ټولو مشهور لوبغاړی دی چې د جګړې سيمې ته ورځي.

بيکام له ټپي کېدو ورسته له نړيوالو اتلوليو ووت

د بي بي سي خبرياله فرحانه داود په خپل رپوټ کې وايي د ډېوېډ بيکام د ژوبلېدو په پايله کې لږ ترلږه يو څه مخې ته راغلي هغه دا چې هغه وتوانېده د برتانوي پوځیانو د مورال د لوړولو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

ښاغلی بيکام وايي له ډېره وخته يې د دغه سفر هيله درلوده:

''له ډېرو کلونو راهيسې مې غوښتل چې راشم، خو د لوبو د مهال وېش له امله اوس چې ژوبل يم، لوبه نه شم کولی، له شک پرته ماته يې دا فرصت راکړ، هغه کارونه وکړم، چې ما يې تمه درلوده، او مخکې د وخت د نشتوالي له امله مې نه شوای کولی.''

افغانستان ته د بيکام د سفر د هغه له ژوبلېدو سره سره، د هغه له فوټباله خالي نه و.

نوموړي له برتانوي پوځيانو سره دپينلټي په يوه چينلج کې برخه واخیسته، او په خپلې لومړنۍ هڅې يې (ګول) وکړ.

Image caption د انګلستان دغه تکړه فوټبالر د تېرې مارچ پر ۱۵مه له ايټالوۍ ميلان لوبډلې سره په لوبو کې ټپي شو، چې ښايي د روان ۲۰۱۰ ال د جنوبي افريقا په اتلوليو کې له ګډون څخه بې برخي شي.

دغه فوټبالر د وسلو په يوه درس کې هم برخه واخيسته او له جګپوړو افسرانو سره يې د هلمند په يوه حوض کې خپلې پښې يخې کړې.

د انګلستان دغه تکړه فوټبالر د تېرې مارچ پر ۱۵مه له ايټالوۍ ميلان لوبډلې سره په لوبو کې ټپي شو، چې ښايي د روان ۲۰۱۰ ال د جنوبي افريقا په اتلوليو کې له ګډون څخه بې برخي شي.

نوموړي په درو نړيوالو اتلوليو کې ګډون کړی، خو د سږ کال څلورمې اتلولۍ خوب يې داسې ښايي چې په واقعیت بدل نه شو.

نوموړی د ايټاليا لوبډلې له کيفو لوبغاړي سره په مخامخ لوبه کې ټپي شو، چې لوبه د ميلان ايټالوي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده .

د بيکام سلاکار ډاکټر ټام کريسپ بي بي سي ته ويلي وو : "ښايي په درو مياشتو کې بېرته منډو ته چمتو شي، خو ښايي چې د انګلستان په ډله کې به تر دوو مياشتو ګډون ونه شي کړای ."

34 کلن بيکام د خپل هېواد په ګټه په 115 نړيوالو سياليو کې لوبېدلی، دی او دوه نور لوبغاړي بابي موور او پيتر شيلتن په ټول انګلستان کې ډېر مشهور لوبغاړي دي چې د مونديال په نړيوالو اتلوليو کې درې ځلې ښه ځلېدلي دي .

بيکام په 2006 کال کې هم له لومړي پړاو لوبو وروسته د نيمه پايلوبې په وروستۍ څلورمه برخه کې د پرتګال پروړاندې ټپي شو او له لوبې ووت، چې له دې سره يې لوبه وبايلله .

ورته مطالب