امريکا د فوتبال نړيوالو اتلوليو پر وخت د نا امنيو ويره ښوولې

سويلي افريقا
Image caption د سويلي افريقا په گډون ټول دوه ديرش هيوادونه د فوتبال په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي

د متحدو ايالاتو چارواکو خپلو هيوادوالو ته خبردارى ورکړى دى چې سويلي افريقا ته د فوتبال د نړيوالو اتلوليو پر وخت تگ ونه کړي چې د دوى په وينا د ترهگرو د بريد امکان شته .

په دغو اتلوليو کې د متحدو ايالاتو د فوتبال ملي لوبډله هم برخه اخلي .

په واشنگټن کې د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى د کوم ځانگړي بريد معلومات نه لري .

دوى داسې خبر هم نه لري چې د فوتبال د نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې دې بريد وشي .

امريکايي چارواکي وايي هر ځاى چې د خلکو ډيره گڼه گوڼه وي هلته د دوى په وينا د ترهگرو له خوا د بريد امکان ډيريږي.

د فوتبال نړيوالې اتلولۍ د جون له يولسمې نېټې څخه د سويلي افريقا په بيلابيلو ښارونو کې پيليږي .

د سويلي افريقا امنيتي ارگانونو ويلي چې دوى په زرگونو ځانگړي روزل شوي پوليس گمارلي چې د فوتبال د نندارچيانو او مينه والو امنيت خوندي کړي .

د فوتبال په نړيوالو اتلوليو کې دوه ديرش هيوادونه برخه اخلي او يوه مياشت به دوام کوي .

ورته مطالب