پاکستان د اسياکپ لپاره د کريکټ لوبډله وټاکله

شعيب اختر او شعيب ملک
Image caption شيعب ملک او شعيب اخترد لوبغاړو د غوراوي ډلې د مشر محسن حسن خبرو ته غوږ ايښى دى.

د پاکستان کريکټ بورډ د اسيا کپ را روانو سياليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

په لوبډله کې پخواني تيز بالر يا توپ اچونکي شعيب اختر او دغه راز تيزمنډه جوړونکي شعيب ملک هم ځاى موندلى دى .

د پاکستان کريکټ بورډ څه موده وړاندې پر شعيب ملک تور پورې کړ چې په لوبډله کې ډله ټپله جوړوي او له همدې امله يې يوه کال له لوبو لېرې کړ،خو اوس داسې ښکارې چې پر نوموړي لگيدلى بنديز ختم شوى دى.

شعيب اختر بيا له تېرو شاوخوا دريو کلونو راهيسې له فزيکي اړخه په ټيم کې ځاى نه و جوړ کړى .

د اسيا کپ د روانې عيسوي مياشتې په ١٥ نيټه د سريلنکا په دمبولا ښار کې ترسره کېږي .

په دغو سياليو کې د کوربه هيواد سربېره پاکستان،هند او بنگلاديش لوبډلې برخه لري .

دغه سيالۍ له تېرو څو کلونو راهېسې په هرو دوو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي،خو په تېرو دوو کلونو کې د گډونوالو لوبډلو د بوختياوو له کبله ونشوې.

د سيالۍ وروستى کپ کوربه هيواد اوهند په گډه ترلاسه کړ او په هغه کال کې د ځينې تخنيکي ستونزو له امله پايلوبه ترسره نشوه.

په پام کې وه چې په اسيا کپ کې دوه نورې لوبډلې متحده عرب امارات او هانگ هم گډون وکړي خو،د پاکستان،هند،سريلنکا او بنگله ديش لوبډلو سره د وخت د کموالي له امله ياد شوي دوه هيوادونه له دغو سياليو پاتې شول .

د اسيا کپ لپاره د پاکستان د لوبډلې مشر بيا هم د پښتونخوا د خيبر درې شاهد افريدى او مرستيال يې کيڼ لاسى منډه جوړونکى سلمان بټ دى .

د پاکستان لوبډله په دې ډول ده:

شاهد افريدی، سلمان بټ، عمران فرحت، شاہ زيب حسن، عمراکمل، کامران اکمل، عبدالرزاق، اسد شفيق، عمر امين، سعيد اجمل، عبدالرحمن، محمد عامر، محمد آصف، شعيب ملک او شعيب اختر.

ورته مطالب