فوټبال: ښايي دروګبا د فوټبال له سياليو وایستل شي

ديدېه دروګبا
Image caption چارواکي وايي دوی طبي رپوټ ته په انتظار دي، او بیا به په نړيوالو سياليو کې د دروګبا د ګډون او يا نه ګډون په اړه فيصله وکړي.

په جنوبي افريقا کې د فوټبال د نړیوالو سياليو له پيل څخه ايله يوه اوونۍ مخکې د دوو ملي لوبډلو کپتانان له دې ګواښ سره مخامخ دي، چې په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي.

د عاج ساحل ملي فوټبال لوبډلې څخه دیدېه دروګبا ته په سويټزرلنډ کې له جاپان سره د لوبې پروخت د مټې د هډوکي کسر پيدا شوی.

چارواکي وايي دوی طبي رپوټ ته په انتظار دي، او بیا به په نړيوالو سياليو کې د دروګبا د ګډون او يا نه ګډون په اړه فيصله وکړي.

۳۲ کلن ديدېه دروګبا د انګلستان په چلسي لوبډله کې لوبېږي، او تر اوسه يې ۳۷ ګولونه ورته کړي دي.

دغه راز د انګلستان د ملي ټيم ګول ساتونګی او کپتان ريو فرديناند هم د زنګون د سخت ټپ له امله په دغو لوبو کې له ګډون څخه پاتې شو.

بل خوا د فوټبال له سياليو ايله يوه اوونۍ مخکې د جنوبي افريقا له جانسبرګ سره نژدې د سويټو په ښارګوټي کې د سړکونو پر سر یو لوی جشن جوړ شوی و. دغه جشن د نوبل جايزې د ګټونکي نېلسم منډيلا د کور څنګ ته جوړ شوی و.

د فوټبال له سياليو ايله يوه اوونۍ مخکې د جنوبي افريقا له جانسبرګ سره نژدې د سويټو په ښارګوټي کې د سړکونو پر سر یو لوی جشن جوړ شوی و.

Image caption د انګلستان د ملي ټيم ګول ساتونګی او کپتان ريو فرديناند هم د زنګون د سخت ټپ له امله په دغو لوبو کې له ګډون څخه پاتې شو.

خلک په ډېرې صبرۍ سره د لوبو پيل ته انتظار کوي.

دغه جشن د د نوبل د جايز د ګټونکي نېلسن منډيلا د کور څنګ او د جنوبي افريقا د پخواني ولسمشر ديسمن ټوټو د پخواني ځای سره نژدې ترسره شو .

په سلګونو کسانو د خپل ملي ټېم په شان ژيړې او شنې جامې اغوستې وې ډولونه او سورڼي يې غږول .

د سويټو ښار په هره څنډه کې د سويلي افريقا د سياليو مشعل لېږدول کيږي.

سېټ موزیبيکو په ۱۹۷۶ کال کې زندان ته ټېل وهل شوی و ، دی هغه مهال زده کوونکی و او هېواد يې د اپارتايد رژيم ترواکمنۍ لاندې و.

دی وايي دغه هېواد ته د نړيوالو سياليو ورتګ ته د يوې لوبې په توګه نه، بلکې د يوه ستر اهمیت په سترګه ګوري:

((د نړۍ ملګري ملتونه جنوبي افريقا ته راځي، دا د بشري ازادۍ پلازمېنه ده. دا نېلسن منډيلا دی چې د نړۍ ازادي لمانځي، او دا نړۍ ده چې وايي ازادي به د تل لپاره واکمنه وي.))

ورته مطالب