فوټبال: په مکهولنګ سټډيم کې ټېل ماټېل ۱۶ تنه ټپيان کړل

جاکوب زوما
Image caption جاکوب زوما: ''موږ په ريښتيا ډېر خوشاله يو، چې د فوټبال د نړيوالو سیاليو کوربه یو، دا زموږ د هېواد لپاره يوه مهمه او تاريخي پېښه ده، موږ د فوټبال د سياليو د پرمختګ لپاره اوږده لاره وهلې. ''

د راتلونکې جمعې په ورځ په جنوبي افريقا کې د فوټبال نړيوالۍ اتلولۍ پيلېږي. د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما ویلي هېواد يې دغې تاريخي پېښې ته ډېر تیاری نيولی او ښه ورته چمتو دی.

ښاغلی زوما چې د فوټبال جام څنګ ته په وياړ ولاړ و، د نړۍ له بېلابېلو برخو ورغلو خبریالانو ته وویل تر ۳۴ کلونو وروسته هغه مهال چې هېواد یې د هغه مهال د تبعيضي سياست په خاطر د فوټبال د نړيوال فدراسيون لخوا د سيالیو له کوربه توبه بې برخې شو، دا دی اوس به جنوبي افريقا او فیفا يوځای د سيالیو داسې پالنه وکړي، چې د دغه هېواد خلکو ته ملي ميراث ورپه برخه کړي:

((موږ په ريښتيا ډېر خوشاله يو، چې د فوټبال د نړيوالو سیاليو کوربه یو، دا زموږ د هېواد لپاره يوه مهمه او تاريخي پېښه ده، موږ د فوټبال د سياليو د پرمختګ لپاره اوږده لاره وهلې. ))

د فوټبال د نړيوال فدراسیون مشر اسيد بلاټر بيا وویل داسې یو براعظم چې پخوا يوځل ګوښه کړای شوی و، له دې وروسته ګوښه کېدای نشي.

نوموړي وويل چې د فوټبال له نړيوال جام څخه مننه. او هغو کسانو چې فکر کاوه جنوبي افريقا د فوټبال د سیالیو جوګه نه ده، او یا یې توان نه لري، اوس دا دی غلط ثابت شول.

Image caption دا چې دغو لوبو ته ورتګ وړيا و، هرچا هڅه کوله، چې ورشي، او د ټېل ماټېل په نتيجه کې شپاړس کسان ژوبل شول، چې بيا روغتونونه ته يووړل شول.

اوس جنوبي افريقا له خوښيو او ښاديو نه ډک چاپېريال لري؛ ځکه چې د فوټبال نړيوالیو سياليو ته دا دی څو ورځې پاتې دي.

په جنوبي افريقا کې خلک د سیالیو په درشل کې خپله خوښي په ډولونو او سورڼيو لمانځي .

د نړيوالو سيالیو لپاره ترسره کېدل د دغه هېواد د خلکو لپاه يوه تاريخي او ښه شېبه ده.

په جنوبي افريقا کې له تېرو څو مياشتو راهيسې خلک هره جمعه د خپل هېواد ملي بیرغ پورته کوي.

د خپل ملي لوبډلې په شان همرنګه جامې اغوندي او د خپلو موټرونو هارنګونه له خپل هېواد او خپل ملي ټيم نه د ملاتړ په موخه وهي.

د جنوبي افريقا د جهانسبرګ ښار په لوبغالي کې د فوټبال د نړيوالو دوستانه لوبو په درشل کې د ټېل ماټېل پرمهال ۱۶ ټپيان شول.

دوستانه لوبې د نايجريا او شمالي کوريا د لوبډلو ترمنځ روانې وې.

دا چې دغو لوبو ته ورتګ وړيا و، هرچا هڅه کوله، چې ورشي، او د ټېل ماټېل په نتيجه کې شپاړس کسان ژوبل شول، چې بيا روغتونونه ته يووړل شول.

دغو لوبو ته تر لسو زرو ډېر ليدونکي ورغلي ول.

ورته مطالب