فوتبال نړيوالې اتلولۍ به څوک وگټي ؟

فوتبال

که د بريالۍ لوبډلې اټکل کولى شئ راته ويې ليکئ .

دا ١٩ ځل دى چې د فوتبال نړيوالې اتلولۍ ترسره کيږي .

په هرو څلورو کلونو کې يو وار ترسره کيدونکې نړيوالې اتلولۍ د نړۍ په لرو بر کې په ميلياردونو خلک د تلويزيون په پردو ويني .

د نړۍ ځينې تر ټولو ښه لوبغاړي خپل استعداد ښيي او مينه وال د لوبې له کم سارو يادونو سره پاتې کيږي .

کلېکاږل ستاسو ځينې برېښناليکونه

دا ځل د چا د گټلو هيله ډيره ده ؟

  • د جنوبي افريقا نڅاګرې او موسیقي غږوونکي د جهانزبرګ بهر د فوټبال د نړيوال جام هرکلی کوي.
    د جنوبي افريقا نڅاګرې او موسیقي غږوونکي د جهانزبرګ بهر د فوټبال د نړيوال جام هرکلی کوي.
  • د جنوبي افريقا وګړي د نړيوال جام د پيل هرکلی کوي.
    د جنوبي افريقا وګړي د نړيوال جام د پيل هرکلی کوي.
  • يو فیل چې له توپ سره لوبې کوي، په بنکاک کې يې د نيوال جام کې د ګډون کوونکو هېوادونو جنډې پورته کړې دي.
    يو فیل چې له توپ سره لوبې کوي، په بنکاک کې يې د نيوال جام کې د ګډون کوونکو هېوادونو جنډې پورته کړې دي.
  • د جنوبي افريقا وګړي پر دېوالونو تشجيعي توري ليکي (المان ښه راغلاست، بریالي اوسئ)
    د جنوبي افريقا وګړي پر دېوالونو تشجيعي توري ليکي (المان ښه راغلاست، بریالي اوسئ)

فوتبال

دا ١٩ ځل دى چې د فوتبال نړيوالې اتلولۍ ترسره کيږي

برازيل تر اوسه پنځه واري د فوتبال نړيوالې اتلولۍ گټلي دي . تر دوى وروسته ايتاليا څلور ځله او جرمني درې وارې دغه وياړ خپل کړى دى .

خو دغه درې سره هيوادونه دا ځل د فوتبال د مينه والو او کارپوهانو په گومان په داسې دريځ کې نه دي چې بيا دې اتلولي خپله کړي .

اسپانيا چې هيڅکله يې نړيواله اتلولي نه ده گټلې دا ځل تر بل هر وار ډيره پياوړې ښکاري .

د مرډونا په روزنه ارجنتاين هم د ډيرو پام ورخپل کړى دى .

انگلستان د يوۀ ايتاليايي روزونکي په شته والي داسې موقعې برابره کړې چې شايد تر نور کله ډير وځليږي .

کوم لوبغاړى به د پام وړ وي ؟

جرالد

د انگلستان کپتان جرالډ يو له هغو لوبغاړو دى چې شايد وځليږي

په ارجنتاين کې (ميسي) يو له هغو لوبغاړو دى چې د ډيرو په گومان بې سارى استعداد لري .

ميسي د بارسلونا په کلب کې لوبه کوي او په روان کال کې د فوتبال تر ټولو تکړه لوبغاړى بلل شوى دى .

د برازيل په لوبډله کې ( که کا ) که تر ميسي ښه نه وي شايد ډير کم هم ترې نه وي .

که کا تر ميسي وړاندې د کال غوره لوبغاړى و .

د اسپانيا په لوبډله کې له گول ساتونکي کاسيير رانيولې تر فارورډ توريز پورې خورا ډير داسې لوبغاړي شته چې هر يو يې شايد ستورى وي .

د انگلستان لوبډله به تر ډيره فارورډ لوبغاړي وېين روني ته گوري چې وځليږي.

پرتگال به کريستيانو رونالډ ته گوري چې څه ورته کولى شي .

کوم هيوادونه شايد ناڅاپه راپورته شي

فوتبال

د سويلي افريقا مينه وال هيله من دي چې لوبډله به يې ښه لوبه کوي

په ٢٠٠٢ کال کې د فوتبال نړۍ هغه وخت حيرانه شوه چې سويلي کوريا تر نيمه پايلوبو ورسيده .

په ١٩٩٨ کال کې کرويشيا نيمه پايلوبو ته لار ومونده .

په ١٩٦٦ کال کې شمالي کوريا منځلوبو يا کواټر فاينل ته رسيدلې وه .

هر وار يو نه يو هيواد په حيرانونکې توگه داسې لوبه وکړي چې د لوبې کارپوهان او اټکلونکي گوته په غاښ کړي .

دا ځل ډير په دې هيله او گومان دي چې د افريقا د لويې وچې کوم هيواد به راپورته کيږي .

کامرون او کوربه هيواد سويلي افريقا شايد ځينې حيرانه کړي .

ستاسو په گومان کوم هيوادونه او کوم لوبغاړي شايد وځليږي ؟

فیروز قديمیار – هلمند

برازیل به لوبه ګټي.

ولید تڼيوال- لندن

زما به اند د لومړي رونډ ی لوبو تر پيل پورې دې د خبرو وړاندوېينه ډېره سخته وي، خو بیا هم زما په اند جرمني ډېر ښه چانس لري، ځکه د جرمني ټيم د ډير ښه اصولو لرونکی دی، او د لوبو تر پيأ پورې د خپل هېواد لپاره هڅه کوي.

غلام الرحمن حبیب – جلال اباد

زما په نظر دغه د 2010 کال اتلولی جرمني گټي د افغانستان په برخه کې باید ووایم چې افغانستان ته ډېر مزل پاتې دی چې د فوتبال نړیوالې لوبې ته ووځي ځکه چې نړیوال د فوتبال په لوبغاړو ډیر مصرف کوي.

احمد رشید له کابله

زه فکر کوم چې جرمني به ګټونکی شي، ځکه چې دوی ډېره ښه لوبه کوي.

رحمان الله ساحل له ناروې

زما د خوښې ټيم ارجنټاين دی او انشاء الله چې ګټي به يې هم، او زما د خوښې لوبغاړی ميسي دی

حشمت له دوبۍ

زما په نظرارجنتاین به يې ګټي خو جرمني ښه لوبغاړي لري شاید وې ګټي خدای پاک دې افغانستان کريکټ ټیم په هرمیدان کې بریالی لري.

عصمت الله - روسيه

زه په نظر جرمني به یې ګټي.

حمید - هند

زه فکر کوم چې یا به يې برازيل او یا هم پرتګال وګټي، که څه هم د جرمني لوبډله چانسونه لري چې لوبه وګټي.

فضل رحمن احمدي - کابل

زما د خوښې لوبډله د ارجنټاین ډله ده، فکر کوم دغه لوبډله به سل په سلو کې کامیابه شي.

ممتازاحمد متین - کابل

زما په نظر به د دې سياليو ګټونکی برازيل او يا هسپانيه شي، څکه چې ډېر تکړه لوبغاړي لري.

احمدالله – لغمان

زما په اند د۲۰۱۰کال بریالۍ لوبډله به ارجنتاین وي ځکه چې میسي ‌یر غوره لوبغادی دی.

رحیم - اسدا

فرانسه به یې گټي

نقیب احمد نوري له هراته

فکر موم چې ارجنټاين به د ۲۰۱۰ کال د فوټبال اتلولۍ وګټي، هیله لرم چې همدغه لوبډله اتله شي.

وهاج له کابله

زما په اند هسپانیه او ارجنټاین دوه داسې ټیمونه ښکاره شوي چې لوبه یې له نورو هیوادونه نه ‌ډیره ښه ده، خو زما د خوښې لوبډله برازیل او پرتگال دي.

سید خالد سادات- ننګرهار

زما په اند ايټالیا به د دغې سيالۍ اتله شي، ځکه چې ډېر تکړه لوبډله لري

حميد اتل - ايټالیا روم

لوبه خو ډیره دلچسپه ده خو زما په اند چې برازیل به یې وګټي. ځکه چې برازیل نورې لوبې هم ګټلې او په دې لوبه کې یې هم وړتیا د هېرولو وړنه ده.

عبدالبصیر له کابله

زه وایم چې برازیل او یا ایتالیا به یې گټي.

ابوزر له کندهاره

سلام بي بي سي کارکونکو ته، جرمني به دغه اتلولي وګتي.

هیله من ی چې جرمني به يې وګټي.

فضل الله اختر - جرمني بن

محمد ويس خطاب له کابله

زه فکر کوم چې دا ځل به د برازيل چانس زيات وي، ځکه لوبغاړي يې ټول نکړه او ځوانان دي او يو شمير نوي لوبغاړي هم په لوبډلې کې شته، خو اسپانيا، جرمني او ارجنتاين هم پياوړي لوبډلې دي .

شاه پور عبدالرحیم زی ، کابل

زه فکر کوم چې جرمني به یې وګټي.

فضل الله اختر - جرمني بن

هیله من ی چې جرمني به يې وګټي.

شفیق اڅکزی ، چمن

ترکومه چې زه فکر کوم د ۲۰۱۰ نړیوال جام به ګانا ، جرمني، هسپانیه، ارجنټاین او یا انګلنډ وګټي، هیله لرم چې افغانستان به هم يو وخت د دې سيالیو ګډونوال شي.

ولي له هيلسينکي څخه

ارجنتاين به يې گټي خو اسپانيا هم ډير ښه لوبغاړي لري ، زما په گومان ميسي د نړۍ تر ټولو ښه لوبغاړى دى او د روانو اتلوليو ستورى به وي.

زماپه نظرچي دا لوبه به ارجنټاين هېواد ګټي ځكه چي هغه ډيره هيټ لوبغاړي لري او زما د ارجنټاين لوبډله ډيره خوښه ده ځكه چي دوی ډيره په زړه پورې لوبه كوي.

حضرت شاه نورزاد پکتیا

حميد اتل - ايټالیا روم

زما په اند ايټالیا به د دغې سيالۍ اتله شي، ځکه چې ډېر تکړه لوبډله لري

نجیب الله سامح - بروکسل بلجیم

زما د خوښې ډله خو پرتګال ده ځکه زما د خوښې لوبغاړی رونالدو پکې لوبیږي خو فکر کوم چې اسپانیه یا فرانسه به ګټونکی وي، خو جرمني هم کمه نده، د آسترلیا په وړاندې یې ښه لوبه وکړه که څه هم په آسترالیا نه حسابیږي.

احمدالله – لغمان

زما په نظر به د دې سياليو ګټونکی برازيل او يا هسپانيه شي، څکه چې ډېر تکړه لوبغاړي لري.

احسان الله ضیا ستانیکزی – پېښور

جرمني به د دې کال اتله شي، سل په سلو کې ډاډمن یم.

زه غواړم چې برازیل یا اتالیا یې وگټي.

سید اعزازالله " بنوری" کابل

حشمت له دوبۍ

زما د خوښې ټيم ارجنټاين دی او انشاء الله چې ګټي به يې هم، او زما د خوښې لوبغاړی ميسي دی

عبدالله - لندن

زه باور لرم چې نړيوال کپ به برازيل او يا ارجنټاین ګټي، خو د تېرې ورځې سیالیو ته په کتو سره جرمني هم د بريا امکان لري. موږ فکر نه کاوه، چې برازيل به دومره پیاوړی ټيم وي، خو دوی رښتيا هم ښه وځلېدل. زه د برازيل ملاتړ کوم.

سید اعزازالله " بنوری" کابل

زه غواړم چې برازیل یا اتالیا یې وگټي.

حضرت شاه نورزاد پکتیا

زماپه نظرچي دا لوبه به ارجنټاين هېواد ګټي ځكه چي هغه ډيره هيټ لوبغاړي لري او زما د ارجنټاين لوبډله ډيره خوښه ده ځكه چي دوی ډيره په زړه پورې لوبه كوي.

حبیب له لندنه

زه فکرکوم چې ارجنټاين يا هسپانيه به يې وګټي، خو جرمني هم بد نه دی، او هیله کوم چې انګلستان یې وګټي.

زما په نظر سویلي افریقا او ارجنټاین به خلک حیران کړي او میسي به تر ټولو ډیر وځلیږي.

ډاکټر یمین له تايلنډ بنکاک څخه

ځيرک مومند له ننګرهاره

زما په نظر د انگلستان کپتان جرالډ يو له هغو لوبغاړوڅخه دى چې شايد خپل هېواد ته اتلولی راوړي.خو اسپانیا هم تر نورو کمه نه ده.

عبدالرحمن شینواری له ننګرهاره

زما زړه وایي چې یو اسلامي هېواد د دې اتلولۍ ګټونکی شي. هغه به هم ورځ وي چې افغانستان په دې لوبو کې ګډون ولري او اتلولی خپله کړي.!

رحيم رحيمي، له برمنګهام څخه

هیله لرم چې انګلستان يې وګټي، چې ایټاليا مهاجرو ته ويزې ورکړي.

محمد عاصم له کابله

زه هیله لرم چې دغه نړيال کپ به برازيل، ارجنټاین او يا هسپانيا وګټي، فکر کوم پايلوبه به د برازيل او هسپانيا ترمنځ وي.

علا محمد ستانکزی، له ايټاليا روم څخه

اوس خو لوبې شروع شوې دي زما په اند زیدان به د فرانسې په لوبډله کې نه وي که نه فرانسې لوبه گټله، خو اوس شاید لوبه انگلستان وگټي ولې چې د کريکت لوبه هم دوی وگټله.

دا وار د ایران لوبډله هم لکه چې په لوبو کی نشته ؟ که کوم اسلامي هېواد لوبه وگټي خوشاله به شم.

ګل پاچا له کابله

مقصد دا دعا کوﺉ چې اروپا یې ونه ګټي نور چې بل هر هېواد وي ښه به وي.

احمد زاهد شورش تره خیل له لغمانه

یو اسلامي هېواد دې اتل شي که مصر وي او که عراق.

شعیب شينواری، له کوينټري څخ

انګلستان به يې ګټي.

نړیوال جام به خامخا برازیل گټي.

حمیدالله عمرخیل له کندزه

لطف الله، له هندوستانه

زه هيله لرم چې برازيل به يې ګټي.

شیرزاد عارفي له کابله

خوشاله به شم چې ددې لوبو قهرمان د جنوبي کوریا هېواد شي.

منیر نیازی له کابله

زه فکر کوم چې هسپانیه به اتله شي.

فياض له مزار شریف نه

زه به په هغه ورځ ویاړم چې افغانستان هم لکه د کريکټ په شان په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. خو د دې لوبو په هکله باید ووایم چې ارجنتاین د میسې په لرلو سره ډیره هیله لري چې دا اتلولۍ ترلاسه کړي.

علا محمد ستانکزی، له ايټاليا روم څخه

زه غواړم چې دا ځل يې هم ايټاليا وګټي ځکه چې هغه ښه او تکړه لوبغاړي لري.

نورالرحمن له اروزګان ترينکوټ نه

زه هیله لرم چې دغه نړيال کپ به برازيل، ارجنټاین او يا هسپانيا وګټي، فکر کوم پايلوبه به د برازيل او هسپانيا ترمنځ وي.

حمیدالله عمرخیل له کندزه

نړیوال جام به خامخا برازیل گټي.

داکټر یمین له تايلنډ بنکاک څخه

زما په نظر سویلي افریقا او ارجنټاین به خلک حیران کړي او میسي به تر ټولو ډیر وځلیږي.

عبدالواحد له مصر/ قاهرې څخه

كېدي شي كوت دي وار لوبډله بريالۍ شي.

نظر نظري له انګلستان مانچسټر څخه

انګلستان او یا جرمني به لوبه ګټي.

نورالرحمن له اروزګان ترينکوټ نه

د نړيوال جام گټونکى به اسپانيا وي.

الله نظر ساپى له مادريد اسپانيا څخه

زه غواړم چې دا ځل يې هم ايټاليا وګټي ځکه چې هغه ښه او تکړه لوبغاړي لري.

خالد له کابله

زما په نظر ارجنټاین به يې وګټي، ځکه چې ميسي او تي ويز ډېر تکړه لوبغاړي دي.

عزت الله داودزى له چينه

برازيل يا ارجنتاين به يې گټي نور نو الله پوهيږي او کار يې .

جان موسوي له کابله

کوم اسلامي هيواد دې يې وگټي .

برازيل زما خوښ دى خو دا وار يې څوک ډير نه يادوي .

غمى له غزني

محمد اصف بهرامزوى له کندهاره

جرمني به يې گټي د دوى لوبغاړي ډير مستعد دي .

ساغر له کابله

ارجنتاين به يې گټي خو اسپانيا هم ډير ښه لوبغاړي لري ، زما په گومان ميسي د نړۍ تر ټولو ښه لوبغاړى دى او د روانو اتلوليو ستورى به وي .

الله نظر ساپى له مادريد اسپانيا څخه

د نړيوال جام گټونکى به اسپانيا وي.

غمى له غزني

برازيل زما خوښ دى خو دا وار يې څوک ډير نه يادوي .

جبارخيل له ننگرهاره

زۀ غواړم چې ارجنتاين يا برازيل يې وگټي که هغوى ونه گټله بيا دې د افريقا څوک وگټي په اروپاييانو مو نه دى پېرزو .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .