فوتبال :د جنوبي افريقا او مکسيکو لوبه مساوي ختمه شوه

فوتبال

د فوتبال د نړيوالو اتلوليو لومړنۍ لوبه د کوربه هيواد جنوبي افريقا او مکسيکو ترمنځ مساوي ختمه شوه .

دواړو لوبډلو يو يو گول وکړ خو تر دې يې ډير نور چانسونه هم لرل چې په گول يې بدل نه کړل .

عمومآ د اتلوليو لومړنۍ لوبه له احتياطه ډکه وي او دواړه غاړې ډيره هڅه نه کوي .

خو دا لوبه بېله وه .

د لوبڅار له لومړنۍ شپېلۍ سره مکيسکو په بريد پسې بريد وکړ .

کوربه لوبډله په لومړنيو شلو دقيقو کې وارخطا ښکاريده .

شايد د نژدې نوي زره نندارچيانو په وړاندې او د ميليونونو وگړو هيلو هېښ کړي و .

مکيسکو داسې لوبه کوله لکه د برازيل لوبډله چې لگيا وي .

دفاع ته يې پام لږ و او بريد پسې بريد يې درلود .

په اته ديرشمه دقيقه کې د مکسيکو کارلوس ويلا گول وکړ .

لوبڅار دا گول اف سايد وبالۀ خو تلويزيوني عکسونو ښووله چې سم دم گول و .

د لوبې په دويمه برخه کې پنځه پنځوسمه دقيقه وه چې سويلي افريقا د مکسيکو يو بريد مات کړ ، په دوو پاسونو يې دمکسيکو ټوله دفاع وپاشله او سيفيو شبالا د ډي له کيڼ اړخه شارټ وواهۀ چې په گول بدل شو .

څلور دقيقې وروسته دمکسيکو جيولاني شارټ وواهۀ چې گول ساتونکي وگرځاوۀ .

په اويايمه دقيقه کې جنوبي افريقا ښه چانس وموند خو اويايمه دقيقه کې مکسيکو وه چې گول يې وکړ .

د ريفايل مارکيز له گول سره لوبه مساوي شوه که څه هم دمکسيکو بريدونه لا هم ډير و خو په نهه اتيامه دقيقه کې سويلي افريقا د گول ستن ووههله او نژدې و چې لوبه وگټي خو لوبڅار وروستى شپېلى ووهۀ او لوبه مساوي ختمه شوه .

د اې گروپ بله لوبه د يوراگواى او فرانسې ترمنځ ده .

ورته مطالب