د فوټبال نړيوال جام پيل شي

نړيوال جام
Image caption د فوټبال نړيوال جام د سياليو له پيله راهيسې دا لومړی ځل دی چې سوېلي افریقا ددغو سياليو کوربنه ده .

د سويلي افريقا په پلازمېنه جهانزبرګ کې د فوټبال د نړيوال جام د سياليو پيل د مکسيکو د لوبډلې او د کوربه هېواد سويلي افريقا تر منځ په سيالیو وشو.

د فوټبال د سياليو په تاريخ کې دا د نړيوال جام نولسمې سيالۍ دي خو د لومړي ځل لپاره په افريقا کې ترسره کېږي.

ټاکل شوې وه چې د سوېلي افريقا پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا به د سياليو د پرانستنې په مراسمو کې ګډون کوي خو هغه د خپلې لمسۍ د مړينې له امله اوس دغو مراسمو ته نه ورنغی.

د نېلسن منډيلا بنسټ ويلي 13 کلنه زېناني منډيلا هغه مهال د موټر د ټکر له امله مړه شوه چې په جهانزبرګ کې د نړيوال جام تر پيل مخکې له جوړ شوي کنسرټ څخه کورته پر لارې وه .

دا د توکمپالنې پر ضد د ٩١ کلن مبارز په نهو لمسيو کې يوه وه.

د فوټبال د نړيوال جام د سيالو د پيل په مراسمو کې چې څلوېښت دقيقې اوږده وو، د نړۍ تر 1500 زياتو مشهورو څېرو ګډون وکړ.

د پيل مراسمو ته ولسمشر جاکوب زوما او د نوبل د جايزې ګټونکی کشيش دزموند توتو هم ورغلي ول.

ښاغلي زوما د سياليو تر پيل مخکې پخوانی ولسمشر وستايه چې افريقا يې پخپلو هڅو ددغو سيالو د کوربه توب جوګه کړې او ويې وويل: (( سويلي افريقا راژوندۍ شوه او تر دغه نړيوال جام وروسته بېا هېڅکله هغه پخواني وخت ته ستنه نه شي . ))

نوموړي زياته کړه چې په افريقا کې د فوټبال د نړيوال جام د سياليو د ترسره کېدلو وياړ د پخواني ولسمشر نلسن منډېلا دی .

افريقا دغو لوبو ته پر تياري باندې تر پېنځه ميليارده ډالره زياتې پيسې لګولې چې ودانۍ، سړکونه او هوايي ډګرونه يې پرې جوړ کړي دي .

د نړيوال جام يوه چارواکي ډاني ګورډن ويلي دوی پخوا شک کاوه چې افريقا به ګنې ددغو سياليو د کوربه توب جوګه وي خو په وينا يې اوس يې ورته ثابته کړه چې نه يوازې د نورو هېوادونو په څېر دغو سياليو ته تياری کولای شي بلکې تر هغو يې ښه کوي .

دغه لوبې به د ګلوبل په نوم ټلوېزيوني چينل له لوري خپرېږي چې د نړۍ په 215 هېوادونو کې به يې ميليونه خلک وګوري .

په سږني نړيوال جام کې به ټولې 64 لوبې کېږي چې پايلوبه به يې د جولای پر ۱۱مه وي.