فوټبال: جرمني استراليا ته څلور د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه

فوټبال
Image caption د جرمني لوبغاړي لوکاس بودولسکي په ۸ مه دقیقه، ميروسلاف كلوسې پ ه۲۶ مه دقیقه، توماس ميلر په ه۶۸مه دقیقه او برازيلي کاکاو په ۷۰مه دقیقه ګولونه وکړل.

د جنوبي افريقا د فوټبال په نړيوالو اتلولیو کې، چې د شپږو لوبډلو ترمنځ وشوې، جرمني استراليا ته څلور د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

په دې ترتيب د تېرو درو ورځو په لوبو کې د جرمني لوبډلې تر ټولو ډېر ګولونه وهلي دي.

نن (دوشنبه، د جون ۱۴مه) د E او F په ګروپونو کې ۶ لوبډلې سيالي وکړي.

ايټاليا به د پراګوای، چاپان به د کامرون او د هالنډ لوبډله به د ډنمارک د لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.

خو ايا د جام د تېرو لوبو اتله ايټاليا به د نن په لوبو کې څه ډول وځلېږي؟

د لوبو مينه وال او پوهان وايي ډېر داسې ګمان کوي چې ښايي سمه ونه ځلېږي؛ ځکه چې لوبډله يې ډېره زړه ده.

په دغه لوبډله کې د لوبغاړو غمرونه تر ۳۰ کلونو پورته دي، چې په دې عمر کې خلک په فوټبال کې د زیات عمر لوبغاړي نه خوښوي.

خو که څه هم د ايټاليا انټر ميلان لوبډلې د اروپا د اتلو کلپونو اتلولي وګټله، خو بيا هم داسې لوبغاړي نه پکې ترسترګو کېږي چې د چا پام ورواوړي.

خو د هالنډ په لوبډله کې بيا داسې لوبغاړي شته چې سترګه وراوړي، خو په اړه یې داسې انګېرنه ده، چې هر لوبغاړی يې په انفرادي ډول هر يو تر بل ښه دی، خو د ټيم په توګه دوی سره پېيلې لوبه نه کوي او کله ناکله جنګونه هم کوي.

خو که دوی خپلمنځي ستونزه حل کړي، ښايي تر پايلوبو پورې ورسېږي.

ورته مطالب