فوټبال: د ايټاليا او پراګوای لوبه مساوي ختمه شوه

په ټوله نړۍ کې د تلوېزيونونو له لارې ميليونونه کسان د فوټبال د نړيوالو سياليو ننداره کوي.

په ټوله نړۍ کې د تلوېزيونونو له لارې ميليونونه کسان د فوټبال د نړيوالو سياليو ننداره کوي.

د جنوبي افریقا د فوټبال په نړيوالو سياليو کې برازيل له شمالي کوريا او پورتګال به له عاج ساحل او نيوزيلنډ به له سلواکيا سره لوبه وکړي.

د تېرې شپې په وروستيو لوبو کې ايټاليا له پراګوای سره ولوبېده، چې دواړه مساوي شول.

خو په نننيو لوبو کې به څوک ښه ځلېږي؟

برازیل د فوټبال په نړيوالو اتلولیو کې تر ټولو بریالی هېواد دی، دوی پنځه وارې د فوټبال اتلولۍ ګټلې دي.

د برازیل لوبه چې په نړۍ کې ډېر زيات مينه وال لري، لوبغاړي يې ډېر تيز دي او پرلپسې بريدونه کوي.

برازيل به دا ځل دفاع ته ډېره توجه کوي، برازيل د ۱۹۹۴ کال د سټايل اتلولۍ ګټلې وې.

اوسنی روزونکی ډونګا هم چې پخوا دفاعي لوبغاړی و، تر ډېره يې لوبه په دفاعي برخه ورټوله وي.

ښايي په نننۍ لوبه کې به برازيل پر شمالي کوریا په اسانۍ بريا ترلاسه کړي.

د فوټبال نړيوال جام سیالۍ په انځورونو کې

  • د هالنډ څو نجونې، په يوه يادګاري عکس کې، چې د هالنډ او ډنمارک له سيالۍ وړاندې يې اخیستی، هالنډ دنمارک ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.
    د هالنډ څو نجونې، په يوه يادګاري عکس کې، چې د هالنډ او ډنمارک له سيالۍ وړاندې يې اخیستی، هالنډ دنمارک ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.
  • د جاپان يو شمېر وګړي جاپان له کاميرون سره د لوبې پرمهال  لوبغاړي هڅوي چې لوبه ګرمه کړي، جاپان کاميرون يو پر صفر ماتې ورکړه.
    د جاپان يو شمېر وګړي جاپان له کاميرون سره د لوبې پرمهال لوبغاړي هڅوي چې لوبه ګرمه کړي، جاپان کاميرون يو پر صفر ماتې ورکړه.
  • هالنډيان پر دنمارک د خپلې لوبډلې تر بريا وروسته د خوښۍ شېبې لمانځي.
    هالنډيان پر دنمارک د خپلې لوبډلې تر بريا وروسته د خوښۍ شېبې لمانځي.
  • ځينې جاپانيانیو پر خپلو کالیو د خپل هېواد جنډه کښلې، هغه مهال جاپان له کاميرون سره لوبه کوله.
    ځينې جاپانيانیو پر خپلو کالیو د خپل هېواد جنډه کښلې، هغه مهال جاپان له کاميرون سره لوبه کوله.
  • که څه هم ډنمارک مات شو، خو وګړي يې بيا هم خوښۍ کوي.
    که څه هم ډنمارک مات شو، خو وګړي يې بيا هم خوښۍ کوي.
  • درې هڅوونکې نجونې  له هالنډ سره د خپل هېواد د لوبې پرمهال د ډنمارک جنډه پورته کوي.
    درې هڅوونکې نجونې له هالنډ سره د خپل هېواد د لوبې پرمهال د ډنمارک جنډه پورته کوي.
  • د جنوبي افريقا نجونې هالنډي لوبډلې ته زړه ورکوي چې له ډنمارک سره ګرمه لوبه وکړي.
    د جنوبي افريقا نجونې هالنډي لوبډلې ته زړه ورکوي چې له ډنمارک سره ګرمه لوبه وکړي.
  • جاپانۍ نجونې په سيډني کې د يوې لويې ښيښې په وسيله د جاپان او استراليا لوبه ګوري، لوبه د جاپان په بريا بای ته ورسېده.
    جاپانۍ نجونې په سيډني کې د يوې لويې ښيښې په وسيله د جاپان او استراليا لوبه ګوري، لوبه د جاپان په بريا بای ته ورسېده.
  • استراليايۍ ښځه، له جاپان سره د خپلې هېواد لوبه ګوري.
    استراليايۍ ښځه، له جاپان سره د خپلې هېواد لوبه ګوري.
  • د  برلین په واټونو کې تر ډېره ناوخته  پورې د جاپان د لوبډلې بريا لمانځل کېده، جاپان پر استرالیا بريالی شو.
    د برلین په واټونو کې تر ډېره ناوخته پورې د جاپان د لوبډلې بريا لمانځل کېده، جاپان پر استرالیا بريالی شو.

پورتګال هم یو له هغو هېوادونو دی، چې سږکال ترې ډېره هيله کېږي.

رونالدو يې د کال له غوره لوبغاړو څخه و.

پورتګال چې په لومړۍ لوبه کې له عاج ساحل دروګباسره مخامخ دی، عاج ساحل د افریقا يو له ډېرو پياوړو لوبډلو څخه دی.

د دغې لوبډلې يو لوبغاړی کلېکاږل دروګبا ټپي دی، خو بيا هم نن یوه سخته لوبه لري.

او نیوزيلنډ چې له سلواکیا سره لوبه وي، دغه هېواد د فوټبال په ډګر کې نوی دی او سلواکیا هم ډېر پیاوړی ټيم نه بلل کيږي.

شاید د دواړو ترمنځ لوبه ډېره په زړه پورې نه وي.

په ټوله نړۍ کې د تلوېزيونونو له لارې ميليونونه کسان د فوټبال د نړيوالو سياليو ننداره کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .