فوټبال: برازيل شمالي کوريا ته 1- 2 ماتې ورکړه

برازیل او شمالي کوریا
Image caption شمالي کوريا له ۱۹۶۶ کال راپدېخوا په نړيوالو اتلولیو کې په لومړي ځل برخه اخیسته، داسې نه برېښېده، چې دوی به دومره تکړه وي.

په جنوبي افريقا کې د فوټبال د نړیوالو اتلوليو په ترڅ کې د هسپانيا پياوړې لوبډله نن له سويس، هيندوراس به له چیلي او کوربه هېواد جنوبي افريقا به خپله دويمه لوبه له يوراګوای سره وکړي.

تېره شپه برازيل او شمالي کوريا وکړه، چې برازيل دوه يو لوبه وګټله.

د لوبو وروستۍ حال وګورﺉ

شمالي کوريا له ۱۹۶۶ کال راپدېخوا په نړيوالو اتلولیو کې په لومړي ځل برخه اخیسته، داسې نه برېښېده، چې دوی به دومره تکړه وي خو له برازيل سره وليدل شوه، چې دا يوه ډېره منظمه لوبډله ده.

د دغې لوبډلې دفاع ډېره ښه وه، لوبغاړي يې ډېر سره تړلي ول او برازيل یې پرېنښود چې ګول وکړي.

خو په ۵۵مه دقیقه کې برازيل داسې يو ګول وکړ، چې د ډېرو په ګمان داسې ښکارېده، چې ګول کوونکي دې تر ډېره داسې هڅه نه وي کړې، چې ګول دې وکړي.

تېره ورځ د عاج ساحل له پرتګال سره لوبه هم د پام وړ وه، ځکه چې دواړه پياوړې لوبډلې دي، خو پرته له کوم ګوله دا لوبه مساوي پای ته ورسېده.

پرتګال لوبډلې د رونالدو غوندې تېز لوبغاړی درلود، او داسې ګمان و چې دوی به تيزه لوبه وکړي، خو ونه توانېدل.

يوه بله لوبه بیا د نيوزيلنډ او سلواکیا وه، چې هغه هم يو یو مساوي ختمه شوه .

Image caption فابيانو او ري كوانګ چون

په دې لوبه کې د ډېرو په ګمان سلواکيا پياوړې وه، خو نيو زيلنډ وکړای شو، چې په ۹۳مه دقیقه کې وکړای شو، چې د سلواکیا کړی ګول مساوي کړي او دغه لوبه مساوي پای ته ورسوي.

د هسپانيا لوبډلې دوه کاله وړاندې د اروپا اتلولۍ وګټلې او ډېره په زړه پورې لوبه يې کړې وه.

د دغې لوبډلې لوبغاړي زياتره ځوانان او ډېر چټک دي.

داسې ښکاري چې دوی به سويس سره په اسانۍ لوبه وکړي.

او سوېلي افريقا که څه هم پياوړې نه ده، او په خپل کور کې یې مخکې له مکسيکو سره لوبه مساوي کړې وه، خو ښايي دا ځل زړور وي او دا امکان شته چې يا دا لوبه وګټي او يا يې مساوي کړي.

بله لوبه د هيندوراس او چيلي ترمنځ ده، چې هيندوراس په نړيوالو اتلولیو کې ډېر نه دی لوبېدلی، چې ظاهراً دواړه مساوي لوبې ښکاري.

ورته مطالب