فوټبال: د انګلستان او الجزاير لوبه مساوي پای ته ورسېده

د روني او بوقره ترمنځ لوبه سخته ګرمه شوې ده.
Image caption د روني او بوقره ترمنځ لوبه سخته ګرمه شوې ده.

د تېرې جمعې په ورځ په جنوبي افريقا کې انګلستان له الجزاير سره لوبه وکړه، چې دواړه لوبډلې مساوي شوې.

بلخوا سربستان جرمني ته ماتې ورکړه.

که چېرې انګلستان په خپله وروستۍ لوبه کې سلوانیا ته ماتې ورکړه، نو کومه پروا نه کوي خو که انګلستان دا لوبه مساوي کړه، نو بیا انګلستان له سيالیو وځي.

د تېرې ورځې تر ټولو په زړه پوې لوبه د جرمني او صربیا ترمنځ وه، چې صربیا يو پر صفر وګټله.

د جرمني يو لوبغاړی د دوو ژيړو کارتونو په ليدو له لوبې وايستل شو او له هغه ورسته صربیا يو ګول وکړ او له ګول وروسته ټوله دفاع وکړه.

جرمني هڅه وکړه چې پرلپسې بریدونه وکړي، خو ګول یې ونه شوای کړای.

نن د ګانا، استرالیا، کامرون، ډنمارک ،جاپان او هالنډ ترمنځ لوبې کېږي.

وړاندې ګانا خپله لومړنۍ لوبه له صربیا څخه ګټلې وه، او استراليا له جرمني څخه څلور صفر بایللې وه.

په نننۍ لوبه کې به د کامرون او ډنمارک ترمنځ لوبه په زړه پورې وي.

ډنمارک له هالنډ څخه خپله لومړنۍ لوبه بایللې وه او کامرون له جاپان څخه بایللې وه.

په دوې کې که هرچا لوبه وبایلله، له دغو اتلولیو د وتلو چانس ډېر پیدا کېږي.

په دغو سيالیو کې تر اوسه ډېر د برازيل او ارجنټاین لوبډلې ډېرې ځلېدلې دي.

ورته مطالب