فوټبال: انګلستان له سلوانیا سره برخليک ټاکونکې لوبه کوي

انګلستان
Image caption که چېرې انګلستان سلوانیا ته ماتې ور نه کړي، نو دویم پړاو ته به د وتلو چانس له لاسه ورکړي.

نن (چهارشنبه، د جون ۲۳مه) په جنوبي افریقا کې د فوټبال په اتلولیو کې انګلستان باید له سلوانیا او جرمني له ګانا څخه لوبې وګټي.

خو که چېرې انګلستان سلوانیا ته ماتې ورنه کړي، نو دوی به دویم پړاو ته لار ونه مومي.

دا راز که چېرې جرمني له ګانا څخه خپله لوبه ونه ګټله، نو له اتلولیو به په حیرانوونکې توګه ووځي.

نن په دوه نورو لوبو کې متحده ایالات له الجزایر سره او استرالیا له صربیا سره لوبه لري.

دا څلور واړه لوبډلې دا هیله لرلی شي چې بل پړاو ته لاره ومومي.

جنوبي افريقا که څه هم فرانسې ته دوه – یو و ماتې ورکړه، خو دوی یوه لوبه بایللې وه او بله يې مساوي کړې وه.

دوی په دې توګه ډېر پواینټونه لرل، خو ډېر ګولونه يې نه لرل، مکسیکو تر دوی ډېر ګولونه کړي وو، مکسیکو هم په پای کې څلور پواينټونه ولرل، خو تر جنوبي افريقا کې د ګولونو توپير زيات و.

په دې اساس مکسیکو په دويم ګروپ کې له يوروګوای سره دويم پړاو ته ورسېده.

دا راز په پرونيو لوبو کې يونان له ارجنټاين څخه دوه صفر لوبه وبایلله.

په دې توګه ارجنټاين لومړنی هېواد شو چې د لومړي پړاو درېواړه لوبې يې وګټلې .

نايجريا له جنوبي کوريا سره لوبه دوه – دوه مساوي کړه، خو دا هم د نایجريا په خير تمامه نه شوه؛ ځکه چې جنوبي کوریا د څلورو پواينټونو په لرلو سره په بي ګروپ کې له ارجنټاين سره يوځای دويم پړاو ته لار ومونده.

په تېرو ۱۹ فوټبال نړيوالو اتلولیو کې دا لومړی ځل دی چې د اتلوليو کوربه هېواد له لومړي پړاوه وځي او نه توانېږي چې دويم پړاو ته لار ومومي.

ورته مطالب