فوتبال : پخوانۍ اتله ايتاليا له اتلوليو ووته

ايتاليا او سلواکيا
Image caption د ايتاليا او سلواکيا لوبه درې دوه د سلواکيانو په گټه تمامه شوه

ايتاليا د فوتبال په نړيوالو اتلوليو کې تر برازيل وروسته تر ټولو بريالى هيواد دى .

دوى څلور ځله نړيوالې اتلولۍ گټلي چې په وروستي ځل يې دغه وياړ څلور کاله وړاندې ترلاسه کړى و .

دا ځل د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره په ظاهرآ کمزوري گروپ کې وه .

پراگواى ، سلواکيا ، نيوزيلنډ داسې لوبډلې نه وې چې نړيوالې اتلې ته دې گواښ پېښ کړي .

خو ايتاليا له پراگواى او نيوزيلنډ سره لوبې مساوي ختمې کړې او له سلواکيا سره يې درې دوه ماتې وخوړه .

سلواکيا په لومړي ځل نړيوالو اتلوليو کې برخه اخيسته .

خو د ايتاليا لپاره دا له ١٩٣٦ کال څخه راهيسته لومړى ځل دى چې د نړيوالو اتلوليو له لومړي پړاوه کور ته ستنيږي .

د روانو سياليو تر پيل وړاندې لا ويل کيدل چې د ايتاليا په لوبډله کې ډير لوبغاړي په عمر پاخۀ دي .

د ايتاليا په لوبډله کې بله ستونزه د ځينو په گومان دا وه چې خلاق لوبغاړى ورسره نه و چې نورو ته د گول موقع پيدا کړي .

د دوى دفاع هم هغسې پياوړې نه وه چې تل پرې نازيدل .

له فرانسې وروسته ايتاليا په روانو سياليو کې دويمه هغه لوبډله شوه چې د پخوانيو نړيوالو اتلوليو د گټلو وياړ يې درلود خو په لومړي پړاو کې کور ته په ستنيدا مجبور شو.

جرمني او انگلستان هم نژدې و چې له همدې برخليک سره مخامخ شي خو دواړو په مټ کې وکولاى شول چې دويم پړاو ته لار ومومي .

اوس به په هغو دوو کې يو له دويم پړاوه کور ته ځي ځکه چې دواړه يو بل ته مخامخ دي .

ورته مطالب