فوټبال: ګانا امریکا ته 2-1 ماتې ورکړه

ګانا
Image caption د ګانا او امریکا لوبه ډېره په زړه پورې وه، داسې چې دواړو ټيمونو په ۹۰ دقیقه ييزه لوبه کې يوه يوه لوبه مساوي کړه.

په جنوبي افريقا کې د فوټبال د ۲۰۱۰ کال د اتلولیو په درشل کې ګانا امریکا ته 2-1 ماتې ورکړه چې په دې سره کوارټر فاینل یا (بل پړاو) ته ووتله.

امریکا اوس له يوروګوای سره مخامخ ده. ګانا يوازېنی ټيم دی چې د افریقا د ټولې لویې وچې نه کوارټر فاینل ته ووت.

د دویم پړاو پر لومړۍ ورځ يوروګوای او ګانا لومړني دوه هېواده شول، چې د لوبو بل پړاو يا کوارټر فاینل ته ووتل.

د ګانا او امریکا لوبه ډېره په زړه پورې وه، داسې چې دواړو ټيمونو په ۹۰ دقیقه ييزه لوبه کې يوه يوه لوبه مساوي کړه.

خو په پای کې ګانا وتوانېده چې امريکا ته ماتې ورکړي.

امریکا له نړیوال جام سره خدای پاماني وکړه.

نن د جنوبي افريقا د دويم پړاو پر دویمه ورځ اورپايان په خپل منځ کې او جنوبي امریکايان په خپل منځ کې لوبې لري.

په يوه کې يې انګلستان له جرمني سره مخامخېږي او په بله کې يې مکسیکو او ارجنټاين یو د بل د پرځېدو هڅه کوي.

Image caption که څه هم جرمني بیا وروسته دغه غچ اخیستی دی، خو د دواړو ترمنځ لوبې ډېرې نژدې دي او يوه بله سيالي چې يادېږي هغه د 1990 کال د سیمي فاينل يا نيمه پايلوبه ده، چې يو یو مساوي شوي ول.

د جرمني او انګلستان ترمنځ د فوټبال په ډګر کې له ډېر پخوا څخه سیالي ده.

تر ټولو مهمه یې چې انګلستان یې ډېره يادوي د 1966 کال د فوټبال د اتلولیو پايلوبه ده، چې انګلستان هغه وخت لوېديځ جرمني ته څلور دوه ماتې ورکړې وه.

که څه هم جرمني بیا وروسته دغه غچ اخیستی دی، خو د دواړو ترمنځ لوبې ډېرې نژدې دي او يوه بله سيالي چې يادېږي هغه د 1990 کال د سیمي فاينل يا نيمه پايلوبه ده، چې يو یو مساوي شوي ول.

د جرمني لوبډله د پخوانيو لوبډلو پرتله دا ځل ډېره ځوانه ده، چې د لوبغاړو د عمر اوسط يې25 کال دی، په داسې حال کې چې د انګلستان د لوبغاړو د عمر اوسط 28 نیم کاله ښودل شوی.

د جرمني په ټيم کې تجربه لرونکي لوبغاړي يې زياتره نشته ایله د ګوتو په شمار یو يا دوه يې پاتې دي، يا ټپي شوي او يا هم له لوبې څخه ایستل شوی دی.

خو یو لوبغاړی يې چې اصلاً ترکي نژاده دی، هغه ډېر زيات ځلېدلی دی چې د انګلستان لوبغاړي له هغه څخه ډېره سترګه کوي.

ورته مطالب