کريکټ : په هالند کې د لومړي ډويژن سيالۍ

افغان کريکټ لوبډله
Image caption د منډو په ډگر کې افغانستان دا ځل شايد نوي لوبغاړي هم وازمويي .

افغانستان د کريکت د لومړي ډويژن په يو ورځنيو سياليو کې په لومړي ځل برخه اخلي .

افغان لوبغاړو تر تير کال پورې لا په لومړي ډويژن کې د لوبې حق نه لارۀ .

دوى په ارجنتاين کې د دريم پړاو يا ډويژن له گټلو وروسته ځان دويم ډويژن ته رسولى و.

د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو د غوراوي په سياليو کې افغانستان وکولاى شواى چې لومړي پړاو کې ځاى ومومي .

له دې وياړ سره افغانستان تر راتلونکو درو کلونو پورې د نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو دريځ خپل کړى دى .

په هالند کې د جولاى له لومړۍ نېټې پيليدونکې سيالۍ هم ټولې رسمي يو ورځنۍ نړيوالې لوبې دي .

افغان روزونکى کبير خان مني چې ورسره مخامخ پنځه سره لوبډلې د تجربې له پلوه تر دوى پياوړې دي . هغو پنځو لوبډلو له تيرو څو کلونو د رسمي يو وروځنيو لوبو دريځ لرلى دى.

خو افغانستان په تير يوۀ کال کې يوازې له کينيا لوبه بايللې او پاتې څلورو لوبډلو ته يې په بيلا بيلو لوبو کې ماتې ورکړي دي .

که د افغان لوبډلې منډه جوړونکي وځليدل او د خپلو بارلرانو لپاره يې د بري موقعې برابره کړه نو په تيرو وختونو کې ليدل شوي چې بارانو مايوسه کړي نه دي .

په دغو سياليو کې په حيرانونکې توگه افغانستان شپږ تيز بارلان غوره کړي دي .

حميد حسن ، شاپور ځدراڼ ، ميرويس اشرف ، دولت احمدزى ، خالق داد نوري او افتاب عالم د افغانستان تيز بالران دي .

که څه هم د هالند هوا د تيزو بالرانو لپاره مناسبه ده او عمومآ پکې دغه ډول بالران ځليږي خو په لوبډله کې د تناسب لپاره په يوۀ وخت تر درو ډير څوک نه شي لوبولى .

شايد دولت احمدزى ، خالق داد نوري او افتاب عالم تر ډيره د لوبې موقعې ونه مومي ځکه چې حميد حسن ، شاپور ځدراڼ او

ميرويس اشرف ته په تيرو لوبو کې لومړيتوب ورکړل شوى دى .

د منډو په ډگر کې افغانستان دا ځل شايد نوي لوبغاړي هم وازمويي .

جاويد احمدي کله پخوا د ملي لوبډلې له خوا نه دى لوبيدلى خو د نولس کلنو په لوبډله کې ځليدلى و .

شبير نوري که څه هم په ملي لوبډله کې لوبه کړې خو پرله پسې موقعې يې نه لرله .

اوس چې ريس احمدزى له لوبې لاس په سر شوى شبير نوري شايد چانس ومومي خو جاويد احمدي به يوازې په هغه حالت کې لوبه کوي چې کوم بل لوبغاړى ټپي شي او يا پر له پسې په منډه جوړولو کې ناکامه وي .

په نورو لوبډلو کې به هالنډ په خپل کور کې وځليږي خو د دوى تر ټولو تکړه او تجربه لرونکى لوبغاړى ديشک ټپي شوى دى .

د ايرلنډ په لوبډله کې هم بدلونونه ډير راغلي دي ، سکاتلند په تيرو څو مياشتو کې ښه ځليدلى دى .

کانادا په يو ورځنيو لوبو کې ښه لوبه کوي او کينيا که څه ډير تجربه لرونکي لوبغاړي لري خو د کريکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ يې په دې وروستيو کې ډير توپيرونه ليدل شوي دي.

داسې گنگوسې هم وې چې شايد کينيا په دغو سياليو کې برخه وانه خلي.

ورته مطالب