فوتبال : هالند او يوراگواى نيمه پايلوبو ته ورسيدل

يوراگواى لوبغاړى
Image caption د يوراگواى لوبغاړو د لوبې تر گټلو وروسته پر خپل بخت باور نه کاوۀ .

د فوتبال د نړيوالو اتلوليو پنځه ځلي اتل برازيل له هالند څخه منځلوبه يا کواټر فاينل دوه يو لوبه وبايلله .

هالند به په نيمه پايلوبه کې له يوراگواى سره بخت ازمويي .

يوراگواى له يوې ډيرې په زړۀ پورې لوبې وروسته په پيناتي هڅو کې گانا ته ماتې ورکړه .

د برازيل ماتې

له هالند سره تر لوبې وړاندې ټولو گومان کاوۀ چې برازيل به دغه لوبه په اسانۍ گټي .

د لوبې په لومړيو دقيقو کې د برازيل برلاسي پخوانى گوړمان لا پسې پوخ کړ .

د لوبې لس دقيقې نه وې تيرې چې د هالند ټوله دفاع د برازيل يوۀ په زړۀ پورې پاس ماته کړه او برازيل گول وکړ .

د لوبې په لومړۍ برخه کې برازيل نور چانسونه هم لرل خو ځينې د هالنډ گول ساتونکي ونيول او نور بيا د دفاع لوبغاړو ډب کړل .

د لوبې په دويمه برخه کې هالند په نوي هوډ لوبغالي ته ننوت .

د هالنديانو پاسونه او بريدونه چټک ول .

په درې پنځوسمه دقيقه کې د برازيل گول ساتونکى او مداف لوبغاړى په خپلو کې د يو بل د مخنيوي سبب شول چې پايله يې د هالند په گول شوه .

برازيل لکه هېښ شوى چې وي تر څو نورو دقيقو يې لوبه پاشلې ښکاره شوه او په همدې موده کې هالند دويم گول وکړ .

برازيلي لوبغاړي د پېژندو نه و هغه لوبه چې يې په تيرو سياليو کې کړې وه اوس ورڅخه نه ليدل کيده .

د برازيل يوۀ لوبغاړي سور کارډ وليد او لوبډلې ته يې لا گرانه کړه چې لوبه مساوي کړي .

هالند گڼ نور چانسونه وموندل خو په پاى کې دوه يو برى ډير و چې نيمه پايلوبو يا سيمي فاينلز ته ورسيږي .

د يوراگواى برى

د يوراگواى او گانا لوبه بيا په پيل کې د گانا په گټه روانه وه .

گانايي لوبغاړو لومړنى گول وکړ او بريدونه يې هم پرله پسې و .

خو يوراگواى چې کله گول وکړ او لوبه يې مساوي کړه تر هغې وروسته د دواړو ترمنځ د کومې لوبډلې جلا کول اسانه نه و .

لوبه اضافي وخت ته ورسيده .

په اضافي وخت کې هم دواړه سره يو ډول و .

د لوبې تر ټولو په زړۀ پورې موقعې د پاى په وروستيو ثانيو کې و .

گانا بريد وکړ توپ يې د يوراگواى گول ته ورساوۀ خو د گول په کرښه د يوراگواى لوبغاړي سواريز لکه د گول ساتونکي توپ په لاس راوگرځاوۀ .

لوبڅار سواريز ته سور کارډ او گانا ته د پيناتي هڅه ورکړه .

خو گانا له دغې هڅې گټه وانه خيسته د پيناتي هڅه يې د گول په پاسنۍ ستن ولگيده .

لوبه پنځو پيناتي هڅو ته لاړه او هلته هم گانايي لوبغاړو پر دوو گول ونه کړاى شواى .

د شنبه په ورځ به جرمني له ارجنتاين سره او پراگواى له اسپانيا سره لوبه کوي .

ورته مطالب