کريکټ: افغانستان کينيا ته ماتې ورکړه

سميع

د لوبې افغان اتل سميع شينوارى و چې ٨٢ منډې يې وکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول

افغانستان : په ٥٠ اوور کې ٢٣٤ منډې ٩ سوځيدلي

په وروستي توپ خالق يوه منډه واخيسته او افغانستان لوبه وگټله

په پنځم توپ حميد کيچ اوټ شو ،وروستى توپ دى يوه منډه پکار ده ،که يې افغانان ونه کړي لوبه مساوي ده

په څلورم توپ يوه منډه وشوه مندې مساوي شوې بري ته يوه پکار ده

په دريم توپ څه ونه شول ، په درې توپونو دوه منډې

د وروستي اوور په لومړي توپ خالق داد ٣ منډې واخيستې

په دويم توپ يوه منډه شوه ٢ نورې پکار دي

په وروستيو شپږو توپونو شپږ منډې پکار دي حميد او خالق داد ولاړ دي

کلېکاږل د افغان بارلرانو لوبه

کلېکاږل د کينيا د منډو رپوټ

نور علي ځدراڼ :١٢ کيچ اوټ

شبير نوري : بولډ اوټ ٨

محمد شهزاد : ٢٠ اوټ ايل بي ډبليو

سميع الله شينوارى : کيچ اوټ٨٢

اصغر ستانکزى : کيچ اوټ٢٤

افغان لوبغاړي

افغان لوبغاړي د منډو ډگر ته رهي شول ( له عبدالله احسان څخه په مننه چې دغه عکس يې له لوبغالي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راوليږۀ )

نوروز منگل : ٣ کيچ اوټکلېکاږل

کريم صادق : رن اوټ صفر

نبي : کيچ اوټ٤٧

خالق داد : ١٨

حميد حسن : ٧ اوټ کيچ

اضافي منډې ١٣

حميد حسن شپږيزه ووهله ، توپ له ميدانه دباندې ووت ، توپ لکه چې سين ته ولويد ، اوس به يې پسې غواړي او يا به بل توپ راوړي ، شپږ نورې پکار دي

نبي او خالق داد په ٤٠ توپونو ٤٨ مندې سره وکړې

په وروستيو ١٢ توپونو ١٣ مندې پکار دي

د شپږيزې په هيله نبي اوټ شو ، حال دا چې تر پايه د دۀ پاتې کيدل د بري ضمانت و

ډير لوى گوزار دى ، نبي کيچ اوټ شو اوس به يې نو خالق داد او حميد حسن پوره کوي

نبي څلوريزه واخيسته

په وروستيو ١٨ توپونو ١٨ مندې پکار دي

خالق داد درې توپونه ضايع کړل خو دى گرم نه دى ، خالق داد بالر دى

نبي له کينيا سره تير کال په لوبه کې ٥٦ منډې کړې وې

په وروستيو ٢٤ توپونو ٢٦ منډې پکار دي

په وروستيو ٣٠ توپونو ٢٩ منډې پکار دي

نبي شپږيز واخيسته

په وروستيو ٣٦ توپونو ٤٢ منډې پکار دي

مومن خان له فينليند نه : د مساپرو دعاگانې درپسې دي

په وروستيو ٤٢ توپونو ٤٦ منډې پکار دي

نبي څلوريزه واخيسته

صابر له اسپانيا : د کريم پر ځاى بايد ميرويس اشرف راشي

هالند کانادا ته ماتې ورکړه

نبي څلوريزه واخيسته

سميع خپله نهمه څلوريزه واخيسته

افغانستان پاور پلې واخيسته

په وروستيو ٦٠ توپونو ٦٧ مندې پکار دي

په وروستيو ٦٦ توپونو ٦٨ منډې پکار دي

نبي شپږيزه ووهله

نجيب الله له کابله : خالق داد بايد اخري اوورونه کړي واى او کريم بايد په بله لوبه کې نه وي

رحمن له پښتونخوا : اوبه له ورخه تيري ښکاري .

نظر محمد کټوازى له دوبۍ : کريم دا ډير وخت کيږي چې ښه لوبه نه کوي

ايرلنډ خپله دريمه لوبه له سکاتلند څخه وگټله او هالنډ هم پر کانادا برلاسى ښکاري

سميع څلوريزه ووهله

معصوم ځدراڼ له جرمني : کريم هم بايد لوبه نوره پريږدي .

نجيب الله له کابله : سميع د پنځوسيزې مبارکي درکوم خو هيله لرم چې سليزه وکړې

حسيب له لوگره : لا هم وخت شته

جاويد الکوزى له کابله : کريم تل په صفر اوټ کيږي نو ولې بيا بيا چانس ورکول کيړي

معصوم ځدراڼ له جرمني : د کريم تل بيړه وي

شبير له دوبۍ : لوبه ښه روانه وه خو د کريم بې ځايه منډه او د منگل کېچ خراب کړو

عزيز خان له لاهوره : د افسوس ځاى دى چې کريم صادق بيا په صفر اوټ شو ، د دۀ په ځاى بايد بل لوبغاړى وازمويل شي

افغانستان په پاتې ١٤ اوورونو کې ٨٤ منډو ته اړتيا لري

سميع الله له کابله : سخت وارخطا يم

افغانستان يوازې ٩٤ نورو منډو ته اړتيا لري خو له نبي او سميع وروسته يې نور بالران دي منډه جوړونکي نه لري

سميع شارټ وواهۀ ، کريم بې له دې چې سميع ته وگوري منډه واخيسته او په مفته يې ځان وسوځاوۀ .

رحمن منگل له دوبۍ : که افغانستان دا لوبه وبايلله بله لوبه به هم لري که نه ( که يې وگټي که يې وبايلې لا هم له هالنډ او سکاتلند سره لوبې شته )

په ١٩ اوورونو کې ١٠٠ نورې منډې پکار دي او پنځه لوبغاړي افغانستان ته ورپاتې دي

عالم گير ځدراڼ له بلجيمه : زۀ واسطه نه لرم چې لوبه وکړم ( که تکړه او مستعده يې واسطې ته شايد اړتيا ونه لرې )

په شلو پاتې اوورونو کې افغانستان بايد ١٠٤ نورې منډې خپلې کړي

د سميع له پنځوسيزې سم لاسي وروسته اصغر وسوځيد دوى د ٧٢ منډو ښه ملگرتيا وکړه

سميع په ٧٥ توپونو او اوو څلوريزو خپله دويمه يو ورځنۍ پنځوسزيه بشپړه کړه .

اصغر خپله دويمه څلوريزه بشپړه کړه

حکيم ترين له شارجې : بس دعاگانې به کوو .

خيبر له دوبۍ : ايا افغانستان له پاکستان ، هند او انگلستان سره هم لوبې لري که نه .؟( په دې روانو سياليو کې خو نه )

سميع بله څلوريزه واخيسته

د نن په نورو لوبو کې سکاتلند له ايرلنډ سره يوازې په ١١٧ منډو وسوځيد خو د ايرلنډ نيمايي لوبډله په څو شپېته منډو سوځيدلې ده

عبدالغني له کابله : د بري دعا کوو

د سميع او اصغر ترمنځ د ٥٠ منډو ملگرتيا پوره شوه

جاويد له پاريس نه : لوبه ښه روانه ده د اندېښنې وړ نه ده

افغانستان ته په پاتې ٣٠ اوورونو کې ١٤٢ منډې پکار دي

هيواد له ناڅرگنده ځايه : افغانستان يې گټي ( نو ولې دې خپل ځاى پټ کړى دى ؟)

سميع څلوريزه ووهله

نجيب الله ساپى له کابله : افرين کبير خانه چې سميع الله دې وړاندې راوست او ډير ښه سميع الله

اصغر خپله لومړنۍ څلوريزه ووهله

فضل باري نورخيل له کندهاره : زما پيغام دې په اووه نيمې بجې له بي بي سي راديو خپور شي دا لوبه افغانان گټي ( دومره صبر نه شو کولاى دا دى اوس مو خپور کړ )

بهرامزوى له کنداره : سميع الله ته دې خداى توفيق ورکړي چې سل منډې وکړي ( د سميع تر ټولو ډيرې منډې ٥٢ دي چې په خپله لومړنۍ لوبه کې يې تير کال له سکاتلند سره په سويلي افريقا کې کړې وې )

عبدالاحد کاموال له پېښوره : دعا کوئ چې افغانستان يې وگټي ( چا لا ښېرا نه ده کړې )

غزنوي له کراچۍ : ولې افغانستان د نورو لوبډلو غوندې له بنگله ديش او زمبابوې سره لوبې نه کوي ( دوى به يې غواړي خو دا چې هغوى يې هم غواړي که نه معلومه نه ده . )

سميع خپله پنځمه څلوريزه هم بشپړه کړه

سميع بله څلوريزه خپله کړه

سميع خپله دريمه څلوريزه ووهله

د کينيا اودويو خپل پنځم اوور کوي ، دۀ نن ٥٢ ناسوځيدلې مندې هم کړې وې او دا يې د لوبيز ژوند ١٢٣ نړيواله رسمي لوبه ده چې د ټولو افغان لوبغاړو لوبې که سره يو ځاى هم شي ترې کمې دي

شاپور باختر له برتانيا : افغان لوبغاړي ښه لوبه نه کوي ( ژرنده که د پلار ده هم په وار ده )

سميع بله څلوريزه ووهله

اسد الله له چينه : د کينيا بالران تکړه دي او که زموږ لوبغاړي ستړي دي

نجيب الله ساپى له کابله : په لوبډله کې بدلون د لوبغاړو او روزونکي کار دى او دوى ښه پوهيږي

محمد اصف بهرامزوى له کندهاره : دا بدلون دې خداى زموږ په خير کړي

له څلوريزې وروسته سميع په سينه ولگيد خو لا هم ولاړ دى بايد هم ودريږي که نه نو د افغانستان د لوبډلې وضعيت ښه نه دى

سميع خپله لومړنۍ څلوريزه ووهله

کلېکاږل اکلېکاږل فغان لوبډله

احمد له دوبۍ : دا افغان لوبډله ولې داسې وارخطا ښکاري

د شهزاد سوځيدل ډير لوى گوزار دى ، دى تيزې منډې هم کوى شي او تر ډيرو هم د دريدا توان لري خو اوس سوځيدلى

عط الله ساپى له کابله : د منډو اوسط ډير لوړ نه دى پکار وارخطايي هم بايد نه وي شهزاد بايد په احتياط لوبه وکړي

جاويد خان له پاريسه : د سميع الله وړاندې راتگ حيرانونکى نه دى ، حالاتو ته په کتو ښه خبره ده چې اوس تيزه لوبه وشي او نور بيا وروسته راشي

د افغانستان د منډو اوسط د پنځو په شاوخوا خوا کې دى چې د اوس لپاره ښه او تيز دى خو د دوو لوبغاړو سوځيدل يې ښه نه دي

شهزاد شپږيزه ووهله

شهزاد خپله دويمه څلوريزه بشپړه کړه

کبير خان عمومآ د منډه جوړونکو په کتار کې بدلون نه راولي خو دا لومړى ځل دى چې د دۀ په روزنه کې د افغانستان د منډه جوړونکو کتار بدليږي او سميع تر څلورو نورو لوبغاړو مخته لوبې ته راوځي

صالح محمد غزنوي له کراچۍ : که مو فيلډينگ ښه واى دومره منډې کينيا نه شواى کولاى

شهزاد د خپلو منډو پيل په څلوريزې وکړ

ظاهرآ د تيزو منډو په هيله سميع الله شينوارى تر نورو مخته شوى دى

د نوروز منگل ، اصغر ستانکزي ، محمد نبي او کريم صادق څخه وړاندې د سميع الله شينواري راتگ حيرانونکى دى

شبير نوري ته توپ ډير ټيټ راغى هغه ونه شوى کړاى چې دفاع ترې وکړي او بولډ شو ، لوى گوزار دى

د پټيل په نامۀ کينيايي لوبغاړي د شبير نوري يقيني څلوريزه راوگرځوله او يوه منډۀ هم نه شوه

د نور علي له سوځيدا سره د منډو بهير ټکنى شو خو لا هم د افغانستان د منډو اوسط لوړ دى

خاکسار له چينه : د صبر ميوه خوږه وي ، همداسې لوبه پکار ده

احمدزى له کانادا : دا مچا خان څرنگه کس دى چې په دې وخت کې سندره غواړي

لوبڅار دا ځل نور علي کيچ اوټ ورکړ ، نور علي پر ځاى ولاړ و له پريکړې خوښ نه ښکاري خو د لوبڅار خبره وروستۍ وي .

د نور علي خلاف کينيايي لوبغاړو د ايل بي ډبليو لوى اپيل وکو خو لوبڅار ورسره ونه منله

جاويد خان له پاريس نه : منم چې افغانان بايد احتياط وکړي خو دلته هوا داسې ده چې بايد په سر کې تيزه لوبه وشي

نور علي څلوريزه وخيسته

هيوادپال محمد شفيق له کابله : احتياط پکار دى

متين له پېښوره : تکړه شئ موږ درپسې ولاړ يو ( ډير ليرې نه يې ؟ )

اسماعيل خاکسار له چينه : پر افغان لوبغاړو بايد نيوکې ونه کړو ( په نړۍ کې د نظر ازادي شته )

شمس الحق له کونړه : افغان لوبډله بايد هوښياره واوسي چې هدف پوره کړي

احمدزى له چينه پوښتنه کوي : د ميچ په باب مو څه رايه ده ؟ ( په پاى کې به پرې خبرې کوو )

مچا خان له کوهاټ نه په دې وخت کې سندره غواړي

شبير نوري لومړنۍ څلوريزه ووهله

په لومړي اوور کې افغانستان ١٢ منډې وکړې چې پکې شپږ اضافي وې

کينيا په ٥٠ اوور کې٢٣٣ منډې او ٧ لوبغاړي يې سوځيدلي دي


کلېکاږل ا

کلېکاږل د برېښناليک ليکلو لپاره دا ځاى کېکاږئ

انجينير محب الله غازي له پغمانه : ايا دا لوبې د نړيوال جام د غوراوي لپاره گټه لري ؟ ( نه د دې لوبو گټل وياړ او په نړيوالو درجه بنديو کې ارښت لرونکې دي )

سيد اصف له کندهاره انشاالله نن به لوبه گټو

اسماعيل خاکسار له چينه : د حميد حسن د ستايلو وار دى چې په لږو منډو يې ډير وسوځول

جاويد فيصل له کندهاره : ملگرو بي بي سي ويبپاڼه وايي دا په روانو سياليو کې د کينيا تر ټولو ډيرې منډې دي نو خداى دې خير پېښوي .

مچا خان له کوهاټه : د اودويو دې کور ودان وي چې وروسته راغى که مخته راغلى واى کار خراب و .

فيروز احمد له مردانه : افغان منډه جوړونکي دې احتياط وکړي .

محمد عارف له کابله : ستاسو په وېبپاڼه کې د منډه جوړونکو ليست نشته چې چا څومره منډې کړي دي ( که افغان منډه جوړونکي راشي بيا به يې درته جوړ کړو ، د کينيا لوبغاړي هسې هم ټول افغانان نه پېژني )

د کينيا منډې

د پچې له گټلو وروسته کينيا خپله منډو ته ملا وتړله .

خو پنځم اوور لا بشپړ شوى نه و چې کينيا ١٥ منډې لرلې او شاپور ځدراڼ يې لومړني دوه لوبغاړي سوځولي و .

له هغې وروسته کينيايي لوبغاړو له احتياطه کار واخيست او ورو ورو يې منډې وکړې .

افغان فيلډرانو نن د وړمې ورځې په څير کيچونه ونه غورځول .

په افغان لوبډله کې که څه هم کوم بدلون نه و راغلى خو د کريم صادق پر ځاى محمد شهزاد ته د ويکټ ساتلو دنده وسپارل شوه .

محمد شهزاد څو کيچونه ونيول .

په بارلرانو کې حميد حسن او سميع الله شينوارى بيا هم وځليدل دوى پر له پسې درې او دوه لوبغاړي وسوځول او لږې منډې يې ورکړې .

د لوبې تر پيل وړاندې د ملي لوبډلې لوبغاړي اصغر ستانکزي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي و چې په دې لوبغالي باندې تر ١٨٠ منډو ډيرې ترسره کول گرانې دي .

اوس چې کينيا د ٢٣٤ منډو هدف وټاکه ظاهرآ بايد سخت ښکاره شي خو افغان منډه جوړونکي که هغسې لوبه وکړي لکه له کانادا سره چې يې کړې وه بايد بريالي شي .


د افغان بالرانو لوبهکلېکاږل

شاپور ځدراڼ :په ٨ اوورونو کې ٥٢ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوځل

خالق داد نوري : په ٦ اوورونو کې ٢١ منډې ورکړې او څوک يې ونه سوځل

حميد حسن : په ٩ اوورونو کې يې ٣٢ منډې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول

محمد نبي : په ١٠ اوورونو کې يې ٤٩ منډې ورکړې او څوک يې ونه سوځول

سميع الله شينوارى : په ١٠ اوورونو کې يې ٣٨ منډې ورکړې او دوه کسه يې وسوځل

نوروز منگل : نوروز منگل په ٧ اوورونو کې ٢٩ منډې ورکړې او څوک يې ونه سوځل

افغان لوبډله

نور علي ځدراڼ

شبير نوري

محمد شهزاد

نوروز منگل

اصغر ستانکزى

کريم صادق

محمد نبي

سميع الله شينوارى

خالق داد نوري

حميد حسن

شاپور ځدراڼ

اودويو په ٣٣ توپونو ٥٢ ناسوځيدلې منډې وکړې او د کينيا منډې يې تر دوه سوه ديرشو واړولې

اودويو پر شاپور بله څلوريزه او ورپسې شپږيزه ووهله

اودويو چې د ١٢٣ نړيوالو رسمي لوبو تجربه لري ډيره تيزه اوښه لوبه کوي

شاپور وروستى اوور کوي په لومړي بال يې څلوريزه وشوه

حميد حسن په ٩ اوورونو کې ٣٢ منډې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول

اوس حميد حسن خپل نهم او وروستى اوور کوي تر اوسه دۀ درې کسه سوځولي

نبي په لسو اوورونو کې ٤٩ منډې ورکړې او څوک يې ونه سوځول

د پاور پلې په دريم اوور کې پر نبي ١٤ منډې وشوې ، يوه شپږيزه او دوه څلوريزې وې

د يادونو وړ ده چې دا له کينيا سره د افغانستان لومړنۍ رسمي يو ورځنۍ لوبه ده خو تر دې وړاندې يې يوه بله يو ورځنۍ لوبه کړې وه چې هغه مهال لا افغانستان د رسمي لوبو حق نه لارۀ ، هغه لوبه په سويلي افريقا کې شوې وه ، کينيا پکې اول منډې کړې وې او دوه سوه څو اتيا منډې يې جوړې کړې وې په ځواب کې افغانستان په ١٦٥ منډو سوځيدلى و .

د پاور پلې په دويم اوور کې يوازې پنځه منډې وشوې او يو لوبغاړى هم وسوځيد

حميد حسن د کينيا اووم لوبغاړى بولډ اوټ کړ

حميد حسن د کينيا د پاور پلې دويم اوور کوي په دوو توپونو يې دوه منډې وشوې او په دريم يې بيا دوه شوې

ستاسو گڼ برېښناليکونه راغلي ، ارو مرو يې خپرو خو لږ صبر راته وکړئ ، ځينې به زموږ له سهارنۍ راديويي خپرونې هم واورئ

په روانو سياليو کې کې کينيا دومره منډې تر اوسه نه وې کړې

د پاور پلې په لومړي اوور کې نهه منډې وشوې

په نبي څلوريزه واخيستل شوه

دا اوس لوبې ته د کينيا له لورې اودويو ولاړ دى ، دۀ تر اوسه پورې ١٢٣ نړيوالې رسمي لوبې کړي دي چې د افغانستان د ټولو لوبغاړو رسمي يو ورځنۍ لوبې که سره يو ځاى هم شي دومره نه کيږي .

د کينيا پاور پلې اوس پيل شوه ، دا نو هغه وخت دى چې دوى به تيزې منډې کوي او افغانستان تر درو ډير لوبغاړي په پوله نه شي درولى

په تيرو دوو پرله پسې اوورونو کې درې درې منډې شوې دي

حميد حسن لوى اپيل وکړ خو لوبڅار ورسره ونه منله ، دۀ ايل بي ډبيلو غوښت

حميد حسن ، ٤٥ اوور کوي

نبي په ٤٤ اوور کې يوازې درې منډې ورکړې

حميد حسن تر اوسه په شپږو اوورونو کې دوه لوبغاړي سوځولي دي او ١٥ منډې يې ورکړي دي

د سميع الله شينواري لس اوورونه بشپړ شول دۀ په ٣٨ منډو دوه لوبغاړي وسوځول

د افغانستان په لوبډله کې نن د کريم صادق پر ځاى محمد شهزاد ويکټ ساتنه کوي

اوبويا چې ٦٠ منډې يې کړې وې د شهزاد په لاس د حميد حسن په بال کيچ اوټ شو

حميد حسن د کينيا شپږم لوبغاړى اوټ کړ

سوځېدلي لوبغاړي: ۵

د شاپور په دې اور کینیا ۱۰ منډې وکړې. د کینیا کالېنز اوبایا خپلې پنځوس منډې پوره کړې.

په شاپور دوه پرلپسې څلوریزې ولګېدې.

د نوروز منګل پرځای شاپور ځدراڼ بالېنګ ته راغی. هغه د لوبې په پیل کې د کینیا دوه لوبغاړي وسوځول. اوس د هغه اووم اور دی.

د کینیا څلورم لوبغاړیراکېب پټېل چې په ۵۴ بالونو یې ۳۴ منډې کړې وې د سمېع شینواري په بال او د نورعلي په کېچ اوټ شو.

د اوبو وقفه ختمه او لوبه بېرته پیل شوه.

۳۵ اوره پوره شول او اوس د اوبو وقفه ده. د کینیا دوو لوبغاړو کالېنزاوبایا او راکېپ پټېل تر دې مهاله د ۶۰ منډو ملګرتیا لري. که د افغانستان بالران یو له دوی نه اوټ نکړي، ښایي سرخوږی ورته پیدا کړي.

نوروز منګل او سمېع الله شینواري څلور څلور اوره کړي او هر یوه نژدې شل منډې ورکړې دي.

وروستي درې اورونه د کینیا لپاره ډېر ښه وو. په دې اورونو کې دوی دوه څلوریزې او څو سنګل منډې وکړې.

په ۲۵ اور کې هم کینیا کومه منډه ونکړه. اوس د کینیا ډېر داسې اورونه وي چې یا صفر یا هم یوه، دوه یا درې منډې په کې کوي.

د نبي عیسی خېل پر ځای کپټان نوروز منګل راغی.

د حمیدحسن پرځای سمېع الله شینواری راغی.

د یوویشتم اور په پای کې حمید حسن د کینیا تکړه لوبغاړی اورېس اوما چې ۴۴ منډې یې کړې وې اوټ کړ.

حمید او نبي درې درې اورونه کړي. حمید ټولې ۱۰ او نبي پنځه منډې ورکړې دي.

اوس د اوبو وقفه ده. افغانستان د لوبې په لومړیو ۷۰ دقیقو کې وکړای شوای د کینیا دوه لوبغاړي وسوځوي، خو اوس د دغې لوبډلې دوه لوبغاړي اوریس اوما او کلینس اوبایا هڅه کوي ډېرې منډې وکړي. ددوی ترمنځ تر دې مهاله د ۴۵ منډو ملګرتیا روانه ده.

د افغانستان لخوا حمید حسن او محمد نبي بالېنګ ته راغلل. حمید له ایرلند سره لوبه کې درې تنه سوځولي وو.

د کینیا اورېس اوما تر دې مهاله ۳۳ منډې کړې دي. که افغان لوبغاړی دی اوټ نکړي ښايي سرخوږی ورته پیدا کړي.

د افغانستان لخوا لاهم شاپور ځدراڼ او خالقداد نوري بالېنګ کوي.

تر دې مهاله د کینیا دوه لوبغاړي سوځېدلي دي. دواړه لوبغاړي د شاپور ځدراڼ په بال اوټ شول.

په شبږم اوور کې هغوی ۹ مندې وکړې.

يوه يې ایل بي ډبلیو او بله يې د کيپر شهزاد کیچ نیولی.

په پام کې ده چې په څو شيبو کې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله خپله دريمه لوبه له کينيا سره پيل کړي.

افغان لوبغاړي اصغر ستانکزي بي بي سي ته وويل که نن د دوى بالران او نور لوبغاړي ښه لوبه وکړي ښايي له کينيا نه په اسانۍ لوبه وگټي .

افغانستان تېره ورځ خپله دويمه لوبه له ايرلينډ نه په 39 منډو وبايلله،خو لومړۍ لوبه يې بيا له هالينډ نه گټلې وه .

په افغان کريکټ لوبډله کې د نوي بدلون په درشل کې د کریم صادق پر ځای محمد شهزاد د ويکټ نیولو دنده پرغاړه واخیسته.

کریم صادق په مخکنیو نړیوالو کريکټ لوبو کې د باولینګ تجربه لري.

کلېکاږل افغان لوبډله

افغانستان د کريکټ د لومړي ډيژن په دغو يوې ورځنيو سياليو کې له يادوو شوو هېوادونو سربيره له هالينډ او سکاټلينډ سره هم لوبې لري .

د افغانستان د کريکټ بورډ يوه اداري مشر نظيم جار عبدالرحيمزي چې له لوبډلې سره په هالينډ کې دى، بي بي سي ته وويل که افغانستان د ننۍ لوبې په گډون په راتلونکو دريو لوبو کې دوه هم وگټي ښايي پايلوبې ته ووځي .

افغانستان په دغو لوبو کې د لومړي ځل لپاره برخه اخيستې ده ،دا سيالۍ په اصل کې د يادوو شوو هيوادونو د درجه بندۍ لپاره ترسره کېږي چې، د کريکټ د پياوړ لسو هيوادونو را وروسته دي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .