کریکټ: افغانستان هالند ته ماتې ورکړه

نوروز

نوروز منگل په روانو سياليو کې په دويم ځل ناسوځيدلې پنځوسيزه وکړه

افغانستان په ٤٢ اوور کې ٢٠٣ منډې ٤ سوځيدلي افغانستان وگټله

کلېکاږل د هالند منډې

کلېکاږل افغان بالينگ

کلېکاږل د نظر ليکلو لپاره دا ځاى کېکاږئ

د افغانستان منډې

په داسې ميدان چې توپ پکې ډير خوځيدۀ او د هالند لوبغاړيو په ټول توان بالينگ کاوۀ منډې په پيل کې اسانه نه وې .

نور علي او شبير ژر وسوځيدل .

کريم صادق چې د لوبې پيل ته راغلى و د خپلې عادي لوبې خلاف ورو ورو لوبيدۀ او په څو شپېته توپونو يې يوازې ٢٦ منډې وکړې .

خو کريم له شهزاد سره ښه اوږده ملگرتيا وکړه او دا شهزاد و چې په تيزه لوبه يې د بري بنسټ کېښود .

شهزاد او کريم سر په سر وسوځيدل يو وار بيا فشار پر افغان لوبډلې شو .

خو کپتان نورز منگل د شهزاد د تيزې لوبې کاپي وکړه او د ميدان لور د لورده يې څلوريزې او يوه لوړه دنگه شپږيزه ووهله .

له نوروز سره اصغر ودريد ، ورو خو پر ځاى لوبه يې وکړه ،

افغانستان په پاى کې هالند ته داسې ماتې ورکړه چې له هر پلوه بشپړه وه .

دې بري چې ايله په درې څلوېښتم اوور کې ترلاسه شو د افغانستان د منډو اوسط هم لوړ کړ .

سکاتلند په يوه بله لوبه کې کينيا ته په شپږو منډو ماتې ورکړه او ايرلند کانادا ماته کړه .

ايرلند له څلورو پرله پسې بريو وروسته پايلوبې ته تقريبآ رسيدلې ده هغوى به وروستۍ لوبه له هالند سره کوي .

که چيرې هالند ايرلند ته لويه ماتې ورکړه په هغه حالت کې شايد هالند له سکاتلند يا افغانستان څخه د پايلوبې مقام ترلاسه کړي .

کريم صادق : ٢٦ اوټ کيچ

نور علي ځدراڼ : ايل بي ډبليو اوټ٣

شبير نوري : په صفر کيچ اوټ

محمد شهزاد :٥٥کيچ اوټ

نوروز منگل : ٦٧

اصغر ستانکزى : ٢٨

اضافي منډې : ٢٤

نوروز بله څلوريزه ووهله او لوبه يې وگټله

نوروز بله څلوريزه ووهله

نوروز بله څلوريزه ووهله

نوروز بله څلوريزه ووهله

کپتان نوروز منگل په ٤٨ توپونو د شپږو څلوريزو او يوې دنگې او هسکې شپږيزې په مټ پنځوسيزه پوره کړه چې د يو وروځنيو رسمي لوبيز ژوند دويمه پنځوسيزه يې ده

يمين له بنکاک نه : نوروز په دې سیالیو ډیری تیزی منډی جوړوی، د کریکټ په ژبه سټرایک ریټ یې تر سلو اوړی

نوروز منگل څلوريزه ووهله

د کينيا په ١٢٨ منډو نهه لوبغاړي سوځيدلي دي ١٧٣ بايد وکړي خو گومان نه کوم چې شل به يې کړي

افغانستان په وروستيو لسو اوورونو کې ٢٦ منډو ته اړتيا لري يا په بله وينا په ٦٠ توپونو ٢٦ مندې

حميد ابراهيمي له پاريسه : زۀ ډير اسودم يم او باور لرم چې له سکاتلند نه يې هم گټو ( په هالند کې نه يې په فرانسه کې يې چې داسې ارام يې )

افغانستان خپله پاور پلې واخيسته چې لوبه لا پسې تيزه کړي

نوروز منگل شپږيزه ووهله

ايرلند کانادا ته ماتې ورکړه او سر په سر يې څلور لوبې وگټلې ، پيايلوبې ته يې رسيدلي بوله

کينيا په ١١٥ منډو نهم لوبغاړى هم له لاسه ورکړ

عبدالقيوم ځدراڼ له استراليا : د افغانستان لوبډلې مينه درسره لرم ( باوري يم چې يوازې نه يې او په دې مينه کې دې حريفان ډير دي )

کينيا په ١١٥ منډو اتم لوبغاړى هم له لاسه ورکړ ، سکاتلند يې ترې په اسانۍ گټي اوس نو بايد افغانستان د جمعې په ورځ ارو مرو سکاتلند مات کړي چې پايلوبې ته ځان ورسوي

د اضغر او نوروز د ٥٠ منډو ملگرتيا بشپړه شوه چې ٥٩ توپونو باندې يې وکړې

نن افغان لوبډلې هالند ته يوازې ١٣ اضافي مندې ورکړې وې حال دا چې هالند تر اوسه ٢٢ اضافي منډې ورکړي دي ، شايد لومړى ځل وي چې تر افغانانو مخالفه لوبډله ډيرې اضافه منډې ورکړي

په٣٦ اوور کې ١٢ منډې وشوې

څلور اضافي مندې شوې

په يو ورځنيو رسمي لوبو کې د اصغر تر ټولو ډيرې منډې ٣٣ دي خو تل د شلو په خانه کې سوځيږي ، د منډو اوسط يې د شلو په نيمايي کې دى

اصغر څلوريزه ووهله

سکندر سکندري له برتانيا : نوروز او اصغر بايد ونه سوځيږي لوبه گټلى شو

گڼ شمير اوريدونکي شکايت کوي چې برېښناليک يې نه خپرو ، په ډيرو کې بې له دې چې وايي گټو يې بل څه نه وي هيله کوو چې د ويلو څه پکې ولرئ

کينيا په ١١٠ منډو اووه لوبغاړي له لاسه ورکړي او لا هم بري ته ٦٣ منډې غواړي

د نوروز او اصغر تر اوسه د ٣٢ منډو ملگرتيا شوې ده چې ټول ټال يې پرې ٤٥ توپونه مصرف کړي

خالد نورزى له کندهاره : انشالله افغانستان دا لوبه په اسانۍ گټي او پايلوبې ته رسيږي ( لا هم د سکاتلند لوبه شته )

کينيا ١٠٥ منډي کړي او پنځه لوبغاړي يې سوځيدلي ١٧٣ يې هدف دى چې سکاتلند مت کړي

نوروز څلوريزه ووهله

صميم ساپى له لغمانه : د دې لوبې د گټلو لپاره بايد افغانستان اهسته لوبه وکړي ( وبخښه د کوم ځاى يې ؟ )

افغانستان ته په پاتې ٢٠ اوورونو کې ٧٦ مندې پکار دي ، په بله وينا په ١٢٠ توپونو ٧٦ منډې

وليد له ښرنې : د شهزاد لوبه عالي وه

کبير خان له بي بي سي سره په مرکه کې ويل هڅه به يې دا وي چې دا لوبه ژر وگټي چې د منډو اوسط يې لوړ شي ، د شهزاد لوبه او د نوروز منگل لوبه تر اوسه تيزه ده

کينيا په ٩٤ منډو پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي ، ١٧٣ يې هدف دى چې سکاتلند مات کړي

نوروز بله څلوريزه خپله کړه

شهزاد تر ډيرې ښکلې لوبې وروسته کيچ اوټ شو

نوروز سر په سر څلوريزې ووهلې ، خپله دريمه څلوريزه يې بشپړه کړه

نوروز دويمه څلوريزه ووهله

افغانستان په پاتې ٢٥ اوورونو کې ١٠٤ منډو ته اړتيا لري
کريم په په ٦٩ توپونو يوازې ٢٦ مندې وکړې

شهزاد په ٤٩ توپونو خپله دويمه پنځوسيزه بشپړه کړه

نوروز د خپلو مندو پيل په څلوريزه وکړ

کريم له شهزاد سره د ٨٤ منډو ښه ملگرتيا وکړه خو د اوچت شارټ په هيله اوټ شو

شهزاد تر اوسه په ٤٤ توپونو ٤٨ او کريم په ٦٦ توپونو ٢٥ منډې کړي دي

افغانستان له ٢٠ اوورونو وروسته ٨٨ منډې کړي او دوه لوبغاړي يې سوځيدلي دي په پاتې ٣٠ اوورونو کې ١١٥ نورو منډو ته اړتيا لري

نور الله له دوبۍ : د منډو اوسط مو ښه روان دى گټو يې

شهزاد بله څلوريزه وکړه

شهزاد تر اوسه په رسمي يو ورځنيو لوبو کې دوه سليزې او يوه پنځوسيزه کړې ده ، د سليزو له ډلې يې لومړنۍ هغه تير کال په هالند کې د هالند خلاف وکړه

شهزاد بله څلوريزه وکړه

سيد اصف له کندهاره : دوى په منډو موږ په دعاگانو ستړي شو ( يو د ناستې کار بل د منډو دى )

د کريم او شهزاد ترمنځ د ٦٦ منډو ملگرتيا تر اوسه شوې ده

کينيا په ٥٢ منډو څلورم لوبغاړى هم له لاسه ورکړ ، ايرلند بيا له کاناد سره په ٦٠ منډو درې لوبغاړي له لاسه ورکړي

جاويد فيصل له کندهاره ملګرو په لومړي سر کې خو ډير وارخطا شوم کله چې افغانستان د نهه منډو په بدل کې خپل دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي وه، خو اوس داسې ښکاري چې شهزاد لوبه په بل مخ واړول.

خداي دې نه کوي چې دا دوه کسان به ژر سوځيږي خو که چيرې د دوى څخه کوم يو اوټ شوو که چيرې نبي شينواري راشي ډيره به ښه وي ځکه د هغه په وسيله افغانستان کينيا په ګونډو کړې وه.

شهزاد بله څلوريزه ووهله

شهزاد خپله پنځمه څلوريزه واخيسته

له ١٥ اوورونو وروسته افغانستان ٥٧ منډي کړي او دوه لوبغاړي يې سوځيدلي په پاتې ٣٥ اوورونو کې بايد ١٤٦ نورې منډې وکړي چې بري يې په برخه شي .

کينيا په اتلسم اوور کې ٥٢ مندې لري او درې لوبغاړي يې سوځيدلي دي ، که سکاتلند ته ماتې ورکوي نو ١٧٣ منډې بايد وکړي

څلور نورې اضافي مندې شوې

شهزاد خپله څلورمه څلوريزه ووهله

کينيا په ٤٥ منډو خپل دريم لوبغاړى له لاسه ورکړ بايد ١٧٣ منډې وکړي له سکاتلند سره د کينيا برى د افغان لوبغاړو په گټه دى

ه دې پيچ توپ کښته او پورته کيږي لوبه پرې اسانه نه ده ،

کينيا په ١٤ اوور کې ٤٤ مندې لري او ٢ لوبغاړي يې سوځيدلي دي دى بايد١٧٣ منډې وکړي چې سکاتلند ته ماتې ورکړي

په لومړيو لسو اوورونو کې افغانستان ٣٧ منډې وکړې ، په پاتې ٤٠ اوورونو کې بايد ١٦٦ نورې وکړي چې بريالى شي

کريم خپله دويمه څلوريزه ووهله

کريم صادق په توپ پسې راووت ، څه يې ونه کړاى شول خو توپ له ويکټ ساتونکي هم تير شو او ٤ اضافي مندې شوې

کينيا له سکاتلند سره ١٧٣ منډو ته اړتيا لري اوس يې ٣٧ کړي او دوه لوبغاړي يې سوځيدلي دي

پامير احسان له فرانسې :سلامونه! انشاالله که شهزاد یو لس اورونه همداسې د اوم اور په شان ولوبول نو ګټو یې

شهزاد تر اوسه تيزه خو له خطره ډکه لوبه کړې ده

په اووم اوور کې ١٤ منډې وشوې چې پکې د شهزاد درې څلوريزې شاملې وې

شهزاد خپله دريمه څلوريزه خپله کړه

شهزاد دوه څلوريزې سر په سر ووهلې خو په يوې کې يې نژدې بيا کيچ شوى و

داسې ښکاري چې توپ د کريم صادق په گوتو لگيدلى و

د شپږم اوور په وروستي توپ کريم صادق له خطر سره مخامخ شو ، توپ يې د بيټ په څوکه ولگيد راپورته شو خو دۀ ته ښه و نژدې څوک نه و چې کيچ يې کړي .

د شهزاد کيچ ولويد ، گوره که لا همدغه بخت پکار راغى

نجيب الله قانع له کابله : څه هم له لوبې څخه ښكاري ،چې افغانستان لوبډلې لوبه سل په سلو كې كټلې خو يوه خبره بايد له پامه ونه غورځوو ،چې دافغانستان په بيټس مينانواعتبارنه دى پكار . ( قانع صاحب په دې خبرو دې قانع نه کړو )

د شبير لپاره بيا توپ ناڅاپي راپورته شو شاته ويکټ ساتونکي کيڼ لور ته ټوپ کړل او ښکلى کيچ يې ونيوۀ ،

د نور علي سوځيدل له لوى گوزاره کم نه دي ، هغه ډير ښه لوبغاړى دى

نور علي ته داسې توپ راغى چې بيخي له مځکې راپورته نه شو ، ناممکنه و چې دفاع يې کړي

سکاتلند له کينيا سره ١٧٢ مندې کړې وې اوس د کينيا دوه لوبغاړي سوځيدلي او ١٤ مندې لري که هغه لوبه کينيا وگټي د افغانانو پايلوبې ته د رسيدا چانس ډيريږي

کريم صادق لومړنۍ څلوريزه ووهله

په پيل کې توپ ډيرې خوځيږي ، دواړو کريم او نور علي څو ځله هڅه وکړه چې توپ ولوبوي خو هغه به ترې تير شو

تر اوسه په دوو اوورونو کې کريم صادق اتو بالونو ته دريدلى لا يې منډه نه ده اخيستې ، نور علي په څلورو بالونو کې يوه منډه کړې ده ، خو همدا ډول پيل د اوس لپاره ښه دى

نور علي تر اوسه اته نړيوالې رسمي يو ورځنۍ لوبې کړي دي ، تر اوسه يې ٢٩١ منډې کړي چې تر ټولو ديرې يې ١١٤ وې

دا د کريم صادق اوومه نړيوله رسمي يو ورځنۍ لوبه ده ، تر اوسه دوى ٤٩ منډې کړي چې تر ټولو ډيرې يې ٢٥ وې

په لومړي اوور کې چې کريم صادق ورته ولاړ و منډه ونه شوه ، په پيل کې احتياط پکار دى

له بي بي سي سره تر لوبې وړاندې د کبير خان له مرکې سره سم ، کريم صادق د لوبې پيل ته راغلى دى

د هالند د منډو رپوټ

هالنډ : په ٥٠ اوور کې ٢٠٢ منډې ٨ سوځېدلي

افغانستان پچه وگټله او هالند ته يې د منډو بلنه ورکړه .

پيچ يا د لوبې ډگر داسې دى چې توپ پرې ډير خوځيږي او منډې پرې په اسانۍ نه جوړيږي .

خو د هالند کوپر وښووله چې که صبر وکړل شي نو منډې هم ورسره کيږي .

دى د لومړي لوبغاړي په سوځيدو لوبې ته ورگډ شو او د لوبې په وروستي توپ رن اوټ شو .

کوپر د هالند د ټولو ٣٠٠ توپونو تر نيمايي زياتو بالونو ته ودريد او د خپل هيواد پوره پنځوس فيصده منډې يې وکړې .

د افغانستان له خوا خالق داد نوري بيا وځليد .

د افغانستان روزونکي کبير خان بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په ځانگړې مرکه کې ويلي و چې د هالند په روانو سياليو کې هوا او لوبغالي داسې دي چې پکې ډير تيز بالران لکه شاپور او حميد ښه نه چليږي خو هغه چې سرعت يې لږ کم دى ښه لوبه کولى شي .

خالق داد نوري او ورپسې اصغر ستانکزي د کبير خبره عملآ ثابته کړه .

اصغر په لسو اوورونو کې يوازې ٢٢ منډې ورکړې او يو لوبغاړى يې وسوځاوه .

خالق داد نوري بيا د سر درې لوبغاړي انتظار خونې ته ستانه کړل .

٢٠٣ منډې ډيرې نه دي خو داسې هم نه دي چې تر لاسه کول يې تياره ډوډۍ ده .

افغان منډه جوړونکي بايد له حتياط څخه کار واخلي ، د صبر ميوه که په رښتيا خوړه وي يا نه وي معلومه نه ده خو په نننۍ لوبه کې بې له شکه چې د صابر لوبغاړي لوبه د بري ضمانت کولى شي .

کوپر په ١٥٥ توپونو ١٠١ منډې وکړې ، ارامه لوبه يې وکړه او د خپل هيواد نيمايي مندې يې په برخه شوې ، اوس بايد د افغان لوبډلې کوم لوبغاړى هم همداسې ودريږي

په وروستي بال کوپر رن اوټ شو

حميد اووم کس بولډ اوټ کړ

کوپر سليزه پوره کړه

دولت احمدزى په وروستي اوور کې ياکرې کوي چې لوبه پرې سخته ده

مسلم له جلال اباده : کوپر په نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو کې په يو واري تر ټولو ډيرې منډې همدا کړي دي تر دې مخته يې ٨٦ ډيرې مندې وې ( زيرى دې راباندې )

د حميد په وروستي اوور کې يوازې ٤ مندې وشوې چې په دې وخت کې ډير ښه بالينگ دى

کوپر په ٩٢ ولاړ دى

دولت احمدزى راستون شو

کانادا تر اوسه له ايرلند سره ١٣٥ منډې کړي او اته لوبغاړي يې سوځيدلي دي

سکاتلند بيا له کينيا سره ١٦٠ منډې کړي او پنځه لوبغاړي يې سوځيدلي دي ، د سکاتلند ماتې د افغانستان په خير ده .

هالند اوس خپله پاور پلې واخيسته ، منډې به لا تيزوي ، کوپر په ٨٦ منډو خطرناک ښکاري او لا ولاړ دى

وروستي پنځه اوورونه دي ، د سميع په وروستي اوور کې ١٣ منډې وشوې

د حميد په توپ څلوريزه وشوه خو نژدې کيچ اوټ شوى هم واى ، کيپر شهزاد ورټوپ کړل خو ترې لږ ليرې و

اقبال له دوبۍ : په پاى کې بايد په احتياط بالينگ وشي چې ډيرې منډې ونه کړي ( ولې په سر کې بې باکي پکار وه ؟ )

شپږم کس کروگر سميع الله شينواري بولډ اوټ کړ

ناصرجمال يم دزابل ولايت دكلات ښار څخه نن په افغان بالرانوكي اضغرستانكزي ډيره ښه لوبه كوي كه لوبه دغه شان وي انشاالله افغانستان به ګټونكي اضغرستانكزي ډيرتوپونه وراچولي لاكين لږ منډي يي وكړي دي

پر حميد دوه څلوريزې سر په سر ولگيدې

نور الله له دوبۍ نه : ډاريږم چې کوپر سليزه ونه کړي . ( کوپر اوس ٧٦ منډې کړي دي )

سفي الله له قبرص نه : که افغان بالران همداسې لوبه وکړي هانډ ٢٠٠ منډې نه شي کولى

حميد حسن راستون شو

وروستي نهه اوورونه دي ، که افغان بالرانو هالنډ تر ٢٠٠ منډو ډيرو ته پرېنښود ښه لوبه به يې کړې وي

د اصغر ستانکزي بالينگ ختم شو ، ډيره ښه لوبه يې وکړه ، که په منډو کې هم همداسې وځليد لوبه يې خپله ده

ميرويس منگل له گرديزه : زۀ هم وارخطا يم او ټولگي ته نه يم تللى ( ښه پلمه مو سره جوړه ده ، وارخطا شئ او سبق پريږدئ ، خو هغه د چا خبره کړه يې کړه يې ته به گناه گاره يې )

يوسف له پښتونخوا نه : ورکړه ډنگ لوبه گټو ( صبر کوه ډنگ ته لا ډير وخت شته )

جاويد خان له پاريس نه : کريم او نور علي که په منډو کې تر نورو وړاندې راشي ښه به وي ( نن لکه چې همداسې کوي خو صبر وکړئ چې هالنډيان خو وسوځيږي )

شفيق الله له لويې پکتيا : ټولو خويندو وروڼو ته سلام ، نن ډير وارخطا يم چې دا لوبه به څوک گټي او د لوبې لپاره ټولگي ته هم نه يم تللى ( دا لوبه د کورنۍ په غړو مه ښکنځه ، لاړ شه خپل ټولگي ته ، لوبه لا تر ډيرو شته وروسته به يې وگورې چې څوک يې گټي )

نصير شرنوال له کابله : دولت احمدزى د چا پر ځاى راغلى دى ( د شاپور ځدراڼ ځاى يې نيولى دى )

نور احمد ناصري له کندهاره : افرين افغان لوبغاړو لوبه ستاسو ده

پنځم کس د اصغر په لاس سميع کيچ اوټ کړ

د هالنډ پنځه لوبغاړي وسوځيدل خو کوپر لا ولاړ دى او ښه ارامه لوبه کوي

احسان الله ضيا ستانکزى له پېښوره : هيله لرم چې نن کريم ښه لوبه وکړي ( کبير خان بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ويلي چې نن به کريم صادق د لوبې سر ته راولي )

شريف الله رحيمي له خوسته : که دا لوبه وگټو بله به مو کله او له چا سره وي ؟ ( که يې وگټئ او که يې وبايلئ بله لوبه به مو له سکاتلند سره د جمعې په ورځ وي )

سبحان الله شفق له کابله : يوه سوچه ارزونه وکړئ ( ولې دا نورې مو سوچه نه وې )

شفيق هيوادپال له کابله : که منډه جوړونکو هم د بالرانو غوندې ښه لوبه وکړه گټو

وليد له کابله : په اصغر دې افرين وي

دا په نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو کې لومړنى ځل دى چې اصغر ستانکزى په بالينگ کې څوک سوځوي ، خو د خداى حق به وايو کله يې ډير بالينگ کړى هم نه دى

اصغر ستانکزي څلورم لوبغاړى ايل بي ډبليو اوټ کړ

له بي بي سي سره په مرکه کې د افغانستان روزونکي کبير خان وويل د هالند په هوا او ميدانونو کې هغه بالران ښه چليږي چې تيز وي خو سرعت يې ډير تيز نه وي ، دۀ د خالق داد د کاميابي راز همدا وبالۀ او شايد په همدې دليل يې نن اصغر ستانکزي ته هم بالينگ ورکړى وي

بسم الله پښتون مل له زابل ولایت کلات ښار څخهپه داسی حال کې چې له هالنډ سره ډیر لوبغاړي شته او او څوک نه دې سوځیدلی نو اوس د افغان لوبډلې لپاره پکار ده چې تیز بالران ونه کاروي د محمدنبي او اصغر ستانکزي غوندې بالران ولوبوي لکه همداسې چې کوي هم او که تیز بالران راولي لکه شاپور او حمید حسن نو یو سخت هدف به په مخ کې ولري. او د ټام کوپر سوځيدل د افغان لوبډلې لپاره ډیر ضرور دي ( نن شاپور لوبه نه کوي )

سميع الله شينوارى بالينگ ته راغى

شينوارى له ويرجينيا ليکي : که خداى کول نن لوبه ښه روانه ده

حمید حسن

حمید حسن

د هالنډ کوپر پنځوسيزه پوره کړه

افغان بالينگ :

خالق داد : ١٠ اوورونه وکړل ٣٠ منډې يې ورکړې او درې لوبغاړي يې سوځلي

دولت احمدزى : ١٠ اوورونه کړي ٥٣ منډې يې ورکړي څوک يې نه دي سوځولي

حميد حسن : په ٨ اوورونو کې ٣٤ منډې ورکړې يو کس وسوځاوۀ

سميع الله شينوارى په ٨ اوورونو کې ٤٣ منډې ورکړي ٢ کسه يې سوځولي

اصغر ستانکري په ١٠ اوورونو کې ٢٢ منډې ورکړې يو کس وسوځاوۀ

محمد نبي په ٤ اوورونو کې ١٢ منډې ورکړي دي

محمد نبي او اصغر ستانکزی بالینګ کوي.

درېیم اوټ شو.

کرن وايي زه پر افغان کریکټ لوبډله ویاړم، له کریکټ سره ډېره مینه لرم، خوشاله يم چې افغان ټيم ښه لوبېږي. هیله ده چې د نور علي او نوروز منګل په شان لوبغاړي اي پي ایل ته لاره ومومي.

خالق داد بل اوټ کړ،

دوه سوځېدلي.

حمید حسن دوه .

خالق داد منډې 8 او د دولت احمدزی 28

خالق داد باولینګ ته راغی

خالق داد يو اوټ کړ.

دولت احمدزی او خالق داد باولینګ کوي.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله نن (چهارشنبه) په هالنډ کې له کوربه هېواد سره د لومړي ډويژن مهمه رسمي يوه ورځنۍ لوبه لري.

دا د افغان لوبغاړو څلورمه لوبه وي.

دوی دوه ګټلې او يوه يې بایللې ده.

وړمه ورځ افغانستان کينا او تر هغه مخکې يې کاناډا ته ماتې ورکړې وه.

په هالنډ کې دوه نورې سيالۍ هم کېږي، چې کاناډا به له ايرلنډ او کينیا به له سکاټلنډ سره لوبېږي.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې روزونکى کبیرخان وايي په هالند کې روانې سيالۍ د دوى لپاره نه يوازې د درجه بنديو لپاره بلکې د کريکت شورا له خوا ورته د بوديجې د ټاکنې لپاره هم اهميت لري.

افغان لوبډله:

اصغر ستانکزی

دولت احمدزی

حمید حسن

کریم صادق

خالق داد

محمد نبي

محمد شهزاد

نوروز منګل

نور علي ځدراڼ

سمیع الله شینواری

شبیر نوري

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .