هسپانيا د فوټبال نړيواله اتلولې وګټله

هسپانیا

د اسپانيا پلازمېنې ماډريد په (پلازا ډې سيبېلېس) کې په زرګونو ساپانويانو راغونډ شوي وو، او لوبه يې ژوندی کتله.

اندريس انيسټا هالند ته په گول وهلو سره، دلومړي ځل لپاره اسپانيا د فوټبال نړيوالې اتلولې ته ورسوله.

دا درېيم ځل دى چې هالند پايلوبو ته رسېږي، خو اتلولې نه گټي.

لوبه له تاوتريخوالي ډکه وه او د سرغړونو له کبله بې شمېره لوبغاړ و ته ژيړ کارتونه ورکړل شول او د هالند يو لوبغاړى جان هيټينگر له لوبې وايستل شو.

له لوبې وروسته ، شانداراه مراسم ترسره شول چې نيلس مانديلا هم په کې گډون کړى وو او له مينه والو سره يې جوړ پخير وکړ.

دا لومړی ځل و چې اسپانيا په کې پايلوبې ته رسېږي، خو د هالنډ درېيم ځل و چې په پايلوبه کې لوبېده، خو يو ځل يې هم اتلولي نه ده ګټلې.

په جرمني کې د اوبو حوص سمندري (اوکټوپوس) يا اتو پښو سمندري ژوي، حيرانوونکې وړاندوينه بيا رښتيا شوه.

له دې مخکې يې هم د جرمني د هرې لوبې وړاندوينه کړې او ټولې رښتيا ختلې وې.

دغه ژوی په وروستيو کې په پراخ ډول د نړيوالو پام وراړولی و.

دا ځل يې هم له وړاندوينې سره سم د پايلوبې اتله اسپانيا وه.

د لوبې په پای کې د فوټبال نړيوال (کپ) د اسپنايا د لوبډلې کېپټان (اېکر کاسياس) ته ورکړل شو:

د فوټبال دغې نړيوالې اتلولۍ له پايلوبې مخکې رنګين او خورا زړه راښکونکي مراسم ترسره شول.

د جنوبي پخوانی ولسمشر (نېلسن منډېلا) هم چې پر ګرځنده څوکی وړل کېده، په مراسمو کې راڅرګن شو چې پر مخ يې موسکا غوړېدلې وه.

په جنوبي افريقا کې د بي بي سي يو خبريال وايي د فوټبال دغې نړيوالې اتلولۍ ثابته کړه چې د افريقا نوم او شهرت ورسره وځلېږي او هم دا چې په کوربه هېواد کې خورا ارزښتناک بدلون راشي.

د اتلولۍ د پای دغه مراسم چې د اسپانيا او هالنډ ترمنځ له پايلوبې ۹۰ دقيقې وړاندې پيل شول، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې يې د کتونکيو شمېر سل ګونه مليون اټکل شوی دی.

د هسپانيا بریا په انځورونو کې

ښاغلي منډېلا وويل:

''د نړۍ د فوټبال مينه والو! لکه څنګه مو چې يوه مياشت مخکې دلته په جوهانزبورګ کې له (ساکر سيټي) سټېډيمه دغه سترې سيالۍ د جنوبي افريقا په بېلابېلو برخو کې نورو ۹ سټېډيمونو ته پيل کړې. نن موږ بېرته په (کالاباش) کې هغه ځای چې دا ټول په کې پيل شول، ستاسو ټولو هرکلی کوو. د فيفا کال ۲۰۱۰ کال نړيواالو اتلوليو پايلوبې ته مو هرکلی کوو.''

اوس هسپانيا په جنوبي افريقا کې د فيفا دغه نړيوالو سياليو اتله شوه. د پايلوبې يوازينی ګول چې د اضافي وخت په د (۳۰) دقيقو په دوهمه نيمه کې وشو، د اسپانيا (ادرېس انيېسټا) وکړ.

د اسپانيا پلازمېنې ماډريد په (پلازا ډې سيبېلېس) کې په زرګونو ساپانويانو راغونډ شوي وو، او لوبه يې ژوندی کتله.

کله چې ساپانيا ګول وکړ نو دوی په خوښۍ څرګندولو خپل ځانونه نه شوی کابو کولی:

په جهاسبورګ کې د پايلوبې لپاره په زرګونو فوټبال مينه وال راغونډ شوي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .