راشد لطيف د افغان کريکټ لوبډلې د بيټنګ روزونکی شو

Image caption راشد لطيف له ١٩٩٢ نه واخله تر ٢٠٠٤ کلونو په ترڅ کې ٣٧ پنځه ورځنۍ او ۱۶۶ يو ورځنۍ لوبې تر سره کړې دي.

د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى نامتو ويکټ ساتونکى بيټسمين او کپتان راشد لطيف د افغانستان کريکټ د ملي لوبډلې د بيټنگ د څانگې د روزونکي په توگه وگمارل شو.

د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکي وايي چې دا چاره به د افغانستان د ملي لوبډلې د بيټنگ د څانگې د پرمختگ لامل وگرځي او په ترڅ کې به يې نور ځوانان هم وروزل شي.

راشد لطيف هم پرون په کراچۍ کې خبريالانو ته ويلي دي چې د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې به په جلال اباد کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې په تېرو څو کلونو د اوږده مهال لاره ووهله او د نړۍ له هغو لوبډلو سره يې سيالۍ وکړې چې کلونه کلونه يې د کرکټ پر لوبغالو واکمني کړې ده.

خو د کريکټ د شل اوريزو سياليو د نړيوال جام په ترڅ کې څرگنده شوه چې د افغانستان د بيټنگ برخه هومره پياوړي نه ده لکه د بال غورځولو برخه يې ان دا چې نژدې ټول لوبغاړي د ورته وچتو بالونوغورځولو له کبله وسوځېدل.

هغه مهال د کريکټ د برخې کارپوهانو وويل د افغانستان بال غورځونه ځکه د بيټنگ په پرتله پياوړې ده چې روزنکې يې يانې کبير خان په بنسټيز ډول بال غورځونکى دى.

پر همدې بنسټ افغان لوبغاړو غوښتنه کوله چې د بيټنگ په برخه کې دې هم ورته ځانگړى روزونکى وگمارل شي.

د افغانستان د کريکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر حميد شينوارى وايي چې اوس د پاکستان د ملي لوبډلې پخواني نامتو ويکټ ساتونکي او بيټسمين راشد لطيف ور سره منلې ده چې د افغان لوبډلې د بيټنگ د څانگې د روزونکي په توگه به دنده تر سره کوي.

ښاغلي شينواري وويل چې ښاغلى لطيف د لوبغاړو د روزنې په برخه کې اوږده مخينه لري او اوس هم په کراچۍ کې د کريکټ يوه داسې اکاډمي لري چې دوه زره لوبغاړي په کې پر مختللى کرکټ زده کوي.

Image caption د افغان کريکټ بورډ اجرايوي مشر وويل چې د راشد لطيف گمارنه به د افغان لوبډلې د روانې او مسلکي معيارونو د پورته کولو لامل وگرځي.

د افغانستان د کريکټ بورډ دغه چارواکي وويل چې ښاغلى لطيف به د افغانستان په شپږو اکاډميو کې تنکي افغان لوبغاړي هم وروزي.

د افغان کريکټ بورډ اجرايوي مشر وويل چې د راشد لطيف گمارنه به د افغان لوبډلې د روانې او مسلکي معيارونو د پورته کولو لامل وگرځي.

بل پلو خپله راشد لطيف هم پرون رسنيو ته ويلي دي چې د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې به جلال اباد کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي او افغان لوبډله به د کريکټ د نړيوالو غوښتنو سره سمه وروزي.

راشد لطيف له ١٩٩٢ نه واخله تر ٢٠٠٤ ميلادي کال پورې د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې ياد لوبغاړې او د څو کلونو لپاره د لوبډلې کپتان هم وو.

نوموړي ددغو کلونو په ترڅ کې ٣٧ پنځه ورځنۍ او ۱۶۶ يو ورځنۍ لوبې تر سره کړې دي.

ورته مطالب