کبير خان : د راشد لطيف ټاکنه ښه گام دى

کبير خان
Image caption کبير خان افغان لوبډلې ته گڼې کاميابۍ ور په برخه کړې

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې روزونکي کبير خان د بيټنگ کوچ په توگه د راشد لطيف ټاکنه ښه کار بللى خو وايي په لوبډله کې بايد کيڼ لاسي منډه جوړونکي ډير شي .

د راشد لطيف تر ټاکنې وروسته په لومړنۍ مرکه کې کبير خان د بي بي سي پښتو وېبپاڼې پوښتنې ځوابوي

پوښتنه : راشد لطيف ټاکنه څرنگه ارزوئ ؟

کبير خان : په ويسټ انډيز کې چې د شل اوريزو نړيوالو سيالۍ پاى ته ورسيدې له هغه وروسته ما د افغانستان کريکټ بورد ته يو ايميل وليکۀ په هغه کې مې وويل چې که څه هم زموږ بيټينگ ( منډه جوړونکي ) تر پخوا ډير ښه شوي دي خو د لا ښه کيدا لپاره يې بيټينگ کوچ ته اړتيا وينم . د هغوى يې کور ودان دا کار يې وکړ . راشد لطيف يې وټاکۀ . راشد لطيف زما دوست دى پخوا مې ورسره لوبې کړي دي . هغه د نړيوالې کچې کريکتر پاتې شوى دى . ډيره تجربه لري ، د کريکټ په دنيا کې لوى نوم لري اوس هيله او اميد دا دى چې د افغانستان کريکټ ورڅخه گټه واخلي او د دوى له تجربو نه موږ ټول گټه واخلو .

پوښتنه :ليکن راشد لطيف ويکټ ساتونکى و منډه جوړونکى نه و ، فکر نه کوئ چې دا خبره د پام وړ ده ؟

کبير خان : زما په خيال راشد لطيف د کريکټ لوبې لپاره ښه مازغه لري . هغه ښه لوبه کړې ده او په اوچته کچه يې ښه لوبه کړې ده . هغه به د پاکستان د ملي ټيم له خوا په اووم نمبر منډو ته راتۀ خو بيا هم ښه و . دا منم چې د هغۀ اصلي کار ويکټ کيپينگ دى او د پاکستان له لوبغاړو سره هم هغه د ويکټ کيپينگ په روزنه کې ډير فعال دى . زموږ د افغانستان په ټيم کې ويکټ ساتنه يو مشکل دى . په ډيرو حساسو لوبو کې مو ښه کيچونه پرايښي دي او يا مو اسان سټمپونه ضايع کړي دي . تر اوسه موږ سم ويکټ کيپر نه لرو . په ملي ټيم کې شهزاد او کريم کيپينگ کوي او په ١٩ کلنو کې د اصغر او مراد په نامۀ ښه ويکټ ساتونکي لرو . اميد مې دا دى چې راشد لطيف دوى څلور سره وروزوي او د ويکټ ساتنې په تخنيکونو يې پوى کړي .

پوښتنه : نو فکر کوئ چې راشد لطيف به بريالى وي ؟

کبير خان : دا به وخت ثابتوي ، کله چې راشد لطيف افغانستان ته راشي له ملي ټيم سره کار شروع کړي او زموږ بيټينگ ورسره ښه شي ، زموږ کيپينگ ورسره ښه شي بيا به پته لگيږي ، سر د اوسه خو په دې برخه کې څوک څه نه شي ويلى ، يوازې دا ويلى شم چې هغه تجربه کار لوبغاړى دى او اميد شته چې ښه به وي .

پوښتنه : د بيټينگ خبرې کوو د افغانستان په ټيم کې کيڼ لاسي منډه جوړونکي نشته ، کمى يې احساسوئ ؟

کبير خان : هو بالخصوص چې د اروپا غوندې هوا او ميدانونه وي ډير يې کمى احساسو . ما تل هڅه کړې چې د ١٩ کلنو په ټيم کې ځينې کيڼ لاسي رامخته کړم ، شايد هغوى ته لا وخت وي خو بايد چانس ورکړل شي ، په ځينو لوبو کې راسره لاړ شي که لوبه وهم نه کړي خو چې راسره وي يو نه يو څه زده کوي تجربه ترلاسه کوي . که نوي سليکټر او اداري ريس په دې باب نور فکر هم وکړي ښه خبره به وي .

پوښتنه : ولې تر اوسه کيڼ لاسي نه دې پيدا شوي په افغان لوبډله کې ؟

کبير خان : له کله چې زۀ راغلى يم په هغه اول سر کې د احمد شاه په نامۀ ښه کيڼ لاسى لوبغاړى راسره و چې په څلور ورځنيو اويو ورځنيو لوبو کې يې ښه لوبه هم وکړه خو هغه اوس تقاعد شوى دى . په ١٩ کلنو کې د شاهدي او نقيب الله په نامۀ ډير تکړه لوبغاړي راسره شته چې دواړه کيڼ لاسي دي دغه راز په ١٧ کلنو کې چې زۀ ورسره تايلنډ ته تللى وم د هغوى کپتان گومان کوم نجيب نوميدۀ هغه ډير تکړه لوبغاړى دى . دا لوبغاړي موږ سږ کال دوبۍ کې د کريکټ د نړيوالې شورا له خوا جوړ شوي کمپ ته ليږلي و د هغه کمپ له خوا چې د دنيا ډيرو ښو لوبغاړو پکې روزنه ورکوله ، ماته وويل چې دا زلمي لوبغاړي ډير زيات مستعد دي او د افغانستان د راتلونکي اميدونه ورسره تړلي دي . همدې لوبغاړو له هغه وروسته په پاکستان او افغانستان کې د کلب په لوبو کې ښه لوبه کړې ده .

پوښتنه :ليکن فکر نه کوئ چې ځوانان ډير وخت ته اړتيا لري ؟

کبير خان : تر څو چې ځوانان ونه لوبيږي د هغوى په باب خبره سمه نه ده . اوس په هالند مې موږ د بيټينگ لپاره په ډيرو سختو شرايطو کې زلمى لوبغاړى جاويد احمدي په دوو لوبو کې ولوباوۀ . هغه په دواړو لوبو کې ډير خطرناکو توپونو باندې چې بل کس هم پرې اوټيدلاى شوى، وسوځيد ، خو زما لپاره دا د تاوان يا مايوسي خبره نه ده ، جاويد ښه لوبه وکړه . موږ بايد ځوانان راولو او په داسې حالاتو کې يې ولوبو چې فشار پرې کم وي او د هغو لوبو لپاره يې تيار کړو چې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي لپاره ترسره کيږي هلته به فشار زيات وي . د افغانستان د کريکټ بورډ دې يې کور ودان وي چې جاويد احمدي ته نور چانس هم ورکوي چې دا يې حق دى ، که يو ځوان لوبغاړى څوک له يوې يا دوو لوبو وروسته وباسي د هغه ټول ژوند خرابوي .

پوښتنه : د هالند د لوبو په ترڅ کې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ځينو ليدونکو ايميلونه ليکل او ويل يې اوسنى ټيم مو له بوټان او مالديپ غوندې هيوادونو سره لوبه کړې او د نړيوالو لوبو تجربه يې پيدا کړې ده نوي ځوانان وار د واره له ايرلنډ او سکاټلند سره مخامخيږي چې انصاف نه دى ، تاسو څه واياست ؟

کبير خان : په دې کې دوه خبرې دي ، پخوا د افغانستان د لوبو سطح هغه د بوټان او مالديپ وه اوس نه ده ، اوس زموږ کار دا دى چې خپل ځوانان داسې تيار کړو چې شايد اوله لوبه يې له استراليا ، پاکستان او نورو سره راشي او دوى بايد ورته چمتو وي . پخوانى وخت اوس تللى دى . البته موږ که اې ټيم ولرو او په هغه کې ځينې کسان وساتو او هغوى بيا له کمزورو ټيمونو سره لوبه وکړي دا به ورته ښه وي . زما يوه بله غوښتنه تل دا وه او ده چې موږ بايد په هغو وروځو کې هم روزنيز کمپونه ولرو چې نړيوالې لوبې نه وي . اوس موږ داسې کوو چې چيرته ټورنامنټ وي يو دوه درې هفتې دمخه يو ځاى سره ټول شو چې ډير وخت مو په فزيکي تياري تير شي . زما په خيال ښه خبره به دا وي چې د لوبو د وقفو په زمانه کې يو دوه درې مياشتې کمپونه ولرو چې په هغو کې ملي ټيم او نورو د ځوانانو لوبغاړي راټول شي او ښه روزنه يې وشي . دا به هم د ځونانو لپاره ښه وي او هم به د ملي لوبډلې لپاره ښه وي .

ورته مطالب