راشد لطيف: افغانستان کې کورنى کريکټ بايد ښه شي

راشد لطيف
Image caption راشد لطيف وايي تر څو لوبغاړي ډيره لوبه ونه کړي تيروتنې نه شي ورکولى

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې د منډه جوړونکو نوى روزونکى او د پاکستان مخکينى کپتان راشد لطيف په افغانستان کې د خپلې نوې دندې تر پيل وړاندې په لومړنۍ مرکه کې بي بي سي پښتو ويېبپاڼې ته پر افغان لوبغاړو او افغانستان کې د کريکټ د غواړوي پر لارو چارو خبرې کوي .

پوښتنه : افغان کريکټ لوبډله څومره پېژنئ ؟

راشد لطيف : د افغانستان د کريکټ لوبډلې په برخه کې ډير معلومات لرم او ډير لوبغاړي يې له څه وخته راهيسته پېژنم . کله چې د دوى په لاهور کې ( د روان ميلادي کال په پيل کې ) تمرين کاوۀ هغه وخت ما د پاکستان له کريکټ بورډ سره دنده لرله ، هغه وخت مې هم له افغان لوبغاړو سره ليدلي و او له دې پرته په کراچۍ کې هم ما له دغو لوبغاړو سره په ٢٠٠٠ کال کې ليدلي و ، د اوسنۍ ملي لوبډلې ډير لوبغاړي هغه وخت هم ول . نو په دې حساب ماته نوې خبره نه ده خو اوس به که خداى کول جلال اباد ته ځم او له دوى سره به بيا وينم .

پوښتنه : د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړيو وړتيا څرنگه ارزوئ ؟

راشد لطيف : دوى ډير ښه لوبغاړي دي خو ستونزه دا ده چې دوى د لوبې کمه موقعې مومي . نړيوالې لوبې او په کور دننه لوبې يې ډيرې کمې دي . له همدې امله د نويو لوبغاړو راتگ ډير پکې نه وينو . زما نيت دا دى او هڅه به مې دا وي چې له افغان کريکټ بورډ سره خبرې وکړم او په افغانستان کې د کورني کريکټ پر سيستم ورسره وغږيږم . گټه به يې دا وي چې په دې ډول به موږ نوي لوبغاړي رامخته کړو تر څو چې نوي لوبغاړي نه وي د کريکټ پرمختگ ناشونى دى ، تر کله به دغه اوسني لوبغاړي لوبه کوي . دغو لوبغاړو ډير څه ترلاسه کړي دي او ډير استعداد لري او زما نيت دا دى چې په يو دوو کلونو کې دوى په ټوله نړۍ کې نوم او شهرت ومومي .

پوښتنه : تاسو به د شل اوريزو نړيوالو لوبو په ترڅ کې د افغانستان دوه لوبې ليدلي وي او ومو ويل چې له لوبغاړو سره مو ليدلي هم دي ، ستاسو په گومان د افغان منډه جوړونکو خامۍ يا کمزورۍ څه دي ؟

راشد لطيف : خامي او کمزوري په هر لوبغاړي کې وي ، که د استراليا ، سويلي افريقا يا پاکستان لوبغاړي هم وگورئ کمزورۍ لري . کوم لوبغاړي چې د لوبې ډير چانس مومي هغه خپلې کمزورۍ هم ورکولى شي . د استراليا يا پاکستان لوبغاړي که وگورئ هغوى نړيوالې او په کور دننه دومره لوبې کوي چې د خپلې لوبې ضعيفې برخې پکې ورکولى شي . خو له بده مرغه د افغانستان لوبغاړو ته د لوبو ډيره موقع په لاس نه ورځي ، دوى يو دوه لوبې وکړي او بيرته لاړ شي نو که لوبې مو په کور دننه او نړيوالې سيالۍ ډيرې شي په يو دوو درو کلونو کې به وگورئ چې د نړيوالې سطحې لوبغاړي پيدا کولى شو .

پوښتنه : ليکن تر اوسه چې په لوبغاړو کې کومې کمزورۍ دي او ستاسو ورپام شوي دي او وارد واره به پرې کار کوئ هغه څه دي ؟

راشد لطيف: گورئ دا لوبغاړي نړيوالې لوبې کوي نو دوى ته خو عادي او بنستيز مسايل نه شم ويلى ليکن ځينې وړې وړې خبرې وي چې هغه به ورته وايم . ما په افغان لوبغاړو کې ځينې کمزورۍ ليدلي دي . وار د واره زموږ اولين سفر هم ډير سخت دى چې سکاتلند ته به وي ، هلته هوا داسې ده چې توپ پکې ډير خوځيږي او ميدان هم شين وي نو لوبه پکې سخته ده . د سکاتلند له لوبو وروسته به يو څه وقفه وي په هغې کې به په هغو دوو درو شيانو چې ما د اوس لپاره راسره نوټ کړي دي په هغو به کار کوم . خو يو وار بيا وايم چې په کور دننه ډيرې لوبې بايد وکړو او نړيوالې لوبې هم ډيرې کړو چې لوبغاړي مو اعتماد پيدا کړي .

پوښتنه: نو لنډه دا چې د افغان لوبغاړو کمزورۍ نه راته واياست ؟

راشد لطيف : په زوټه خاندي او څه نه وايي .

پوښتنه : د افغانستان په لوبډله کې کيڼ لاسي منډه جوړونکي نشته ، فکر کوئ دا عيب دى ؟

راشد لطيف : که کيڼ او يا ښى لاس وي که هر څوک وي بايد ښه وي . زۀ د افغانستان له ١٧ کلنو او ١٩ کلنو لوبغاړو نه يم خبر چې څرنگه دي دا به د ټيم د غوراوي ډله معلوموي زۀ د هغوى په کار کې مداخله نه کوم خو ورڅخه غواړم چې په کورني کريکټ بايد کار وکړو او داسې سيستم جوړ کړو چې ژمى دوبى په افغانستان کې کريکټ لوبه وشي ، د ښوونځيو او پوهنتونونو کريکټ وي له هغوى به ښه لوبغاړي تر لاسه کوو.

پوښتنه : افغانستان د کشرانو په لوبډلو کې هم لږ تر لږه د اسيا د لويې وچې په کچه ښه لوبه کړې ده ، د هغوى روزنه دې هم کار دى او که يوازې به دې له مشرانو سره سروکار وي ؟

راشد لطيف: د سکاتلند له سفره وروسته غواړم چې د ١٥ کلنو ، ١٦ کلنو ، ١٧ کلنو او ١٩ کلنو افغان لوبغاړو له حالته هم خبر شم . د افغانستان د راتلونکي کريکټ لپاره بايد سر له اوسه له کشرانو سره کار وکړو . زۀ په کراچۍ کې خپله اکاډمي لرم که وشو لوبغاړي به هلته بياييم او دومره لوبه به پرې کوم چې خپله ښه شي .

پوښتنه : تاسو ښه ويکټ ساتونکي وئ ، له افغان ويکټ ساتونکو سره به هم مرسته کوئ که نه ؟

راشد لطيف: ارو مرو به مرسته ورسره کوم ، وگورئ تر هغو چې لوبغاړي ډيره لوبه ونه کړي په تيره بيا ويکټ ساتونکى به په حساسو وختونو کې د فشار لاندې وي او کيچونه به غورځوي نو بيا ټينگار کوم چې کورنى کريکټ بايد ډير کړو او لوبغاړو ته د لوبې ډيره موقع بايد ورکړو .

پوښتنه : له کبير خان سره مو اړيکي څرنگه دي ؟

راشد لطيف: له کبير خان سره زما اړيکي ډيرې ښې دي ، د هغه له امله افغانستان ته ځم ، هغه له ما غوښتنه کړې وه چې ورشم ، که هغه نه واى افغانستان ته به مې تگ گران واى .

پوښتنه : افغانستان کې د امنيت ستونزه څرنگه گڼئ ؟

راشد لطيف: زۀ د امنيت په باب هيڅکله هم فکر نه کوم . مرگ خو هسې هم يوه نه يوه ورځ راتلونکى دى . د کراچۍ حالات هم ښه نه دي او بله خبره دا ده چې که زۀ افغانستان ته لاړ نه شم نو څوک به ځي . د خنډونو د ورکولو لپاره بايد يوه نه يوه ورځ څوک ورشي نو زۀ په همدې دليل هم جلال اباد ته ځم او غواړم چې هغلته کار وکړم .

ورته مطالب