کريکټ : پاکستان وروسته له کلونو استراليا ته ماتې ورکړه

.

پاکستان چې له ١٩٩٥ کال راهيسته استراليا ته ماتې نه وه ورکړې دا لوبه وگټله .

د انگلستان د ليډز په ښار کې د پاکستان او استراليا ترمنځ پنځه ورځنۍ لوبه په مټ کې پاکستان وگټله .

پاکستان ١٨٠ منډو ته اړتيا لرله خو اووه لوبغاړي يې پکې له لاسه ورکړل .

د پېښور عمر گل د بري وروستۍ منډه ترلاسه کړه او لوبه يې وگټله .

په دې لوبه کې استراليا لومړۍ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې په ٨٨ منډو وسوځيدل .

په ځواب کې پاکستان په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې ٢٥٨ منډې وکړې .

استراليا دويم وار تر پاکستان ١٧٩ منډې ډيرې وکړې او په دې توگه يې د ١٨٠ منډو هدف پاکستاني لوبغاړو ته وسپارۀ .

پاکستان چې له ١٩٩٥ کال راهيسته استراليا ته ماتې نه وه ورکړې دا لوبه وگټله .

په تيرو څو کلونو کې استراليا هر وار پاکستان ته په کور او د باندې، په پنځه ورځنيو لوبو کې ماتې ورکړې وه .

پاکستان له هغه راهيسته چې په لاهور کې پر سرېلنکايي لوبډله بريد وشو په کور دننه کريکټ نړيوالې لوبې نه لري .

اوسنۍ لړۍ يې هم چې بايد په پاکستان کې واى هلته ونه شوه او په انگلستان کې ترسره شوه .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .