په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان کريکټ لوبډلې سکاټلنډ ته چمتووالی بشپړ کړی

Image caption د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ افغان کر يکټ لوبډله سکاټلنډ ته خوځېدونکې ده.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ سره د درو لوبو لپاره تمرینونه په کابل کې پای ته نژدې کړي دي. افغان لوبډله به د پنجشنبې پر ورځ سکاټلنډ ته خوځېږي چې یوه څلور ورځنۍ او دوه یوه ورځنۍ لوبې وکړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل بي بي سي ته وویل د بېټينګ له نوي روزونکي راشد لطيف سره په لوبډله کې بدلونونه راغلي دي.

مرکه واورﺉ