کريکټ : افغان لوبغاړو خورا ښه لوبه وکړه

افغانستان :٣٤٩ منډې ٥ سوځيدلي کلېکاږل د افغان لوبغاړو منډې

د لومړۍ ورځې رپوټ

اصغر ستانکزى

اصغر ستانکزى د لومړۍ ورځې ستورى و چې ٨٨ منډې يې وکړې او لا هم ولاړ دى

د سکاتلند کپتان په باراني سهار پچه وگټله او له هيلو سره سم يې افغان لوبغاړو ته د منډو بلنه ورکړه .

ويره دا وه چې افغان لوبغاړي به په باراني هوا کې له خوځيدونکي توپ سره ښه لوبه ونه کړي .

خو لومړى نور علي ځدراڼ او کريم صادق د ٦٧ منډو ملگرتيا وکړه او ورپسې شهزاد او کريم ښه سره ودريدل .

کريم په څلور ورځنيو لوبو کې په لومړي ځل پنځوسيزه پوره کړه .

شهزاد هم خپله پنځوسيزه بشړه کړه خو دوى دواړه وسوځيدل .

نوروز منگل او اصغر ستانکزي د افغان لوبډلې دريځ لا پياوړى کړ .

اصغر دخپلو منډو پيل په شپږيزې وکړ او داسې ښکاره شو چې د پخوا په څير ورو لوبه نه کوي .

اصغر هم په څلور ورځنيو لوبو کې خپله لومړنۍ پنځوسيزه بشپړه کړه او د ورځ په پاى کې يې ناسوځيدلې ٨٨ منډې کړې وې .

له اصغر سره سميع الله شينوارى ودريد او ناسوځېدلې ٥٠ منډې يې وکړې ، دا د دۀ هم لومړنۍ پنځوسيزه وه چې په څلور ورځنيو لوبو کې يې جوړوي .

د لوبې په دويمه ورځ به افغان لوبغاړي همدې ډول لوبې ته دوام ورکوي .

که چيرې دوى وتوانيدل چې سل نورې منډې هم وکړي په لوبه کې يې برلاسي په بري بدليدلى شي .

نور علي رن اوټ ٣٦

کريم صادق کيچ اوټ:٦٧

شهزاد : کيچ اوټ ٥٤

نوروز منگل : کيچ اوټ٢٩

اصغر ستانکزى :٨٨

محمد نبي : ايل بي ډبيلو اوټ ١٠

سميع الله شينوارى : ٥٠

اضافي منډې :١٤

سميع څلوريزه ووهله

لږ لږ ورښت هم شته ، په دې مانا لوبه لا گرانه ده

دا اوس له کابله ريس احمدزي ، د افغان لوبډلې مخکيني کپتان او لوبغاړي ، بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې عبدالله مزارى هم ډير ښه منډه جوړونکى دى او شايد وځليږي ، هغه کيڼ لاسى دى او د ريس احمدزي په وينا ښه سټايليش لوبغاړى دى

د اصغر او سميع ترمنځ تر اوسه د شلو منډو ملگرتيا شوې ده

ايرلند له هالند سره په لوبه کې په ٢٥ منډو دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي دي ، د هالنډ په ١٨٨ منډو ټوله لوبډله سوځيدلې وه .

اصغر په ٦٤ توپونو د درو څلوريزو او دوو شپږيزو په مرسته د څلور ورځنيو لوبو لومړنۍ پنځوسيزه پوره کړه

اصغر څلوريزه ووهله

اصغر ورو ورو پنځوسيزې ته ورنژدې کيږي ، د افغان لوبډلې ټولې سترگې دۀ ته دي چې د منډو مجموعه ښه ځاى ته ورسړي .

د نبي او اصغر ترمنځ د شلو منډو ملگرتيا وه ، اوس نو بايد سميع او اصغر تر اتياو ډيره ملگرتيا وکړي چې د افغان لوبډلې منډې تر درې نيمو واوړي

نبي ايل بي ډبليو اوټ وبلل شو ، دۀ لس منډې وکړې خو د لوبڅار په پريکړه خوښ نه ښکاري

نن ٢٨ نور اوورونه پاتې دي

دا لومړى ځل دى چې په څلور ورځنيو لوبو کې افغانستان لومړى منډې کوي په تيرو څلورو لوبو کې دوى هر وار په دويم وار منډې کړې وې

افغان لوبغاړي که ١٥٠ نورې منډې هم ترلاسه کړاى شي لوبه يې خپله ده

دا د نبي لومړنۍ څلوريزه وه ، اصغر دوه څلوريزې او دوه شپږيزې وهلې دي

نبي څلوريزه واخيسته

هالنډ له ايرلنډ سره په يوازې ١٨٨ منډو وسوځيد

له اصغر او نبي وروسته يوازې سميع هغه لوبغاړى دى چې د يو څه منډو تمه ورڅخه کيږي ، عبدالله مزارى او ميرويس اشرف هم شايد ديرش څلوېښت وکولاى شي خو شاپور او حميد د ډيرو منډو تون شايد ونه لري

محمد نبي تر بل هر افغان لوبغاړي ډيرې فسټ کلاس لوبې يا گڼ ورځنۍ لوبې کړي دي ، دا يې ١٤ دغه ډل لوبه ده ، دۀ تر ٦٠٠ ډيرې منډې کړي دي خو د افغانستان له لورې يې دا پنځمه لوبه ده او د افغان لوبډلې لپاره يې يوه سليزه هم کړې ده .

اصغر څلوريزه واخيسته او دا يې په څلور ورځنيو لوبو کې تر ټولو ډيرې منډې دي

د اصغر او نوروز منگل ترمنځ د ٦٨ منډو ملگرتيا وشوه

نوروز منگل کيچ اوټ شو ده ٢٩ منډې وکړې ، دۀ د شپږيزې هڅه کوله

اصغر که دوه نورې منډې واخلي نو په څلور ورځنيو لوبو کې به يې د لوبيز ژوند تر ټولو ډيرې منډې ترلاسه کړې وي

نوروز منگل څلوريزه خپله کړه

اصغر څلوريزه ووهله

د نوروز منگل او اصغر ستانکزي ملگرتيا ٥٠ منډو ته ورسيده

دلومړۍ ورځې ٣٩ اوورونه پاتېدي

د نوروز لومړۍ څلوريزه د پواينټ له لارې او دويمه د ميډ ان له لارې تر پولې واوښته

نوروز منگل دويمه څلوريزه بشپړه کړه

نوروز منگل لومړنۍ څلوريزه بشپړه کړه

د نوروز او اصغر ترمنځ ملگرتيا تر څلوېښتو واوښته خو لا ډيرو نورو منډو ته اړتيا ليدل کيږي

د لومړنۍ ورځې ٤٢ نور اوورونه لاپاتې دي ، که هوا ياري وکړه شايد بشپړ شي

د نوروز خلاف د ايلبي ډبليو اپيل وشو خو لوبڅار ونه مانۀ

افغانستان په ٥٥ اوورونو او يو توپ باندې ٢٠٠ منډې پوره کړې او درې لوبغاړي يې له لاسه ورکړي دي ، د افغان لوبغاړو د منډو اوسط ښه دى

اصغر او منگل ترمنځ ملگرتيا تر ديرشو منډو واوښته

بل پاکستني الاصله لوبغاړى منيب اقبال بالينگ ته راغى دى لکه سميع الله شينوارى ليگ بريک بالر دى او په شپږو لوبو کې يې ١١ لوبغاړي سوځلي دي

څلور اضافي ليگ باى منډې وشوې دا دويم ځل دى چې د اضافي منډو څلوريزه کيږي ، وړاندې څلور باى هم شوې وې

هالند له ايرلند سره په څلور ورځنۍ لوبه کې ١٦٤ منډې کړي او شپږ لوبغاړي يې سوځيدلي دي

په تيرو لسو اوورونو کې افغانستان ٤٠ منډې کړي او دوه لوبغاړي يې له لاسه ورکړي دي

اصغر دواړه شپږيزې پر ماجد الحق ووهلې ، ددويمې شپږيزې لپاره پسې راووت او مخامخ يې توپ د بالر له سره واړاوۀ او تر پولې يې هم پورې غاړې وغورځاوۀ

د اصغر دويمه شپږيزه هم مخامخ وه او نژدې و چې يو نندارچي يې پرې وېشتى و ، دا اصغر هغه اصغر نه ښکاري چې پخوا و

اصغر بله شپږيزه ووهله

د اصغر شپږيزه په دې هم په زړۀ پورې وه چې دا دويم توپ و چې دى ورته دريدۀ ، مخامخ يې له پولې پورې غاړې هوايي تير کړ ، تر دۀ وړاندې شهزاد يوه شپږيزه وهلې وه .

اصغر ستانکزي د منډو پيل په شپږيزې وکړ ، حال دا چې عمومآ دى ورو لوبيږي خو نن لکه چې په بل نيت لوبې ته راغلى دى

اصغر شپږيزه ووهله

اصغر ستانکزي په تيرو څلورو څلورو ورځنيو لوبو کې ١٣١ مندې کړي ، ٣٩ منډې يې تر ټولو ډيرې دي او د منډو اوسط يې ٢١ دى .

کريم صادق د لسو څلوريزو په مرسته ښه لوبه وکړه خو اوس بايد افغانستان يوه بله لويه ملگرتيا ومومي که نه نو سکاتلند بيرته پر لوبې برلاسى کيږي

د پارکر په توپ د سکاتلند کيپر د کريم کيچ ونيو ، کريم صادق ٦٧ منډې وکړې

کريم بله څلوريزه ووهله

کريم څلوريزه ووهله

دا د نوروز منگل پنځمه څلور ورځنۍ لوبه ده په تيرو څلورو لوبو کې يې ٢٧٢ مندې د ٤٥ منډو په اوسط جوړې کړې وې

د شهزاد او کريم ترمنځ د ٨٨ منډو ملگرتيا وشوه

د شهزاد کيچ د سکاتلند ويکټ ساتونکي ونيو او ډير گران کيچ يې ونيو

شهزاد د شپږو څلوريزو او يوې شپږيزې په مرسته او پر ٨٢ توپونو پنځوسيزه بشپړه کړه

شهزاد څلوريزه ووهله

دکريم اتمه څلوريزه تر ډيره د سکاتلندي فيلدر د ناکامۍ له امله و چې وښويد او توپ يې ونه گراځوۀ ، د افغانستان لوبې پر سکاتلنديانو فشار اچولى

کريم څلوريزه ووهله

د شهزاد پنځمه څلوريزه د کوور په لور وه چې سکاتلنديان يې هېښ کړل

شهزاد څلوريزه ووهل ، دا يې پنځمه ده

د شهزاد دا څلورمه څلوريزه خوندوره وه ، په توپ پسې راووت او تر پولې يې توپ واړاوۀ

شهزاد څلوريزه ووهله

د شهزاد او کريم ترمنځ تر اوسه د ٦٥ منډو ملگرتيا شوې ده ، د نور علي او کريم ملگرتيا د ٦٧ منډو وه

شهزاد او نور علي د لويو وچو په روانو اتلوليو کې تر بل هر لوبغاړي ډيرې منډې کړې دي .

شهزاد څلوريزه ووهله

کريم صادق په ١٠٢ توپونو د اوو څلوريزو په مرسته پنځوسيزه پوره کړه چې د دۀ له عادي لوبې ورو لوبه ده خو د نن شرايطو ته په پام ښه لوبه ده .

کريم صادق په څلور ورځنيو لوبو کې خپله لومړنۍ پنځوسيزه بشپړه کړه او شايد د هغو نقد کوونکو ځواب يې هم تر يوۀ ځايه ووايه چې ويل يې کريم نن سبا ښه لوبه نه کوي

د حق په څلورم اوور کې درې منډې وشوې

کريم صادق دوو نورو منډو ته اړتيا لري چې په څاور ورځنيو لوبو کې لومړنۍ پنځوسيزه پوره کړي

ماجد الحق په درو اوورونو کې يوازې يوه منډه ورکړې ده

د سکاتلنديانو ښه فيلډينگ بيا مندې راوگرځولې

لوبه بيا پيل شوه ، افغانستان بايد بيا په پيل کې لږ په احتياط لوبه وکړي او دلويې ملگرتيا په لټه کې وي

غرمنۍ وقفه شوه ، افغانستان ډيره ښه لوبه وکړه ، هوا او د لوبو شرايطو ته په پام سره سکاتلند شايد تردې د ښه لوبې هيله لرله خو افغانستان يوازې نور علي له لاسه ورکړ چې هغه هم رن اوټ و . څلوېښت دقيقې وروسته به له نور تازه حال سره راستنيږو .

د ماجد حق په لومړي اوور کې منډه ونه شوه او له دې سره ٢٦ اوورونه بشپړ شول

ماجد حق په تيرو لسو لوبو کې ٢٥ لوبغاړي سوځولي دي

ورو بالر ماجدحق راغى ، دى پاکستاني الاصله دى او په دې وروستيو کې يې د سکاتلند له لورې ډيره ښه لوبه کړې ده ،

په څلور ورځنيو لوبو کې دا د کريم صادق په يو وار تر ټولو ډيرې منډې دي تر دې وړاندې دۀ ٤٣ منډې کړې وې چې هغه يې زياتې وې

کريم اوومه څلوريزه واخيسته دا هم د سليپ له لارې تيره شوه

که افغان لوبغاړي وکولاى شي چې تر درې درې نيم سوو ډيرې منډې وکړي دا لوبه کابو کولى شي ، ښه پيل يې موندلى خو نوره خواري ورته پکار ده

نو بال د افغانستان سل منډې پوره کړې ، سکاتلند يوازې يو نو بال او څلور باى اضافي منډې ورکړې دي

کريم صادق تر اوسه شپږ څلوريزې اخيستې دي ، نور علي هم همدومره ترلاسه کړې وې او شهزاد بيا دوه څلوريزې او يوه شپږيزه وهلې ده

کريم څلوريزه ووهله ، دا هم د سليپ له لورې له پولې واوښته

د شهزاد شپږيزه چې د افغانستان له لورې لومړنۍ وه د سکوير ليگ د پاسه تيره شوه

شهزاد شپږيزه ووهله

سکاتلنديانو بيا د کريم صادق د سوځيدا اپيل وکړ خو ونه منل شو

له ايرلنډ سره هالند په خپله څلور ورځنۍ لوبه کې تر اوسه ٨٣ منډې کړي او درې لوبغاړي يې سوځيدلي دي

د کريم خلاف اپيل وشو خو لوبڅار ونه مانۀ

سکاتلند د نيل پر ځاى هم بل بالر راوست دى درومند نوميږي

د شهزاد لومړنۍ څلوريزه مخامخ وه او دويمه يې بيا د کوور پر سر وه چې دواړه زړۀ راکښونکي شارټونه ول

شهزاد بله بڅلوريزه واخيسته

سکاتلند نوى بالر راوست ، برينگتن اوس اوور کوي چې شهزاد پرې څلوريزه واخيسته

شهزاد څلوريزه واخيسته او ورسره يې د افغانستان له خوا په څلور ورځنيو لوبو کې ٥٠٠ منډې پوره کړې له نور علي وروسته دويم افغان شو چې دا وياړ ترلاسه کوي

نن نور علي ځدراڼ لومړنى افغان لوبغاړى شو چې په څلور ورځنيو لوبو کې يې د خپل هيواد له لورې تر ٥٠٠ ډيرې منډې وکړې ، که شهزاد دوې نورې منډې واخلي دى به دويم شي .

نيل او پارکر تر اوسه په گډه ١٧ اوورنه وکړل بايد او شايد نور ستړي وي

شهزاد د ٨٢ منډو په اوسط تر اوسه ٤٩٧ منډې کړې دي

په څلور ورځنيو لوبو کې تر ټولو ډير بريالى افغان لوبغاړى محمد شهزاد دى چې له کانادا سره يې په تيره لوبه کې ٢١٤ منډې کړې وې

نور علي په ٣٨ توپونو او د شپږو څلوريزو په مرسته ٣٦ منډې وکړې او بې ځايه وسوځيد ، له کريم سره يې د ٦٧ منډو ملگرتيا وکړه اوس افغانستان همدې ډول بلې ملگرتيا ته اړتيا لري

کريم بله څلوريزه واخيسته مخامخ شارټ و ښکلى و

نور علي درې منډې واخيستې له کريم سره په څلورمې جوړ نه شو او رن اوټ شو ، لويه ضايعه

کريم څلوريزه واخيسته

له ١٤ اوورونو وروسته افغان لوبغاړي ښه روان دي خو لا هم کار شته

د نور علي دغه څلوريزه د کوور له لارې تر پولې واوښته ، خوندور شارټ و ، ورته ودريد ، صبر يې وکړ او بيا کاري گوزار ورکړ

نور علي څلوريزه واخيسته ، دا يې شپږمه ده

د کريم صادق دريمه څلوريزه هم د سليپ له لارې تر پولې واوښته خو دا ځل يې پر توپ کنترول ډير و

کريم صادق څلوريزه واخيسته

پاکستاني الاصله سکاتلندي لوبغاړي حق د کريم صادق شارټ راوگرځاوۀ ، که نه نو ډيرې منډې پرې کيدې

سکاتلند تر اوسه يوازې پر نيل او پارکر بالينگ کړى دى ، دوى هم بايد نور مخ په ستړيا وي

د کريم او نور علي ترمنځ نن د منډو بهير ښه روان دى ، ډيرې داسې منډې يې سره واخيستې چې نور کله به افغان لوبډلې نه اخيستې شايد له يو بل سره پرله پسې لوبو د دواړو خپلمنځي پوهاوى ډير کړى دى

په تير اوور کې کريم له ستوزو سره مخامخ و خو ښه ولوبيد او پکې ونه سوځيد .

په لسم اوور کې منډه ونه شوه خو د منډو اړتيا هم د اوس لپاره نشته ، افغان لوبغاړي بايد په دې باراني هوا کې کسان له لاسه ورنه کړي

دلسم اوور په لومړيو دوو توپونو کريم ښه شارټونه ووهل خو راوگرځول شول او منډې پرې ونه شوې

نهه اورونه بشپړ شول ، افغان لوبغاړو ښه پيل موندلى خو لا هم ډيره خواري په مخ کې شته

د نور علي پنځمه څلوريزه د سکيور ليگ په لور وه چې لکه د برېښنا تيزه او چټکه تيره شوه او تر پولې واوښته

نور علي څلوريزه واخيسته

د نهم اوور په لومړي بال د کريم خلافد ايلبي ډبليو اپيل وشو چې لوبڅار ونه مانۀ .

اته اوورونه بشپړ شول ، تر اوسه د افغان لوبغاړو لوبو بده نه ده يو نيم خطرناک شارټ پکې و خو له لويه سره ښه لوبه وشوه .

نور علي بله څلوريزه واخيسته

تيزه لوبه نه ده پکار خو د منډو د ترلاسه کولو موقعې هم بايد له لاسه ورنه کړاى شي .

د نور علي دريمه څلوريزه بيا د سليپ له لارې خطرناک شارټ و

نور علي بيا څلوريزه واخيسته

د نور علي لومړنۍ څلوريزه د کور له لارې وه چې خورا خوندوره ښکاريده او دويمه يې بيا د ميډ ان په لور پول شارټ و

نور علي بله څلوريزه واخيسته

نور علي څلوريزه واخيسته

نجيب الله ساپى له کونړه : موږ ټول کونړيان د ملي لوبډلې برياليتوب ته دعا کوو ( له ټولو څه خبر شوې ؟ )

د لومړنيو شپږو اوورونو په بشپړيدا : کريم صادق تر اوسه ډيرو توپونو ته دريدلى دى او د دوو څلوريزو په مټ يې ١٢ منډې کړي دي .

د متيو پارکر توپ ډير خوځيږي ، کريم چې کومه څلوريزه واخيسته هغه هم داسې توپ و چې لوبغاړى پرې سم پوى نه شو خو د افغان لوبډلې بخت ياري وکړه او توپ تر ولاړو فيلډرانو پورته تير شو

کريم صادق د سلپ له پاسه څلوريزه واخيسته ، هوايي شارټ و

لوبه لا روانه ده او يو نيم څاڅکى لوبڅار نه هڅوي چې لوبغاړي بيرته ستانه کړي . شپږم اوور روان دى

يو نيم څاڅکى باران بيا تر سترگو کيږي

د سکاتلند نيل ١٧ څلور ورځنۍ لوبې کړي او تر اوسه يې ٤٠ کسان سوځولي دي متيو پارکر بيا تردې وړاندې يوه لوبه کړې وه چې اووه کسان يې پکې سوځولي و .

په لومړيو پنځلسو يا شلو اوورونو کې توپ نوى وي او ډير خوځيږي که افغان لوبغاړي په دغه موده کې ډير کسان له لاسه ورنه کړي لوبه کابو کولىشي .

د باى څلوريزه شوه ، د سکتلند ويکټ ساتونکي توپ ونه شوى نيولى او بال تر پولې واوښت

د کريم څلوريزه د سلېپ له لارې تيره شوه او تر پولې واوښته ، د څلورم اوور په لومړي توپ د نور علي خلاف د ايل بيډبليو لوى اپيل لوبڅار ونه مانۀ .

کريم صادق څلوريزه ووهله

کبير حقمل له حيدر اباد هند نه :د افغانستان د كرېكټ ملي لوبډله په تېرو لوبو كې د منډو په برخه كې ډېره نه ده ځلېدلې، په ننۍ لوبه كې به څنګه وي، په داسې حال كې چې د منډو روزونكي راشد لطيف هم د ملي لوبډلې ملګرتيا كوي؟ ( د ورځ په پاى کې به پرې خبرې کوو )

د متهيو پارکر له خوا دويم اوور وشو چې افغانستان پکې څلور يو منډې واخيستې

دا د افغانستان له خوا د نور علي پنځمه څلور ورځنۍ لوبه ده ، په تيرو څلورو لوبو کې نور علي ٤٦٥ مندې کړي چې څه باندې ٦٦ يې اوسط دى ، دوه سل منډې لري چې تر ټولو ډيرې يې ١٣٠ دي .

کريم صادق بيا د ٢٣ په اوسط په تيرو دوو لوبو کې ٩٥ منډې کړي دي . دا د کريم دريمه څلور ورځنۍ لوبه ده .

د لومړي اوور په وروستيو پنځو توپونو کريم منډې ونه کړې ، افغانستان بايد په پيل کې له ډير احتياطه کار واخلي ،توپ په دې باراني هوا کې ډير خوځيږي او منډې پرې اسانه نه دي .

نور علي په لومړني توپ يوه منډه واخيسته . د سکاتلند نيل بالينگ کوي .

د عبدالله مزاري په لوبولو افغانستان شپږ بالران موندلي دي . اوس بايد نبي او سميع الله د منډو په برخه کې تر نور کله هم ډيره خواري وگالي . عبدالله مزارى کيڼ لاسى ورو بالر دى چې د سکاتلند په هوا کې شايد ښه وځليږي .

افغان لوبډله

نور علي ځدراڼ

کريم صادق

محمد شهزاد

نوروز منگل

اصغر ستانکزى

محمد نبي

سميع الله شينوارى

عبدالله مزارى

ميرويس اشرف

حميد حسن

شاپور ځدراڼ

عبدالله مزارى خپله لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه کوي ، دى کيڼ لاسى ورو يا سپين بالر دى

ډير ژر لوبه پيليدونکې ده او د افغانستان د پيل لوبغاړي به په سختو لوبيزو شرايطو کې منډې جوړوي .

رحمت الله هاشمی له هنده : کار ده چې ( افغان لوبغاړي ) تر ۱۵ اورونو پورې ډیره په احتیاط لوبه وکړي او غلط شارټونه ونه وهي

د پچې گټل خورا مهم و ، اوس چې افغان کپتان نوروز منگل پچه وبايلله بايد منډو ته ملا وتړي او هڅه يې دا وي چې تر درو سوو ډيرې منډې وکړي ، دومره منډې اسانه نه دي .

سکاتلند پچه وگټله او افغانستان ته يې د مڼدو بلنه ورکړه

د دې لوبې لپاره د افغانستان لوبډله له دې لوبغاړو جوړيږي :

نوروز منگل ، کپتان ، کريم صادق ، مرستيال کپتان ، محمد نبي ، نور علي ځدراڼ ، اصغر ستانکزى ، حميد حسن ، محمد شهزاد . ميرويس اشرف ، افتاب عالم ، شاپور ځدراڼ ، سميع الله شينوارى ، جاويد احمدي ، نورالحق ، عبدالله مزارى

مشتاق رحيم له کابله : په روانه لوبه کې منډه جوړونکو ښه لوبه ډیره اړینه ده ولې چې زموږ توپ اچونه خورا پیاوړې ده- زه هیله کوم چې راشد لطیف به منډه جوړونکو ته ښې لارښونې کړې وي- خو دا هم باید چې هیر نه کړو چې له بده مرغه زموږ منډه جوړونکو د باران له کبله ونکړی شول چې تمرین وکړي او د سکاټلینډ هوا سره بلد شي- اوس دې خدای وکړي چې پچه وګټي

ډير امکان شته چې نن زلمى لوبغاړى جاويد احمدي خپله لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه وکړي ، خو دا خبره لا تاييد شوې نه ده .

لاجبر علي جبارخيل له جلال اباده : په ننگرهار کې ټول لاس په دعا دي چې افغان لوبډله وځليږي .

ډير ژر به پچه ولويږي ، د دې لوبې د گټلو او بايللو په څرگندولو کې به د پچې گټل ډير مهم وي .

هوا روښانه شوه ، لوبه پيليدونکې ده خو تر خپل وخت لږ ځنډېديلې ده .

باران ودريد ، شايد لوبه ژر پيل شي ، که لوبه پيل شوه د پچې گټل ډير مهم دي . په داسې هوا کې منډې جوړول اسانه نه دي او بالينگ پکې ډير اسان او گټور دى

د سکاتلند او افغانستان ترمنځ د لويو وچو سيالي يا د انتر کانتينينتل کپ لوبه د اېير په ښار کې د باران له امله ځنډيدلې ده .

د لوبې پايله دواړو لوبډلو ته خورا مهمه بلل شوې .

سکاتلند د لويو وچو په سياليو کې له څلورو لوبو وروسه لومړى مقام لري .

افغانستان هم له همدومره لوبو وروسته دريم مقام لري او د زمبابوې اې لوبډله په دويم نمبر ده .

که سکاتلند افغانستان ته ماتې ورکړه نو دوى به پايلوبې ته ورسيږي .

خو که افغانستان وگټله بيا به د زمبابوې اې ، افغانستان او سکاتلند ترمنځ سيالي لا گرمه شي چې پايلوبې ته څوک رسيږي .

په دغو سياليو کې ټولې اووه لوبډلې برخې لري .

افغاسنتان ، سکاتلند ، ايرلند ، کينيا ، هالنډ ، کانادا او زمبابوې اې په دې سياليو کې له يو بل سره يوه يوه لوبه کوي .

افغانستان له سکاتلند وروسته له کينيا سره لوبه لري .

سکاتلند به بيا خپله وروستۍ لوبه له زمبابوې اې سره کوي .

افغانستان په دغو سياليو کې خپله لومړنۍ لوبه له زمبابوې اې سره مساوي ختمه کړې وه .

په دويمه لوبه کې يې هالند ته ، په دريمه کې ايرلنډ ته او په څلورمه کې کانادا ته ماتې ورکړې .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .