کريکټ يوه ورځنۍ لوبه : افغانستان سکاتلند ته لويه ماتې ورکړه

کريم صادق

افغانستان : په ٣١ اوور کې ٢٢٥ منډې ، يو سوځيدلى ، کلېکاږل افغان بالينگ

د افغان منډو رپوټ

منډې ډيرې نه وې خو دومره هم کمې نه وې چې افغان لوبغاړو ثابتې کړې .

په دويم اوور کې چې نور علي ځدراڼ ايل بي ډبليو وسوځيد داسې ويره وه چې شايد افغان لوبغاړي په گرانه دغه هدف ترلاسه کړي .

خو محمد شهزاد او کريم صادق په بل نيت ميدان ته راوتلي و .

په لومړيو اوورونو کې يې د نهو منډو په اوسط لوبه پيل کړه او داسې شارټونه يې ووهل چې د سکاتلند لوبغاړي هک حيران پاتې شول .

شهزاد څوارلس څلوريزې ووهلې او داسې ښکاريدۀ چې د يوې او دوومنډو لوبه يې نه ده خوښه .

کريم صادق درې شپږيزې ووهلې که څه هم تر شهزاد يې لوبه سسته وه خو ډيره پر ځاى او ښه روان و .

دا لومړى ځل دى چې په نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان دوه لوبغاړي تر ٢٠٠ د ډيرومنډو ملگرتيا کوي او دواړه لوبغاړي يې سليزه هم بشپړوي .

په ١١ لوبو کې افغان لوبغاړو تر اوسه يوازې پنځه سليزې کړې دي .

شهزاد

محمد شهزاد د لوبيز ژوند دريمه سليزه بشپړه کړه

په دغو پنځو کې درې د شهزاد په برخه شوي او يوه يوه د نور علي او کريم صادق له خوا بشپړه شوې ده .

افغان لوبغاړي به سبا بيا پر همدې ميدان له سکاتلند سره يو ورځنۍ لوبه کوي که يې هغه هم وگټله د سکاتلند مشکل سفر به يې تر ټولو اسان تمام شي .

افغانستان لوبه د نهو لوبغاړو په لرلو وگټله لا هم ١٩ اوورنه پاتې دي

کريم صادق :١١٤

محمد شهزاد :١٠٠

اضافي منډې : ٥

کريم يولسمه څلوريزه ووهله

کريم صادق خپله لسمه څلوريزه ووهله

کريم صادق شپږيزه ووهله ، دا يې دريمه ده

افغان لوبغاړو پاور پلې واخيسته لکه چې ډيره بيړه لري

د کريم او شهزاد ترمنځ ملگرتيا تر ٢٠٠ منډو واوښته چې په رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د افغانستان له لورې لومړنۍ ده

کريم صادق په ١٠٢ توپونو د ٩ څلوريزو او ٢ شپږيزو په مرسته لومړنۍ سليزه پوره کړه

کريم صادق هم سليزه پوره کړه

کريم سر په سر دوه څلوريزې واخيستې

په يو ورځنيو رسمي نړيوالو لوبو کې د افغانستان له لورې يوازې څلور سليزې شوې دي چې درې د شهزاد په برخه شوي او يوه د نور علي ، اوس کريم صادق هم ورنژدې دى .

شهزاد په ٧٢ توپونو د ١٥ څلوريزو په مرسته د خپل لوبيز ژوند دريمه سليزه پوره کړه

شهزاد خپله پنځلسمه څلوريزه واخيسته

د هالنډ په يو ورځنيو لوبو کې کريم ښه ونه لوبيد خو په سکاتلند کې يې لوبه تر اوسه بې سارې ده

د بري لپاره افغانستان يوازې ٣٣ نورو منډو ته اړتيا لري ، اوس نو پام دې ته دى چې شهزاد او کريم به خپلې سليزې پوره کړي که نه ، شهزاد نن درې کيچونه او يو سټمپ هم کړى و شايد د لوبې غوره لوبغاړى وبلل شي

کريم خپله دويمه شپږيزه ووهله

شهزاد خپله څوارلسمه څلوريزه واخيسته

سکاتلند وروسته له ډيره وخته يو وايډ بال وکړ

شهزاد له خپلې دريمې يو ورځنۍ سليزې يوازې ١٢ مندې شاته دى ړ که کريم هم دغه وياړ غواړي نو ٢٤ نورې مندې بايد وکړي

په پاتې ٢٥ اوورونو کې افغانستان ٥٤ منډو ته اړتيا لري

افغانستان يوازې ٦٠ نورو منډو ته اړتيا لري ، ٢٦ اوورنه او نهه لوبغاړي ورته لري

شهزاد خپله ديارلسمه څلوريزه واخيسته

شهزاد يوې بلې سليزې ته ورنژدې کيږي

شهزاد خپله دولسمه څلوريزه واخيسته

شهزاد خپله يولسمه څلوريزه واخيسته

شهزاد خپله لسمه څلوريزه واخيسته

کريم په توپ پسې راووت او مخامخ يې د بالر له سره توپ هوايي تر پولې تير کړ

کريم صادق شپږيزه واخيسته ، دا لومړنۍ شپږيزه ده

شهزاد خپله نهمه څلوريزه واخيسته

نورې پاتې وې

افغانستان ١٠٦ نورو منډو ته اړتيا لري او لا هم ورسره نهه لوبغاړي او ٣١ اوورونه پاتې دي

د شهزاد او کريم د پنځوسيزو په ترڅ کې مو دا هير شول چې دغو دواړو لوبغاړو تر اوسه په گډه ١١٢ مندې کړې دي

په لسگونو افغانان خپل ملي بيرغ رپوي او له لوبې خوند اخلي

کريم صادق ه ٤٧ توپونو او اوو څلوريزو په مرسته خپله لومړنۍ پنځوسيزه پوره کړه

کريم صادق تر ٤٩ منډو ښه تيز روان و خو لکه چې د پنځوسمې منډې په هيله فشار پرې راغلى

شهزاد په ٣٩ توپونو د اتو څلوريزو په مرسته پنځوسيزه پوره کړه

په يو ورځنيو لوبو کې دا د شهزاده څلورمه پنځوسيزه ده ، دى دوه سليزې هم لري

د ماجد الحق پر توپونو ډيرې منډې نه کيږي

د کريم او شهزاد تر منځ د ٩٥ منډو ملگرتيا شوې ده

د کريم کيچ ولويد ، بخت ياري وکړه

شهزاد په ٣٣ توپونونو ٤٤ او کريم په ٣٤ توپونو ٤٠ منډې لري چې کوم يو به لومړى پنځوسيزې ته ورسيږي ؟

شهزاد خپله اتمه څلوريزه بشپړه کړه

افغانستان نن ١٦ اضافي مندې ورکړې وې چې ٤ يې نو باله او ٧ يې وايډ بالونه و

په يولسم اوور کې پنځه منډې وشوې او دا يوازې دريم اوور و چې څلوريزه پکې ونه لگيده

سپنر يا ورو بالر حق راغى

په لومړيو لسو اوورونو کې افغان لوبغاړو ١٤ څلوريزې اخيستې دي ، ايا سکاتلند به بالينگ پاور پلې اوس واخلې او که به يې ايساره کړي ؟

په پاتې ٤٠ اوورونو کې افغانستان يوازې ١٤٢ منډو ته اړتيا لري

شهزاد هم خپله اوومه څلوريزه ووهله

کريم خپله اوومه څلوريزه ووهله

شهزاد او کريم دواړو تر اوسه شپږ شپږ څلوريزې وهلې دي

شهزاد بله څلوريزه ووهله

اتم اوور د سکاتلند لپاره تر ټولو ښه و چې پکې يوازې يوه منډه وشوه

افغان لوبغاړي په پاتې ٤٣ اوورونو کې يوازې ١٦٠ منډې غواړي

سکاتلند په بالينگ کې بل بدلون هم راوست

په لوبغالي کې څو سوه نندارچيان ناست دي چې د لسو او ٢٥ پونډو په بدل يې ټکټ ترلاسه کړى دى ، ډيره برخه يا د افغانانو ده او يا دا ده چې افغانان خوښ دي او ډيرې چېغې وهي او داسې ښکاري چې دوى ډير دي

دا په يو ورځنيو لوبو کې د کريم صادق تر ټولو ډيرې منډې دي

کريم يوه بله څلوريزه ووهله

کريم بله څلوريزه ووهله

سکاتلند بالر بدل کړ ، گرموئ يې هم مه

شهزاد او کريم په ٢٨ بالونو ٥٠ منډې سره جوړې کړې

په رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې شهزاد لومړنى افغان شو چې منډې يې تر ٥٠٠ واوښتې

شهزاد خپله پنځمه څلوريزه ووهله

شهزاد خپله څلورمه څلوريزه ووهله

په لومړي پنځو اوورونو کې افغانستان د نژدې نهو منډو په اوسط لوبه روانه کړې ده ، بيړه ده او که قهر ؟

شهزاد خپله دريمه څلوريزه ووهله

شهزاد خپله دويمه څلوريزه ووهله

کريم خپله څلورمه څلوريزه ووهله

په تيرو نهو يو ورځنيو لوبو کې د کريم صادق تر ټولو ډيرې مندې ٢٦ وې خو نن چې په څه ډول لوبه کوي شايد تر هغو واوړي

افغان لوبغاړو خورا چټک پيل موندلى خو د نور علي سوځيدل ورته گوزار و

کريم سر په سر دوه څلوريزې ووهلې

شهزاد څلوريزه ووهله

دا د شهزاد ١١ مه رسمي يو ورځنۍ نړيواله لوبه ده تر اوسه يې د ٤٩ منډو په اوسط ٤٩٥ منډې کړې دي او دوه سليزې لري

کريم لومړنۍ څلوريزه ووهله

نور علي : ايل بي ډبليو اوټ٦

نور علي ځدراڼ په لسو لوبو کې تر اوسه د ٣٥ منډو په اوسط ٣١٥ منډې کړې دي

کريم صادق په لسو کې لوبو کې تر اوسه ٩٩ منډې کړې دي او د دۀ د منډو اوسط ١٤ دى .

په لومړي اوور کې د نوري علي دوه ښکلي شارټونه له څلورو راوگرځول شول خو په هر وار دۀ درې درې مندې واخيستې

د سکاتلنډ د منډو رپوټ

سکاتلند : په ٥٠ اوورونو کې ٢٢٤ منډې ٩ سوځيدلي

که دا لوبه سکاتلند گټله نو د وروستي اوور له برکته به وي .

په دغه وروستي اوور کې سکاتلند له ٢٠٣ منډو خپلې ټولې منډې ٤٢٢ ته ورسولې .

په شاپور چې وروستى اوور يې کاوۀ دوه شپږيزې ولگيدې دۀ څو نو بالونه هم وکړل .

د شاپور په وروستي اوور کې ٢١ منډې وشوې .

د پچې له گټلو وروسته سکاتلند شايد تر دې هم د ډيرو منډو تمه لرله .

خو په لومړيو څو اوورونو کې يې درې لوبغاړي وسوځيدل او د منډو بهير يې ټکنى شو .

د افغانستان له لورې په پيل کې شاپور تيز بالينگ وکړ.

د سکاتلند لوبغاړي د شاپور په توپونو ډير ونه پوهيدل .

له شاپور سره ميرويس اشرف ملگرتيا کوله .

ميرويس منډې نه ورکړې او يو لوبغاړى يې هم سوځولى و .

د پيل له اوورونو وروسته سکاتلند ورو ورو بيرته ځان راټول کړ .

د حميد په راتگ منډې تم شوې ، حميد حسن يو لوبغاړى هم وسوځاوۀ .

خو دا سميع و چې د سکاتلند د لوبغاړو د ډيرو منډو مخه يې د دوو لوبغاړو په سوځولو ډب کړه .

سکاتلند د پاور پلې لپاره لوبه تيزه کړه خو دوه لوبغاړي يې وسوځيدل او يوازې ٢٩ منډې يې پکې ترلاسه کړې .

په شاپور باندې په وروستيو اوورونو کې ډيرې منډې وشوې د افغانستان منډه جوړونکو ته په پام سره د ٢٢٥ منډو هدف بايد ډير نه وي خو د کريکټ په لوبه کې هر څه ممکن دي .

شاپور ځدراڼ : په ١٠ اوور کې٦٩ منډې ورکړې دي ، ٣ کسه سوځولي

حميد حسن : په ١٠ اوور کې ٣٨ مندې ورکړې يو سوځولى

په شاپور بله شپږيزه ولگيده

په شاپور شپږيزه ولگيده

سکاتلنديانو د پاور پلې په پنځو اوورونو کې ٢٩ مندې وکړې خو دوه لوبغاړي يې هم له لاسه ورکړل

په شاپور څلوريزه ولگيده

جمعه محمد له دوبۍ : پاور پلې څه ته وايي ؟ ( د هغه وخت وي چې د بالينگ غاړه په پوله باندې يوازې درې لوبغاړي درولى شي او په دې توگه د بيټينگ غاړه کړى شي چې ډيرې منډې وکړې او خطر هم پکې کم وگڼي )

د سکاتلند د پاور پلې وروستى اوور دى

ايرلند له هالند سره په يو ورځنۍ لوبه کې لومړى مندې وکړې او په ٥٠ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ٢٧٥ منډې وکړې چې شايد د هالنډ تر وس وتلې وي

د سکاتلند د پاور پلې دوه نور اوورونه يا ١٢ توپونه پاتې دي خو يوازې يو لوبغاړى ورپاتې دى

په شاپور بله څلوريزه ولگيده

په شاپور څلوريزه ولگيده

که چيرې شاپور د سکاتلند وروستى لوبغاړى وسوځوي نو په نهو نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو کې به يې ١٧ کسان سوځولي وي حميد حسن په لسو لوبو کې ١٧ سوځولي او تر اوسه د افغانستان هغه بالر دى چې تر ټولو ډير يې سوځولي دي

د سکاتلند نهم لوبغاړى د ميرويس اشرف له خوا رن اوټ شو

اوووووووووو سکاتلنديانو د يوې منډې هڅه کوله فيلډر توپ ووېشت له ويکټو خطا شو او له پولې پورې غاړې واوښت پنځه منډې شوې

په رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې دا شپاړسم کس و چې شاپور وسوځاوۀ ، اوس دى او سميع سره مساوي دي چې ١٦ ، ١٦ کسان يې سوځولي دي خو حميد پرې يو کس مخته دى

اتم لوبغاړى د جاويد احمدي په کيچ شاپور وسوځاوۀ

په شاپور څلوريزه ولگيده

شاپور راستون شو

سکاتلنديانو پاور پلې واخيسته

په رسمي يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان تر ټولو بريالي بالران په دې ډول دي :

حميد حسن ١٧ کسان سوځولي

سميع الله شينواري ١٦ کسه سوځولي

شاپور ځدراڼ ١٥ کسه سوځولي

سکاتلند د بيټينگ پاور پلې هم لري چې شايد وروستيو پنځو اوورونو ته يې ساتلې وې

د حميد په شپږم اوور کې اته منډې وشوې ، داسې ښکاري چې سکاتلند نوره لوبه تيزه کړه

په حميد څلوريزه ولگيده

حميد حسن را ستون شو

د سکاتلند وروستي ١٠ اوورونه پاتې دي ، د افغانستان له لورې حميد حسن او شاپور پنځه پنځه اوورونه لري ، نبي او سميع هم لا ډير اوورونه لري

د ميرويس په لسو اوورونو کې يوازې ٢٧ منډې وشوې او يو لوبغاړى وسوځيد ، ډيره ښه لوبه يې وکړه

ميرويس وايډ بال وکړ

د فيلډر له لورې بې غوري يوه منډه په دوو بدلې کړې

د سميع بريالى اوور پاى ته ورسيد دۀ تر اوسه دوه لوبغاړي سوځولي دي

ميرويس به خپل وروستى اوور کوي ، نن دۀ هم ډير ښه بالينگ تر اوسه کړى دى

د سکاتلند اووم لوبغاړى حق د سميع پر توپ شهزاد کيچ کړ

دويم او دريم توپ يې هم همداسې ول خو په پنځم يې څلوريزه ولگيده البته د فيلډر کمزوري هم وه چې بايد راگرځولى يې واى خو ويې نه کړى شواى

د ميرويس د نهم اوور په لومړي بال نژدې سکاتلندى لوبغاړى سوځيدلى و

د اصغر پر ځاى ميرويس راغى

د سميع الله شينواري په څلورم اوور کې يوه منډه هم ونه شوه

بخښنه غواړو نن عبدالله مزاري لوبه نه کوي د هغه پر ځاى د کندز جاويد احمدي په لوبه کې برخه لري

د سميع په دريم اوور کې اته مندې وشوې خو يو لوبغاړى هم پکې وسوځيد

پر سميع د سکاتلند حق څلوريزه ووهله

واټس په ٨٠ توپونو باندې د څلورو څلوريزو او يوې شپږيزې په مرسته ٥٥ منډې کړې وې

واټس د سميع په توپ بولډ اوټ شو

پر اصغر لگيدلې وروستۍ څلوريزه ډيره د اعتماد نه وه ، سکاتلندى لوبغاړى ونه پوهيد چې څرنگه توپ ولگيد او تر پولې واوښت

د سکاتلند واټس پنځوسيزه پوره کړ

په اصغر څلوريزه ولگيده

بالاخر ثابته شوه چې د اصغر بالينگ دومره هم بې ځايه نه و ، پنځم کس په يوۀ وايډ بال سټمپ اوټ شو

پنځم لوبغاړى اقبال د اصغر په توپ شهزاد سټمپ اوټ کړ

جاويد فيصل له کندهاره:زه فکر کوم افغانستان به دا لوبه د تير په شان ګټي ځکه په ٢٧ اوورونو کي ٩٨ منډې او څلور سوځيدلي دي ، دا په يو ورځنۍ لوبه کې که هر څومره هم پيچ خراب وي ډيرې لږ دي خو بيا به هم دعا وي کوو، ځکه د افغانستان توپ وهونکي د توپ اچوونکو په شان اعتمادي نه دي

د سميع الله په وروستي بال د ايل بي ډبليو اپيل وشو خو سرېلنکايي لوبڅار غوږ پرې ونه گراوۀ

خورا ډيرو اوريدونکو او ليدونکو حميد حسن ته مبارکي ورکړې ده چې هميلټن يې وسوځاوۀ ، له ټولو منندوى يو

د نبي پر ځاى سميع راغى

له افغان کپتان سره نن ، سميع ، عبدالله مزارى ، شاپور ، ميرويس ، حميد او نبي شته ، خپله نوروز او کريم هم بالينگ کولى شي خو د دې ټولو په شته والي کې پر اصغر بالينگ حيرانونکى ښکاري ، شايد دوى ته په پيچ کې داسې څه ښکاري چې نورو ته نه ښکاري

اصغر ستانکزى راستون شو ، حيرانونکې پريکړه ده

د حميد پنځه اوورونه پاتې دي ، شايد د وروستيو شېبو لپاره وساتل شي

د سکاتلند لوبغاړو خپل نيمايي اوورونه بشپړ کړل ٩٥ منډې يې وکړې او څلور کسان يې وسوځيدل

عرفات له خوسته : که لوبه همداسې روانه وي سکاتلند ٢٥٠ کوي .

علاقه دار ځدراڼ د خوست له ميوند پوهنتون څخه : د ميوند پوهنتون ټول محصلين لاس په دعا يو ( د ټولو به نو دا لوبه نه وي خوښه که واى اوس به مو لوبډله هم ښه واى !)

د همليټن او واټس ترمنځ د ٦٨ منډو ملگرتيا وشوه

نبي وايډ بال وکړ ، دا يې دويم دى

د حميد توپ ياکر و چې منځنۍ ويکټه يې والوزوله

هميلټن د حميد حسن په توپ بولډ اوټ شو

پر حميد لگيدلې څلوريزه هوايي و او د کيچ غږ واوريدل شو خو د نيولو نه و

په حميد څلوريزه ولگيده

محمد يوسف له کابله : له حميده هيله من يم چې ژر کسان وسوځوي او ياران خوشاله کړي

په نبي څلوريزه ولگيده

ايوب مشتاق له خوست نه : زۀ په ټولگي کې له استاد نه په پټه وېبپاڼه گورم که ويکټ ولويده ټوپونه به وهم ( څوک خبر دې چې په پټه شايد استاد يې هم په پټه گوري ، خو لومړى سبق بيا کريکټ )

عزيز له ديلي : که دغه دوه اوټ نه شول لوبه خطرناکه شوه

د سکاتلنديانو د منډو اوسط څلورو ته نژدې کيږي

د سکاتلند دغو ولاړو دوو لوبغاړو تر اوسه د ٥١ منډو ملگرتيا لرلې ده

حميد يو وايډ بال وکړ، تر دۀ وړاندې تير اوور کې نبي هم يو کړى و

افغان بالينگ


ميرويس اشرف : په ١٠ اوور کې ٢٧ منډې ورکړې دي ١ کس سوځولى

اصغر ستانکزى : ٦ اوور کې ٣٣ منډې ورکړې دي ١ سوځولى

سميع الله شينوارى : ٨ اوور کې ٢٩ منډې ورکړې دي ٢ سوځولي


نبي : په ٦ اوورونو کې ٢٣ منډې ورکړې

د اصغر په بالينگ ډيرو ليدونکو نقد کړى دى ، اصغر بالر نه دى هغه بيتسمن دى خو بايد په ياد ولرو چې په وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کې چې په هالند کې وه اصغر ښه بالينگ کړى و

حميد حسن راغى

عرفات شاه له کابله : نورې څو لوبې شته ( يوه بله ده چې هغه سبا ده

محمد شفيق هيوادپال له کابله : شاپور په څلور ورځنۍ لوبه کې نه و ځليدلى خو نن ښه لوبيږي

عزيز الحق له ديلي او مسعود له کابله : په اصغر سکاتلنديان بلد شول بدل يې کړه

صابر احمدزى له اسپانيا : موږ خو پوره بالران لرو اصغر ته څه اړتيا وه ( خبره دې منم ، پوره څه چې شپږ بالران دي ، کريم او نوروز يې هم کولى شي )

د ميرويس پر ځاى نبي راغى

په اصغر بله څلوريزه ولگيده

بدرمنير ځاځى له هنده : ولې نور الحق او جاويد ته چانس ورنه کړ ( دا اوسنۍ لوبډله بريالۍ وه )

په اصغر بله څلوريزه ولگيده

ارين له لندنه : ولې نبي او حميد نه راځي ، جوړ خو به وي ( جوړ دي خو وخت لا شته ، ٣٦ نور اوورنه دي )

د ميرويس په اووم اوور کې يوازې يوه منډه وشوه

عزيزالحق له ديلي : د شاپور پر ځاى بايد سميع يا حميد راغلي واى

نصيب الله له خوسته : دا لوبه د وخته افغانانو وگټله ( ته نو روژې ډير پسې را اخيستې يې )

په اصغر بله څلوريزه هم ولگيده ، د دۀ راتگ شايد بريالۍ تجربه نه وه

د اصغر لپاره شهزاد نژدې ولاړ که توپ لږ هم په بيټ ولگيږي شاته څلور کيږي

پر اصغر څلوريزه ولگيده

د شاپور پر ځاى اصغر ستانکزى بالينگ ته راغى

عبدالروف له کندهاره : بالران ښه دي خو د افغانستان منډه جوړونکي بايد احتياط وکړي ( هغوى لا لوبه نه ده پيل کړې تاسو بيا پرې قضاوت کړ ؟)

د ميرويس په شپږم اوور کې يوه منډه هم ونه شوه

وقار له واشنگټنه : هملټن په پنځه ورځنۍ لوبه کې لوبيدلى خو دواړه وار په صفر سوځيدلى دى ( اوس يې نو تر کوره مه پسې ځغلوه )

فضل محمود فضلي له سويډنه : همليټن چې يو وخت د انگلستان لوبغاړى و اوس ولې د سکاتلند له خوا لوبيږي ( د کريکټ نړيواله شورا داسې قانون لري چې که له ټاکلي وخته وروسته څوک د بل هيواد له خوا لوبيږي نو کولى شي چې دا کار وکړي خو بايد د هغه هيواد د تابعيت له قانون سره سم چليدلى وي )

د شاپور په شپږم اووور کې يوازې يوه منډه وشوه

ارين له لندنه : گومان کوم د جمعې په ورځ بي بي سي ويده وه ، د څلور ورځنۍ لوبې وروستۍ ورځ يې مخامخ نه يادوله ( يوه نيمه ورځ خوخوب هم را لوروه ، رپوټ دې بيا ولوست که نه ؟ )

افغان لوبغاړو بالينگ پاور پلې واخيست چې تر ١٥ اووره به دوام کوي

حبيبزى خوستى له چينه : دا لوبه پر نړيوالو لوبو کوم اثر لري ؟ له تاسو مې جار کړې ( خداى دې له موږ مه جاروه تر موږ به لا خواږۀ او نژدې وي ، د هرې لوبې گټل پر نړيوالو درجه بنديو اثر کولى شي )

مسعود له کابله : نور بالينگ ښه دى خو اضافي منډې يې ډيرې ورکړې دي تر اوسه يې لس اضافي منډې ورکړې دې بايد مخه يې ونيول شي ( دوى يې هم په لوى لاس نه ورکوي خو خبره دې پر ځاى ده )

د شاپور په پنځم اوور کې يوه منډه هم ونه شوه

خو همېلټن تر اوسه د شاپور له توپونو سره ښه لوبه نه شي کولى

د سکاتلند همېلټن يو وخت د انگلستان د ملي لوبډلې له خوا لوبه کړې او په يوې پنځه ورځنۍ لوبه کې يې گډون درلود ، خورا ډير تجربه لرونکى دى او افغان لوبغاړي يې بايد ژر تر ژره وسوځوي که نه نو لوبه ترې گټلى شي

اريوب ځاځى له جرمني : که افغانستان دا لوبه وگټله زۀ به يوه غوا حلاله کړم هغه هم خپله پردى نه ( گوره روژه ده درواغ لا ډيره گناه لري )

شعيب له برتانيا : نو بالونو ته بايد پام وشي دا څلور ورځنۍ لوبه نه ده .

سردار گل او کبير گل له کندهاره : موږ لاس په دعا يو چې بيا سکاتلند ته ماتې ورکړو

د شاپور په فري هيټ شپږيزه ولگيده

شاپور بل نو بال وکړ اوس به بل فري هيټ وي چې څوک پرې بې له رن اوټه بل ډول نه سوځيږي

د شهزاد او سکاتلندي لوبغاړو ترمنځ تاويلي ما ويلي ډيرې روانې دي ، لږ وړاندې شهزاد په يوۀ توپ ويکټ وېشته خو سکاتلندى لوبغاړى پرې ولگيد ، په څلور ورځنۍ لوبه کې هم د سکاتلنديانو او شهزاد ترمنځ کروت ډير خړ و

د شاپور د څلورم اوور په لومړي توپ هم سکاتلندي لوبغاړي خطرناکه لوبه وکړه او په مټ کې روغ پاتې شو

د سکاتلند هملټن او واټس اوس ولاړ دي په دوې کې لومړني په يو ورځنيو لوبو کې تر ١١٠٠ ډيرې مندې کړي او دويم يې نژدې ٨٠٠ منډې لري په دې حساب دواړه ښه تجربه لرونکي دي

د ميرويس د دريم اوور په لومړي بال نژدې بل کس سوځيدلى و

د افغان بالرانو له لورې ښه پيل شوى دى ، سکاتلند شايد اوس د پچې له گټلو وروسته د منډو پر انتخاب پښېمانه وي

محمد عطا الله صباح له کابله : سلامونه او ښې چارې شاپور خانه لاس دې ځار شم او ټولو وروڼوته چې په همدې لوبه کې ګډون لرځ مبارک وایم او د ښه توان په هیله

د سکاتلند دريم لوبغاړى د شاپور په توپ شهزاد کيچ کړ

تر اوسه په درو رسمي نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ميرويس اشرف په درو لوبو کې درې او شاپور په نهو کې ١٥ لوبغاړي سوځولي دي

په ميرويس څلوريزه ولگيده

ميرويس اشرف د سکاتلند دويم لوبغاړى دېوى ايل بي ډبليو اوټ کړ

د سکاتلند نوى لوبغاړى دېوي د لندن په ميډلسکس کاونټۍ کې لوبيږي او ښه تجربه لرونکى لوبغاړى دى تر اوسه يې اووه منډې کړې چې يوه پکې څلوريزه ده

د شاپور په فري هيټ څلوريزه ولگيده

شاپور نو بال وکړ چې ورسره فري هيټ شو

د سکاتلند لومړنى لوبغاړى مومسن د شاپور په توپ شهزاد کيچ کې

شاپور ځدراڼ لومړنى کس وسوځاوۀ

افغان لوبغاړي وايي چې د اېير په ښار کې دا لوبغالى ټيټ او لوړ دى ، يو لور مخ په ځوړ دى او بل مخ په لوړ له همدې امله دوى پرې ډير نو بالونه کړې دي

د شاپور په وروستي بال څلوريزه ولگيده

جاويد له کابله : ايا تاسو نه و ويلي چې د افغانستان بله لوبه به له کينيا سره وي ؟ ( هو ويلي مو و خو هغه مو څلور ورځنۍ لوبه يادوله نه يو ورځنۍ )

د افغانستان په لوبډله کې کوم بدلون نه دى راغلى او هغه لوبغاړي لوبيږي چې په څلور ورځنۍ لوبه کې لوبيدل .

سکاتلند پچه وگټله او خپله منډې کوي

ايوب له خوسته : که افغانستان دا لوبه وگټله زۀ به چرگ حلال کړم ( خپل که پردى ؟)

د افغانستان له لورې که کوم بدلون راتۀ نو جاويد احمدي به د عبدالله مزار پر ځاى راځي

د سکاتلند په لوبډله کې دوه نوي لوبغاړي راغلي چې په څلور ورځنۍ لوبه کې نه ول ، دغه دواړه د انگلستان په مډلسکس کاونټۍ کې چې په لندن کې ده ، لوبيږي او خورا تکړه لوبغاړي ښکاري .

د افغانستان کپتان نوروز منگل او د سکاتلند کپتان گوردڼ ډرومند د پچې لپاره ميدان ته وتلي دي

نوروز او ملگرې يې

د سکاتلند د اېير په ښار کې هوا ښه ده ، لمر دى او لوبه به لږ تر لړه د ورښت له امله له خنډ او ځنډ سره نه وي مخامخ .

افغانستان له سکاتلند څخه څلور ورځنۍ لوبه گټلې وه اوس به سکاتلنديان هڅه کوي چې خپل غچ په يو ورځنيو لوبو کې واخلي .

د افغانستان او سکاتلند تر منځ تر اوسه دوه رسمي نړيوالې يو ورځنۍ لوبې شوې دي چې يوه افغانستان او بله سکاتند گټلې ده .

خو په شل اوريزو نړوالو رسمي لوبو کې افغانستان سکاتلنديانو ته ماتې ورکړې وه او د اې کلاس په يو ورځنۍ لوبه کې هم افغانستان برلاسى شوى و .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .