د افغان کریکټ اکاډيمۍ ځوانه لوبډله په کراچۍ کې اتله شوه

افغان کریکټ لوبډله

د افغانستان دغې ځوانې لوبډلې تر اوسه پنځه سیالۍ کړې، چې څلور یې ګتلې اویوه یې بایللې ده.

د کراچۍ د رمضان په سیالیو کې د ځوان افغان کریکټ لوبغاړو د اکاديمۍ لوبغاړي اتلولي وګټله.

دغه سیالۍ د وږي پر څلورمه پيل شوې وې، چې ۱۶ لوبډلو پکې ګډون کړی و.

د پاکستان له لوبډلې سره د ځوان افغان کریکټ اکاديمۍ سیالي تېره شپه ناوخته پای ته ورسېده .

په کراچۍ کې د دغې لوبډلې روزونکي اسدالله خان بي بي سي ته وویل:

''دغه شل اووریزه لوبه نن موږ وګټله او زموږ په مقابله لوبډله کې د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي هم ول، شهزاد او جاوېد احمدي ډېر په زړه پورې بالینګ وکړ. موږ ۱۵۹ منډې جوړې کړې، خو زموږ سیاله لوبډله په ۹۷ منډو کې وسوځېده.''

اسدالله خان دا هم وویل چې دا د دوی د لوبډلې او اکاډيمۍ لپاره یو لوی بری دی؛ ځکه چې د پاکستان یوې تکړه لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

د دغې لوبډلې روزونکی وايي چې تر دې وروسته به دا لوبډله کینیا ته ځي او هلته به له کوربه هېواد سره څلور ورځنۍ او یوه ورځنۍ لوبې ولري.

د لوبې تفصیل

د افغانستان د کریکټ بورډ د رسنیو څانګې بي بي سي ته ويلي چې پچه لومړی افغان لوبډلې وګټله.

د پاکستان په لوبډله کې د نهو لوبغاړو ترڅنګ رانا نوی او کامران نذیر هم ول، چې دواړه د دغه هېواد د ملي لوبډلې لوبغاړي دي.

د دغې لوبډلې روزونکی وايي چې تر دې وروسته به دا لوبډله کینیا ته ځي او هلته به له کوربه هېواد سره څلور ورځنۍ او یوه ورځنۍ لوبې ولري.

د افغانستان د کریکټ ځوانې لوبډلې په شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدا ۱۵۹ منډې وکړې، چې د پاکستان د اي او بلوز سیالې لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۷ منډې جوړې کړې.

حمید حسن د توپ اچولو غوره لوبغاړی ونومول شو او په ټوله کې شهزاد محمدي د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

لوبه د پاکستان پر وخت د شپې ۱۱ بجې پای ته ورسېده.

د افغانستان دغې ځوانې لوبډلې تر اوسه پنځه سیالۍ کړې، چې څلور یې ګتلې اویوه یې بایللې ده.

د افغان لوبډلې بالینګ

شاه پور ځدراڼ: بالینګ ۱۳، منډې ۹ ، ویکټې ۱

عبدالله مزاري: بالینګ ۲۴، منډې ۱۶، ويکټې ۲

سمیع الله شینواری: بالینګ ۲۴، منډې ۱۶، ویکټې صفر

خالق داد نوري: بالینګ ۱۲، منډې ۱۲، ویکټې صفر

حمید حسن: بالینګ ۱۸، منډې ۱۲، ویکټې ۳

محمد نبي: بالینګ: ۱۲، منډې ۱۱، ویکټې ۳

افغان لوبغاړي

لوبه د پاکستان پر وخت د شپې ۱۱ بجې پای ته ورسېده.

اصغر ستانکزی: بالینګ: ۶، منډې ۱۶، ویکټې صفر

بيټینګ

محمد شهزاد: منډې ۵۹، بالینګ ۴۱

جاوید احمدي: منډې ۱۸، بالینګ ۱۴

اصغفر ستانکزی: منډې ۴۳، بالینګ ۳۶

محمد نبي: مندې ۶، بالینګ ۹

سمیع الله شینواری: منډې ۲۳، بالینګ ۲۰

خان محمد: منډې صفر، بالینګ صفر.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .