کریکټ: پاکستان انګلستان ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه

Image caption د انگلستان له لوري کپتان سټراس تر تولو زيات رنزونه يعنې اته شپيته منډې جوړې کړې، د روانو سياليو وروستۍ به په سوت هيمپټن کې د چارشنبې په ورځ کيږي.

پاکستان انگلستان ته د کریکټ په څلورمې يو ورځنۍ لوبې کې په ۳۸ رنزونو يا منډو ماتې ورکولو سره د پنځو ميچونو روانه سيالي برابره کړه.

وروستى او پنځم ميچ به د چارشنبې په ورځ کيږي.

پرونۍ لوبه د پاکستان د کریکټ بورد د مشر اعجاز بټ لخوا دې ادعا سره سره وشوه چې گوا کې د انگلستان ټيم د جمعې د ورځې دريم ميچ قصدا بايللى وو چې په دې ډول ټول سيريز ژوند وساتي.

ښاغلي بټ دا ادعا له هغې وروسته وکړه چې د پاکستان د ځينو لوبغاړو باندې نور تورونه مخې ته راغلل چې د جمعې د ورځې سيالي کې ېې رنزونه له وړاندې ټاکلي يا فيصله کړي وو.

په پرونۍ لوبې کې پاکستان د اوو لوبغاړو په سر دوه سوه پنځه شپيته رنزونه جوړ کړي وو.

د پاکستان له لوري محمد حفيظ تر ټولو زيات څلور شيپته منډې جوړې کړې، ال راونډرعبدالرزاق د خپل انننگز په پاى کې په شلو توپونو څلور څلويښت منډې جوړې کړې.

د انگلستان د لوبې پيل هم ډير تند وو او او لومړنۍ وکټه ېې په ۱۱۳ رنزونو ولوېدله.

که څه هم په منځ کې ځينو لوبغاړو ښه لوبه وکړه خو د اوږد وخت لپاره څوک په وکتې ونه دريدل او په دې ډول اانگلستان ټول تيم په اوه څلويښتم اور کې دوه سوه اوه ويشت رنزونو جوړولو وسوځېد او پاکستان لوبه وگټله.

د انگلستان له لوري کپتان سټراس تر تولو زيات رنزونه يعنې اته شپيته منډې جوړې کړې، د روانو سياليو وروستۍ به په سوت هيمپټن کې د چارشنبې په ورځ کيږي.

ورته مطالب