کريکټ : افغانستان د څلور ورځنيو سياليو پايلوبې ته ورسيد

نوروز منگل
Image caption د کپتان نوروز منگل په مشرۍ افغانستان پرله پسې برياليتوبونه وموندل .

د کريکټ نړيوالې شورا تاييد کړه چې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د لويو وچو د اتلوليو يا اينټرکانتيننتل کپ په څلور ورځنيو لوبو کې پايلوبې ته ورسيده .

د لويو وچو څلور ورځنۍ اتلولۍ يا اينټر کانتينينتل کپ کې افغانستان په لومړي ځل گډون کاوۀ .

که څه هم افغان لوبډله به د اکتوبر په پيل کې له کينيا سره خپله وروستۍ څلور ورځنۍ لوبه کوي خو د نورو لوبډلو پايلې په دې مانا دي چې د کينيا تر لوبې وړاندې لا افغان لوبډله پايلوبې ته رسيدلې ده .

د پايلوبې سيال لا تر اوسه څرگند نه دى خو ډير امکان دا دى چې زمبابوې به وي .

افغانستان په دغو سياليو کې خپله لومړنۍ لوبه له زمبابوې سره مساوي ختمه کړې وه خو د زمبابوې له پياوړې لوبډلې يې په لومړي نوبت يا پاڼۍ کې ډيرې منډې درلودې او په دې توگه يې نهه پواينټونه پکې موندلي و .

په دويمه لوبه کې يې هالند ته ماتې ورکړې او په دريمه کې يې د تيرو اتلوليو اتل ايرلنډ مات کړ .

افغان لوبډلې خپله څلورمه او پنځمه لوبه له کانادا او سکاتلند څخه وگټله .

کينيا که څه هم پايلوبې ته د رسيدا هيله نه لري خو په روانو اتلوليو کې دا ځل دوى هم ډير نه دې ځليدلي .

خو پايلوبې ته له رسيدا وروسته اوس افغان لوبډله دا چانس لري چې له کينيا سره په پرتليزه توگه کمزورې لوبډله ولوبوي ځکه چې د لوبې پايله به پايلوبې ته د دوى په رسيدا کوم اغيز ونه لري .

ريکارډونه

په څلور ورځنيو لوبو کې چې افغان لوبغاړو ته نوې تجربه وه گڼ لوبغاړي وځليدل .

محمد شهزاد له کانادا سره ناسوځېدلې دوه سوه منډې وکړې .

نور علي او محمد نبي هم په دغو سياليو کې سليزې وکړې .

نور علي ځدراڼ په خپله لومړنۍ لوبه کې له زمبابوې سره په دواړو نوبتونو کې سليزې وکړې چې په دې توگه په نړۍ کې پنځم لوبغاړى شو چې دغه وياړ ترلاسه کوي .

د بالينگ په برخه کې حميد حسن له سکاتلند سره په لوبه کې د يولسو لوبغاړو په سوځولو لومړى افغان شو چې په يوه لوبه کې تر لسو ډير لوبغاړي سوځوي .

دولت احمدزي بيا له ايرلند سره په لوبه کې په يو وار پنځه لوبغاړي سوځولي و چې د افغان بالر له لورې لومړنى ځل و .

د افغانستان د لوبډلې روزنه په دغو سياليو کې د کبېر خان په غاړه وه خو په وروستۍ لوبه او پايلوبه کې به راشد لطيف دغه وياړ لري .

ورته مطالب