هند لاهم د همګټو هېوادونو لوبو ته چمتو نه دی

هند

کارګران د لوبو په کلي کې له ناولتیاوو، سیلابونو او نورو ستونزوسره لاس او ګرېوان دي.

هندي چارواکي وايي چې د راتلونکې اوونۍ د همګټو هېوادونو لوبو ته تیاری نیسي.

وایي د هغو کورونو پنځمه برخه چې د لوبغاړو د استوګنې لپاره په پام کې ده لاندې جوړشوي.

کارګران د لوبو په کلي کې له ناولتیاوو، سیلابونو او نورو ستونزوسره لاس او ګرېوان دي.

هند: د لوبو کلی به د چارشنبې پر ورځ چمتو شي

د هند د پلازمېنې ډيلي د چارو وزیرې شیلا دیکسي ويلي د همګټو هېوادونو د لوبو کلی به د راتلونکې چهارشنبې (د سپتمبر ۲۹مه) تر ورځې پورې چمتو نه شي.

دیکسي زیاتوي، چې تر اوسه یې د لوبغاړو د استوګنې ۶۶ فلټونه جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر هندي چارواکو نیوکې کېږي، چې ګني د لوبو د کلي د جوړېدو په چارو کې ناغيړي کوي او کارونه یې ټکني دي.

د لوبو په دغه کلي کې تر څلور زرو ډېر کاریګر کار کوي، چې هند ته د نړۍ له هر ګوټ نه د لوبغاړو ورتګ پيل شوی دی.

دا مهال به دغه کلي کې د کینیا، سکاټلنډ او هند لوبغاړي اوسېږي.

خو ځينې سیالې ډلې بیا نیوکه کوي، چې دغه کلی د لوبغاړو د اوسېدو لپاره مناسب نه دی او نه یې امنیت ته ډېر پام شوی.

ډیلی

هندي چارواکي وايي د همګټو هېوادونو د لوبو لپاره به د استوګنې ځایونه تر راتلونکې چهارشنبې پورې بشپړ شي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ له برتانیا نه ډیلي ته د لوبو د ورغلې ډلې چارواکو ویلي وو چې له هوټلونو څخه به خپل لوبغاړي د لوبو کلي ته د اوسېدو لپاره ولېږدوي.

"یو کال مخکې"

د استرالیا د اولمپیک لوبو د ډلې مشر جان کوتس ویلي هند ته باید د همګټو هېوادونو د لوبو د کوربه توب اجازه نه وای ورکړل شوې.

ښاغلي کوتس ویلي "د همګټو هېوادونو د لوبو اتحادیه دا امکانات نه لري، چې د لوبو لپاره غوره ځایونه او ښې اسانتیاوې رامنځ ته کړي، د هند لخوا د لوبغاړو د استوګن ځایونو پر چارو یوازې پنځه نړیوال څارونکي څارنه کوي. حال دا چې په ۲۰۱۲ کال کې به د اولمپيک لوبو لپاره، چې ټاکل شوې په لندن کې ترسره شي، ۴۰۰ کاریګر کار کوي."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .