کرېکټ:افغانستان پر کينيا برلاسى دى

حميد حسن

حميد حسن په دويم توپ د کينيا لومړى کس وسوځاوۀ

وروستى حال : افغانستان په دويم وار : ١٦٦ منډې ٥ کسه سوځيدلي د دويمې ورځې لوبه پاى ته ورسيده

کينيا په لومړي نوبت کې: ١٦٠ منډې ( حميد حسن پنځه کسه او سميع درې کسه وسوځول )

افغانستان لومړى نوبت : ٤٦٤ نوروز منگل ١٦٨ ، ميرويس اشرف ٨٠ ناسوځيدلى

دويمه ورځ

د لوبې د لومړۍ هغې په څير دويمه ورځ هم په پيل کې افغان لوبغاړو ته ښه نه وه خو په پاى کې تر کينيا دوى ډير خوښ دي .

افغان لوبغاړو په پيل کې خپل پاتې څلور لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل خو بيا يې د کينيا وضعه هم خرابه کړه .

د حميد حسن تيزو بالونو د کينيا پياوړې لوبډله داسې ماته کړه لکه سيلاب چې پر شگو ورځي .

حميد حسن په دريم پرله پسې ځل پنځه کسه وسوځول .

سميع الله شينواري هم درې لوبغاړي پر ځاى کښېنول .

د افغانستان د ٤٦٤ منډو په ځواب کې د کينيا ټوله لوبډله يوازې په ١٦٠ منډو وسوځيده .

افغانستان دا چانس درلود چې کينيا بيا منډو ته اړ باسي خو داسې يې ونه کړل .

د هغې پر ځاى يې خپله مندې وکړې چې د زلمي لوبغاړي جاويد احمدي د ٥٥ منډو په مرسته يې د ورځ په پاى کې ١٦٦ منډې کړې وې چې ټول لاسبرى يې ٤٧٠ منډو ته رسيد .

سبا د لوبې په دريمه ورځ به افغانستان د خپلو پاتې پنځو لوبغاړو په لرلو هڅه کوي چې لږ تر لږه پنځوس شپېته منډې نورې غواړي او بيا به د کينيا د سوځولو په نيت مټې رانغاړي .

افغانستان اوس ٤٧٠ منډې وړاندې دى ، له سميع او نبي وروسته يوازې ميرويس هغه لوبغاړى دى چې څه کولى شي او فکر کوم دوى به د پنځوس شپېتو نورو منډو اړتيا ويني

سميع الله شينوارى راغى ، د نن ورځې يوازې شپږ اوورونه پاتې دي

اصغر کيچ اوټ شو ٢٧ منډې يې کړې وې چې دوه پکې شپږيزې وې

رفيع الله له خوگياڼو : ايا افغانستان به د ٢٠١١ کال په نړيوالو اتلوليوکې برخه اخلي ( نه ، د غوراوي په لوبو کې تير کال دوى ونه توانيدل )

نبي او اصغر تر اوسه د ٣٠ منډو ملگرتيا کړې ده

عبدالرحيم له ننگرهاره : نبي او اصغر په لومړي وار ښه لوبه نه وه کړې اوس بايد شپږيزې ووهي

اته نور اوورنه پاتې دي او د افغانستان ټولې منډې اوس ٤٦٥ دي

د نن ورځې لس نور اوورونه پاتې دي

د افغانستان ټوله لاسبري اوس ٤٦١ منډو ته ورسيده

اصغر خپله دويمه شپږيزه ووهله

نبي شپږيزه ووهله

رفيع الله له خوگياڼو : حميد حسن ته وواياست چې په لسو توپونو لس کسه وسوځوي ( اشتها مو لکه چې صافه نه ده )

هارون عادل له بغلانه : د کريکټ لوبډله د ستاينې وړ ده

نبي څلوريزه ووهله

طاهر تنها له رياض څخه : زما ايميل ولې نه خپروئ ( روح الله وروره ما څه ويلي و ؟)

روح الله له دوبۍ : بي بي سي له تاسو مننه چې له لوبې مو خبروئ او ستاسو ځوابونه مو خوښيږي ( اووو په دې نړۍ کې خوښ کسان ډير لږ وي ، کور مو ودان )

د کينيا دوه سپېن بالران بالينگ کوي ، د افغان په ټيم کې اصغر او نبي تر ټولو ښه پرې لوبيدلى شي

محمد نبي عيسى خيل لوبې ته راغى ، د افغانتسان ټولې منډې اوس ٤٣٧ دي لا هم اتيا نوي شايد تر هغه څه کمې وي چې دوى يې هيله لري

نوروز منگل په ٣٣ منډو کيچ اوټ شو

اصغر ستانکزي شپږيزه ووهله

سليم جگړن له غزمي : جاويد احمدي تاسو بي بي سي والو په نظر کړ ( له چا بخښنه وغواړو ؟)

د افغانستان ټولې منډې اوس ٤٢٦ دي خو لا هم اتيا نوي نورې شايد پکار وي

اصغر په لومړي توپ يوه منډه واخيسته او ورپسې نوروز دوه واخيستې

د جاويد او نوروز ترمنځ د ٦٦ منډو ملگرتيا وشوه اوس اصغر ستانکزى راغى

جاويد احمدي ايل بي ډبليو اوټ شو دۀ ٥٥ منډې وکړې اته څلوريزې يې درلودې

جاويد احمدي د نور علي ځدراڼ پر ځاى لوبې ته راغلى ، نور علي ټپي شوى و ، نور علي په خپله لومړۍ لوبه کې دوه سليزې کړې وې او جاويد که څه هم لا د سليزې ليرې دى خو په پنځوسيزې يې د روزنکي او کپتان اعتماد ته ښه ځواب ووايۀ .

جاويد خپله اتمه څلوريزه ووهله

جاويد احمدي پنځوسيزه پوره کړه ، په ٥٥ توپونو او د اوو څلوريزو په مرسته د کندز تنکي زلمي دغه وياړ ترلاسه کړ

جاويد احمدي اوس ٤٩ شو ، ايا په لومړۍ لوبه کې به پنځوسيزه وکړي ؟ نور علي ځدراڼ په خپله لومړۍ لوبه کې سليزه کړې وه

جاويد احمدي په ٤٨ منډو ولاړ دى ، دۀ له نوروز منگل سره تر اوسه د ٥٥ منډو ملگرتيا کړې ده

شايد نوي يا يوسلو شل نورې منډې بس وي چې د افغانستان مجموعه به تر ٥٢٠ واړوي او افغان بالران به ډير وخت ولري چې کينيا بيا وسوځوي

کينيا اوس خپل دوه ورو بالران راوستل ، يو وخت مې اوريدلي و چې جاويد احمدي له ورو بالرانو سره ښه لوبه نه کوي ، که دا خبره رښتيا وي نو اوس شايد له ستونزو سره مخامخ شي ،

جاويد احمدي په ٤٥ توپونو تر اوسه ٤٥ مندې کړي دي چې اووه پکې څلوريزې دي ، نوروز منگل بيا د درو څلوريزو په مرسته ٢٢ کړې دي

افغان لوبډله په دويم ځل

کريم صادق : ٢٢ مندې بولډ اوټ

جاويد احمدي: ٥٥ ايل بي ډبليو اوټ

محمد شهزاد : ٨ منډې بولډ اوټ

نوروز منگل : منډې کيچ ٣٣

اصغر ستانکزى :

جاويد احمدي خپله اوومه څلوريزه ووهله .

د افغانستان د منډو مجموعه تر ٤٠٠ واوښته

نوروز منگل دريمه څلوريزه وهله

جاويد او نوروز گډه لوبه کوي ، نوروزمنگل تر اوسه شپږ لوبې کړي دي او ٥٠٤ منډې يې کړې دي او جاويد په دې لومړۍ لوبه کې تر اوسه ٥٢ منډې لري ، دا ښه موقع ده چې جاويد احمدي له خپل کپتان او خورا ډير تجربه لرونکي لوبغاړي زده کړه وکړي .

په دويم وار افغانستان په ١٧ اوورونه کې تر اوسه ٩٠ منډې کړي چې اوسط يې تر پنځو پورته دى

جاويد احمدي اوس په ٤١ منډو ولاړ دى

د نن په ورځ ٢٥ نور اوورنه پاتې دي

جاويد احمدي خپله شپږمه څلوريزه ووهله .

امير الله له خوسته : په دويم وار بايد افغانستان ٥٥٠ منډې وکړي ( په دويم وار که ټول ټال همدومره هدف ورکړي ؟ )

هزار گل همدرد له پکتيا : فکرم کوم نوروز منگل لوبه ورو کړه او دا د افغانستان په گټه ده .

نوروز منگل له وروستيو دوو منډو سره اوس په څلور ورځنيو لوبو کې خپلې ټولې منډې تر ٥٠٠ واړولې

زلمي جاويد احمدي پر ٣٦ توپونو تر اوسه ٣٣ منډې کړي دي

پر کينيا اوس د افغانستان برلاسي ٣٨٠ منډو ته ورسيده

نوروز دويمه څلوريزه ووهله

نوروز منگل خپله لومړنۍ څلوريزه ووهله په لومړي وار دۀ ٢٣ څلوريزې وهلې وې

د دويمې ورځې د لوبې لا ٢٩ اوورونه پاتې دي ، په دې اوورونو کې افغانستان کولى شي چې ډيرې منډې وکړي او سبا د لوبې په دريمه ورځ هم تر غرمې لوبه وکړي او بيا په پاتې يوه نيمه ورځ کې د کينيا د بيا سوځولو هڅه پيل کړي .

په دويم وار افغانستان تيزه لوبه پيل کړه خو د کريم او شهزاد په ژر له لاسه ورکولو يې د منډو سرعت کم شو

جاويد احمدي په ٣٠ او نوروز منگل په ٣ منډو ولاړ دي

د افغانستان د کريکټ بورډ اداري مسوول ډاکټر حامد شينواري د هغو اوريدونکو پوښتنه ځواب کړه چې ولې فالو ان ونه شو ، دوى بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې دا پريکړه د کپتان او روزنکي ده زۀ په کابل کې يم او اوس څه پر ويلى نه شم وروسته چې نور معلومات ترلاسه کړم بيا پرې خبرې کولى شم .

جاويد احمدي څلوريزه ووهله

جاويد شينوارى له ننگرهاره : د کريکټ بورډ غبرگن واخلئ چې د کينيا په نه فالو ان کولو څه وايي ؟ ( که مو څوک وموندل ستاسو غوښتنه به پر ځاى کړو )

د شهزاد له سوځيدا وروسته منډه نه ده شوې ، نوروز منگل خپله هم محتاط پيل کړى او پر جاويد احمدي يې هم اغيز وينو

د افغانستان لاسبري اوس ٣٥٧ منډو ته رسيدلې ده

اوتينيو په لومړي وار د افغانستان څلور لوبغاړي سوځولي و او اوس هم دواړه سوځيدلي لوبغاړي د دۀ په مټ ستانۀ شول

نوروز منگل د څه باندې ٥٤ منډو په اوسط تر اوسه ٤٨٧ منډې کړې دي او د همدې روانې لوبې په لومړي نوبت کې يې ١٦٨ خوندورې منډې کړې وې

افغان لوبغاړي بايد د شل اوريزو سياليو غوندې لوبه ونه کړي چې که ژر وسوځيدل نو کينيا به اسان هدف ترلاسه کړي

نوروز منگل راغى چې له جاويد احمدي سره په گډه لوبه پر مخ بوځي

شهزاد په اتو منډو بولډ اوټ شو

شهزاد خپله دويمه څلوريزه ووهله

بدرمنير له هنده : په دې سياليو کې تر ټولو ډير لوبغړي چا سوځولي دي ( حميد حسن )

رحمت منگل له اسلام اباده : انشالله د ٦٠٠ منډو هدف به ټاکي

جاويد احمدي څلورمه څلوريزه ووهله

جاويد احمدي دريمه څلوريزه ووهله

ننگيالى ساحل له ناروې : په اتفاق که لوبه وشي گټل کيږي ( کله بيا جنگ روان و )

افغانستان اوس ٣٤٥ منډې تر کينيا وړاندې دى

شهزاد په لومړي توپ څلوريزه ووهله

کريم بولډ اوټ شو ، دۀ په ٢٢ توپونو ٢٢ منډې کړې وې

کريم خپله څلورمه څلوريزه ووهله

کريم خپله دريمه څلوريزه ووهله ، جاويد احمدي هم دوه څلوريزې وهلې دي

اوس تر کينيا د افغانستان ٣٢٩ منډې ډيرې دي او لا هم ورسره لس لوبغاړي شته او دا امکان ډير دى چې لوبه تيزه کړي .

افغانستان په لومړي نوبت کې د ٣٠٤ منډو لاسبري موندلې ، اوس به گورو چې د دوى په گومان څومره منډې د بري لپاره بس دي ، شايد ٥٠٠ منډې بس وبولي که همداسې وي نو په دويم وار به د ٢٠٠ شاوخوا منډې ورته بس وي .

افغانستان په درو اوورونو کې ٢٢ منډې کړي دي کړي دي ، دواړه کريم او جاويد احمدي په ١١ ، ١١ منډو ولاړ دي

افغانستان خپله منډو ته ملا وتړله او کينيا يې فالو ان نه کړه

په لومړي نوبت کې د ٣٠٤ منډو برلاسي په دې مانا شوه چې افغانستان شپږ پواينټونه ترلاسه کړل .

افغان بالينگ

حميد حسن : ١٣ اوورونه ٧٠ منډې پنځه کسه سوځولي

عزت الله دولتزى : درې اوورونه ٢٣ منډې څوک ونه سوځول

محمد نبي : ١٣ اوورونه ٣٠ منډې او يو کس يې وسوځاوۀ .

خالق داد نوري : اووه اوورونه ٢٤ منډې ورکړې او يو کس يې وسوځاوۀ .

سميع الله شينواري : درې اشاريه پنځه اوورونه نهه منډې ورکړې او درې کسه يې وسوځول

د کينيا منډې

په ١٦٠ منډو د کينيا په څير د پياوړې لوبډلې سوځول دوه ډوله تفسيريدلى شي .

يا دا ميدان دومره خراب شوى چې اوس پرې منډې گرانې دي او يا د افغانستان بالران دومره پياوړي دي چې سيالان يې ځواب نه لري .

دواړه خبرې ممکنې دي .

د لومړۍ ورځې په پاى کې نوروز منگل بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په ځانگړې مرکه کې وويل چې دا ميدان به وروسته وروسته د منډو لپاره نه وي جوړ .

له بل پلوه د کينيا په لوبډله کې نه د حميد حسن په څير تيد بالر شته او نه د نبي او سميع غوندې جادوگر بالران لري .

د ميدان خرابۍ ته په پام سره شايد افغانستان اوس خپل دويم نوبت غوره کړي او کينيا فالو ان نه کړي .

که داسې وشي د کريکټ بورډ پريکړه به هم په زړۀ پورې وي چې څه ډول غبرگون پرې ښيي .

دوى په سکاتلند کې د هغه وخت پر روزنکي کبير خان نيوکه کړې وه چې ولې يې سکاتلند فالو ان کړى نه و .

د کينيا له لورې يوازې واټرز د ٧٣ منډو په کولو وځليد نور ټول لوبغاړي يې د افغان بالرانو په وړاندې بې وسه ښکاريدل .

رجب اغا د نوروز منگل په کيچ سميع الله شينواري وسوځاوۀ

رجب اغا تر اوسه ٣٦ منډې کړي او لا ولاړ دى

کينيا لا هم د افغانستان له منډو ٣٠٩ منډې شاته ده او په دې توگه که يې وروستى لوبغاړى وسوځيږي افغانسان دا واک لري چې فالو ان يې کړي يا په بله ژبه کينيا اړه کړي چې دويم نوبت ته هم راووځي

نور احمد ناصري له کندهاره : پر حميد حسن فخر کوو

سميع الله په درې اوورونو کې څلور منډې ورکړي او دوه لوبغاړي يې سوځولي دي

نهم کس شهزاد کيچ کړ سميع الله شينواري اوټ کړ

محمد عطا له کلات زابل څخه : د افغانستان د المپيک فدراسيون بايد د کريکټ بورډ په څير فوتبال او نورو لوبو ته پام وکړي ، کريکټ لوبغاړي اتلان دي او د دوى له وجې بايد نور لوبغاړي هم وهڅول شي .

د خالق داد بريالى اوور پاى ته ورسيد چې يو کس پکې وسوځيدۀ او په وروستي توپ يې څلوريزه وشوه

کبير حقمل له هنده : د خالقداد په دې توپ د کينيا د لوبډلې کار جوړ شو، اوس يې نو بېخي خبره ختمه شوه، افغانستان به يې ګټي، خو په دې نه پوهېږم چې افغان لوبغاړي به نن لوبه پيل کړي که سبا ته؟ ( دا يې نو په پريکړه پورې ده چې خپله بيا منډې کوي او که کينيا ته د منډو بلنه ورکوي )

اتم لوبغاړى د خالق داد نوري په توپ ايل بي ډبليو اوټ شو

جاويد الکوزى له کابله : اوس بايد ميرويس اشرف راشي

خوشال ساپى له جلال کوټ څخه : افغانان ښه لوبه کوي په ځانگړې توگه حميد حسن

د سميع په دويم اوور کې يوه منډه هم ونه شوه ، سميع تر اوسه په شپږو څلور ورځنيو لوبو کې د څه باندې ٣٣ منډو په اوسط ١٢ کسه سوځولي دي

کبير حقمل له هنده : پرون مو ژمنه وکړه چې د شاپورځدراڼ او نورعلي ځدراڼ د نشتوالي په اړه به مالومات ورکړئ، خو دا کار مو ونکړ، نن که راته وواياست دوی ولې په لوبه کې نشته؟ ( دا کار مو کړى و که لطف وکړئ او پرون له لوبې وروسته له نوروز منگل سره زموږ مرکه واورئ چې پر همدې وېبپاڼه شته نو وابه ورئ چې ولې هغوى لوبه نه کوي ، نور علي ټپي دى او شاپور ارام کوي )

ذبيح الله زيارمل ستانکزى له لوگره : يوازې زۀ نه بلکې ټول جهان پر حميد حسن فخر کوي

واټرز په ٩٥ توپونو د ١٢ څلوريزو په مرسته ٧٣ منډې وکړې ، اوس نو د کينيا د منډه جوړونکو ملا ماته شوې بوله

واټرز د ميرويس اشرف په کيچ سميع الله شينواري اوټ کړ

د رجب اغا او واټرز ترمنځ ملگرتيا ٥٧ ته ورسيده

واټرز٧٢ منډو ته ورسيد

د نبي پر ځاى سميع الله شينوارى راغى

خالق داد څلورم اوور کوي

د رجب اغا او واټرز ترمنځ ملگرتيا ٤٦ ته ورسيده

پر خالق داد سر په سر دوه څلوريزې ووهل شوې

نتکۍ ځلانده له کابله :افغانان په هر ځاى کې ځلیدلي او سر لوړي راغلي اوس هم خدای مهربان دی دوی به هم بریالي راشي ولی چې دوی د خپل پلار زامن دي او له ټولو هیواد والو څخه غواړم چې خپلو لوبغاړو ته دعاگانې وکړی

د کينيا دغو دوو ولاړو لوبغاړو تر اوسه ٣٣ مندې په گډه سره جوړې کړي دي او يو څه سره ټينگ شول

د خالق داد په دوو اورونو کې پنځه منډې شوي دي ، نبي په ١١ اوورونو کې ٢٠ منډې ورکړي ، تر اوسه سميع الله شينوارى او ميرويس اشرف بالينگ ته نه دې غوښتل شوي

انجينير ذبيح الله نادري له لوگره : زه خو د محمد عطا ورو خبره چې له کلات زابل نه یې خپل نظر ورکړی تآیيدوم او زه باور لرم چې همدا ځوانان کولای شي د سولې په راوستلو کې مهم رول ولوبوي او که قسمت مو ښه و اوسوله زموږ په گران هیواد کې راغله نو بیا به د کریکت لوبو خوند لس چنده زیات شي

صديق الله له غزني :كينيا په واټرز ولاړه ده د هغه په تګ سره دكينيا دبيټنګ ليكه پاى ته رسيږي او نور به يي ټغر راټول شي هيله ده چي افغانستان دالوبه په لوى توپير وګټي ( کم توپير هم خير دى خو گټه ځکه مهمه ده چې په پايلوبه کې به د لوبې په مساوي کولو هم اتلولي خپله کړي )

په لومړي ځل خالق داد نوري بالينگ ته راغى ، البته ميرويس اشرف لا نه دى راغى

حميد په ١٣ اوورونو کې ٧٠ منډې يې ورکړي او پنځه لوبغاړي يې سوځولي دي

د کينيا د پيل لوبغاړي واټرز خپله پنځوسيزه پوره کړه ، دى يوازينى لوبغاړى دى چې تر اوسه يې د افغان بالرانو په وړاندې ښه لوبه کړې ده

نبي په اتو اوورونو کې اته منډې ورکړي او يو کس يې سوځولى دى ، حميد خپل ١٢ اوور کوي ، يوازې درې نور اوورونه شوي چې هغه زلمي بالر عزت الله دولتزي کړي و ، بل چا لا بالينگ نه دى کړى

حميد په ١١ اوورونو کې ٥٩ منډې ورکړي او پنځه لوبغاړي يې سوځولي ، د دۀ تر ټولو ښه بالينگ د ٤٠ منډو په بدل کې د شپږو کسانو سوځول و ، ايا نن به تر هغه هم ښه لوبه وکړي ؟

په زړۀ پورې به دا وي چې که افغانستان کينيا په دومره کمو منډو وسوځوله چې فالو ان پرې لاگو کړي ، هغه وخت به څه کوي ، کريکټ بورډ پر پخواني روزونکي کبير خان خوښه نه وه چې ولې يې سکاتلند نه و فالو ان کړى

محمد عطا له کلات زابل څخه :حمید حسن باید د افغانستان د سولې سفیر او هم د زمري لقب ورکړل شي. او نوروز منګل ته ښو اخلاقو دزمري لقب ورکړل شي. ټول لوبغاړي زموږ د سترګو تور او پرې ویاړو .ښه په سوله او ارامي کې د ژوند په هیله او هم دبریا مبارکي ورته وایم هیله دی چې خدای یې ملګري شي او بریالی له کينیا نه افغانستان ته راشي.

د نبي په اووم اوور کې منډه ونه شوه

دا دريم پر له پسې ځل دى چې حميد حسن په يو وار پنځه يا تر پنځو ډير لوبغاړي سوځوي ، دۀ له سکاتلند سره په دواړو نوبتونو کې پنځه پنځه کسان سوځولي و

د کينيا شپږم لوبغاړى د ميرويس اشرف په کيچ حميد حسن اوټ کړ

پر حميد سر په سر دوه څلوريزې ولگيدې ، اوس منډې مطرح نه دي د کينيا د لوبغاړو سوځول افغان لوبډلې مهم دي او د دې کار لپاره بريد بايد وشي او په بريد کې پوله نه ساتل کيږي هر شارټ په څلوريزې بدليدلى شي

شکر الله محنت د پکتيا له اتفاق راديو څخه : ماشالله توپونه نه دي سم اوورونه دي

نبي په په شپږو اوورونو کې يوازې اووه منډې ورکړي او د کينيا تر ټولو خطرناک لوبغاړى تيکيلو يې سوځولى دى

حميد حسن تر اوسه په نهو اوورونو کې ٤٨ منډې ورکړي او څلور لوبغاړي يې سوځولي دي

پنځم کس د شهزاد په کيچ حميد حسن وسوځاوۀ

د تيکيلو پر سوځولو افغانستان پر دې لوبه خپله لاسبري لا ټينگه کړه

د کينيا څلورم لوبغاړى د حميد حسن په توپ ايل بي ډبليو شو

تيکيلو د نبي په توپ ايل بي ډبليو شو

تر غرمنۍ وروسته په لومړي اوور کې يوازې يوه منډه وشوه .

حميد حسن له غرمنۍ وروسته لومړنى اوور پيل کړ

تر غرمنۍ پورې

افغان لوبغاړي په دې هيله ميدان ته وتلي و چې تر پنځوسو ډيرې منډې به کوي .

خو دغه هيله يې هغه وخت ورژيده چې کپتان نوروزمنگل د منډې په تمه رن اوټ شو .

خالق داد او حميد هم ژر وسوځيدل .

ميرويس اشرف له عزت الله دولتزي سره تر يوۀ وخته ودريد خو د عزت الله له سوځيدا سره ټوله لوبډله هم کښېناسته .

٤٦٤ منډې کمې نه دي خو د لومړۍ ورځې منډو ته په پام سره او پيدا شويو هيلو ته په کتو شايد کمې وي .

د کينيا ځواب حيرانونکى و .

افغانستان د شاپور ځدراڼ په نشتوالي کې د بالينگ پيل د نور کله خلاف پر حميد حسن وکړ .

حميد حسن څوک نهيلي نه کړل او په دويم توپ يې د کينيا لومړنى لوبغاړى بولډ اوټ کړ .

له دغه په شا تگ وروسته کينيا لوبه تيزه کړه .

په نهو اوورونو کې يې تر پنځوسو ډيرې منډې وکړې .

ځوان بالر عزت الله دولتزى په ځانگړې توگه په نخښه شو او نوروزمنگل اړ شو چې نبي ته مخه کړي .

د محمد نبي په راتگ د منډو مخه ډب شوه .

تر غرمنۍ لږ وړاندې حميد حسن د کينيا دويم لوبغاړى هم وسوځاوۀ .

د کينيا ټولې هيلې اوس تيکيلو ته دي که افغانستان دى ژر وسوځاوۀ بشپړ کنترول به ولري .

که تيکيلو ايسار شو د لوبې د پايلې په باب اټکل اسانه نه دى .

د نبي په دريم اوور کې هم منډه ونه شوه

حميد حسن په شپږو اوورونو کې ٣٣ منډې ورکړي دي او دوه لوبغاړي يې سوځولي دي

د کينيا تر ټولو تکړه او مشهور لوبغاړى تيکيلو لوبې ته راغى که دى ژر وسوځيد لوبه به د افغان لوبغاړو په لاس کې وي

اوبويا د عزت الله دولتزي په کيچ حميد حسن وسوځاوۀ

د نبي په دويم اوور کې يوه منډه هم ونه شوه

فيروز احمد له مردان پښتونخوا نه : موږ په موبايل فون ستاسو ويبپاڼه گورو کمپيوټر نه لرو ( حتمآ به خبر هم ياست چې بي بي سي د موبايل لپاره جلا بڼه يا ورژن لري پته يې ده www.bbcpashto.com/mobile)

د نبي په راتگ د منډو مخه تر يوۀ ځايه ډب شوې ده

د کينيا دغو دوو لوبغاړو په نهو اوورونو کې د پنځوسو منډو ملگرتيا بشپړه کړه ، تيزه لوبه کوي

خالد تره کى له غزني : كينيا په دې ډول لوبه مخكي نه شې وړلاى د كريكټ عادت دا دى چې تيزه لوبه دوام نه كوي په رښتيا هم چې د سيرين واټرز په نوم د دوى كوم لوبغاړى دى هغه ډير لايق او تيز توپ وهونكى دى خو كه دوى دا ډول لوبه وكړي ضرور به اوټ كيږي او په كينيا به فشار زياتيږي

نبي بالينگ ته راغى ، عجيبه ده دومره ژر

د حميد حسن په څلورم اوور کې دوه څلوريزې ولگيدې

لطيف له خوسته : ايا افغانستان به د چين په لوبو کې برخه اخلي ( هو )

هيليا له قطره : حميد حسن چې ژوندى وي افغانان به خوښ ساتي

پر عزت الله بله څلوريزه ولگيده ، داسې ښکاري چې کينيايي لوبغاړي له حميد حسن سره احتياط کوي او زلمى عزت الله په نخښه کوي

نيکمل له ډنمارکه او نصيب الله له خوست نه: شاپور او نور علي ولې نشته ؟ ( له نوروز منگل سره زموږ مرکه واورئ په هغې کې ويل شوي دي ، ډيرې نورې خبرې هم پکې دي که يې د اوريدا حوصله نه لرې نو درته وبه وايم چې نور علي ټپي و او شاپور يې يو ورځنيو لوبو ته ساتلى دى )

فرهاد له کابله: سلامونه! نن سهار په 4 بجو د بی بی سی ویبپانی ته راغلم نه تاسو وئ نه لوبغاړي. خپه بیرته ویده شوم. چرگ مې هم ورک دی لکه چې چا مې چرگ د کرکت ملي تیم لپاره حلال کړی. ( چرگ به دې خود ورکيږي چې ته د شپې ويښ او د ورځې ويده يې ، لوبه د کابل پر وخت سهار څلور بجې نه وه )

د عزت الله په دويم اوور کې درې څلوريزې ووهل شوې

ظاهرآ د عزت الله دولتزي د بالينگ اکشن يا ډول د پاکستان د تيز بالر محمد اصف په څير دى ، که د هغه غوندې د لوبې په ډگر کې بريالى و افغانستان به ډير څه ترې ترلاسه کړي خو د لوبې له ډگره دباندې کارونه يې بايد تعقيب نه کړي !

د کينيا لوبغاړو تر اوسه درې څلوريزې وهلې دي ، په پيل کې د کيچونو لپاره ډير کسان نژدې واړ وي او هر شارټ تر پولې اوړي

د عزت الله دولتزي په لومړي اوور کې پنځه منډې وشوې

عزت الله دولتزى وايي د دۀ د خوښې بالر حميد حسن دى ، له ښه مرغه اوس ورسره په يوه ځاى ورسره لوبه کوي .

زلمى لوبغاړى عزت الله دولتزى دويم اوور کوي دا د دۀ لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه ده

د حميد حسن بريالى لومړنى اوور پاى ته ورسيد چې څلور منډې پکې وشوې او يو لوبغاړى پکې وسوځيد .

د شاپور په نشتوالي کې نوروزمنگل د بالينگ پيل پر حميد حسن وکړ ، حال دا چې که شاپور واى حميد به تر ميرويس يا خالق داد هم وروسته راتۀ

د کينيا لومړى لوبغاړى ديويد اوبويا د حميد حسن پر دويم توپ بولډ اوټ شو

حميد حسن د کينيا لومړنى کس په صفر بولډ اوټ کړ

عزت الله وسوځيد او ميرويس اشرف په ٨٠ منډو ناسوځيدلى پاتې شو

کينيا دويمه ورځ ښه پيل کړه او سر په سر يې درې افغان لوبغاړي وسوځول ، د دغو درو لوبغاړو په له لاسه ورکولو افغان لوبډلې يوازې ٢٠ نورې منډې ترلاسه کړي دي .

د نوروز منگل ژر سوځيدلو هغه هيله تر ډيره کمه کړې ده چې افغانستان به تر ٥٠٠ منډو واوړي

اوس ميرويس اشرف او عزت الله دولتزی لوبه کوي

ميرويس اشرف:78 منډې کړې دي

عزت الله دولتزی:1 منډې کړې دي

د حميد حسن وېکټه وويشتل شوه او د تمې پر خلاف په صفر کې و سوځېد .

نوروز منګل د 168 منډو په کولو سره و سوځېد .

دا په يوه لوبه کې د نوموړي د منډو تر ټولو لوړه شمېره ده .

افغان لوبډله

جاويد احمدي : ١١ منډې ( دوه پکې څلوريزې ) ايل بي ډبليو وسوځيد

کريم صادق : ٥٥ منډې کيچ اوټ ، نهه څلوريزې يوه شپږيزه

محمد شهزاد: ٧٢ منډې ، ١٢ ځلوريزې يوه ٦ ووهله ، کيچ اوټ شو

نوروز منگل : ١٦٨ منډې رن اوټ( ٢٣ څلوريزې يوه شپږيزه )

اصغر ستانکزى : پنځه منډې کيچ اوټ ، يوه څلوريزه

محمد نبي : ١٣ ، يوه څلوريزه ، کيچ اوټ

سميع الله شينوارى: ٤٥ منډې کيچ اوټ ، اووه څلوريزې

ميرويس اشرف: ٨٠ ناسوځيدلى

خالق داد نوري : ايل بي بليو يوه منډه اوټ

عزت الله: ٣ منډې اوټ

حميد حسن: صفر بولډ اوټ

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .