کريکټ: افغانستان کينيا ته د ٥١٢ منډو هدف وټاکۀ

وروستى حال: کينيا په دويم نوبت کې ٣٢٤ شپږ کسه سوځيدلي

افغانستان لومړى ځل : ٤٦٤ دويم ځل ٢٠٧ ، کينيا لومړى ځل١٦٠

د دريمې ورځې لوبه

افغان روزونکي راشد لطيف او کپتان نوروزمنگل شايد د دريمې ورځې په پيل کې دا نه وه انگيرلې چې کينيا به دومره مقاومت کوي .

افغان لوبغاړو په دويم ځل منډو کې بيړه وکړه او ټوله لوبډله يې تر لومړي ځل نيمايي منډې هم ونه کړې خو شايد هيله دا وه چې کينيا به هم ژر سوځوي .

د افغان ډلې هيله او اټکل دا و چې پيچ به خراب شوى وي او منډې به پرې اسانه نه وي .

خو د ورځ په پاى کې وليدل شول چې د کينيا څلورو لوبغاړو پنځوسيزې وکړې او منډې هم په اسانه ترلاسه کيدې .

افغان کپتان دا اټکل کړى و چې د لوبې په دريمه او څلورمه به سپين بالران بريالي وي .

دا خبره تر يوه ځايه په دې سمه وخته چې د کينيا يوه سپين بالر د افغانستان پنځه لوبغاړي وسوځول .

خو افغان سپين بارلرانو ، نبي ، سميع او کريم په ٢٣ اوورونو کې په گډه ١٥٢ منډې ورکړې او يوازې يو کس يې وسوځاوۀ .

د افغانستان له لورې تيز بالران بريالي و خو دوى هم ژر ژر او پرله پسې کسان ونه سوځول .

سبا د لوبې په څلورمه او وروستۍ ورځ که چيرې په پيل کې څوک ژر ونه سوځيږي نو پاتې ١٨٨ مندې که څه هم کينيا ته گرانې دي خو افغان لوبډله تر فشار لاندې راوستلى شي .

کينياييان اوس ورو لوبه کوي ، دوى به هم سبا ته ځان چمتو کوي

د نن يوازې درې نور اوورونه پاتې دي خو وخت په تماميدو دى

د کينيا نوى لوبغاړى رقيب اغا دى

اوما ٦٨ مڼدې وکړې چې لس پکې څلوريزې وې او ډير سرخوږى يې جوړ کړى و

کينيا ١٩٠ نورو منډو ته اړتيا لري او افغانستان بايد څلور نور کسان وسوځي

اوما د کريم په کيچ نبي وسوځاوۀ

د حميد ر ځاى نبي بالينگ کوي

د نن لس نور اوورونه پاتې دي

٢١٢مندې پاتې دي او پنځه کسه لا شته

پر سميع څلوريزه ولگيده

زموږ له هيلو سره سم سميع بالينگ ته راغى

فرهاد له کابله : په تاسو کې کوم ښه با اودسه سړى نشته چې په يوۀ چوف درې کسه اوټ کړي ( تا پسې لا پوليس نه دي راغلي چې د چرگو په غلا دې ايسار کړي ؟ )

اوما پنځوسيزه پوره کړه ، په دې وار دى څلورم لوبغاړى شو چې د کينيا له لورې يې پنځوسيزه کړې ده

حميد او نبي بالينگ کوي ، شايد سميع اوس ښه وي ځکه چې د کينيا د پاى لوبغاړو په لومړي نوبت کې پر سميع ښه لوبه نه شوى کولى

موريس اوما ٤٨ ته ورسيد

پر نبي څلوريزه ولگيده

کينيا ته ٢٢٥ منډې پکار دي او افغانان بايد پنځه کسه وسوځوي

نوي لوبغاړي تر اوسه درې څلوريزې وهلي دي او په درو اوورونو کې يې د ١٥ منډوو ملگرتيا جوړه کړې

توفيق شينوارى له بيلجيم نه : گوزاره کوه حميده وروره ملا دې ورته ماته کړه (په هيڅ حال نه خوښيږې )

کينيا ته ٢٣٩ نورې منډې پکار دي او افغانان بايد پنځه کسه نور وسوځوي

خو نوي لوبغاړي تامس اودويو پر حميد څلوريزه ووهله، د دې لوبغاړي تر ټولو ډيرې منډې ١٣٧ دي نو په دې حساب دى هم کمسارى نه دى

د پتيل او اوما ترمنځ د ٥٩ منډو ملگرتيا د حميد حسن په توپ ختمه شوه ، دا دويم کس دى چې حميد يې سوځوي

پتيل د حميد حسن په توپ بولډ اوټ شو

رحمالدين مسجون خوست تورې اوبه کلى : که افغانستان وگټله زۀ به انډيوالانو ته ښه ډوډۍ ورکړم ( خو پام چې د خپل کلي اوبه ورنه کړې (

باختر ساحل له ننگرهاره : لوبه پنځوس د کينيا او پنځوس فيصده موږ په خوا ده خو که موږ دوه کسه نور اوټ کړل برى زموږ دى ( دغه د که ټکى لږڅه مشکل پيدا کوي )

ر نبي دوه څلوريزې ولگيدې ، کينيايانو بيا لوبه تيزه کړه

اوس کينيا ته ٢٤٧ منډې پکار دي او افغانستان بايد شپږ کسه وسوځوي

نبي راستون شو او څلوريزه پرې ولگيده

محمد له کندهاره : څوک وسطه کړم چې ليک مې خپور کړئ ( خپلې ليکلې خبرې )

د اوما او پتيل ملگرتيا ٤٩ ته ورسيده

پر حميد څلوريزه ولگيده

د کينيا په سوځيدليدو څلورو لوبغاړو کې دوه بولډ شوي او دوه ايل بي ډبليو شوي ، دا شايد په دې مانا وي چې دوى احتياط کوي هوايي شارټونه نه وهي او شايد پيچ هم هغومره سخت وي چې اټکل يې کيده .

حميد بالينگ کوي

کينيا ته اوس ٢٦٠ مندې پکار دي او افغانستان بايد شپږ نور لوبغاړي وسوځوي

په کريم څلوريزه ولگيده او يوه بله هم پرې ولگيده

شفيق او رحيم له گرديزه : قسم دى چې تاسو ويبپاڼه گورم داسې موسکى موسکى شم چې دا ولې ( چا به تخنولى يې )

کريم خپل دويم اوور کوي، تر اوسه په دويم نوبت کې د افغانستان سپين بالران نه دي ځليدلي

د حميد حسن په لومړيو څلورو بالونو هيڅ ونه شول خو په پنځم يې څلوريزه ولگيده

ستاسو ټولو له هيلو سره سم حميد حسن راستون شو

اوما او پتيل تر اوسه په خپلو کې سره د ٣٠ منډو ملگرتيا موندلې ده

د خالق داد پر ځاى کريم صادق بالينگ ته راغى، کريم صادق په څلور ورځنيو لوبو کې تر اوسه يو لوبغاړى سوځولى دى

پر ميرويس څلوريزه ولگيده

پر خالق داد څلوريزه ولگيده

تر اوسه سوځيدلي څلور سره لوبغاړي تيزو بالرانو سوځولي حال دا چې هيله دا وه چې ورو بالران به بريالي وي

حميد پغمانى له فرانسې : که مو دا سيالۍ وگڼلې د ټسټميچونو حق مومو ( نه )

عبدالطيف کاکړ له کابله : لکه د سکاتلند په لوبه کې دلته هم تيروتنه وشوه چې کينيا فالو ان نه شوه ( په سکاتلند کې خو افغانانو لوبه وگټله او دلته هم ښه روان دي )

پر خالق داد څلوريزه ولگيده

توفيق شينوارى له بلجيمه : دا ټول چل په چايو کې و اوس خو منډه نه شي کولى ( هو که نه دې دې اوريدلي چې چاى نه خورده جنگ نه مې شه )

پر ميرويس پتيل څلوريزه ووهله

فرهاد له کابله : دير ښه ډير ښه شعرونه ښه روان دي ميرويس اشرف دې ژوندى وي موږ دلته له چرگ سره اتڼ کوو ( هغه هم د گاونډي ، ظالمه چرگه خو به دې پټه کړې وه چې هم يې اگۍ کولې او هم يې درسره نڅا !! )

د تيکيلو له سوځيدا سره د منډو مخه ډب شوه

لطيف سهاک له مزار شريفه : د نن څو اوورونه پاتې دي ( له روان اوور وروسته ٢٧ نور پاتې دي )

د خالق داد په اتم اوور کې هم منډه ونه شوه ، عجيبه ده ميرويس او خالق داد دواړو اته اته اوورونه کړي ٢٥ ، ٢٥ منډې يې ورکړي او يو يو لوبغاړى يې سوځولى دى ، دې ته وايي گاونډيان ړ يو د بغلان بل د کندز دى

شکرالله محنت له گرديزه : زموږ پيغام ولې نه خپريږي ( په ليکلو کې هم محنت وکړه خپور به شي )

د ميرويس په اتم اوور کې منډه ونه شوه ، شايد اوس د حميد حسن وار وي خو نوروز يې لا نه راولي خالق داد به بالينگ ته دوام ورکوي

د کينيا نوى لوبغاړى رقيب پټيل دى چې په شپږو لوبو کې يې تر اوسه ٢١٢ مندې کړي او تر ټولو ډيرې يې ٨٧ وې .

محمد اقرار له ناروې :

جليل خانه په ميرويس دې وکړله کانه

تيکيلو يې ورک کړو له ميدانه

کينيا اوس ٢٩٧ منډو ته اړتيا لري او شپږ لوبغاړي ورپاتې دي،پر خالق داد څلوريزه ولگيده

احمد يار له گرديزه : د دومره منډو ترلاسه کول داسې دي لکه په ډبره کې ميخ وهل ( نن سبا داسې برمې شته چې په ډبره کې په اسانۍ ميخ ښخوي )

ميرويس اشرف د خپل کندزي وطنوال ( جليل ) شعر ته ځواب ووايۀ .

خطرناک لوبغاړى تيکيلو د ميرويس اشرف په توپ بولډ اوټ شو

نوي لوبغاړي اوما پر خالق داد څلوريزه ووهله

ډيرو زياتو ليدونکو د حميد حسن د راستنيدا غوښتنه کړې ده ، ټولو ته وايو چې دا د نوروز منگل پريکړه ده

ولي په جلال اباد کې : موږ به هم چايو وڅښو هسې نه په لندن کې د چايو بحران هم وي ( د چايو بحران نشته خو د چاى دموونکي بحران شته )

جليل له کندزه

ميرويس جانه په موږ گرانه

د کندز د غرونو خانه

څه خو وښيه له ځانه

درته ناست يو پريمانه

د چايو له وقفې وروسته دويم اوور ميرويس اشرف ته سپارل شوى

فرهاد له کابله : دا څه حال دى زۀ چې نه يم نه دعاگانې شته او نه تشويق زۀ په خپل چرگ پسې گرځيدم هغه مې پيدا نه کړ د همسايه وال مې را ونيو خير همسايه پر همسايه حق لري ( له پوليسو پټ گرځه )

د چايو له وقفې وروسته خالق داد نوي لوبغاړي اوما ته بالينگ کوي

خالق داد بالينگ کوي

د چايو تر وقفې

د ډوډۍ تر وقفې د کينيا وضعه ښه نه وه خو د چايو تر دمې پورې دوو لويو ملگرتياو د کينيا هيله پيدا کړه .

لومړى ديويد اوبويا او کولن اوبويا د ٩٠ منډو ملگرتيا وکړه او ورپسې خطرناک لوبغاړى تيکيلو راغى .

تيکولو او اوبويا هم ښه اوتيزه ملگرتيا وکړه دوى ٩٩ منډې سره کړې وې چې اوبويا د خالق داد په توپ د لوبڅار له خوا ايل بي ډبليو اوت شو .

دا سوځيدل په دې ښه و چې د چايو تر وقفې لږ وړاندې وشو او افغان لوبغاړو ته يې موقع ورکړه چې په خپلو کې بيا خبرې وکړي او له نوي پلان سره لوبغالي ته راشي .

که افغانستان دا لوبه گټي نو تر وقفې وروسته بايد سملاسي د تيکيلو د سوځيدا فکر وکړي .

تيکيلو پنځوسيزه پوره کړې او خطرناک ښکاري .

افغانستان بايد اووه نور لوبغاړي وسوځوي او کينيا که دا لوبه گټي نو لا هم ٣١٣ منډې غواړي .

ظاهرآ د افغان لوبغاړو تله درنه ښکاري خو د کريکټ په لوبه کې تر پايه اټکل گران وي .

پامير احسان له پاريس نه : اوس نو که خير و ماتې پرې گډه شوه نور نو د ټينگې نه دي

عزيز الرحمن له کونړه : مړ خو مه شې خالق داده

د نبي پر ځاى ميرويس اشرف راغى ، د يوۀ نوي کينيايي لوبغاړي په شته والي کې شايد نبي ښه واى

عبدالله درانى له کابله : زما اټکل دا دى چې افغانستان يې گټي ځکه چې ډيرې منډې لري

روف وفا ځاځى د پکتيا د احمدخيلو ولسوالۍ د سکندر خيلو له کلي : نن يې بد حال جوړ کړى دى

نوى لوبغاړى ماريوس اوما نوميږي په ٣٤لوبو کې يې ١٦٦١ منډې کړي او اوسط يې تر ٣٠ کم دى

بالاخر وروسته له ٩٩ منډو افغان لوبغاړو د اوبويا او تيکيلو ملگرتيا ختمه کړه اوس نو تيکيلو ته پام پکار دى

اوبويا د خالق داد په توپ ايل بي ډبليو اوټ شو

خالد بنازاده له کابله : مشران وايي له هغې بلا مه ډاريږئ چې شپه يې ترمنځ وي نو مه وارخطا کيږئ

د تيکيلو او اوبويا ملگرتيا ٩٩ ته ورسيده

په دويم ځل تر اوسه افغانستان يوازې ٤ اضافي منډې ورکړې دي

هاشمي له ويلز نه : گومان کوم دا لوبه د افغانانو له لاسه ووته بايد په فيلډينگ پام وکړي ( لا وخت شته او تر ٣٠٠ ډيرې منډې پاتې دي اسانه نه دي)

سهاک له مزار شريف څخه :د نوروز منگل دا خبره غلطه ثابته شوه چې بي بي سي ته يې ويل دويم ځل به مندې سخته وي ؟ ( وخت لا شته صبر وکړه )

٣٩کلن تکيلو تر اوسه په څلور ورځنيو لوبو کې ٢٢ پنځوسيزې او ١١ سليزې کړي دي اوس يې٢٣ پنځوسيزه پوره کړه

د تيکيلو او ديويد اوبويا ترمنځ د ٩٢ منډو ملگرتيا تر اوسه شوې ده، تيکلو ٤٧ او اوبويا ٧٣ منډې لري

خالق داد په دوو اوورونو کې اته منډې او نبي په ١١ کې ٣٤ منډې ورکړې دي دواړو لا څوگ نه دې سوځولي

فيض الله ناصري له مانچستره : زما په خيال بايد خالق داد او ميرويس راشي ( خالق داد خو شته او ميرويس به وروسته راځي)

احمديار له گرديز نه : زما په خيال تيکيلو بايد ژر وسوځيږي ( ښه خيال دى )

خالق داد له نبي سره بالينگ کوي اوس د خالق داد دويم اوور دى ، خالق داد نوري د بغلان اوسيدونکى دى او د دۀ مشرى ورور الله داد نوري يو وخت د افغانستان کپتان او بيا د فدراسيون مشر و .

رحمت الله هاشمي له ويلز نه : د خان محمد شعر ډير خوندور و ( هو نو چې لوبه بې خونده شي شعرونو ته مخه کړو )

کينيا ته ٣٣٠ نورې منډې پکار دي او افغانان خو نو پوهيږئ چې اته نور کسان بايد وسوځوي

د خالق داد په لومړي اوور کې شپږ منډې وشوې او تيکلو اوس تر ٤٠ منډو واوښت

کليم الله له دوبۍ نه : په افغان لوبغاړو تر اوسه ٢٥ څلوريزې وهل شوي لکه چې ويده شوي دي ( دوى به نه وي ويده کينياوال به ډير بيداره شوي وي )

دا د خالق داد لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه ده په لومړي نوبت کې يې يو کس سوځولى و او ٢٤ مندې يې ورکړې وې

خالق داد شپږم بالر دى چې په دويم نوبت کې بالينگ کوي

خالق داد راغى

فهيم انوري له کابله : حميد بايد راشي که نه نو دا لوبه کينيا گټي .

هيليا له قطره : زما په نظر له نبي بايد په شل اوريزو لوبو کې کار واخيستل شي ( همداسې کيږي )

عزيز الرحمن نيازى له کونړه : زۀ خو په ملي لوبډله کې يار لټوم هغه چې ډير وځليږي هغه مو يار دى .( رحمان بابا څه ويل : ما د خداى لپاره يار ليدلى نه دى ..... )

نجيبي له ډيلي : کينيا يې نه شي گټلى زموږ دعاگانې شته

کينيا ته ٣٥٠ منډې پاتې شوې او افغانان لا هم بايد اته کسه وسوځوي

عبدالله له هنده : د سمستر وروستى امتحان مې پيل دى خو زۀ لوبه گورم ( دا به ستا د مورکۍ ښېرا وي چې اوس لوبغاړي څوک نه سوځوي )

عبدالله درانى له کابله : نه پوهيږم ولې کينيا تيزه لوبه کوي ، او نوروز منگل بايد ژر ژر بالران بدل نه کړي ( کله چې يوه لوبډله بريد کوي او په ښه دريځ کې وي په پولو څوک نه وي ولاړ هر شارټ چې له فيلډره لږ چپ شي څلوريزه کيږي شايد همدا دليل وي چې کينيا تيزه لوبه کوي )

کليم الله له دوبۍ : حميد ولې بالينگ نه کوي ( ويې کړ تيکيلو پرې سر په سر څو څلوريزې ووهلې نوروز منگل بيرته ليرې کړ )

اشرف کوچى له گرديزه : د عزت الله خوند دې نشته ( دا دويم کس چا وسوځاوۀ ؟)

جاويد الکوزى له کابله : لکه چې لوبه خطرناکه شوه ( دومره ژر بې صبره شوې)

کينيا ته ٣٦٠ مندې پکار دي او افغانستان بايد اته کسه نور وسوځوي

نبي راستون شو

ديويد اوبويا ٦٦ ته ورسيد او له تيکيلو سره يې ملگرتيا ٥٢ شوه

عزيز الرحمن نيازى له کونړه

ښه دي ښه دي زموږ د کلي ټول ښکلي ښه دي

خو د يار ښايست ته ټول گوته په خولۀ دي

( نو لوبه پريږده په يار پسې ورمنډه کړه )

د تيکيلو له راتگ سره منډې تيزې شوې دي اوس دوى دوو لوبغاړو په اتو اوورونو کې ٤٤ منډې کړي دي

ثنالله ابراهيم خيل له کويته : حميد ولې نه راځي ( کويت کې څه وکړي دلته خو لگيا دى بالينگ کوي )

عابد بادام باغ نه : سپين بالر څه مانا لري ؟ ( دا بادام باغ خو په لغمان کې نه دى ؟ که نه وي نو درته وايم يې چې سپين بالر هغه وي چې توپ ورو وراچوي او تيز هغه وي چې تيز يې ورغورځوي ، اوس نو راته وايه چې سږ کال د بادام حاصل څرنگه و ؟)

ممتاز احمد له کابله : دا ٤٦٤ او ٢٠٧ چې جمعه کړو دا ٦٧١ کيږي نو بيا تاسو څرنگه واياست چې هدف ٥١٢ دى ؟ ( دا ځکه چې کينيا په لومړي وار ١٦٠ کړې وې هغه چې ترې منفي کړې بيا به نو وايې چې بډنگان حساب ما و تو برابر شد )

په لومړي نوبت کې تيکيلو د نبي په توپ اوټ شوى و شايد د هغه راستنيدل غوره وي

ستيو تيکيلو خطرناک ښکاري اوس يې خپله څلورمه څلوريزه ووهله

جاويد الکوزى له کابله : عزت الله تيز بالر دى که ورو ( تيز بالر دى )

سيد احمد قانع له كندهاره : ياره زه چې دا لوبه تعقيبوم نو كينيا هم بيوسه نه ده افغان لوبډلې ته به حتمي سردرد راولي_ كندهاركې سخته گرمي ده چې هلته كينيا كې به هوا څه ډول وي؟( په نايروبي کې ٢٤ درجې ده ، لندن سوړ دى مزې تاسو وکړئ )

د عزت پر ځاى بيا سميع راستون شو او منډه پرې ونه شوه

نسيم الله دانش له دوبۍ : که افغانستان وگټله دلته به پر يوۀ ملگري ډوډۍ وخورم څه پکې وايې ( پوروړى به يې وي پر موږ څه احسان کوې )

رحمت منگل له اسلام اباده : راولئ حسن

حميد حسن راستون شو او ورسره له اتريش نه د جان محمد دغه شعر راغى

جان محمد له اتريش نه :

زموږ د خټو کور دى زموږ د زړۀ ټکور دى ،

حميد زموږ بادار زدموږ د سترگو تور دى ،

اصغر شاپور ځدراڼ لالا خو څه کړې ،

وړوکى شهزاد خو مو سم لکه د ورور دى

ديويد اوبويا پر عزت الله دولتزي دويمه څلوريزه چې د دۀ شپږمه وه ووهله او پنځوسيزه يې پوره کړه

ديويد اوبويا پر عزت الله دولتزي څلوريزه ووهله او اوس ٤٩ منډو ته ورسيد

امان الله ورين له کابله : خداى دې وکړي چې د څلورو ورځو لوبه درو ته راشي( ورين دې وې )

کينيا د بري لپاره ٣٩٦ نورو منډو ته اړتيا لري او افغانستان بايد اته نور لوبغاړي وسوځوي

خداينور له سعودي : تل دې وي افغانستان او بريالي دې وي افغان لوبغاړي

تيکيلو پر دولتزي څلوريزه ووهله په تير اوور کې يې پر سميع هم وهلې وه

ستيو تيکيلو په ٥٩ څلور ورځنيو لوبوکې ٤٤٤٣ مندې کړي دي ٢٢٠ يې تر ټولو ډيرې دي او اوسط يې هم تر ٤٨ ډير دى

کليم الله له دوبۍ : لاس په دعا يم چې لوبه وگټو دا پيغام ضرور نشر کړئ( لاسونه دې بند دي کمپيوټر به څرنگه پرانيزې )

جمیل وقاریم له غزني څخه دافغانستان منډي جوړونه به دغه ځل ډیره ښه وي ( بيا يې نه کوي دواړه نوبتونه يې تير شول)

سعادت يار له خوسته : لا تر اوسه يې مازغه په کرار نه دي ،، چا چې ما سره وهلى سر په سنگ دى ( پخوا به خلکو لنډۍ راليږلې اوس د خوشال بابا شعرونه)

رحمت منگل له اسلام اباده : موږ مو له درسه وايتسلو ضرور يې وگټئ ( خپله تمبلي پر لوبغاړو مه تاوانوه )

سوروش له هنده : دويم کس اوټ شو خوند يې وکړ .

شمس له لغمانه : اوس بايد حميد حسن راشي

دواړو اوبوياگانو په خپلو کې د ٩٠ منډو ملگرتيا وکړه چې عزت الله دولتزي ختمه کړه

دا لومړنى کس دى چې په څلور ورځنيو لوبو کې يې عزت الله سوځوي ، خو اوس ستيو تيکيلو راغى چې خورا خطرناک لوبغاړى دى

کولين اوبويا د عزت الله دولتزي په توپ ايل بي ډبليو اوټ شو

عزت الله اوس دويم اوور کوي په لومړي کې يې يوازې يوه منډه وشوه

عزت الله دولتزى بالينگ ته راغى

کولين اوبويو خپله پنځوسيزه په يوې څلوريزې پوره کړه، دۀ په ٧٤ توپونو د نهو څلوريزو په مرسته دغه وياړ ترلاسه کړ

امان الله ورين له کابله : که تر اتو بجو پورې کينيا ماته شوه نو د کابل په شاه شهيد سيمه کې به اتڼ کوو ( ولې تر اتو وروسته گرځبنديز دى که څه ؟)

عبدالبصير له کابله : افغانستان بايد اوس د لويو ټيمونو مقابلې ته راووځي دا نور ټيمونه خو مات شول ( نه دې دي اوريدلي په يو گل نه پسرلى کيږي ، بايد پرله پسې دغه ډول لوبډلو ته ماتې ورکړي په کور دننه شرايط سم کړي بيا به له بيا سرهگورو )

محمد ولي ستانکزى له جلال اباده : دا ځوابونه لږ نور هم په مالگه کړئ مزه کوي ( په لندن کې مالگه تر جلال اباد گرانه ده او دلته اقتصادي بحران هم دى )

د دغو دوو لوبغاړو ترمنځ تر اوسه د ٧٠ منډو ملگرتيا شوې ده

نجيب الله له خوسته : زۀ حميد حسن او سميع الله شينواري ته انتظار يم چې څو ويکتې به اخلي .

بهرام له مزار شريف څخه : افغان لوبډلې ته له لويه خدايه برى غواړم .

انجينير شمس الرحمن شمس له لغمانه : د څلور ورځنۍ لوبې په باب که معلومات راکړئ ( لغمانيان هم له نورو معلومات غواړي ؟ دغه ځواب راکړه بيا به معلومات درکړم که نه نو عجيبه راته ښکاري )

لوبه بيا پيل شوه، نبي او سميع بالينگ کوي، شايد دوى دوه نن تر ډيرو بالينگ وکړي

نعيم درانى له کندهاره : حميد حسن خو بيده نه دى ورته ووايه بيدار سه ( حميد پاچاهي نه کوي چې ويده وي )

اميرالله حمدوزى له خوسته : دلته ټول خلک دعاگانې کوي ( مه کوه گوره ټول خلک به يې هم نه کوي يو څه يې را کم کړه )

نور الله ځدراڼ له هنده : که يې وبايلله نو بيا ؟ ( بيا به نو ته په هند کې سبقونو تهکش ورکړې او لوبغاړي به يو ورځنيو لوبو ته چمتووالى کوي )

رفيع الله غورځنگ له کندهاره : افغانانو دوا مو سه لوبه گټۍ ( ارررررررررررر رښتيا وايې ؟)

محمد ولي ستانکزى له جلال اباده : که په دې وخت کې عزت الله راشي او دوه درې کسه اوټ کړي چې پته يې ولگيږي څرنگه به وي ؟ ( ښه به وي خو اوس عزت الله ډوډۍ خوري )

توفيق شينوارى له بلجيم نه : ولې افغانانو کينيا فالو ان نه کړه ( په دې هيله چې ميدان به خرابيږي او لوبه به پرې گرانيږي )

يونس ابراهيم خيل له پغمانه : له ډوډۍ وروسته مې سترگې بيا زمري حميد حسن ته دي چې پنځه ويکټي واخلي .

خالد بنازاده له کابله : ستاسو خبره خو بیخي پرځای ده چې په اماراتو کې افغانانو ۵۰۰ شاوخوامنډې وکړې خو زه بیا په یو بله خبره پوره ډاډه یم هغه دا چې هره لوبډله افغانه کیدای نشي الله پاک افغانانو ته یو خاص استعداد ورکړی او ان شاالله چې دا څلور ورځنۍ لوبه به په درې ورځنۍ بدلیږي که داسې وشو نو زه به ۱۱ ډوډۍ دالله په نامه خیرات کړم. ( ستاسو د خاص استعداد خبرې يو متل راياد کړ ، وايي : کارغه وايي زما سپين ککيه زويه او ځيځگى وايي زما پستکيه زويه ، نانباى ته سر له اوسه د ډوډيو فرمايش ورکړه )

عبدالرحمن زعيم له فراه څخه :شاپور ځدراڼ دې لوبه کې نه ښکاري؟ او عزت الله دولتزی نه خو کومه وړتیا څرګنده نشوه، نه یې د بیټنګ او نه یې د بالنګ خوند شته، نه پوهیږو چې څه لپاره یې ملي ټیم ته انتخاب کړی دی.( عزت الله زلمى لوبغاړى دى که په دغه ډول لوبو کې برخه وانه خلي څرنگه به تجربه ترلاسه کوي ، ډير کم لوبغاړي په خپله لومړنۍ لوبه کې ځليدلي)

احمد شاه ه اتريشه : افغانان دې مخامخ بالينگ وکړي چې ويکټې ووهي لوبه به وگټي

شاهد خان له کابله : غواړم اخري صورت حال معلوم کړم ( که صورت حال معلوموې او که سر حال معلوموي خبره دا ده چې د ډوډۍ وقفه ده او منډې ترړې پاس وگوره )

سيد نور سيدي له پکتيا : نن به د کينيا لوبغاړي تر ٢٠٠ مخته ختميږي ( لويه خبر ده )

محمد عارف مقبل له هنده : لومړى بايد داسې کسان بالينگ وکړي چې د سر څلور کسه وسوځوي ( ولې داسې بالران هم شته چې د چا د نه سوځولو هوډ لري ؟)

امان الله ورين له کابله : خداى دې وکړي چې افغان لوبغاړي د کينيا لوبډله د افغانستان پر وخت د ماښام تر اتو بجو پورې له مخې لرې کړي ( ولې له اتو بجو وروسته کوم خاص کار او نيت لرې ؟)

تر ډوډۍ پورې لوبه

د دريمې ورځې په پيل کې افغان لوبغاړو د تيزې لوبې په هيله ښايي ځانونه وسوځول او يا هم په رښتيا پيچ اوس دومره گران شوى چې سپېين يا ورو بالر پرې ښه بريالى دى .

که لومړۍ خبره وي نو افغان لوبډلې کينيا ته د ٥١٢ منډو هدف ټاکلى شايد همدومره بس وبولي خو بايد په ياد لري چې خپله دوى له کانادا سره د نژدې پنځه سوه منډو هدف په شارجه کې ترلاسه کړى و .

که چيرې د سپېين بالرانو د کمال خبره وي بيا نو د افغان لوبډلې بخت بيدار بولئ .

د کينيا يوۀ سپېينر جيمز پنځه لوبغاړي وسوځول ، هغه په پرتليزه توگه زلمى لوبغاړى دى .

د افغانستان سپين بالران چې نبي او سميع يې سرلاري دي د کينيا تر سپېين بالرانو ډير تکړه او مختلف دي .

په دويم نوبت کې د واټرز سوځيدلو هم افغان لوبډلې ته بايد نور زړۀ ورکړى وي .

دۀ په لومړي وار ٧٢ منډې کړې وې او تر ډيرو ولاړ و .

حميد حسن يو لوبغاړى سوځولى دى چې په دې لوبه کې يې شپږم کس و خو د ډوډۍ تر وقفې وروسته بايد نور بالران هم د هغه ملا وتړي .

که چيرې افغان بالران تر وقفې وروسته د يو دوو کسانو په سوځيدلو ژر بريالي شول شايد دا څلور ورځنۍ لوبه په درې ورځنۍ بدله شي او د روانې ورځې په پاى کې يې پايله څرگنده شي چې په هغه حالت کې به بې له شکه د افغانستان په بري به تماميږي.

نجيبي له هنده : حميد حسن ته نن بيا سترگې په لار يو ( پور خو به دې نه وي ورکړى ؟ )

د کينيا دوه ولاړ لوبغاړي چې د دواړو تخلصونه اوبويا دي تر اوسه په خپلو کې ٦٠ منډې کړې دي

پر سميع بله څلوريزه هم ولگيده

د سميع په لومړي اوور کې منډه ونه شوه خو د دويم اوور په لومړي بال يې څلوريزه ووهل شوه

شعيب له کابله: زموږ ځوانان بايد تر جوش له هوشه ډير کار واخلي ( دوى بيا کله سره اېشېدلي و )

د افغان سپېين بلرانو يا ورو بالرانو لپاره زيرى دا دى چې اوس په ميدان کې سپېين توپ ښه گرځي ، د افغانستان په دويم نوبت کې هم د کينيا جيميز انگوچ چې ورو بالر دى پنځه کسه وسوځول نو په دې حساب بايد سميع او نبي له لوبې خوند واخلي

سميع الله شينوارى بالينگ ته راغى ، په لومړي ځل دۀ درې کسه سوځولي و

کريم الله مشکور حيدرخيل له خوست نه : په لومړيو کې د دوو کسانو سوځيدل مهم دي وروسته بيا لوبه زموږ په واک کې کيږي په همدې هيله پاڼه تازه کوم .

د کينيا په دويم نوبت کې د عزت الله دولتزي پر ځاى ميرويس اشرف بالينگ وکړ او ورسره حميد حسن و ، اوس حميد حسن او نبي بالينگ کوي

د افغانستان په لوبغاړو کې نن سهار نبي په ١٤ ، سميع په ١٧ ، ميرويس اشرف په ٢٥ خالق داد او عزت الله په صفر وسوځيدل

په دويم ځل د کينيا د لومړي نوبت اتل واټرز د حميد حسن په توپ بولډ اوټ شو

په بخښنې سره چې نن په ځنډ ستاسو چوپړ ته راغلي يو ، افغانستان په دويم ځل تيزه لوبه وکړه او ټول لوبغاړي يې په ٢٠٧ منډو وسوځيدل ، ميرويس اشرف پکې ٢٥ مندې وکړې .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .