په هند کې د ټول ګټو هېوادونو لوبې پيل شوې

شهزاره چارلیس

د برتانیا شهزاده چارلیس او د هندوستان ولسمشرې پرتیبا پټیل په رسمې توګه لوبې پرانستلې.

د ټول ګټو هیوادونو ترمینځ لوبې له شاندارو مراسمو سره پرون ماښام د ډيلي په جواهرلال نیرو لوبغالي کې پیل شوې.

په دغو لوبو کې د ۷۱ هیوادونو په زرګونو لوبغاړي په خپلو کې سپورتي سيالي کوي.

نهو زرو هنرمندانو په لوبغالي کې چې له خلکو ډک و خپل هنر وړاندې کړ او د هند د کلتور بېلابېلې برخې یې پکې تمثیل کړې.

د هند لومړي وزير منموهنګ سېنګ ورغلو مېلمنو ته هرکلی ووايه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .