کريکټ: افغانستان کينيا ته لويه ماتې ورکړه

حميد حسن

حميد حسن په دويمه پرله پسې لوبه کې ١١ کسان وسوځول

وروستى حال : کينيا په دويم نوبت :٣٤٤ منډې ١٠ کسه سوځيدلي ، افغانستان په ١٦٧ منډو وگټله ،

کلېکاږل د لوبې رپوټ

ستاسو نظر

د څلور ورځنيو لوبو په سياليو کې چې اوو هيوادونو پکې برخه واخيسته افغانستان تر ټولو ډير پواينټونه ترلاسه کړل . د افغانستان حميد حسن د ٣٥ لوبغاړو په سوځولو او محمد شهزاد د ٧٣٦ منډو په جوړولو تر بل هر لوبغاړي ډير کسان سوځولي او ډيرې منډې يې کړې دي .

احسان الله محسن له هندوستانه : افغانستان په بري ژړا راغله ما ويل داسې ملت چې لا د کريکټ يو ميدان نه لري د نړۍ پياوړو لوبډلو ته ماتې ورکوي

امان الله ورين له کابله : نن شپه به د کابل په شاه شهيد سيمه کې د اتڼ شپه وي د کريکټ په وياړ .

سيد هدايت علي شاه سعادت له خوست الفتح ليسه

په منځ به دوه ځایه شوې ټوک ټوک به ماتیدې ویکټی

دایرلنډ،د کاناډااوامریکې ویکټې

دشیخ د زوى شاته یې وویشتلې دواځایه شولې

بیا به له افغانه تراخره ډاریدې ویکټې

قادره ستا د وطن ژڼو یې ساتنه کړی

دوى چی ترې راتلل لکه چې پیغلې ژړیدې ویکټې

روف له کندهاره : په نورو لوبو کې د افغانستان د نه ځليدا يوازينى دليل د المپيک فدراسيون دى هغوى ورته توجه نه کوي او په رښتيا چې استعداد ته نه گوري بلکې د کابل ځوانان ورته هر څه دي ، زۀ د هغه ورور خبره نه منم چې وايي د کابل ځوانان بنه استعداد لري ، ټول شرايط د کابل ځوانانو ته جوړ دي خو په کومه لوبه کې د کابل ځوان طلا گټلې ده ؟

مرضا الله له کابله : موفقیت تیم کرکت ملی افغانستان را به تمام مردم افغانستان تبریک عرض نموده وموفقیت هرچه بیشتر

خان شير ساحل له ننگرهاره : دا خبره غلطه ده چې وايو ولې يوازې د کابل هلکان په نورو لوبو کې برخه اخلي ، ټول افغانان دي د کابل هلکان به استعداد لري .

رحمت منگل له اسلام اباده : افغانستان به نورې کومې لوبې کوي ؟( له دې وروسته يې سبا نه بله ورځ يعنې د اکتوبر په اوومه نېټه او بيا دوه ورځې وروسته د اکتوبر په نهمه نېټه له کينيا سره دوه يو ورځنۍ لوبې لري ، بيا به چين ته ځي چې د اسيا په لوبو کې برخه واخلي او له هغې وروسته به له سکاتلند سره د څلور ورځنيو لوبو پايلوبه په دوبۍ کې کوي )

يوازې د مبارکۍ ايميلونه په سلگونو شو ، نور يوازې مبارکي نه خپرو که بل څه لرئ ويې ليکئ .

ذبيح الله له دوبۍ : کريکټ يوازينۍ خبره ده چې د ټولو غمونو ، دردونو او فسادونو په سر يې هم افغانانو ته خوښي وربخښلې ده .

سميع الله ويسا له خوسته :يو څو وروڼو ويلي دي چې نړيوال دي موږ پريږدي چې خپل هيواد اباد کړو. زه هغوى ته وايم چې نړيوالو خو موږ پريښولي وو، خو موږ خپلو افغانانو په خپلو منځو کې اخير څه سره وکړل. ايا بې له وژلو به څه و؟؟؟؟؟

هند استراليا ته د يوۀ کس په لرلو ماتې ورکړه

وهاب له ابو ظهبى : ټولو دې ته د ړۀ له کومې مبارک وي

حيات هجران شيرزاد له مالمو سويډنه : ټولو ته دې مبارک وي او خداى دې همداسې اتلان ډير کړي

کليم الله له دوبۍ : افغان لوبډلې د دې لوبې په گټلو څو پواينټونه تر لاسه کړل ( شل )

محمد شعيب له لغمانه : حکومت بايد توجه کريکټ ته وکړي ځکه چې دا يوازينۍ لوبه ده چې د افغانستان بيرغ يې پورته کړى دى .

احمد زاهد شورش تره خيل له کابله ، خوشال ساپى له بري کوټه:مبارک

انجينير اسدالله له کابله : ټولو ته دې مبارک وي .

ايمل سلطانزوى له کابله : د ورور ( درمل ځوان ) په ځواب کې بايد ووايم چې په هر ډگر کې بريالي يو خو که مو څوک پريږدي .

نواب خان له جلال اباده : د کريکټ دې برياليتوب ثابته کړه چې موږ په هر ډگر کې که له دنيا سره مقابله وکړو برياليتوب به زموږ وي خو د خداى لپاره نړيوالو موږ پريږدئ چې خپل ملک جوړ کړو .

جاويد هوتک له کابله : د درمل ځوان په ځواب کې ، د فوتبال لوبغاړي چې دباندې لاړل وتښتيدل ځکه بريالي نه دي.

نجيب الله له کندهاره : زۀ هم په خپل وار ټولو ته مبارکي وايم .

محمد عطا الله کابل وزير اکبر خان مېنه : بي بي سي مننه دا يوازې تاسو ياست چې له لوبو مو خبروئ (گوره يوازې به نه يو )

اشرف کوچى له گرديزه : ژوندى دې وي حميد حسن ( په نورو مو ژوند نه دى پېرزو ، وه کوچى انصاف ښه وي)

احمدزى له گرديزه : خوښ يو چې دا لوبه مو وگټله په دې هيله چې نورې هم وگټي .

هيليا له قطره : ستاسو د پوښتنې په ځواب کې ، هيليا د يوۀ گل نوم دى چې دلته په قطر کې يې قطريان ډير خوښوي . ژيړې پاڼې لري او درې دانې تور خالونه په هره پاڼه کې وي . دا نوم يې له ماشوم توبه راته غوره کړى ، که تاسو ماهرين بله مانا لرئ مهرباني به مو وي . ( موږ ماهرين نه يو ، ما ويل که دا هيله ده او هې مو په الف بدله کړې ده نو داسې ښکاري چې دا د هلک نوم دى نجلۍ نه ده ، او دا گل سم د اينځر گل دى چې دلته يې څوک نه پېژني .)

امين الله ځدراڼ له دوبۍ : د کريکټ چارواکي بايد سر له اوسه د اوسنيو لوبغاړو د ځاى ناستو په باب فکر وکړي .

عبدالبصير نيازى له ننگراره : حميد حسن ته په ځانگړي ډول مبارکي وايم .

سخي له غزني :درمله ځوانه په نورو لوبو کې به څنگه بريالي شو چې د المپيک فيدراسيون يوازې د کابل اوسيدونکو ته چانس ورکوي په کريکټ کې خو د ټول هيواد خلک شته ، بي بي سي دې راته ووايي چې په اوسني ټيم کې هلکان د کومو ولايتونو دي ( د کابل ، ننگرهار ، خوست ، کندز ، بغلان ، لوگر)

محب الله وردگ له هنده : دا برى دې ټولو ته مبارک وي ، د افغان په ننگ مې وتړله توره + نيگيالى د زمانې خوشال خټک يم

انجينير شمس الرحمن شمس له لغمانه : ټولو ته دې مبارک وي

احمد جاويد هوتک له کابله : څنې نه لرم چې اتڼ مې ورته کړى واى ( چا درته ويل چې په دې ورځو کې وېښته وخريۀ )

درمل ځوان له تخاره : ايا دا راته ويلى شئ چې ولې کريکټ کې بريالي يو او په نورو لوبو کې مو لا خونده نشته ؟ ( ښه پوښتنه ده ځواب به يې له ليدونکو وغواړو )

شفيق الله راسخ له کابله : الله مو په نورو ډگرونو کې هم بريالي لره .

سيد روف له کابله: زه افغان شازلميو ته مبارکي وايم .

محراب الدين له مزار شريف نه : ټولو افغانانو ته دې مبارک وي

اجمل شمس له جلال اباده : له ټولو دوستانو مننه چې خپل نظر وړاندې کوي ( خو ستاسو خپل نظر څه دى )

جيحون اميري حسنزى له کابله : ټولو ته مبارکي په ځانگړي ډول حميد حسن او نوروز منگل ته ، الله ج ته ټول ملت همداسې سر لوړى لري

فيروز احمد له مردان پښتونخوا نه : د فخر ځاى دى چې افغانستان د پواينټونو له مخې تر ټولو وړاندې دى .

کليم الله له دوبۍ نه: ټولو افغانانو ته يې مبارکي وايم ( له مبارکي ورها خوا هم لطغآ څه وواياست )

سراج الدني کاکړ له سوډانه : ټولو افغان خويندو وروڼو او هغو ته چې له افغانانو سره دا برى لمانځي د دې بري مبارکي وايم ( په سوډان کې يې څوک درسره لمانځي ؟ )

رحمت منگل له اسلام اباده : دا دى اوس له ټولگي راغلم او خبر شوم او خوشاله شوم ټولو ته دې مبارک وي ( دا درې ورځې دې شکايت و چې له درسونو يې وايستلم اوس د خپلو درسونو راته وايه چې کريکټ خراب کړي او که دې خپله خونده نشته )

هيليا له قطره : تاسو زموږ خبرو ته ښکلا وربخښئ ( داسې به نه وي ؟ رښتيا ستاسو د نوم مانا څه ده ؟ )

مطيع الله له گرديز نه : عزت الله دولتزى څو کلن دى ( ١٩ کلن)

وکيل له دوبۍ نه : کريکټ بورډ بايد اوس ځوانان رامخته کړي او هغه زاړۀ لوبغاړي چې ښه لوبه نه کوي او د ځوانانو مخه يې نيولې ليرې کړي .

کټوازى له استراليا : ټول افغان ملت ته دې مبارک وي .

صفت الله له کابله : ټولو ته مبارکي خو په ځانگړي ډول حميد حسن ته چې ډير وځليد .

حبيب وقار له کابله : خداى دې وکړي چې افغانان په نورو ډگرونو کې هم بريالي شي .

شاه ولي خان د پکتيا له اتفاق راديو څخه : ټولو افغانانو ته د بري مبارکي وايم .

غفور نوروز له هراته : برى دې ټولو ته مبارک وي ، د لوبې غوره لوبغاړى بايد حميد حسن وي .

محب الله نيازى له لوگره : ټولو ته د بري مبارکي وايم .

اجمل شمس له جلال اباده : ټولو ته دې مبارک وي

محمد ولي ستانکزى له جلال اباده : هيلينا ته ، څوک چې خوبونه کوي ستا غوندې به وي هاهاها ( مه کوه په چا چې وبه شي په تا )

ستاسو ټول برېښناليکونه خپروو لږ بر وکړئ ، برېښناليکونه ډير او خپرول يې په وار دي

رحمان الدين منگل له کابله : زما د موبايل چارج په خلاصيدو دى ستاسو تازه خبر پته نشته ما دعاگانې درپسې دي معلوميږي چې افغان بالران به بعد له دمې جوړولو څه وکړي خو فالو ان تعريف کړئ ( فالو ان هغه ته وايي چې په څو ورځنيو لوبو کې که يوه لوبډله د خپل سيالې په وړاندې د هغو تر نيمايي هم لږې منډې وکړي نو مقابل لورى يې حق لري چې ورته ووايي بيا منډو ته راشئ )

احمديار له گرديزه : يو ورځنۍ لوبې به کله وي ؟ ( په ٧ او ٩ د اکتوبر )

هيليا له قطره : فکر کوم بي بي سي وال ويده شوي خبر نه دي چې افغانستان وگټله ( دا دې لا بله )

نور الحق احمدي له کندهاره : ټولو افغانانو ته دې مبارک وي

نعيم ملک دادوال له چينه : مبارک مو شه افغانستان وگټله بيگاه به يې ښه لمانځو ( څرنگه ؟ )

مرزا الهام له خوسته :داسی احساسوم لکه چې افغان ټیم نامی شو - او بل په والله چې دا لیکنی خو چی څوک ډیر ښکلی مصالې پکې اچوي چې دا دخدای بنده به لاڅوک وي ( ځواب دې خپله ويلى ، د خداى بنده )

رپوټ

د افغانستان برى د لوبې د لومړنۍ ورځې په پاى کې د ډيرو په گومان ممکن و .

خو په دويمه ورځ او بيا نن په وروستۍ ورځ چې حميد حسن څه ډول بالينگ وکړ امکان يې په يقين بدل کړ .

دا دويمه پرله پسې لوبه ده چې حميد حسن پکې لس يا تر هغې هم ډير لوبغاړي سوځوي .

او په بله وينا دا څلورم پرله پسې ځل دى چې حميد حسن په يو وار پنځه يا تر دې هم ډير لوبغاړي له ميدانه وباسي .

د لوبې شننونکي به د کينيا او افغانستان ترمنځ توپير بې له شکه چې حميد حسن بولي .

حميد حسن د کينيا وروستي څلور لوبغاړي د لوبې په څلورمه او وروستۍ ورځ په يوازې پنځو اوورونو کې وسوځول .

او په دې توگه يې په دې لوبه کې ټول ١١ لوبغاړي ستانۀ کړل .

دا برى افغانستان ته په دې مانا دى چې اوس د اوو هيوادونو په سياليو کې دوى په اول نمبر دي .

سکاتلند دويم نمبر لري .

پايلوبه به د سکاتلند او افغانستان ترمنځ وي .

که په پايلوبه کې افغانستان لوبه مساوي هم ختمه کړه برى د افغانستان دى .

افغان لوبغاړو واردمخه سکاتلند ته په سکاتلند کې ماتې ورکړې ده .

د حميد حسن او نورو لوبغاړو سيورى پر سکاتلندي لوبغاړو پروت دى .

دکينيا په څير د پياوړې لوبډلې ماتول به د افغان لوبغاړو سيورى لا ډير پر نورو وغورځوي .

په دغو څلور ورځنيو سياليو کې چې افغانستان پکې په لومړي ځل برخه اخيسته ټول ټال شپږ لوبې افغان لوبغاړو وکړې .

په لومړنۍ لوبه کې يې زمبابوې سره لوبه په داسې حال مساوي کړه چې ډير پواينټونه افغانستان ترلاسه کړل .

په ورپسې لوبو کې يې هالند ، ايرلنډ ، کانادا ، سکاتلند او دا دى اوس کينيا ته ماتې ورکړې .

په دغو بريو کې بې له شکه چې د حميد حسن ونډه د پام وړ ده خو د شهزاد ، نوروز منگل او نور علي ځدراڼ منډې او د سميع الله شينواري هر اړخيزه لوبه هم د هيرولو نه ده .

لسم کس هم حميد حسن بولډ اوټ کړ

حميد حسن نهم کس هم بولډ اوټ کړ

زموږ يو ليدونکى فرهاد چې له کابله به يې برېښناليک ليکۀ او د چرگو د غلا دعوه يې لرله نن تراوسه نشته لکه چې پوليسو د چرگو د غلا په تور ونيوۀ ، که داسې شوي وي څوک يې سفارش وکړئ ، سړى د چرگو غل نه دى د کريکټ شوق پرې داسې کړي .

نوى لوبغاړوى اوتينو دى د دۀ د لوبيز ژوند تر ټولو ډيرې منډې ١٣ دي

اودينبو د حميد حسن په توپ بولډ اوټ شو

کبير حقمل له هنده : څه فکر کوئ چې د کينيا د پای بېټس مينان به ۱۸۸ منډې پوره کړي، په داسې حال کې چې د دوی ډېر تکړه منډې جوړوونکي اوټ شوي او د لوی هدف فشار هم ورباندې پروت دی؟ (استدلال او منطق دې خپله ووايه فکر پکې له موږ غواړې )

سمسور عمري له فرانسې : ما بيگاه دعا کړې ده موږ يې گټو ( نو شپه دې په دعاگانو تيره کړه هغه هم په فرانسه کې)

مرتضى له لغمانه : دا لوبه به افغانستانه په نره گټي( په گتلو کې تر او ماده چا را ايستلي دي )

شمس له لغمانه : بايد کريکټ بورډ حميد حسن ونازوي ( کابل ته ورشه او چونه وروښيه ، کريکټ بورډ کې لغمانيان نشته )

د کينيا نوى لوبغاړى اودينبو نوميږي په څلور ورځنيو لوبو کې د دۀ تر ټولو ډيرې منډې ناسوځيدلې ٥٠ دي

د حميد د څلورم اوور په لومړي توپ څلوريزه ولگيده

فيروز احمد له مردان نه : زما په خيال دا لوبه به افغانستان گټي .

دا د افغانستان لپاره ډير ښه پيل و ، له دې وروسته لوبغاړو کې يوازې تامس د ټينگې دى ، حميد بيا هم تر ټولو بريالى بالر دى تر اوسه يې درې کسه په دويم نوبت سوځولي ، پنځه کسه يې په لومړي وار سوځولي و

اووم کس رقيب اغا د حميد حسن په توپ ايل بي ډبليو اوټ شو

نعيم مومند له امريکا : دا چې هوا لږ سړه زموږ لپاره زيرى دى توپ پکې خوځيږي

لومړنۍ څلوريزه پر حميد ولگيده

د حميد حسن په دويم اوور کې هم څه ونه شول ، داسې ښکاري چې کينياييان نن له حميد حسن سره احتياط کوي

تامس اودايو پر سميع دوه منډې واخيستې چې د نن لومړنۍ منډې دي

دويم اوور سميع الله شنوارى کوي

د حميد په لومړي اوور کې څه ونه شول ، نه منډه او نه هم سوځيدل

د دويمې او دريمې ورځې په پيل کې افغان منډه جوړونکي له ستونزو سره مخامخ ول وبه گورو چې د کينيا لوبغاړي څه کوي

د افغانستان له لورې د لوبې پيل حميد حسن وکړ ،پرون حميد حسن په ١٤ اوورونو کې ٧٤ منډې ورکړې وې او دوه لوبغاړي يې سوځولي و

نن په نايروبي کې هوا تر تيرو څو ورځو سړه ده ، اسمان برگ دى او د تودوخې درجه اتلس درجې ده خو وروسته به پسې توديږي .

د نوي توپ په ترلاسه کولو د پاى لوبغاړي ژر سوځولى شي

د افغان لوبغاړو لپاره ښه خبره دا ده چې که چيرې وغواړي نو وروسته له يو اوورونو نوى توپ هم اخيستلى شي .

افغانستان په دې وروستۍ ورځ يوازې څلور نور لوبغاړي بايد وسوځوي او کينيا لا هم ١٨٨ منډو ته اړتيا لري .

په افريقا ، امريکا او اروپا کې ټولو ته سهار پخير او په افغانستان او نورې اسيا کې خپلو ليدونکو ته خوندور ماسپښين غواړو

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .