کريکټ يوه ورځنۍ لوبه : کينيا لومړنۍ لوبه وگټله

په يو ورځنيو رسمي لوبو کې افغان منډه جوړونکي کله په دومره لږو منډو نه و سوځيدلي .

که د ميدان ، هوا او نورو ستونزو خبرې وي د دواړو لوبډلو لپاره به وي .

خو د پچې يا شير خط گټل هم نن لا ډير گټور ثابت شو .

کينيا خپله منډو ته ملا وتړله خو د حميد حسن او ميرويس اشرف بالينگ ته يې لوبډله ټينگه نه شوه .

حميد او ميرويس دواړو څلور څلور کسه وسوځول خو د کينيا تکړه لوبغاړى تيکيلو ورته په پښه کې ازغى و .

تيکيلو ٥٧ منډې وکړې چې شايد همدا د دواړو لوبډلو ترمنځ توپير هم وي .

د ١٨١ منډو هدف لوى نه و په تيره بيا چې د کريم او نور علي د پيل ملگرتيا ښه وه .

دوى دواړو ٣٢ منډې سره وکړې چې کريم پکې په منډه کې وسوځيد .

د کريم له سوځيدا سره نور لوبغاړي يو په بل پسې داسې لاړل لکه خړ سيلاب چې راغلى وي .

يوازې نور علي تر ډيرو ودريد ٤١ منډې يې وکړې او نورو ته يې ښوول چې لوبه ممکنه ده .

افغانستان دا لوبه په ٩٢ منډو وبايلله .

د درو لوبو د لړۍ دويمه هغه به د شنبه په ورځ کيږي .

راشد لطيف چې په پيل ک د منډو د روزونکي په توگه راغلى و، شايد اوس پوى شوى وي چې ولې د منډو روزونکي ته اړتيا احساس شوې وه .

کينيا په ٤٧ اوور کې : ١٨٠ منډې ١٠ لوبغاړي سوځيدلي کلېکاږل د کينيا منډې

کريم صادق: رن اوټ١٩

نور علي ځدراڼ :41

محمد شهزاد : ١ کيچ اوټ

نوروز منگل : ٤ بولډ اوټ

محمد نبي : صفر بولډ اوټ

اصغر ستانکزى :١ کيچ اوټ

جاويد احمدي : ايل بي ډليو اوټ١

سميع الله شينوارى :٢ کيچ اوټ

ميرويس اشرف: 9

مرزا محمد الهام له کابله : که نورعلي وسوځيد دفتر بندوم کور ته بيا نو کينيا گټلې ( غلى شه چې په کور کې يې څوک وانه وري هغوى به نور لي ته ښيرا وکړي چې ته ورشې )

عزيز الحق له ناروې : کينيايانو د څلور ورځنۍ لوبې زور وايست ( لا يې پوره نه دى ايستلى)

د کريم او نور علي تر ٣٢ منډو ملگرتيا وروسته د ميرويس او نور علي ١٣ منډو ملگرتيا تر ټولو ډيره ده ، له همدې ښکاره ده چې ستونزه چيرې ده ، د چرگانو غلۀ مه گرموئ .

فرهاد له کابله : دا څه حال دی؟ لکه چې تخنیکي ستونزه دملی تیم سره هم پیدا شوه . د غلا شويو چرگانو گناه نه ده. لغمانیانو سره مو ډیرې توکې کولې. هغوی مهترلام بابا زیارت کې بد دعا وکړه. ( ته خو به خود د چرگانو د غلو دفاع کوې ، اخر خپله دې اقرار کړى و چې د گاونډي چرگ دې وهلى دى )

رحمت هاشمي له کارديف نه : د افغان لوبغاړو ستونزه دا ده چې په فرنټ فوټ ( وړاندې ) لوبه کوي راشد لطيف بايد دې ته پام وکړي ( نن خو ابۍ ټوله بۍ ده )

ثنا الله ابراهيم خيل له کويت نه : اوس لوبه خرابه شوه په پيل کې افغانستان ښه لوبه کوله ( ژر دې ور پام نه شول ؟ )

جان محمد له اتريش نه : ايله مې له بي بي سي سم خبر واوريد چې د چرگانو غلۀ دې ونيول شي هغه بله ورځ مې هم نيا زنگ راته وهلى و چې چرگان يې ورک شوي دي ( گناه ستا ده چې په اتريش کې گرځې او نيا دې يوازې پرايښې ده ، هغه د چرگانو ساتنه نه شي کولى او سم خلک يې هم غلۀ کړل )

کريم الله مشکور حيدرخيل له خوسته : چې لوبې ته گورم ژړا راځي چې ستاسو ځوابونه گورم خندا راځي بالخصوص د راشد لطيف ځواب ته .( په يوۀ حال يو خداى وي )

ميرويس سر په سر دوه دوه منډې واخيستې ، يو څو تيزې منډې هم شايد اوس د افغان لوبډلې وضع ښه کړي او پر کينيا فشارگوټى پيدا کړي .

شبير احمد له دوبۍ نه : اوس مې وار خطا شو چې سر په سر څو لوبغاړي وسوځيدل ( ښه دى ژ نه وارخطا کيږې)

په پاتې ٣٢ اوورونو کې ١٢٣ مندې پکار دي خو کينيا بايد درې نور لوبغاړي وسوځوي ، گومان دا دى چې د کينيا تله درنه ده .

نور الحق له کابله : وروڼو اهسته اهسته لوبه کوئ گټلى يې شئ .

په سوځيدلو اوو کسانو کې يوازې يوۀ کس تر لسو ډيرې منډې کړي دي نور ټول په خورا لږو منډو سوځيدلي

عزيز الحق له ناروې نه : له نظه شوي نه دي دا د غلا چرگان ورته خيرات شوي و ، خو خير اوس هم که احتياط وکړي سميع او نور علي يې هم پوره کولى شي . ( د چرگو غله بايد ونيول شي )

په بخښنې سره ميرويس نه بلکې سميع الله شينوارى راغى او په اول توپ يې دوه منډې واخيستې

دا د ميرويس اشرف پنځمه وبه ده ، تر دې وړاندې د دۀ تر ټولو ډيرې منډې ١٧ وې ، د لوبډلې به يې نن پر هغې هم چاره ونه شي .

عزيز الرحمن نيازى له کونړه : د راشد لطیف حال راته ووایئ، چې د پنځو لوبغاړو تر سوځیدو هغه په څه غورو کې دی، فکر کوم چورت به یې خراب وي ( نه اتڼ به اچوي )

نن مو د کمپيوټر گيډه لکه چې خرابه ده ، داسې ورو ورو کار کوي لکه د بډه بيرې بس

افغانستان په پاتې ٣٥ اوورونو کې ١٢٨ نورو منډو ته اړيتا لري

دا د جاويد احمدي پنځمه لوبه ده تر اوسه يې تر ټولو ډيرې منډې ٢٥ دي ، همدومره که هم نن وکړي او له نور علي سره ودريږي شايد افغانستان يو ځاى ته ورسوي

اصغر هم وسوځيد اوس نو نيمايي لوبډله لاړه

علي له لندنه : د چا په خولۀ کې خير نشته چې ټول په منډه منډه وسوځيدل ( داکشف لا نه دى شوى )

هجرت نبي له کابله : دا د ښیراوو زور دی چې اوس یې پښې په هوا دي هر یو کوشش کوي چې څلوریزې او یا شپږیزې ووهي مګر کله چې شاته ګوری نو ویکټ نه وي ولاړه اوس ور ته دعا کوئ او که ښیرا؟ ( پلمه مه لټوه ، ښېراوې يې بي بي سي ته کولې لوبغاړو ته چا نه دې کړي )

صديق الله بارکزى له کابله : داسې ښکاري چې افغان لوبډله احتياط نه کوي ( يو پټى يې وخوړ ته يې لا مږه نه بولې ؟)

شفيق هيوادپال له کابله : كه چې په تېره لوبه كې افغان كركټ بازان له نظره شول كه څنګه؟ چې دا نن ژر ژر سوځي ( وايي کله د ابا وار وي کله د ادې )

د افغانستان پنځوس منډې وشوې چې پوره نيمايي يې نور علي کړي دي

بلال ناصري له جلال اباده : زه که رښتیا درته ووایم دغو ایمیلونو ته ستاسو ځوابونو ډیر خوند راکوي او ساعت په ساعت پاڼه په همدې موخه ریفریش کوم چې ګوندې کوم نوي سړي به تبصره کړې وي او ستاسو به ځواب وي ، ډیر راته خوند راکوي او ډیر مې خندوي کیدای شي ماته دې هم ځواب دا وي چې ایله بیله پاڼه د ځوابونو په موخه ریفریش کوم د افغانستان د کرکیټ هیڅ غم راسره نشته خو که رښتیا درته ووایم د دواړو په خاطر پاڼه ریفریش کوم ( تا ته بې ځوابه يو ، خو خداى دې تل خندان لره

نور علي درې نورې منډې واخيستې

نورعلي خپله څلورمه څلوريزه ووهله

محمد اقبال له هنده : د لوبو معلوماتو ته مې اړتيا نه وه خو ستاسو ځوابونو اړ کړم چې دلته راشم ( ځه ښه دى چې يو نه يو ډول خو مو راخپل کړې )

احمد شاه له اتريشه : د افغانستان په ټيم څه وشول ، لطفآ ارامه لوبه وکړئ او نور کسان بايد ژر ونه سوځيږي

د افغانستان د بري لپاره نور علي ډير مهم دى ، هغه بايد تر پايه ودريږي

تر اصغر او جاويد احمدي د نبي وړاندې راتگ بريالي نه و هغه هم په صفر وسوځيد

کريم الله مشکور حيدر خيل له خوسته : په احتياط لوبه پکار ده

احمد شاه له اتريشه : د شهزاد سوځيدل بد و بايد ورو لوبه وکړي

د کريم ، شهزاد او نوروز منگل سر په سر سوځيدلو بايد د کينيا ډاډ ډير کړى وي اوس نو بايد دوه افغان لوبغاړي تر څه وخته ودريږي

په پاتې ٣٩ اوورونو کې ١٤٠ منډې پاتې دي خو کينيا بايد تر دغو منډو وړاندې اووه نور افغانان وسوځوي

نوروز منگل د منډو پيل په څلوريزه وکړ

هدايت الله له کابله : هند ولې په اسيايي لوبو کې برخه نه اخلي ، نر غوندې ځواب نه دى سم ځواب غواړم ( خو نه ورځي ، کله يې بيا راته ويل چې ولې نه ورځم )

نور علي خپله دريمه څلوريزه ووهله

محمد نظ کټوازى له دوبۍ : ميرويس اشرف د پکيتا دى خو په کندز کې اوسيږي ( نه وروره ميرويس اشرف د کندز د چهادرې ولسوالۍ په ماماخيلو کلي کې زيږيدلى دى ، نور معلومات يې هم غواړې که په همدې قانع شوې)

د شهزاد سوځيدل لوى گوزار دى ، هغه خورا تکړه لوبغاړى دى

زيار له اتريشه : بخښنه غواړم له تاسو سره د ځوابونو سيالي نه شم کولى ځکه چې په کميوټر کې پښتو نه لرم ( مړ په څه شو ساه يې وخته )

شهزاد د افغانستان تر ټولو بريالى منډه جوړونکى دى تر دې لوبې وړاندې يې ٦٠٥ منډې کړې وې او د منډو اوسط يې ٥٥ دى

هجرت نبي له کابله : ايا دا ويبپاڼه داسې نه شئ کولى چې اوتومات تازه شي ( پېښوريانو به ويل ټايم به لگي باقاعده او خرچه به پرې راځي ، څه پوى شوې )

شبير احمد له دوبۍ : دا لوبه موږ گټو ځکه چې د کينيا ملا مو په کمو منډو ورماته کړه ( سم دې ايميل راغى او سم کريم اوټ شو ، درباندې خبر به نه شي )

کريم ښه لوبه کوله خو رن اوټ شو افغانستان لا ١٤٩ منډو ته اړيتا لري

کريم صادق رن اوټ شو

گل بالي له امريکا : ښه دى چې پيغام مو خپور کړ ، زۀ د ځوابونو وال سم پېژنم . ( خو هغه تا سم نه پېژني )

هدايت الله له کابله : هند په اسيايي لوبو کې ولې برخه نه اخلي ( د نر غوندې )

کريم خپله څلورمه څلوريزه ووهله

جان محمد له اتريش نه : که لغمانيان په رښتيا چالاک واى اوس به يې په کريکټ لوبډله کې هم څوک واى زۀ هم لغمانى يم ( ايمل وفا ډير تکړه لوبغاړى و چې د لغمان و خو له ١٩ کلنو سره چې کانادا ته ولاړ لکه چې په کوم ماموريت پسې شو بيرته ستون نه شو )

سيد وفى الله مسلم, جلال اباد نه : افغان لوبډله د فيلډنګ په برخه کې خورا زياته وځلېده او مخالفه لوبډله يې د يوه غټ هدف ټاکلو ته پرې نښودله. په يوه بله وېبپاڼه کې مې ولوستل چې د کريکټ کارپوهان او مينه وال افغان لوبډلې ته د نوموړې لوبډلې د پرله پسې برياوو له امله په راتلونکي کې د آسيا د څلورم قوت په توګه ګوري (د بنګله ديش د لوبډلې پر ځاى). له لوى خداى هيله لرم چې زموږ د لوبډلې د برياوو دغه سفر دې همداسې روان واوسي

نور علي خپله دويمه څلوريزه ووهله

په شپږم اوور کې منډه ونه شوه ، اړتيا يې هم ديره نشته ، احتياط ښه دى ، که لوبغاړي وي منډې به خپله وشي

خداينور له سعودي : عبدالله مزارى په لوبډله کې نه ښکاري ( هغه به ايله نن ور رسيدلى وي )

په پاتې ٤٥ اوورونو کې ١٥٧ منډې پکار دي او که يې کينيا گټي نو تر هغو وړاندې بايد لس افغانان وسوځوي

کريم دريمه څلوريزه ووهله

مرزا محمد الهام له کابله : دا د ځوابونو وال ماته لغمانى ښکاري ( لغمانيان دومره ساده نه وي)

جان محمد له اتريشه : که په ښيرا ايميل خپروئ زۀ يې نه شم کولى ځکه چې بيرته ماته راگرځي ، دا راته وواياست چې په اسيايي لوبو کې کوم هيوادونه برخه اخلي ( هند پکې نشته ، پاکستان ، بنگله ديش سرېلنکا او يو څو نور هيوادونه دي چې شايد افغانستان ترې ويره ونه لري )

په پاتې ٤٦ اوورونو کې افغانستان ١٦٣ منډو ته اړتيا لري .

کريم دويمه څلوريزه ووهله

په فري هيټ يوه منډه وشوه

نو بال او فري هيټ شو

عرفان له جلال اباد نه : ها بي بي سي والو ډير ستوغ ځواب مه ليکئ چې ډير دوستان به درنه خپه شي ( چې دوست وي نه خپه کيږي ، اخر موږ يې هم په ښيراو نه يو خپه شوي )

گل بلې له امريکا : دا زما وروستى پيغام دى که مو خپور نه کړ بي بي سي دې خداى ړنگه کړي ( مازديگرى دى ښيرې مه کړه + ته به د ناز ښيرې کوې رښتيا به شينه )

د دريم اوور په لومړي توپ نور علي څلوريزه ووهله

نعيم درانى له کندهاره : ايا اسيايي لوبې به پر تلويزيون ښکاره شي ؟ ( فکر نه کوې چې دا پوښتنه له تلويزيون والو بايد وشي )

کرم صادق د دويم اوور په وروستي توپ څلوريزه ووهله

جاويد فيصل له کندهاره : بي بي سي نن د غرمې ډوډۍ نه خوري او يا غواړي چې د ناوخته راتگ ناغه پوره کړي ( دا يې لا بله )

افغان لوبډله :

کريم صادق

نور علي ځدراڼ

محمد شهزاد

نوروزمنگل

اصغر ستانکزى

جاويد احمدي

محمد نبي

سميع الله شينوارى

ميرويس اشرف

حميد حسن

شاپور ځدراڼ

د کينيا له لورې لومړى اوور تامس اودويا کوي دۀ په ١٢٧ لوبو کې ١٣٣ لوبغاړي سوځولي دي .

په يو ورځنيو رسمي لوبو کې د کريم او نور علي دواړو تر ټولو ډيرې منډې ١١٤ دي ، خو د کريم ناسوځيدلې وې . د کريم د منډو اوسط ٢٦ او د نور علي ٣١ دى .

ستاسو نظر

حميد الله عمر خيل او فريد جبار خيل د کابل له پوهنتونه : خوښ يو چې ميرويس او حميد ښه لوبه وکړه اوس هيله من يوو چې نور علي او شهزاد هم ښه لوبه وکړي ( په نورو مو ولې نه ده پېرزو )

شکر الله محنت د پکيتا د اتفال راديو نه : افغان منډه جوړونکي هر ځاى ځليدلي دا لوبه به په اسانۍ وگټي ( نه دي دې اوريدلي چې منگى تل نه ماتيږي )

جان محمد له برمينگهمه : که افغانستان له کينيا او سکاتلنده لوبې وگټي نړيوالو اتلوليو ته به ورسيږي ( نه وروره د نړيوالو اتلوليو د غوراوي لوبې تير کال وې دا نه دي )

هدايت الله له کابله : ليکنه مو سمه نه ده ، زده يې کړئ ، لسم لوبغاړى حکيد حسن نۀ بلکې حميد حسن بولډ کړ ( نه مو دې اوريدلي چې بيړه د شيطان کار ويړ بيړه مو کوله ميم مو په کاف بدل کړ ×و مطلب در ورسيد ، )

نويد احمد کاکړ له کابله : که اتفاق وي تل به بريالي يو دا نننۍ لوبه انشالله په اسانۍ گټو ( ډير زيات باوري نه يې ؟)

عبدالکافي عليزى له اسلام اباده : هيله ده چې افغان لوبغاړي په زړورتوب او احتياط اوس لوبه وکړي ( زړورتوب او احتياط سره نه لگيږي )

رحمت هاشمي له کارديف نه : نن د ميرويس اشرف ورځ وه مبارکي ورته وايم او له بي بي سي شکايت لرم چې ولې يې په ځنډ خبر راکړ ( بخښنه مو په پيل کې غوښتې وه )

حميد ابراهيمي له پاريسه : افغانستان بايد کينيا په ١٧٠ سوځولې واى ځکه چې تيز بالران هلته بريالي ښکاري ( په ١١ نورو منډو به هم مځکه او اسمان سره يو نه شي )

هزار گل همدرد له پکتيا : که افغانستان په اسيايي لوبو کې برخه اخلي نو له سکاتلند سره به د نومبر په ٢٥ پايلوبه څرنگه کوي ( پايلوبه د دسمبر مياشت ته ځنډول شوې ده )

عاصم له کابله : نن يې کينيا ښه پسې را اخيستې ( هو هغسې لکه موږ چې تخنيکي ستونزو پسې را اخيستي و )

فرهاد له کابله : د کينيا ملا ماته شوه ( هېېېېېېېېېېېېېې پوليسو راپرېښودې ؟ )

صابر احمدزى له اسپانيا : نن لکه چې په غصه ياست ايميلونه نه خپروئ ( نه صاحبه د تخنيک دې کور ړنگ شي لکه ړنگ شوى چې دى نن يې له ستونزو سره مخامخ کړې و )

د کينيا منډې

کينيا د پچې له گټلو وروسته په ارامه او پر ځاى لوبه پيل کړه .

١٧ اوور پيل شوى و چې د دوى لا څوک نه و سوځيدلي او منډې يې هم ٥٥ ته رسيدلې وې .

افغانستان د څلور ورځنۍ لوبې په پرتله په لوبډله کې دوه بدلونونه راوستي و .

نور علي ځدراڼ او شاپور ځدراڼ د خالق داد او عزت الله دولتزي پر ځاى راغلي و .

خو د بالينگ پيل په حيرانونکې توگه شاپور او نبي وکړ .

ميرويس او حمکيد وروسته راغلل .

دا د حميد راتگ و چې د کينيا د منډو مزل يې ټکنى کړ .

دۀ دوه کسه وسوځول خو له ٦٢ منډو وروسته چې تيکيلو لوبې ته راغى داسې ښکاره شوه چې کينيا به تر ټولو ودريږي او افغانستان به لوى هدف ومومي .

تيکيلو تيزه لوبه وکړه په ٦٥ توپونو يې د پنځو څلوريزو او يوې شپږيزې په مرسته ٥٧ منډې کړې وې چې ميرويس اشرف بولډ اوټ کړ .

دا د ميرويس لومړى برياليتوب و خو ژر يې يو په بل پسې څلور کسه وسوځول او د کينيا د لوبډلې ملا يې ورماته کړه .

سميع هم دوه کسه وسوځول او دا حميد و چې د پيل په څير يې د پاى دوه لوبغاړي هم ستانۀ کړل .

کينيا ټول لوبغاړي په ٤٧ اوور کې له لاسه ورکړل او ونه توانيده چې ټول ٥٠ سره اوورونه ولوبوي .

١٨١ منډې به ډيرې نه وي خو په کريکټ کې اټکل گران دى .

لسم لوبغاړى هم حميد حسن بولډ اوټ کړ

حميد حسن په يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان تر ټولو بريالى بالر دى چې تر اوسه يې په ١٢ لوبو کې ٢٢ لوبغاړي سوځولي

حميد حسن خپل نهم اوور ته راغى

د نهم کس لپاره په ملگرتيا کې ٣٥ منډې وشوې چې خورا تيزې هم وې

نهم کس حميد حسن بولډ اوټ کړ

پر حميد شپږيزه ولگيده

او ورپسې پرې څلوريزه هم ولگيده

پر نبي شپږيزه ولگيده

د کينيا له لورې تر ټولو ډيرې منډې تيکيلو وکړې چې ٥٧ وې خو بيا هم د ميرويس اشرف په توپ بولډ اوټ شو ، پهڅلور ورځنۍ لوبه کې هم ميرويس بولډ اوټ کړى و

حميد خپل اووم اوور کوي په تيرو دوو اوورنو کې پر دۀ منډې نه دې شوي

د سميع الله شينواري لس اوورونه هم بشپړ شول ، دۀ ٤٣ منډې ورکړې او دوه کسه يې وسوځول

سميع الله شينوارى خپل وروستى اوور کوي اوس پرې څلوريزه ولگيده

ميرويس اشرف نن خورا ښه بالينگ وکړ او په لسو اوورونو کې يې يوازې د ٣٥ منډو په ورکولو څلور لوبغاړي وسوځول

اتم لوبغاړى ميرويس اشرف بولډ اوټ کړ

اووم کس د اصغر په کيچ سميع الله شينواري اوټ کړ

شپږ کس هم د شهزاد په کيچ ميرويس اوټ کړ

پنځم لوبغاړى د شهزاد په کيچ ميرويس اشرف اوټ کړ

شاپور : ٧ اوورونه ٢٦ منډې ورکړي

محمد نبي : ٨ اوورونه ٣٢ منډې ورکړي

ميرويس اشرف ١٠ اوور ٣٥ منډې ورکړي ٤ کسه سوځولي

حميد حسن : ٩ اوورنه ٢٦ منډې ورکړي ٤ کسه سوځولي

سميع الله شينواري : ١٠ اوورنه کړي ٤٣ منډې ورکړي او ٢ کسه سوځولي

اصغر ستانکزي ٣ اوورونه کړي ١٧ منډې يې ورکړي

دوه لوبغاړي حميد حسن سوځولي ، يو يو لوبغاړى ميرويس اشرف او سميع الله شينواري سوځول

بخښنه غواړو چې د تخنيکي ستونزو له امله مو د دې لوبې پيل وړاندې نه کړاى شواى

کينيا پچه گټلې وه او خپله يې منډو ته زړۀ ښه کړى و

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .