کريکټ : افغان ستورى حميد حسن ټپي شوى دى

حميد حسن
Image caption حميد حسن د افغانستان تر ټولو ډير بريالى بالر دى

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړى حميد حسن له کينيا سره په دويمه يوه ورځنۍ لوبه کې د ټپي کيدا له امله برخه نه شي اخيستلى .

تيز بالر حميد حسن د افغانستان تر ټولو پياوړى بالر بلل کيږي په لومړنۍ لوبه کې ټپي شوى و .

د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عيسى خيل بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د حميد حسن د کيڼ لاس يوه گوته په لومړنۍ لوبه کې لگيدلې او شايد ماته شوې وي .

د نبي په وينا حميد حسن شايد د همدې ټپ له امله په دويمه لوبه کې چې د شنبه په ورځ ( د اکتوبر نهمه ) په نايروبي کې کيدونکې ده ، برخه وانه خلي .

حميد حسن له کينيا سره په څلور ورځنۍ لوبه کې يولس کسان سوځولي و .

دۀ په لومړنۍ يوه ورځنۍ لوبه کې هم څلور کينيايي لوبغاړي وسوځول .

تر ټولو بريالى

حميد حسن په يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان تر ټولو بريالى بالر دى .

دۀ په ١٢ لوبو کې ٢٢ لوبغاړي سوځولي دي .

له بي بي سي پښتو وېبپاڼۍ سره په خبرو کې محمد نبي عيسى خيل ويل هيله من دى چې حميد حسن به تر ډيرو له لوبو ليرې نه وي .

حميد حسن ښى لاسى دى او په دې توگه يې پر بالينگ بايد اغيز ونه کړي .

افغان لوبډله به د دوشنبه په ورځ ( د اکتوبر ١١ ) له کينيا سره دريمه يوه ورځنۍ لوبه کوي .

د کينيا تر سفر وروسته به افغان ملي لوبډله چين ته سفر لري چې د اسيا په لوبو کې برخه واخلي .

تر هغې وروسته افغانستان دوبۍ ته ځي چې له سکاتلند سره د څلور ورځنيو سياليو پايلوبه ترسره کړي .