کريکټ دريمه لوبه کې کينيا برى وموند

وروستی حال: کينيا په ٤٢ اوور کې١٨٩ منډې ٢ کسه سوځيدلي کينيا وگټله

په دريمه يوه ورځنۍ لوبه کې د افغانستان د بيټينگ ځينې تکړه ستوري نه و ، محمد شهزاد او نور علي دواړه ټپيان ول او په دې توگه د منډه جوړونکو د نه ځليدا پلمه وه .

د حميد حسن زخمي کيدو هم شايد پر دريمې لوبې اغيز لرلى وي .

خو له لويه سره په درو سرو يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان منډه جوړونکي ونه ځليدل .

په دويمه لوبه کې چې برى د افغانانو په برخه شو هلته هم څلور لوبغاړي ژر وسوځيدل.

په نننۍ لوبه کې د پچې تر گټلو وروسته ښايي د نور علي او شهزاد ټپي کيدا پر نوروز او راشد لطيف دا پريکړه کړې وي چې لومړى خپله منډې وکړي .

خو دا پريکړه بريالۍ نه وه .

له ښه پيل وروسته نور لوبغاړي ژر وسوځيدل يوازې نبي و چې د ٦٠ منډو په کولو يې کينيا ته هدف وټاکۀ .

په ځواب کې کينيا په ارامه لوبه وکړه .

که د بريد اړتيا وه حمله يې وکړه که صبر پکار و صابر پاتې شول .

د کينيا لوبغاړو په يو نه يو ډول افغان زلمو ته لار وښوده چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د گټلو چل او هنر په څه کې دى .

خو افغان لوبډله به په دې خبر چې څلور ورځنيو لوبو کې يې ښه برى وموند سر لوړې کور ته ستنيږي .

اوس به د اسيايي لوبو شل اوريزې سيالۍ وي چې پاکستان ، بنگله ديش او سرېلنکا هم پکې لوبيږي .

که په هغو لوبو کې افغان لوبډلې خپله وړتيا وښوده د کينيا صفر به ژر هير شي .

سميع خپل وروستى اوور کوي

وروستيو شپږو منډو ته تيکيلو راغى

اوبنده په ٧٧ منډو عبدالله مزاري بولډ کړ

١٠ مندې پاتې شوې ، لس او بس

ولي ستانکزى له کونړه : دا منو چې په لوبه کې گټل او بايلل وي خو موږ يې په دعاگانو ستړي کړو ( ورو ورو دعا کوه چې پرې ستړى نه شې )

زړگى تنها له ناڅرگنده ځايه : کينيا يې په ٤١ يا ٤٢ ام اوور کې گټي ( نه يې منم )

يوازې ١٨ منډې پاتې شوې

پامير له برتانيا : اوس سپنران پکار دي نه تيز بالران ( په دواړو به يې شل نه کړې ')

بلال له لوگره : هغه د چرگانو او غويانو حلالونکي څه شول لکه چې ټول د کينيا په خوا ودريدل ( د غلا مال و خير پکې نه و)

احسان الله ضيا ستانکزى له پېښوره : دا لوبه ده فرق نه کوي چې دا افغانستان وبايلله ،

په پاتې ٧٢ توپونو کينيا بايد ٢١ منډې واخلي

سميع الله شينوارى بيا راغى

حميد پغمانى له پاريس نه : زموږ ښه لوبغاړي نه و دا ځکه داسې حال دى ( مړ په څه شو ؟ ساه يې وخته )

په پاتې ١٣ اوورونو کې ٢٤ منډې پکار دي

پر عبدالله څلوريزه ولگيده

ميرزا محمد الهام له کابله : دا د ننۍ ماتې زموږ ريکارډ خرابوي ځکه چې په نهو ويکټو يې بايلو ( بايلل بايلل دي څه په يوه څه په لسو )

د نبي پر ځاى عبدالله مزارى راغى

په شاپور څلوريزه ولگيده

نبي بل اوور کوي

په پاتې ١٦ اوورونو کې ٤٨ منډې کينيا غواړي

پر شاپور څلوريزه ولگيده

کولين اوبويا هم پنځوسيزه پوره کړه

دغو دوو تر اوسه د ٩٣ منډو ملگرتيا کړې ده

شاپور راستون شو

صابر احمدزى له اسپانيا : د نوروز په پريکړو سړى نه پوهيږي شپږ بالرن لرو جاويد ته څه اړتيا وه

په پاتې ١٧ اوورونو کې ٥٨ منډې پکار دي

اوبويا هم پنځوسيزې ته نژدې شو

پر نبي بله شپږيزه ولگيده

خوشال تايب له لندنه : بايد نبي او ميرويس په دې سخت ساعت کې راووځي ( اوس به يې پر حميد هم شل نه کړې ')

دا د اوبندا دويمه شپږيزه وه

نبي راستون شو او په لومړي توپ يې شپږيزه ولگيده

که کينيا دا لوبه وگټي ، چې د گتلو په حال کې دي نو له افغانستان سره تر اوسه د ترسره کړيو څلورو لوبو پايله به يې دوه دوه وي خو روانه لړۍ به دوى دوه يو گټلې وي .

په پاتې ١٩ اوورونو کې ٧٩ منډې کينيا غواړي او افغانستان لا هم نهه کسه بايد وسوځوي تله د کينيا درنه ده

شکر الله محنت د پکتيا له اتفاق راديو څخه : لکه چې لوبغاړي له نظره شول ( ښه پلمه ده )

اوبندا خپله پنځوسيزه پوره کړه

لا هم جاويد بالينگ کوي ، نبي ، شاپور ، عبدالله ، عزت ، ميرويس او سميع ډير اوورنه لري

د کينيا الکس اوبندا په ٤٧ منډو ولاړ دى ، دى په لومړيو دوو لوبو کې نه و

د جاويد احمدي په دويم اوور کې يوازې درې منډې وشوې

جاويد احمدي خپل دويم اوور کوي

صابر احمدزى له اسپانيا : عزت الله بايد بيا راشي هغه يوازينى بريالى بالر دى څه پکې واياست ( په منطقي خبره کې څه نه ويل کيږي )

احمد ولي له کندهاره : دا لوبه پر کوم تلويزيون ښيي ( يه )

کينيا ته په پاتې ٢٣ اوورونو کې ٩٤ منډې پکار دي او افغانستان لا هم بايد نهه کسه تر دغو منډو وړاندې وسوځوي

جاويد احمدي به په يو ورځنيو لوبو کې د بالر په توگه لومړى توپ کله هير نه کړي شپږيزه پرې لگيدلې وه خو په نور اوور کې يې درې نورې منډې وشوې

حبيب له دوبۍ نه : په دعاگانو ستړي شو خو څه نه کيږي

په اول توپ يې شپږيزه ولگيده

جاويد احمدي بالينگ ته راغى ، دا به لومړى ځل وي چې دى د افغانستان له خوا بالينگ کوي

افغان لوبغاړي بايد ژر تر ژره د کينيا يو دوه کسه وسوځوي که نه نو لوبه يې له لاسه وتلې ده

اوبندا او اوبويا د ٤٧ منډو ملگرتيا وکړه

په سميع څلوريزه ولگيده

احمد ولي له کندهاره : ډير نازک حالت دى ( تر نازک هم نوکي نازک )

په پاتې ٢٥ اوورونو کې ١٠٩ مندې کينيا غواړي او افغانستان يې نهه نور لوبغاړي بايد وسوځوي

د کندهار قانع ته ډير اوريدونکي غصه شوي دي خو هغه بل برېښناليک وليکۀ او ويې ويل چې زما ټولگيوال لغمانى دى له هغه سره لانجه لرم له بل چا سره نه .

محمد يونس ابراهيم خيل له پغمانه : په تمه يو چې عزت الله به د زمري حميد حسن تشه پوره کړي

ولي ستانکزى له کونړه : دا عبدالله کوم لوبغاړى دى هغه مزارى که بل يو ( هم هغه دى صاحبه مهربانه )

کينيا ته په ٢٧ اوورونو کې ١١٣ مندې او افغانستان ته نهه کسه پکار دي

هدايت الله له کندهاره : که همداسې لوبه روانه وي بله لار نشته د باران دعا کوئ ( په وچکالۍ ځپلې افريقا کې باران هم په اسانه نه وي )

قادر شينډنډى له اوسلو : ولې دا ويکټ په توپ نه ولي ( د کينيا وال يې مخته ولاړ وي )

ډاکټر عمر له کابله : افغان لوبډلې ته پکار يد چې هغه قوي بالران ولوبوي ( ډاکټر صاحب چې قوي بالران ټپيان وي بيا څه وکړي ؟)

اوبويا او اوبنده تر اوسه ٣٤ مندې سره په گډه کړي اوو خطرناک ښکاري

د عزت الله پر ځاى سميع الله شينوارى راغى او څلوريزه پرې ولگيده

پر عزت الله څلوريزه ولگيده

د عبدالله په لومړي اوور کې يوازې يوه منډه وشوه ، خو د منډو تر ايسارولو هم د لوبغاړو سوځول ډير مهم دي

بالينگ ته عبدالله راغى

نيکمل په ډنمارک کې : که مو دا لوبه وگټله د بي بي سي وال ټول زما ميلمانۀ دي ( تر ډوډۍ به دې د الوتکې ټکټ راته گران وي )

په يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان ريکارډ

له سکاتلند سره : څلور لوبې کړي دوه گټلي دوه بايللي

له هالند سره : څلور لوبې کړي يوه بايللې درې گټلي

له کانادا سره : درې لوبې کړي يوه بايللې دوه گټلي

له کينيا سره : تر روانې لوبې وړاندې ، درې لوبې کړي يوه بايللې دوه گټلي

له ايرلند سره : يوه لوبه کړې او بايللې يې ده

افغانستان تر اوسه ١٥ رسمي يو ورځنۍ نړيوالې لوبې کړي دي په هغو کې يې نهه گټلي او شپږ يې بايللي دي

کينيا په پاتې ٣٥ اوورونو کې ١٤٠ منډو ته اړتيا لري او افغانان بايد نهه کسه نور تر دغو منډو وړاندې وسوځوي

نور له کابله : د کندهار قانع ته دې خداى انصاف ورکړي ( د عدليې وزارت هم ورسره )

په ميرويس څلوريزه ولگيده

د عزت الله دولتزي د دريم اوور په وروستي توپ څلوريزه ولگيده

خپلواک منگل له کابله : که افغان لوبډلې وگټله سبا رخصت کوم او سندريز بانډار جوړوم ( رخصتۍ ته له خدايه بهانه غواړې او غاړې دې هسې تازه کړي اوس لوبه مه پلمه کوه )

سيد احمد قانع له کندهاره : زما وړانديز دا دى چې دا لوبه کينيا وړي ( په کندهار کې يې بې غمه يې ځکه داسې وړانديزونه کوې ته کابل يا خوست ته ورشه او داسې وړانديز وکړه چې څومره دې قانع کوي )

د ميرويس په دويم اوور کې هم منډه ونه شوه

ولي محمد ستانکزى له کونړه : وايي چې زما وار راغى له پاسه يې پلار راغى ( د سستۍ خو همدا پايله وي )

کريم الله مشکور حيدر خيل له خوسته: اوس د لوبې خوند پيدا شو( پردى غم نيم اختر وي )

د عزت الله دويم اوور خورا بريالى و يو کس پکې وسوځيد او منډه هم پکې ونه شوه

رحمن له گرديز نه : نوروز بايد ژر بالينگ سميع او عبدالله ته ورکړي ( هر سړى پيدا دى خپل خپل کار لره کنه )

د ديويد اوبويا پر ځاى کولن اوبويا راغى

د افغانستان په څير کينيا هم ښه پيل درلود خو ايا د افغانانو غوندې به دوى هم اوس سر په سر لوبغاړي له لاسه ورکړي ؟

لومړى کس د نورالحق په کيچ عزت الله دولتزي اوټ کړ

د ميرويس لومړني اوور کې لس منډې وشوې ، کينيا ښه روانه ده په پاتې ٣٩ اوورونو کې اوس ١٤٩ منډو ته اړتيا لري او افغانان بايد لس کسه وسوځوي

په ميرويس بله څلوريزه ولگيده

فهيم له کابله : داسې ښکاري چې په دې پاڼه کې د لغمانيانو او خوستيانو ميدان تود دى ( نه يې منم )

ميرويس راغى او په لومړي توپ يې څلوريزه ولگيده

د عزت الله په لومړي اوور کې يوه منډه وشوه

عزت الله دولتزى بالينگ ته راغى

شاپور ځدراڼ په خپلو لومړنيو پنځو اوورونو کې ١٩ منډې ورکړې خو څوک يې ونه سوځول ، ښايي د دۀ اوورنه اوس د پاى لپاره پرېښوول شي ، نبي تر اوسه څلور کړي دي

کينيا ته په پاتې ٤١ اوورونو کې ١٦٠ منډې پکار دي او افغانستان بايد لس کينيايي سيالان وسوځوي

رحمت الله هاشمي له ويلز نه : په چين کې لوبې کله پيليږي ( اسيايي لوبې راتلونکې اوونۍ پيليدونکې دي)

نور الدين له پکتيا پوهنتون څخه : که همداسې لوبه روانه وي گټل يې گران دي( خو کينيا ته به اسان وي )

په شاپور دريمه څلوريزه ولگيده

له اتو اوورونو وروسته د کينيا د منډو اوسط څه کم درو ته ورسيد

پر نبي هم څلوريزه ولگيده

وفي الله مسلم له جلال اباده : فکر کوم بي بي سي وال د افغانستان برى نه غواړي ځکه مو ځوابونه ترخه دي ( دا يې لا بله، رښتيا چې شيخ فريده پټه خولۀ دې بهتري ده)

افغان بالران بايد ژر څوک وسوځوي ، د بري بله لار نشته

احمد له جلال اباده : کينيا نن بختوره ده چې حميد زمرى نشته بي بي سي والو څه پکې واياست ( څه پکې نه ويل کيږي )

شاپور خپل څلورم اوور کوي ، د حميد په نشتوالي کې ټولې هيلې دۀ ته دي

ذاکر الله حقمل له کونړه : په بريا به دې تل وياړمه افغانه + د بې ننگۍ اواز دې را مه شه افغانه ( د لوبې بايلل بې ننگ نه ده )

هيوادپال او جبارخيل له کابله : که افغان بالران ښه لوبه وکړي نو لغماني چل ته ضرورت نشته ( د لغماني چل حکمت نه دى درمعلوم )

په شاپور دويمه څلوريزه ولگيده

جان محمد عمرزى له کوټې : وايي د جنگ سخت ساعت او خوږې خبرې ( که دې مطلب له لوبې وي نو هغه خبرې يې هم چې د بايللو وي خوږې نه وي )

په شاپور لومړنۍ څلوريزه ولگيده

امان الله ورين له کابله : د دې علت څه دى چې دواړه لوبډلې ٥٠ اوورونه نه شي لوبولى او دواړه تر ١٨٨ ډيرې منډې نه شي کولى ( يا د پيچ کمال دى او يا هم بې غوري ده ، د چا به پکې ورين تندى نه وي )

کينيا په لومړيو څلورو اوورونو کې د يوې نيمې منډې په اوسط لوبه کړې خو مهمه ورته دا ده چې څوک يې نه دې سوځيدلي

ځونډى له بدخشانه : دا ځل افغان لوبډلې کم هدف ټاکلى او کينيا هم ورو لگيا ده ( که کينيا ورو لوبه وکړي او لوبغاړي له لاسه ورنه کړي لوبه گټلى شي خو افغان بالران بايد ژر ځينې کسان وسوځوي چې د بري هيله ومومي )

د شاپور په دويم اوور کې يوه منډه هم ونه شوه

نن د کينيا په لوبډله کې واټرز نشته خو د هغه پر ځاى اوبندا لوبيږي چې په يو ورځنيو رسمي لوبو کې يې تر زرو ډيرې منډې کړې دي

شاپور د کينيا دريم اوور کوي ، افغانستان بايد لوبغاړي وسوځوي د منډو په مخنيوي به لوبه ونه گټل شي

د نبي او شاپور دواړو په اوورونو کې دوه دوه منډې وشوې

شعيب له لغمانه : افغان ټيم ته بل څه پکار دي چې ميچ وگټي ( لغماني چل که دې زده وي ورويې ښيه )

احمد له جلال اباده : له کينيا څه تمه وکړو دا هدف ورته اسانه دى ؟ ( وخت به يې معلومه کړي )

له شاپور سره نن بيا د بالينگ پيل پر نبي کيږي

خاکسار له نامعلومه ځايه : بي بي سي والا الله دې جنت ته بوځه ( دومره ژر يې نه غواړو )

د شاپور څلورم توپ نوبال او ورسره فري هيټ شو خو په فري هيټ منډه ونه شوه

شاپور ځدراڼ بالينگ کوي

افغانستان په ٤٣ اوور کې ١٨٨ منډې او ١٠ لوبغاړي يې سوځېدلي

د افغانستان منډې

د نور علي ځدراڼ ، محمد شهزاد او حميد حسن په نشتوالي کې افغان لوبډله ډيره بې تجربې ښکاريده .

نوروز منگل ښايي همدې ټکي ته په پام سره د پچې له گټلو وروسته خپله منډو ته ملا وتړله .

د جاويد احمدي او کريم صادق پيل ښه و ، دوى دواړو ٥٣ منډې سره وکړې .

دا لسم اوور و چې کريم صادق د ١٧ منډو په جوړولو وسوځيد .

د دۀ له سوځيدا سره نور لوبغاړي هم يو په بل پسې لاړل .

جاويد احمدي ټينگ شو ٣٥ منډې يې وکړې خو بخت ورسره ياري ونه کړه رت اوټ شو .

په ٨٨ منډو د افغانستان شپږ لوبغاړي سوځيدلي و .

محمد نبي ودريد لومړى يې له ميرويس سره او بيا يې له عبدالله سره د څو ديرشو منډو ملگرتيا وکړه .

نبي د درو شپږيزو او درو څلوريزو په مرسته ٦٠ منډې وکړې چې د افغانستان ټولې منډې هم ورسره ښه ځاى ته ورسيدې .

خو د پاى دوو لوبغاړو شاپور او عزت ٢٦ خوندورې منډې وکړې او هدف يې ١٨٩ ته ورساوۀ .

د حميد په نشتوالي کې شايد دا هدف ډير نه وي خو په تيرو دوو لوبو کې تر ټولو ډيرې منډې ١٨٠ وې چې په لومړنۍ لوبه کې کينيا کړې وې .

شاپور او عزت د ٢٦ منډو ملگرتيا وکړه

شاپور په ١٧ منډو ايل بي ډبليو اوټ شو

شاپور دويمه شپږيزه ووهله

عبدالله درانى له کابله : دا د کينيا د لوبغالي حال راکړئ لکه چې تيز دى چې څوک پرې دريدلى نه شي ( په يو ورځنيو لوبو کې يوې لوبډلې هم ښه منډې پرې ونه کړې د بالرانو لپاره ښه دى تيز او سپين دواړه پرې چليدلي دي )

ځدراڼ له جرمني : ما شالله په لاس مو برکت شه ( حتمآ شاپور يادوې ځدراڼۀ )

ذاکر الله حقمل له کونړه : مخ په قبله لاس په دعا یم_ زه دافغانانو دکومی یوی بر یا به درته وایم ( هره يوه چې دې په ياد وي )

شاپور شپږيزه ووهله هغه هم په تيز بالر

صابر احمدزى له اسپانيا : نن د کينيا فاست بالران ښه و که سپين ( دواړو يو تر بله ښه لوبه وکړه ، ويکټې دوړو واخيستې )

عثمان له جرمني : دې دوو ته له خندا مړ شوم د خوند لوبه کوي(خانده له خانده خير که نور ژاړي )

وروستي لس اوورونه دي که شاپور او عزت نيمايي هم وکړل هدف به يو څه لوړ کړي

عزت څلوريزه ووهله

مرزا محمد الهام له کابله : که شاپور او عزت په گډه ١٥ مندې هم وکړې خوښ يو ( دومره ژر مه خوښيږه )

جاويد هوتک : کورت و غوړي چې پخوئ او اتڼ کوئ نو د سرنيچي مخته يې مه يادوئ چې خولۀ به يې اوبه شي ( که يې نننۍ لوبه تعقيب کړې وي گومان مې نه شي چې خولۀ يې اوبه شي )

خالد بنازاده له کابله : تاسو ته شاپور او عزت څه ښکاري دوس به ٥٠ اووره پوره کوي ( موږ ته بالران ښکاري )

پامير شينوارى له ننگرهاره : راشد لطيف بايد د منډه جوړونکو نيمگړتياو ته ښه متوجه شي ، که له بيټسمينانو پوره نه شوه + د کريکټ ميچه بالران به دې گټينه

عزت الله دولتزي په يو ورځنيو رسمي لوبو کې د خپل ژوند لومړنۍ منډه واخيسه او شاپور چې پخوا يوه منډه لرله هغه يې دوې کړې

جمال له هامبورگه : واه واه په دې دوو کې به کوم يو پنځوسيزه پوره کړي ( وايي چا ته څڼيور مه واي ؟ )

عبدالقيوم ځدراڼ له ملبورن استراليا : د نبي منډې نه حيرونکې دي ( گومان کوم نورې يې هيرې بوله ! )

عزت الله دولتزى او شاپور ځدراڼ ولاړ دي ، که چيرې دوى وکولاى شواى چې ٥٠ سره اوورونه ولوبوي نو هدف به تر ٢٠٠ واوړي خو ويل او کول سره ډير توپير لري

نبي په ٦٩ توپونو د درو شپږيزو او درو څلوريزو په مرسته خوندورې ٦٠ منډې وکړې خو گومان مې نه شي چې ډيرې دي وي

نبي کيج اوټ شو

گل بالي له امريکا : له کله چې بي بي سي زما ايميل نه خپروي د لوبې دغه حال دى ما بي بي سي ته ښيرا وکړه هغه په لوبډلې ولگيده ( مه کوه په چا چې وبه شي په تا )

نبي بله شپږيزه ووهله

حارث ځاځى له لندنه : که دا لوبه موږ وگټله زۀ ميلمستيا کوم ، کورت غوړي ورکوم ورپسې د اتڼ پارټي جوړوم څه پکې واياست ( خولۀ مو له اوبه ډکه شوه څه ووايو )

شاپور راغى دى هم کيڼ لاسى دى

عبدالله مزارى ايل بي ډبليو اوټ شو

نبي په ٦٥ توپونو د درو څلوريزو او دوو شپږيزو په مرسته د خپل لوبيز ژوند دريمه پنځوسيزه پوره کړه

نبي په خپله دريمه څلوريزه پنځوسيزه پوره کړه

جان محمد عمرزى له کابله : زما د ايميل نه خپرولو ته مو قسم کړى( نه لا يې قسم کولو ته وار نه دى رارسيدلى)

طارق سالارى له کابله : افغانستان که گاونډي پريږدي د کريکټ د اتلان غوندې ډير اتلان لري

نبي اوس په ٤٧ منډو ولاړ دى ، وروسته له ډيره وخته نبي ښه لوبه کړې خو اوس بايد تر پايه ودريږي

او ورپسې نبي دويمه شپږيزه ووهله

نبي خپله دويمه څلوريزه ووهله

اخري ١٥ اوورونه پاتې دي

تاج له هنده : زۀ نن د ميچ په خاطر کالج ته نه لاړم ( بس نو دا ستا د مورکۍ ښېراوي دي چې لوبه سمه نه ده روانه )

عبدالله مزارى کيڼ لاسى دى ، نبي ښى لاسى دى گوره که دې چپ و راست کينيا ته سر خوږى جوړ کړ

کريم الله مشکور حيدر خيل له خوسته : د ميرويس اشرف خروټي په سوځيدا لوبه نوره هم خرابه شوه خو که د ١٥٠ هدف هم وټاکل شي ښه به وي ( لا وخت شته )

ذاکر الله حقمل له کونړه : نااميده کيږئ مه ، نا اميدي د بېکاره خلکو ده ( د کار وال خو بوخت وي نا اميدي ته وخت نه لري )

وروستي ١٦ اوورونه پاتې دي افغان لوبغاړي بايد هڅه وکړي چې دغه ټول اوورونه ولوبوي ، منډې به پکې خپله راځي

نعيم له جلال اباده : زۀ له زړۀ غواړم چې کينيا ماته کړم ( اول خو ته لوبه پکې نه کوې او بله دا چې که يې له زړۀ غواړې که يې له سره غواړې که هغوى تکړه ول گټي به يې )

عبدالهادي له جاپان نه : اوس نو همت پکار دى لوبه موږ گټو ( چا بيا ويل چې زړۀ مو بايللى )

شاه ولي تاج له هنده : په دې لوبه باندې ستاسو نظر څه دى ؟ ( موږ نظر خپرو نظر نه لرو ، لږ تر لږه ستا د سوال په برخه کې )

عبدالطيف کاکړ له کبله : هې دا کاکړ مه يادوه چې بيا لغمانيان درباندې خبروم او نه دي دې اوريدلي چې سل کسه کافر مړ يې نه کړ يو کاکړ ( دا بيې نو سم د پيشو اجل و )

نبي له خپلې شپږيزې وروسته څلوريزه هم ووهله اوس په ٣٣ منډو ولاړ دى

سمسور له کابله : بايد اوس نبي ډير بالونه ولوبوي ځکه چې نور بالران دي ، او نبي بايد درز ورکړي ، دا اوس د بنگله ديش او نيوزيلنډ لوبه کې د نيو زيلند هم دغه حال و خو تيلر درز ورکړ او هدف يې ١٧٠ ته پورته کړ

شمس له جلال اباده : خداى دې راته کامياب لري ( څوک يادوې )

حبيب له لندنه : کاش اول افغانانو بالينگ کړى واى ( وروستى عقله کاش لومړى واى )

نبي شپږيزه ووهله

محمد ولي ستانکزى له کابله : ما ويلي و بيا به پيغام نه درليږم خو په خپلې وعدې مې پښه کېښوده ( خوشال بابا ويل : ما خو توبه وکړه که زړۀ هم راسره مل شي + عشق دى چې هميش مې په توبه باندې يرغل شي)

عبدالله مزارى بيټينگ کولى شي خو ايا له نبي سره به تر ١٩ اوورونو ودريدلى شي ؟

عبدالله مزارى لوبې ته راغى ، دا يې دويمه لوبه ده خو په لومړي ځل به بيټينگ کوي

ميرويس په ١٧ منډو کيچ اوټ شو

عزيز الحق له ناروې : نور او شهزاد بيټينگ کوي که نه ( چې په لوبه کې نه وي څرنگه به يې کوي )

ميرويس اشرف شپږيزه ووهله

صابر احمدزى له اسپانيا : د شهزاد په باب معلومات راکړئ چې ولې لوبه کې نشته ( د کينيا د سفر له هغه پيله يې په ملا کې برېښ و)

قاري عبدالقادرله لندنه : نه حميد شته نه نور علي او نه ستاسو په ويبپاڼه کې مرچ مصالحه ( وايي کاکړ يې ژاړۀ دوړ يې په خرۀ سپور راوړ ، يوازې مرچ مصالحه نۀ بلکې په لوبه کې نور علي ، محمد شهزاد او حميد هم نشته )

حميد له کابله : يقين مې دى چې که کبر ونه کړو دا لوبه گټو( څه ته کبر وايې ؟)

له کينيا سره د يو ورځنيو لوبو روانه لړۍ په رسمي يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان څلورمه لړۍ ده چې له يوۀ هيواد سره يې لري خو تر دې وړاندې يې ټولې مساوي کړي ، هغه ټولې لوبې د دوو دوو سياليو وې دا ځل پکې ارو مرو گټونکى معلوميدونکى دى

نبي په ١٤ منډو او ميرويس په ٨ منډو ولاړ دي که دوى دوو هدف تر ٢٠٠ وانه واړوۀ کار خراب بولئ

فيروز احمد له مردان نه : موږ د کبير خان کمى محسوسو

امان الله ورين له کابله : تاسو لکه چې ويده ياست چې معلومات ژر ژر نه ورکوئ ( ويښ ويده يې بوله )

افغان کرکټ لوبډله اوس په ډېر بد حالت کې ده ، يوازې بالران پاتې دي.

سميع الله شينواری هم په ۱۸ منډو کېچ اوټ شو.

د سميع الله شينواري او محمد نبي ترمنځ پارټنرشپ يا شراکت ۱۷ منډو ته ورسېد.

محمد نبي اوس په پنځو منډو ولاړ دی.

د افغانستان د منډو اوسط په هر اوور کې اوس له څلورو منډو هم راښکته شو.

سميع الله شينواری اوس په ۱۳ او محمد نبي په دوو منډو لوبيږي.

سميع الله شينواری

سميع الله شينواری په ۱۳ منډو ولاړ دی.

محمد نبي هم خپله منډه وکړه.

تر اوسه د اضافي يا اکسټراز منډو شمېر درې دی چې يوه يې واېټ او دوه نورې يې د نووبال د کېدو له امله شوي.

سميع الله شينواري ۱۱ منډې کړي ، خو محمد نبي تر اوسه هم لا منډه يا رنز نه دی کړی.

افغان کرکټ لوبډلې ته اوس دا په کار ده چې په وېکټه ودريږي .

د افغانستان د منډو اوسط نور هم راټيټ شو او په هر اوور څلور ته را ښکته شو.

سميع الله شينواری په اوو منډو ولاړ دی.

محمد نبي تر اوسه رنز يا منډه نه ده اخيستې.

افغانستان نن ټاس يا پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه که څه هم په لومړيو کې دا پرېکړه سمه برېښېده ، خو وروسته د افغانستان لوبغاړي په پرلپسې ډول وسوځېدل.

بېټنګ ته اوس محمد نبي او سميع الله شينواری ولاړ دي.

د افغانستان د منډو اوسط يا رنز رېټ اوس له پنځه اعشاريه اتيا نه څلور اعشاريه څلوېښتو ته راولوېد.

اصغر ستانکزی په يوه منډه رن اوټ شو.

د افغانستان لومړی لوبغاړی هغه مهال وسوځېد چې افغان لوبډلې ۵۳ منډې کړې وې. دويم لوبغاړی هم په همدومره منډو وسوځېد. دريم لوبغاړی يوه منډه وروسته وسوځېد او څلورم لوبغاړی په مجموعي منډو ۶۲ وسوځېد.

اوس اصغر ستانکزی او سميع الله شينواری بېټنګ ته راووتل.

نوروز منګل په اوو منډو کیچ اوټ شو.

اصغر ستانکزی او کپتان نوروز منګل اوس بېټنګ ته ولاړ دي.

خان جان له نامالومه ځایه: دا اوس د افغانستان لپاره ښه لوبه ده، زه د دوی لپاره دعاګانې کوم.

جاوېد احمدي په 35 منډو رن اوټ شو

کریم صادق په 17 منډ، کیچ اوټ شو

نورالحق په صفر کیچ اوټ

اففففف، نورالحق هم وسوځېد، ځای یې نوروز منګل ونیو.

ویکټې: 3

جاوېد احمد کریم صادق وسوځېدل.

پرځای یې نورالحق راغی.

اوس کریم صادق بيټینګ کوي.

په دې یوه ورځنیو لوبو کې لومړۍ سیالي کینیا وګټله او په دویمه کې افغانستان پر کینیا لاسبری شو.

دا د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ یوه ورځنۍ سیالي ده.

کریم صادق په ۱۴ سیالیو کې ۲۵۵ منډې کړې دي. او جاوېد احمد بیا په شپږو لوبو کې ۶۷ منډې کړې.

جاوېد په ۲۰ منډو ۲۱ باله وکړل.

تر اوسه په هر اوور کې ۶ منډې شوې دي.

پچه افغانستان وګټله او د کوربه هېواد پروړاندې منډې جوړوي.

جاوېد احمدي او کریم صادق منډې کوي.

  • جاوېد احمد۱۸

  • کریم صادق ۹

نن (دوشنبه، د اکتوبر ۱۱مه) افغانستان له کوربه هېواد کینیا سره درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کوي.

نن په نایروبي کې د تودوخې درجه ۲۱ ده، او د ورېځو اټکل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبه د نایروبي پر ځایي وخت نهه نیمې بجې، چې د افغانستان د سهار لس بجې کېږي، پيل شي.

سمیع الله شینواری

وړمه ورځ افغانستان کینیا ته لویه ماتې ورکړه.

په دغه درېیمه یوه ورځنۍ لوبه پنځوس اوور کېږي.

وړمه ورځ افغانستان په ٢٧ اوور کې ۱۴۲ منډې وکړې او ٤ کسه وسوځېدل، خو لوبه افغانستان وګټله.

او لومړۍ لوبه بیا کینیا ګټلې وه.

د ١٤٠ منډو هدف افغان منډه جوړونکو ظاهرآ په اسانۍ ترلاسه کړ .

څه باندې شل اوورونه پاتې و او يوازې څلور لوبغاړي سوځيدلي و چې افغانستان د بري تر بريده تير شو .

وړمه ورځ ددریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لومړۍ لوبه کې کینیا افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان د راتلونکې نومبر میاشتې پر ۲۵ او ۲۹مو په متحده عربي اماراتو کې له سکاټلنډ سره پایلوبه لري.

افغان لوبډله

عبدالله

اصغر ستانکزی

حامد حسن

عزت الله دولتزی

جاوېد احمدي

کریم صادق

میرویس اشرف

محمد نبي

محمد شهزاد

نوروزو منګل

نورالحق

نور علي ځدراڼ

سمیع الله شینواری

شاپور ځدراڼ

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .