یوې ماچې د ایران درې لوبغاړي زنداني کړل

لوبغاړي
Image caption په رپوټ کې د تورنو لوبغاړو نومونه او د لوبډلې نوم نه دی یاد شوی.

د ایران د فوټبال درې لوبغاړي د یوې ښځې د ماچې کولو په تور زنداني کېږي.

له ۱۹۷۹ کال راپدېخوا د ایران د اسلامي انقلاب له راتلو وروسته د دغه هېواد په قانون کې له اسلامي احکامو سره سم، قانون سړغړوونکي یا په درو وهل کېږي، یا جریمه کېږي او یا هم زندان ته ټېل وهل کېږي.

د ایران "راجا نیوز" وېبپاڼې د یوې ناڅرګندې سرچینې په حواله لیکلي چې : "د دغو درو فوټبال ایراني لوبغاړو په حق کې به د زنداني کېدو پرېکړه وشي؛ ځکه چې د اسلامي شریعت مخالف کار یې کړی."

په رپوټ کې د تورنو لوبغاړو نومونه او د لوبډلې نوم نه دی یاد شوی.

وېبپاڼه دې ته هم اشاره کوي چې درو وړو لوبغاړو د دغه هېواد په یوه هوايي ډګر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له قانون څخه سرغړونه کړې ده.

وېپاڼه کاږي "د لوبډلې روزونکی هڅه کوي چې خپل لوبغاړي له زندانه واګرځوي.... خو داسې ویل کېږي چې لوبغاړي باید پخپله د خپلې تېروتنې مسؤولیت ومني او له ځانه دفاع وکړي."

تر دې مخکې هم په ۲۰۰۳ کال کې یوه ایرانۍ ممثله وروسته له هغه په ۷۴ درو وهلو محکومه شوه، چې د سینما په یوه ننداره کې کې یې یو ممثل ماچې کړ.

په ۲۰۰۵ کال کې واک ته د ولسمشر محمود احمدي نژاد تر رسېدا وروسته د هغه شاوخوا محافظه کاره ملګري راټول شول.

د ایران اوسنۍ واکمن نظام، چې تر ډېره پکې اخوندان برخه لري، په دغه هېواد کې د "نا اسلامي اخلاقو" پر سزاوو ټينګار کوي.

ورته مطالب