کريکټ : افغانستان ښايي له هانگ کانگ سره مخامخ شي

اسيايي لوبې
Image caption په اسيايي لوبو کې په لومړي ځل کريکټ سيالۍ شامل شوې دي

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله په چين کې د اسيايي لوبو خپله لومړنۍ لوبه د چارشنبه په ورځ ( د نومبر ٢٤ ) کوي .

د اسيايي لوبو په ترڅ کې د کريکټ سيالۍ شل اوريزې دي .

ډير امکان دا دى چې افغان لوبغاړي به له هانگ کانگ سره مخامخ شي ځکه چې هانگ کانگ نيپال ته ماتې ورکړې او د سه شنبه په ورځ به له مالديپ سره لوبه کوي چې خورا کمزورې بلل کيږي او د دوى د بري هيله پکې ډيره ده .

که هانگ کانگ مالديپ ته ماتې ورکړه نو د خپل گروپ گټونکى به وي او په هغه حالت کې به له افغانستان سره په منځلوبه يا کواټر فاينلز کې مخامخيږي .

افغان لوبډله له پاکستان ، سرېلنکا او بنگله ديش سره په اسيايي لوبو کې غوره بلل شوې او وار له واره منځلوبو يا کواټرفاينل کې ځاى پر ځاى شوې ده .

هانک کانگ په خپله لومړنۍ لوبه کې نيپال ته په ٣٠ منډو ماتې ورکړې وه .

په هغه لوبه کې هانگ کانگ لومړى په منډو جوړولو لاس پورې کړى و خو يوازې ١١٥ منډې يې کړې وې .

په ځواب کې د نيپال لوبډله په ٨٥ منډو سوځيدلې وه .

نيپال بيا مالديپ ته په اسانۍ ماتې ورکړه .

د نيپال د ١٢٩ منډو په ځواب کې مالديپ يوازې ٥٤ منډې وکړاى شوې .

د لوبو ډگرونه

په چين کې د افغان لوبډلې اداري مسوول ناظم خان عبدالرحيمزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې په چين کې پيچونه يا د لوبو ډگر د منډه جوړونکو لپاره ښه نه دى .

د ښاغلي عبدالرحيمزي په وينا په دغو سياليو کې به څوک په اسانۍ منډې ونه کړي او بالران به برلاسي وي .

دۀ د پاکستان او چين لوبه د بېلگې په توگه ياده کړه .

پاکستان د چين له کمزورې لوبډلې سره د يوۀ لوبغاړي په سوځيدو يوازې ١٨٣ منډې وکړې او چين يې په ٥٥ منډو وسوځاوۀ .

د افغانستان په لوبډله کې د نور علي ځدراڼ نشتوالي لويه تشه پيدا کړې ده .

نور علي ځدراڼ د حج په مراسمو کې د گډون له امله دا ځل په لوبډله کې شامل نه دى .

په افغان لوبډله کې شفيق الله شفق ، شبير نوري او ن لوبغاړى سميع الله اغا د پيل لوبغاړي دي .

افغان لوبډله

سميع الله اغا د کندهعار له لوبډلې څخه په لوبو کې په دې وروستيو کې د شل اوريزو لوبو په ترڅ کې دوه سليزې کړې وې .

ډير امکان دا دى چې سميع الله اغا ښايي په منځلوبه کې له کريم صادق سره د افغان منډه جوړونکو د پيل لوبغاړى وي .

په نوره لوبډله کې د ډير توپير امکان لږ ليدل کيږي .

د چارشنبه په ورځ به منځلوبه د محمد نبي لپاره لومړنۍ لوبه وي چې د افغانستان د کپتان په توگه لوبغالي ته ننوځي .

که چيرې دغه لوبه له هانگ کانگ سره شوه نو دا به له دغې لوبډلې سره د افغانستان دويمه شل اوريزه لوبه وي .

په تيره لوبه کې افغانستان په اسانۍ مات کړي و .

ورته مطالب