پايلوبه : سکاتلند په ٢١٢ منډو وسوځيد

کپ

افغانستان او سکاتلند د لويو وچو نړيوال کپ ته سيالي کوي

افغانستان : په لومړي نوبت کې ١٨ منډې ١ کس سوځيدلى ( د لومړۍ ورځې پاى

سکاتلند په لومړي نوبت کې : ٢١٢ منډې ١٠ لوبغاړي سوځيدلي

ميرويس اشرف ٥ او کريم ٢ منډې کړې دي

وبخښئ ميرويس اشرف راغلى دى ، له شبير وروسته ميرويس اشرف لوبې ته راغلى او اوس يې درې منډې کړي دي

دوه نور اورونه پاتې دي

شبير ١١ منډې کړې وې يوه څلوريزه يې وهلې وه

شبير نوري وسوځيد

شبير نوري او کريم د افغانستان له خوا لوبه کوي

افغان لوبغاړي په پيل کې ښه روان دى

افغان لوبغاړو په لومړي اوور کې منډې ونه کړې

د سکاتلند د لوبې رپوټ

حميد٥ کسه سوځولي

شاپور ځدراڼدوه کسه سوځولي

ميرويس اشرفدرې کسه سوځولي

د سکاتلند لوبډلې د پچې تر گټلو وروسته ښايي د ډيرو منډو په هيله خپله منډو ته ملا وتړله .

خو حميد حسن او شاپور يې دغه هيله په پيل کې نيمگړې کړه .

حميد درې د سر لوبغاړي وسوځول شاپور هم يو کس وسوځاوۀ او چې کله د شاپور پر ځاى ميروس اشرف راغى نو هغه هم درې کسه وسوځول او سکاتلند يې له خورا ډيرو ستونزو سره مخامخ کړ .

د غرمنۍ تر وقفې وروسته سکاتلند ٩٧ منډې درلودې او اته لوبغاړي يې سوځيدلي و .

داسې گومان کيدۀ چې دوى به ١٢٠ ونه کړي .

خو نيل ميکلم او سميت په گډه ١٠٧ منډې وکړې چې ورسره يې سکاتلنديان تر يوۀ ځايه له مشکلاتو وايستل .

ميکلم ١٠٤ ناسوځيدلې منډې وکړې .

د افغانستان له خوا يو وار بيا حميد حسن وځليد .

دۀ پنځه لوبغاړي وسوځول .

دا پنځم سر په سر ځل دى چې حميد حسن د مخالفې لوبډلې پنځه يا تر دې ډير لوبغاړي په يو وار سوځوي .

اوس بايد افغان لوبډله له ښه چانس نه گټه واخلي او په لومړي نوبت کې ښې ډيرې منډې وکړي.

که افغانستان له سکاتلنده يو نيم سل يا دوه سوه ډيرې منډې وکړې نو دا لوبه او دا اتلولي يې خپله ده .

افغانستان ښايي درې څلور اوورونه ولري په دې وخت کې به منډې مهمې نه وي غوره به دا و ي چې څوک پکې ونه سوځيږي

نيل ميکلم په ١٠٤ منډو تر پايه ناسوځيدلى پاتې شو او ښه لوبه يې وکړه

حميد حسن په پنځم پرله پسې ځل په څو ورځنيو لوبو کې په يوۀ وار پنځه يا تر دې ډير لوبغاړي وسوځول او يو وار بيا وځليد

په ٢١٧ توپونو يې ١٠٢ منډې کړې دي

نيل ميکلم سليزه پوره کړه ، خورا ښه لوبه يې وکړه او دا دى و چې سکاتلند يې له لوى مشکله تر يوۀ ځايه ويوست

نيل ميکلم په ٩٨ منډو ولاړ دى

د لومړنۍ ورځې په لوبه کې لا هم نژدې لس اوورونه پاتې دي که د سکاتلند وروستى لوبغاړى ژر وسوځيږي افغان لوبغاړي به په وروستيو اوورونو کې له ستونزو سره مخامخ وي

سميت بالاخر د حميد حسن په توپ وسوځيد

ميکلم ٩٦ منډې کړي دي

د نهم کس لپاره سکاتلندي لوبغاړو په گډه تر ١٠٠ ډيرې منډې وکړې

حميد حسن يو ځل بيا بالينگ ته راغى

ميکلم ٨٦ منډو ته ورسيد ، د دۀ ښې لوبې سکاتلند له لوى مشکله تر يوۀ ځايه ايستلى دى

ميرويس اشرف بيا بالينگ ته راغى

د نهم لوبغاړي لپاره سکاتلندي ملگرتيا اوس ٩٠ منډو ته ورسيده ، دغو لوبغاړو افغان لوبډلې ته سرخوږى جوړ کړى

د مزاري پر ځاى نبي راغى

د افغانستان ورو بالران نن ښه لوبه نه کوي ، تيزو بالرانو اته کسه وسوځول او سکاتلند يې بد راگير کړى و خو اوس سپين بالران هغسې نه ځليږي

د نهم کس لپاره تر اوسه سکاتلندي لوبغاړو ٧٢ منډې په گډه کړې دي

سم مو ياد کړ او نوروز منگل هم راوست ، سميع الله شينوارى راغى

تر اوسه سميع الله شينواري بالينگ نه دى کړى حال دا چې هغه شايد اوس بريالى وي سکاتلنديان ليگ سپين ښه نه شي لوبولى

د سکاتلند اتم لوبغاړى هغه وخت وسوځيد چې د دوى ټولې منډې يوازې ٩٧ وې اوس تر ١٥٠ ورسيدل

يو وار بيا ستاسو له ټولو برېښناليکونو منندوى يوو او ژمنه کوو چې ځينې به يې په سهارنۍ خپرونه کې خپروو ، د بي بي سي پښتو سهارنۍ خپرونه له اينټرنيټ څخه هم اوريدلى شئ خو که په راديو يې غواړئ نو د افغانستان په وخت سهار شپږ بجې او ديرش دقيقې مو لومړنۍ خپرونه خپريږي او په اووه بجې او ديرش دقيقې مو دويمه خپريدونکې ده

حميد حسن بيا راستون شو ، نن يې تر اوسه درې لوبغاړي سوځولي دي که دوه نور وسوځوي نو دا به پنځم پرله پسې ځل وي چې دى په يوۀ وار پنځه يا تر هغو ډير لوبغاړي سوځوي

او يوه بله څلوريزه پرې ولگيده

عبدالله مزارى بالينگ ته راغى او وارله واره پرې څلوريزه ولگيده

د نهم کس لپاره تر اوسه سکاتلندي لوبغاړو ٤٠ منډې په گډه کړې دي

د سکاتلند ميکلوم ٥٠ منډې پوره کړې ، نورې لوبډلې څه ونه کړل خو دى ولاړ دى او ١٥٠ توپونو ته دريدلى دى

د نهم کس لپاره تر اوسه سکاتلندي لوبغاړو ٣٠ منډې په گډه کړې دي

د چايو تر دمې پورې سکاتلند ١١٨ منډې وکړې او اته لوبغاړي يې له لاسه ورکړل . سکاتلندي لوبغاړي ډيرې منډې نه کوي خو نيت يې ښايي دا وي چې ترډيرو ودريږي او افغان بالران ستړي کړي

وبخښئ نهم کس لا نه دى سوځيدلى

د حميد حسن په توپ نن دوه کيچونه لويدلي و خو د هغه په سر هم سکاتلند په خورا بد حالت کې دى

پر نبي سر په سر دوه څلوريزې ولگيدې

ستاسو دايميلونو باران پيل شوى ، ژمنه کوو چې يو شمير به يې په سهارنۍ خپرونه کې درته لولو نو لطفآ خپل نظر راته ليکئ ، ايميلونه مو نه ضايع کيږي

شاپور ځدراڼ د سکاتلند اتم لوبغاړى وسوځاوۀ

سکاتلند نه منډه کوي او نه هملوبه پر مخ بيايي داسې ښکاري چې د اوو لوبغاړو سوځيدا هک پک کړي دي

په لومړي ځل نبي بالينگ ته راغى نن ټوله ورځ تيزو بالرانو بالينگ کاوۀ

د لويو وچو ترمنځ سيالۍ يا انټرکانتينينتل کپ عمومآ څلور ورځنۍ لوبې وي خو په پايلوبه کې د نتيجې په هيله دا لوبه پنځه ورځنۍ ده .

افغانستان په لومړي ځل د کريکټ د لويو وچو د نړيوالو څو ورځنيو سياليو پايلوبې کې لوبه کوي .

پچه د سکاتلند کپتان وگټله او لومړى يې خپله منډو ته زړۀ ښه کړ .

حميد حسن او شاپور ځدراڼ د سکاتلند لومړني درې لوبغاړي ژر وسوځول .

ورپسې ميرويس اشرف راغى او درې نور لوبغاړي يې هم ستانۀ کړل او په دې توگه سکاتلند يوازې د اتيا منډو په لرلو شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل .

د سکاتلند اووم لوبغاړى د حميد حسن په توپ سميع الله شينواري کيچ کړ .

دا يې لومړى ځل و چې افغان لوبغاړي په څو ورځنيو سياليو کې لوبې ته راوتل او وار د واره پايلوبې ته ورسيدل .

په پايلوبه کې که افغانستان لوبه مساوي هم کړي د جام گټونکى به بلل کيږي ځکه چې د پيل په لوبو کې يې تر ټولو ډير پوانيټونه ترلاسه کړي و .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

افغان لوبډله

کريم صادق

محمد شهزاد

اصغر ستانکزى

نوروز منگل

محمد نبي

شبير نوري

سميع الله شينوارى

ميرويس اشرف

عبدالله مزارى

حميد حسن

شاپور ځدراڼ

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .